په جرمني کې کرايي کورونه

اوسمهالیز 16.08.2023

د کرايي کور موندلو پر مهال بايد څه ته پام وشي؟

په وروستيو کلونو کې په جرمني کې د کورونو قيمتونه په چټکۍ لوړيږي. په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي. د کور د موندلو تر څنګ بايد نورو ډېرو مهمو مسلو ته هم پام وشي. دلته په دې اړه مالومات درکوو.

د کور موندلو لپاره په څه پوهېدلو ته اړتيا ده؟

څه ډول کولای شم د برېښنا قرارداد وکړم؟

ډېر وخت برېښنا د کرايې د قرارداد برخه نه وي او بايد پیسې يې بېلې ورکړل شي. د برېښنا لپاره بايد بېل تړون وشي او د برېښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بايډ اړيکه ونيول شي. د برېښنا لپاره بېلابېل شرکتونه او بيې شته او تاسې کولای شئ له منځه يې ارزانه هغه غوره کړئ. د (Check24) په شان وېبسایټونو کې دا ډول شرکتونه او بېلابېلې بيې کتلای شئ. کله چې د خپلې خوښې شرکت ومومئ؛ کولای شئ له هغو سره د انټرنېټ له لارې په انلاين ډول ځان ثبت کړئ. دا شرکت به له تاسې د برېښنا مېتر د اوسنۍ شمېرې په اړه وپوښتي. دا شمېره په خپله مېتر کې او يا د کرايې د تړون لاسليک پر مهال د تسليمۍ اړونده سندونو کې موندلای شئ.

که پخلی يا د اوبو ګرمول په ګاز کيږي؛ د هغه لپاره هم يو شرکت موندلای شئ. د کور خاوند يا کرايه ورکوونکی به تاسې ته په دې اړه مالومات درکړي. د ګاز د بيو پرتله کولو لپاره هم پورته ياد شوی وېبسایټ کارولای شئ.

یادونه: د برېښنا يا ګاز له قرارداد وروسته د دې خدمتونو وړاندې کوونکي هره مياشت ستاسې له اکونټ څخه يوه مالومه اندازه پیسې ګرځوي. د دې پیسو کچه تخميني ده. د دې مانا دا ده چې په کال کې يو ځل ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه کيږي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي.  د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د برېښنا شرکت به له تاسې سره اړيکه ونيسي څو د برېښنا مېتر وګوري او د لګښت شمېره يې واخلي.

ولې بايد د ټلويزيوني او راډيويي خپرونو لپاره پیسې ورکړم؟

د هر کرايي کور درلودونکي ته د جرمني د ټلويزيون او راډيو د خپرونو له ادارې (ARD ZDF Deutschlandradio Beitragsservice) څخه يو ليک راځي چې له مخې يې د هرې مياشتې لپاره د ۱۸٫۳۶ يورو غوښتنه کيږي. دا پیسې د جرمني د رسنيو د لګښتونو (ARD, ZDF, 3Sat, Arte, Kika, Deutschlandradio, …) لپاره کارول کيږي. دا فيس جبري دی او که څوک هېڅ راډيو يا ټلويزيون ونه کاروي او يا ويې نه لري هم بايد دا پیسې ورکړي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د خپرونو پیسې) کې لوستلای شئ.

 

چېرته د کور لپاره ارزانه سامان او فرنيچر موندلای شم؟

په جرمني کې د فرنيچر او کور د نورو اړونده توکو بېلابېل پلورنځي شته چې مختلفې بيې لري. په ځينو ايالتونو کې سوسيالي مغازې هم شته چې د لږ عايد لرونکي کسان پکې دا توکي په ارزانه بيه رانيولای شي. په دې وېبسایټ کې کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه سوسيالي هټۍ ومومئ. د دې تر څنګ په فلومارکېټونو او د (ebay kleinanzeigen) په شان انلاين سایټونو کې هم د خپلې اړتيا وړ توکي موندلای شئ. همدا شان په فېسبوک کې هم د وړيا يا ارزانه توکو د پېر او پلور او لېږدلو لپاره ګروپونه او پاڼې موندلای شئ.

که څوک له جابسنټر يا سوسيال څخه پیسې ترلاسه کوي؛ کولای شي د خپل نوي کرايه شوي کور د فرش او ظرف لپاره له دې دفترونو يوه اندازه پیسې يا د کاليو مينځلو ماشين او يخچال په شان نور وسايل ترلاسه کړي.

څنګه کولای شم انرژي ذخيره کړم او د شنه‌خوا کېدو مخنيوی وکړم؟?

چڼاسکې يا د دېوالونو شنه‌خوا کېدل د روغتيا لپاره زيان رسوونکي دي او پاکول يې سخت دي. د اصولو له مخې د کور خاوند د چڼاسکو پاکولو مسؤوليت لري او بايد لګښت يې پرې کړي. البته دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې کرايه نيوونکی کس د تودوخې سيستم (مرکزګرمۍ) د ناسمې کارونې يا هوا له کبله د دې کار لامل نه شي. ډېر کسان د برېښنا يا ګاز د لګښت کمولو لپاره په ساړه موسم کې هم ډېر لږ مرکزګرمۍ يا بخارۍ کاروي او له کوره د وتلو پر وخت يې بندوي. البته دا کار نه يوازې د چڼاسکو رامنځته کېدو سبب کيږي؛ بلکې لګښتونه هم لوړوي ځکه په دې ډول د سړې کوټې بيا ګرمول ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري. کله چې کوټې ته هوا ورکوئ؛ د ۵ تر ۱۰ دقيقو لپاره د کړکۍ د سر پرانستلو پر ځای هغه په بشپړ ډول پرانيزئ. که يوازې د کړکۍ سر پرانيزی؛ ډېره لږ تازه هوا به کور ته راشي. دا کار بايد د ټول کور لپاره هره ورځ لږ تر لږه ۳ يا ۴ ځله وکړئ. په ځانګړي ډول له حمام کولو، اخلي پخلي وروسته او يا د کاليو وچولو پر مهال سملاسي کور ته هوا ورکړئ. البته په ياد مو وي چې د هوا ورکولو پر مهال ټولې مرکزګرمۍ بندې کړئ څو د زياتې انرژۍ له ضايع کېدلو مخنيوی وشي. د هوا بدلولو او کور د سمو ګرمولو په اړه زيات مالومات په دې مالومات‌پاڼه کې موندلای شئ..

يادونه: که د کور په کرايه کې مو د ګرمولو پیسې هم شاملې وي؛ په کال کې يو ځل به ستاسې د لګښتونو او ورکړل شوو پیسو ارزونه وشي. که پیسې مو له لګښته زياتې وي؛ بېرته درکول کيږي او که کمې وي؛ ښايي نورې هم وغوښتل شي.  د دې لپاره چې ستاسې د اوسني لګښت اندازه مالومه شي؛ د کور خاوند به د برېښنا شرکت يو کارکوونکی وګماري څو له تاسې سره اړيکه ونيسي؛ د برېښنا مېتر وګوري او د مصرف شمېره يې واخلي. که فکر کوئ چې د انرژۍ د لګښت اندازه مو سمه نه ده محاسبه شوې؛ کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) سره اړيکه ونيسئ او مرسته يې ترلاسه کړئ.

د کورونو پیسې (Wohngeld) څه ته وايي؟

د کورونو پیسې يا وونګلېد د کور د کرايې لپاره مرسته ده. دا مرسته هغه چا ته ورکول کيږي چې عايد يې کم وي او د کور کرايه نه شي ورکولای. له همدې کبله وونګېلډ هغه چا ته نه ورکول کيږي چې د کورونو ټوله کرايه يې دولت ورکوي. ځکه نو د وونګلېډ په ترلاسه کوونکو کې د جا‌سنټر مرسته، بافوګ او اساسي خونديتوب (Grundsicherung) ترلاسه کوونکي او يا هم د عايد د کمېدو ظرفيت (Erwerbsminderung) ترلاسه کوونکي نه شامليږي. 

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د (Wohngeld Plus) په نوم قانون سره ډېر کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي. د دې تر څنګ د وونګېلډ اندازه کابو دوه برابره شوې ده. د بېلګې په توګه اوس يو کس په اوسط ډول د ۱۸۰ یورو پر ځای ۳۷۰ یورو ترلاسه کوي. دا ځکه چې د وونګېلډ لپاره د محدود عايد اندازه لوړه شوې ده. د وونګېلډ په پیسو کې د انرژۍ برخه هم شامله ده. البته د دې برخې يا مرستې ترلاسه کولو لپاره اضافي غوښتنليک ته اړتيا نشته.

د ځينو کورونو لپاره د چاپېريال برخه (Klimakomponente) هم په پام کې نيول کيږي. په دې ډول هغو کسانو ته مرسته ورکول کيږي، کوم چې کورونه يې د چاپېريالي تدابيرو له کبله بيا رغول شوي يا ترميم شوي وي. په داسې حالت کې له وونګېلډ سره په هر متر مربع ۴۰ سنټه نور ورکول کيږي.

اوس مهال ( کال۲۰۲۳) کې لاندې کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي:

  • هغه کسان چې لږ عايد لري او د کور کرايه خپله ورکوي.
  • متقاعد شوي کسان.
  • هغه محصلان چې بافوګ ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي.
  • هغه اوسبيلډونګ ترسره کووني چې د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي. 
  • د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونمي.
  • د لنډمهالې بېکارۍ پیسو (Kurzarbeitergeld) ترلاسه کوونکي. 

د وونګېلډ اندازه د هرې کورنۍ د غړو له شمېر، د معاش له اندازې او د کور له کرايې سره اړه لري. د کورونو او ودانولو فدرالي وزارت له لوري چمتو شوي ماشين (Wohngeldrechner) په مرسته د دې پیسو اټکلي اندازه مالومولای شئ. که ډاډه نه ياست چې دا پیسې ترلاسه کولای شئ او که نه، بيا هم غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو رد هم  شي، تاوان نه کوئ.

د وونګېلد غوښتنه په خپله سيمه کې د دې کار لپاره له ټاکل شوې ادارې (Wohngeldstelle) کولای شئ. دوی ته بايد يو غوښتنليک ډک او وړاندې کړئ. د دې ادارو پتې پر انټرنېټ موندلای شئ. د لټون په کړکۍ کې (Wohngeldstelle) او د خپلې سيمې نوم وليکئ. د هر ايالت لپاره اړوند غوښتنليک يا فورمه پر (wohngeld.org) وېبسایټ موندلای شئ. ښه به وي چې غوښتنه هر څومره ژر وړاندې کړئ، ځکه د پیسو راتلل څو اونۍ وخت نيسي.

يادونه: که څوک د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې مرسته (Asylbewerberleistungen) اخلي، يوازې په استثنايي حالتونو کې وونګېلډ ترلاسه کولای شي.

دولت د انرژۍ په لګښتونو کې له ما سره مرسته کوي؟

دا چې په دې وروستيو کې د ګاز او برېښنا بيې ډېرې لوړې شوې دي، دولت له اړمنو کسانو سره د دې بيو پرې کولو لپاره مالي مرسته کوي. دې مرستې ته تودوخې د لګښتونو مرسته (Heizkostenzuschuss) وايي.

د دې مرستو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د لوړېدونکو بيو لپاره مرسته) کې ولولئ.

د برېښنا د بېلونو پیسې نه شم ورکولای؛ څه وکړم؟

دا چې په دې وروستيو کې د ګاز او برېښنا بيې ډېرې لوړې شوې دي، دولت له اړمنو کسانو سره د دې بيو پرې کولو لپاره مالي مرسته کوي. د دې مرستو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د لوړېدونکو بيو لپاره مرسته) کې ولولئ.

که د لږ عايد يا بېکارۍ له کبله د برېښنا د بېلونو پیسې نه شئ ورکولای، ښايي برېښنا مو بنده شي. البته دا کار سملاسي نه کيږي. د برېښنا له بندېدلو وړاندې بايد لږ تر لږه ۱۰۰ یورو د برېښنا شرکت پوروړي شئ. د دې تر څنګ بايد د برېښنا له بندېدلو وړاندې د برېښنا اړوند شرکت له لوري يو خبرداری (Mahnung) ترلاسه کړئ. که بيا هم پیسې ورنه کړئ، د برېښنا بندېدلو ګواښليک يا (Sperrandrohung) درته لېږل کيږي او څلور اونۍ وخت درکول کيږي څو پیسې ورکړئ. که څوک د دې څلورو اونيو په ترڅ کې پیسې تحويل نه کړي، برېښنا به يې بنده شي خو له بندېدلو وړاندې به د يوه ليک په وسيله، د بندېدلو د دقيقې نېټې په اړه خبر درکړل شي.

که د خپلې برېښنا بېلونه نه شئ پرې کولای، هر څومره ژر د خپلې سيمې د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) سره اړيکه ونيسئ او مشوره ترې وغواړئ. پر (verbraucherzentrale.de) د دې ادارې يوه تر ټولو نږدې مشورتي څانګه موندلای شئ. د مصرفوونکو له مرکز سره د ټليفون يا برېښناليک په مرسته هم اړيکه نيولای شئ.

که په کور کې مې څه خراب شي؛ څه بايد وکړم؟

که په کور کې مو کومه خرابي وي؛ د بېلګې په ډول مرکزګرمي (Heizung) کار نه کوي يا د اوبو نل خراب وي؛ سملاسي له د کور له خاوند يا د ودانۍ له اداره کوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دوی د اړيکې شمېرې يا پته د کرايې په قرارداد يا د کور په نورو اړونده سندونو کې موندلای شئ. په ډېرو کورنو کې دا مالومات د کور دروازې ته نږدې په لګېدلو تختو نښلول کيږي. تاسې کولای شئ له اړونده کسانو سره د ټليفون يا ليک دواړو له لارې اړيکه ونيسئ او د ستونزې په اړه خبر ورکړئ. د اصولو له مخې دوی يو تخنيکي کس درليږي څو ستونزه وارزوي او د حل لپاره يې سملاسي يا وروسته ګام پورته کړي. د دې کار لګښتونه په معمول ډول د کور خاوند ورکوي. که څوک مو په ستونزه پسې سر ونه ګرځوي او يا د بيا جوړولو پیسې له تاسې وغواړي؛ کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentrale) يا د کرايه ورکوونکو له مشورتي ادارې (Mieterschutzverein) سره اړيکه ونيسئ. د مقرراتو له مخې د کور خاوند مکلف دی چې په کور کې د شيانو د ترميم پیسې ورکړي او مشورتي ادارې مو د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس هم اخستل کيږي.  پر (mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

کومو مقرراتو ته بايد پاملرنه وشي؟

په جرمني کې هر کور او ودانۍ خپل مقررات لري. کله چې د کرايي کور تړون لاسليکوئ؛ د دې مقرراتو منل درباندې لازمي کيږي. په زوره موزيک اورېدل، په شور او ځوږ بنډارونه او ورته کړنې کولای شي له ګاونډيانو سره د ستونزو جوړېدلو او کشمکش سبب شي. که څوک د چوپتيا او آرامۍ د وختونو مقررات بیا بیا مات کړي؛ کېدای شي د کور خاوند يې قرارداد لغوه کړي. له ګاونډيانو سره د ستونزو د مخنيوي لپاره بايد د خځلو يا کثافاتو د بېلوالي قوانينو ته هم پاملرنه وشي. په دې اړه ډېر مالوما د (کثافاتو بېلول) په څپرکې کې لوستلای شئ. د دې تر څنګ د کور په قرارداد کې د کورنيو حيواناتو ساتلو قوانينو ته هم پام وکړئ. په دې اړه زيات مالومات د (کورنيو حيواناتو ساتل) په څپرکي کې لوستلای شئ.

که د کور د نظم په مقرراتو کې د ارامۍ وختونه نه وي په نښه شوي؛ تاسې بايد په ځانګړو وختونو کې ډېر شور ونه کړئ. په ځانګړي ډول د غرمې، شپې او يکشنبې ورځې په شان وختونو کې چوپتيا او ارامي ساتل مهم دي. د ارامۍ په خرابولو (Ruhestörung)، د بېلګې په‌ ډول د شپې له لس بجو وروسته په لوړ غږ د موزيک اورېدلو پر مهال ګاونډيان کولای شي پوليسو ته زنګ ووهي.

څنګه کولای شم د کرايې قرارداد فسخه کړم؟

د اصولو له مخې کرايه نيوونکي کسان کولای شئ د کرايي کور قرارداد فسخه کړه. د دې کار لپاره بايد د کور خاوند ته درې مياشتې وړاندې خبر (Kündigungsfrist) ورکړي. د فسخه کولو لپاره ليکل شوی ليک بايد د قرارداد د پای ته رسېدلو د دريو مياشتو له جملې څخه د لومړۍ مياشتې په لومړيو دريو کاري ورځو کې د کور خاوند ته ورسيږي. البته ځينې وخت دا موده لنډه وي. دا وخت کولای شئ په خپل قرارداد کې ومومئ. پر (Immobilienscout) وېبسایټ د لغوه کولو لپاره يو ليک په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ.

يادونه: که د کور قرارداد مو د لنډ وخت لپاره کړی وي او د کور له خاوند سره مو پر لنډ وخت توافق کړی وي؛ نه شئ کولای د هغه وخت له پوره کېدو وړاندې قرارداد فسخه کړئ. البته ډېر لنډمهالي تړونونه په قانوني ډول نيمګړتيا لري او د لغوه کولو د محدويت لپاره د پلي کېدو وړ نه دي. په داسې حالت کې کولای شئ د درې مياشتنۍ خبرتيا په ورکولو قرارداد فسخه کړئ. دا چې قرارداد مو څه ډول دی؛ د مصرفوونکو مرکز يا د کرايه نيوونکو د خونديتوب اتحاديه به درته ووايي. د کرايه ورکوونکو لپاره ځينې مشورتي ادارې مو د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس هم اخستل کيږي. پر (mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د قرارد له فسخه کولو وروسته څه کولای شو؟

په جرمني کې له کرايه نيوونکو په ښه توګه ملاتړ کيږي. البته د کور خاوند يا په کرايه ورکوونکی هم ستاسې د قرارد لغوه کولو لپاره يوه ښه دليل ته اړتيا لري. په لاندې حالاتو کې د کور د خاوند له خوا د کور د قرارد لغوه کول شوني دي:

د کور خاوند د ځان يا د خپلې کورنۍ لپاره کور ته اړتيا لري. دې کار ته په خپله کارول (Eigenbedarf) وايي خو دی بايد د دې کار لپاره تاسې ته ثبوت وړاندې کړي. که څوک په کور کې د پاته کېدو لپاره د سختې ناروغۍ په شان دليل ولري؛ د کور خاوند نه شي کولای د قراداد د لغوه کېدلو لپاره خبرتيا ورولېږي. که تاسې کور پرېږدئ؛ د کور خاوند بايد د بل کور موندلو لپاره تاسې ته پوره وخت درکړي. دا وخت د کور د قرارداد او ستاسې د اوسېدو له مودې سره تړلی دی.

د کور خاوند د کور نړول غواړي. په داسې حالت کې بايد د کور خاوند تاسې د بل کور لټولو لپاره ډېر وخت درکړي. دا وخت د کور د قرارداد او ستاسې د اوسېدو له مودې سره تړلی دی.

له دوو مياشتو راهيسې د کور کرايه نه وي ورکول شوې. په داسې حالاتو کې له خبرتيا پرته د کور د قرارداد لغوه کول ممکن دي. د دې مانا دا ده چې د کور خاوند له تاسې سملاسي د کور خالي کولو غوښتنه کولای شي.

څوک په پرله‌پسې ډول د آرامۍ مقررات تر پښو لاندې کړي او ګاونډيان وځوروي يا يې سپکاوی وکړي. په داسې حالت کې بايد د کور خاوند لومړی په رسمي ډول اخطار ورکړي. که دا کار بيا تکرار شي؛ د کور قرارداد له بلې خبرتيا‌ پرته لغوه کېدای شي.

تاسې خپل کور په ناقانونه توګه بل چا ته په کرايه ورکړی او د کور خاوند کولای شي دا ثابته کړي. په داسې حالت کې هم د کور تړون له خبرتيا پرته لغوه کېدای شي.

که په هر دليل مو د کور تړون لغوه شي؛ د کرايه نيوونکو لپاره يوه مشورتي دفتر ته ورشئ او په دې اړه سلا مشوره ورسره وکړئ. د تړونونو ډېر لغوه کېدل له قانوني پلوه ناسم وي او تاسې کولای شئ مخنيوی يې وکړئ. د ستونزې پر وخت د مصرفوونکو مرکز يا د کرايه نيوونکو د خونديتوب له اتحاديو سره اړيکه ونيسئ. د کرايه ورکوونکو لپاره ځينې مشورتي ادارې مو هم د حق په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. د ډېرو دا ډول ادارو له خدمتونو د ګټه اخستلو لپاره د هغو غړيتوب ته اړتيا ده او د دې کار لپاره يو څه لږ کلنی فيس (شاوخوا ۵۰ يورو) هم اخستل کيږي. پر (mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

که د کور له خاوند يا ګاونډيانو سره ستونزې ولرئ؛ کولای شئ د کرايه ورکوونکو د خونديتوب له ټولنې (Mieterschutzbund) يا د کرايي کورونو د اتحاديې (Mieterverein) کارکوونکو مرسته وغواړئ. د دې ټولنو غړيتوب شاوخوا ۵۰ يورو کلنۍ فيس لري او د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره يې غړيتوب اړين دی. پر (www.mieterbund.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د دې ټولنو يوه څانګه موندلای شئ.

که د کور د خاوند يا ګاونډيانو له لوري تبعيض درسره وشي؛ کولای شئ د تبعيض ضد ادارو سره اړيکې ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه پر (antidiskriminierungsstelle.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (تبعيض) کې لوستلای شئ.

مهم

په جرمني کې له کرايه نيوونکو کسانو څخه ښه قانوني ملاتړ کيږي. که د کور له خاوند سره ستونزه لرئ؛ د کرايه ورکوونکو د سلا مشورو له مرکز سره اړيکه ونيسئ. د سلا مشورې ځانګړي مرکزونه په معمول ډول د کرايه ورکوونکو د خونديتوب يا کرايه ورکوونکو اتحاديې دي. د دې ادارو کارکوونکي د ستونزو او د کور له خاوندانو سره د شخړو په حل کې له تاسې سره مرسته کوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: