د عامه خپرونو پیسې (Rundfunkbeitrag) څه ته وايي؟

اوسمهالیز 03.05.2023

د ټلويزيون او راډيو پیسې ولې غوښتل کيږي؟

که ټلويزون يا راډيو روښانه کړئ؛ ډېر چينلونه کتلای شئ. هغه شرکتونه چې دا چينلونه او خپرونې چلوي؛ په دوو ډلو وېشل کيږي: شخصي خپرندويه ادارې او دولتي خپرونديه بنسټونه. شخصي ادارې د اعلانونو له لارې تمويليږي. خو د ARD، ZDF او نورو په شان دولتي يا عامه خپرندويه رسنۍ د خپرونو د هغو پیسو له لارې تمويليږي چې د عامو خلکو له لوري ورکول کيږي. ټول هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنو په توګه ثبتيږي؛ بايد دا پیسې ورکړي څو وکړای شي له دې عامه خپرونو ګټه واخلي. البته که په عمل کې څوک له دې خپرونو ګټه اخلي يا نه؛ دا پیسې ترې غوښتل کيږي. د خپرونو د پیسو د راټولولو چارې د (Rundfunkbeitragsstaatsvertrag) ادارې له لوري پر مخ وړل کيږي.

د عامه خپرونو د پیسو په اړه مهم مالومات

د عامه خپرونو پیسې څومره دي؟

د عامه خپرونو فیس هره مياشت ۱۸٬۳۶ يورو دی او د هر کور لپاره غوښتل کيږي. د غوښتلو لپاره يې معمول ډول درې‌مياشتنی دی خو تر څنګ يې د شپږو مياشتو او کلني تحويل اسانتياوې هم شته. د درې‌مياشتني وړانديز له مخې بايد له هرو درې مياشتو وروسته ۵۵٬۰۸ يورو ورکړئ. کله چې په جرمني کې يو ځای ثبت يا مېلډ شئ؛ خپله پرېکړه کوئ چې پیسې د بانک له لارې خپله ورلېږئ او که د اتومات تحويل يا (SEPA-Lastschrift) له لارې د خپل بانک اکونټ ورکوئ.

څوک بايد د عامه خپرونو پیسې ورکړي؟

د اصولو له مخې هر بالغ کس بايد د خپرونو ونډه ورکړي. البته په ټوليز ډول دا پیسې د کس پر سر نه بلکې د کور پر سر غوښتل کيږي او د هر کور اوسېدونکي بايد په ګډه يو فیس ورکړي. په دې مانا چې د کورنۍ هغه غړي چې په يوه کور کې اوسيږي او عمرونه يې له ۱۸ کالو لوړ وي؛ اړ نه دي چې هر يو دې د خپرونو فيس ورکړي؛ که يو کس دا پیسې ورکړي؛ کفايت کوي او د نورو ونډه هم ادا کيږي. په همدې ډول که څوک له نورو کسانو سره په ګډ کور کې ژوند کوي؛ کولای شي په ګډه دا پیسې ورکړي. البته ستاسې له ډلې بايد يو کس د پیسو لېږلو لپاره  ځان ثبت کړي څو وکړای شي د ونډې پیسې له خپل اکونټه ورکړای شي. له دې پرته کولای شئ د خپرونو د ادارې په پوسټونو کې رالېږل کېدونکي بيلونه او اړوندې پیسې په بانک کې تحويل کړئ. که څوک يوازې په يوه کور کې ژوند کوي؛ بايد يوازې ۱۷٬۵۰ يورو په مياشتني ډول ورکړي.

څه ډول ځان ثبتولای شم؟

د خپرونو پیسې په اتومات ډول ستاسې له اکونټه نه ګرځول کيږي. لومړی بايد په (rundfunkbeitrag.de) کې ځان ثبت کړئ. که کور بدلوئ او بل ځای ته کډه کوئ؛ بايد خپله نوې پته ورکړئ او دا کار هم په پورته ياد شوي وېبسایټ کې کولای شئ. همدا شان که جرمنی پرېږدئ او نور دلته ژوند نه کوئ؛ کولای شئ پر همدې وېبسایټ خپل ځان له ثبت څخه وباسئ څو نورې پیسې درنه ونه غوښتل شي.

يادونه: د خپرونو د ونډې اداره د ثبت د مالوماتو پرتله کوي او د ثبت له ادارې څخه، په جرمني کې د ټولو ثبت شوو لويانو مالومات ترلاسه کوي. له همدې کبله دوی په آسانۍ پوهېدای شي چې څوک د خپرونو پیسې نه ورکوي.

که ځان د خپرونو د پیسو له ورکړې سره ثبت نه کړم؛ څه پېښېږي؟

که ځان په يوه مياشت کې د ننه د خپرونو د پیسو د ورکړې لپاره ثبت نه کړئ؛ د مقرراتو خلاف عمل کوئ. دا خلاف کار مو ښايي تر زر يورو پورې جريمه ولري. که د بيا بيا اخطارونو او خبرتياوو سره سره پیسې تحويل نه کړئ؛ ښايي‌ اکونټ مو بند شي. په تر ټول سخت حالت کې ښايي له ډېر لوړې جريمې يا بند سره مخ شئ.

کومو نېټو ته بايد پام وکړم؟

په عمومي ډول يوه کور ته له کډه کولو وروسته د يوې مياشتې په موده کې بايد ځان ثبت کړئ. له دې پرته ښايي له جريمې سره مخ شئ. پیسې بايد له ټاکلي موعد وروسته د څلورو اونيو په دننه کړې ورکړئ. دا چې ستاسې د پیسو د ورکړې نېټه کله ده؛ له دې ادراې سره ستاسې له تړون سره تړلې ده. که د اتوماتو پیسو د ګرځولو (SEPA) اسانتیا وکاروئ؛ ستاسې له اکونټ څخه به په اتومات ډول دا پیسې وګرځول شي. که خپله پیسې ورلېږئ؛ بايد ټاکلو نېټو ته مو پام وي. که پر وخت مو د پیسو لېږل هېر شي؛ ښايي د (Festsetzungsbescheid) په نوم يو ليک ترلاسه کړئ. په دې ډول بايد د ټاکل شوو پیسو تر څنګ د ځنډ جريمه (Säumniszuschlag) هم ورکړئ.

کولای شم ځان د خپرونو له پیسو خلاص کړم؟

هغه کسان چې د اړمنو کسانو پیسې (Bürgergeldد پناغوښتونکو سره د مرستې، د زړو لپاره تقاعد يا د بلې ټولنيزې مرستې په شان سوسيالي پیسې ترلاسه کوي، د خپرونو له پیسو ورکولو خلاص دي. له دې پرته هغه کسان چې اوسبیلډونګ ترسره کوي او يا هغه محصلين چې د زده‌کړو لپاره مرسته (BAB) يا بافوګ ترلاسه کوي او له خپلو والدينو سره ژوند نه کوي؛ کولای شي له دې پیسو د مستثنا کېدلو يا خلاصېدلو غوښتنه وکړي.

د خلاصون لپاره کولای شئ پر (rundfunkbeitrag.de) يو غوښتنليک ومومئ. دا غوښنتليک ډک کړئ او  د جاب‌سنټر، بافوګ‌امت يا نورو اړونده ادارو له تاييدليک سره يوځای يې د خپرونو د پیسو ادارې ته ولېږئ. د دې ادارې پته په پورته ياد شوي وېبسایټ کې موندلای شئ.

يادونه: که په يوه کور کې ډېر کسان اوسي او ټول له دې پیسو د خلاصون لار ونه لري؛ بيا هم بايد دا پیسې ورکړل شي.

که څوک د زړو کسانو په پالنځای کې ساتل کيږي؛ کولای شي ځان د (rundfunkbeitrag.de) وېبسایټ له لارې له ثبت څخه وباسي. له دې پرته ناليدونکي يا ړانده، کاڼه او دې ورته نور کسان هم کولای شي له دې پیسو د خلاصون غوښتنه وکړي. دا کار هم  د پورته ياد شوي وېبسایټ له لارې کېدای شي.

پناغوښتونکي هم بايد د خپرونو پیسې ورکړي؟

هغه پناغوښتونکي چې په ګډو کمپونو  يا کورونو کې د لنډ وخت لپاره اوسيږي؛ دا پیسې نه ترې غوښتل کيږي. که بيا هم د خپرونو د ادارې ليک ترلاسه کړئ؛ کولای شئ د مصرفوونکو يا مشتريانو مرکز د يوه نمونه ليک په مرسته يې ځواب ورکړئ. دا ليک په (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که څوک په يوه کور کې اوسي او د پناغوښتونکو د مرستو له پیسو پرته په خپل عايد ژوند کوي؛ بايد د خپرونو پیسې ورکړي. له خپل عايد پرته کولای شئ ځان له دې پیسو خلاص کړئ. په ځينو حالتونو کې د خپرونو راغلي پوستونه يا ليکونه د جاب‌سنټر يا سوسيال ادارې ته وروړلای شئ.

د خپلواک کاروبار درلودونکي بايد څه ته پام وکړي؟

د سوداګريزو موسسو او دفترونو لپاره هم بايد د خپرونو پیسې ورکړل شي. د دوی لپاره د پیسو اندازه د دفتر د تاسيساتو، د کارکوونکو له شمېر او د کار اړوند د موټرو له شمېر سره تړلی دی. پر (rundfunkbeitrag.de) د دې پیسو مقدار سنجولای شئ.

يادونه: که کاري دفتر مو په خپل کور کې وي؛ بايد د خپرونو د ونډې په اداره کې يې د سوداګريز دفتر په توګه ثبت کړئ. که دفتر مو ځانګړې دروازه ونه لري او يوازې د کور د دروازې له لاري تګ راتګ ورته کيږي؛ اړتيا نشته چې د خپرونو بېلې پیسې يې ورکړئ.

د هرې هغې سوداګريزې ادارې لپاره چې تاسې يې د خپرونو پیسې ورکوئ؛ يو موټر د شخصي او کاروباري فعاليتونو لپاره کارولای شئ. په بله وينا که د کاروبار او شخصي کارونې لپاره يو موټر ولرئ؛ د خپرونو اضافي پیسې يې نه غوښتل کيږي. د کاروبار يا شخصي ګرځولو لپاره د بل هر اضافي موټر لپاره بايد په مياشتني ډول د خپرونو ۵٬۸۳ يورو ورکړئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د خپرونو د پیسو له ورکړې سره ستونزه لرئ، کولای شئ د کډوالو لپاره له مشورتي دفترونو سره اړيکه ونيسئ. د دې دفترونو تر ټول نږدې څانګه پر (bamf.de) او (jugendmigrationsdienst.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي. همدا شان د مصرفوونکو مرکز (Verbraucherzentrale) له کارکوونکو هم مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي د دې ډول ستونزو حلولو مهارت او تخصص لري.

مهم

کله چې د عامه خپرونو د پیسو تحويلولو بېل ترلاسه کوئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې جعلي نه وي. ځينې وخت جعکاران او غله د درواغو ليکونه ليږي او د پیسو غوښتنه کوي. د پیسو تحويلولو پر بېل تل د خپلې ونډې شمېره (Beitragsnummer) او پته وګورئ. په عمومي ډول دا غله ستاسې د ونډې په شمېره خبر نه دي. که شک لرئ؛ کولای شئ د عامه خپرونو ادارې ته ټليفون وکړئ او د ليک يا پیسو د بېل په کره‌والي ځان ډاډه کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: