په جرمني کې ثبتېدل یا Anmeldung

Polizeiliche Anmeldung
اوسمهالیز 04.10.2023

چېرته او څنګه ځان ثبتولای شم؟

په اصل کې هر هغه څوک چې جرمني ته راځي او غواړي له دريو مياشتو زيات پاته شي؛ بايد په دوو اونيو کې د ننه له اړونده ادارو سره د اوسېدو د ځای پته او خپلې ځانګړنې ثبت (Anmeldung) کړي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې له يوه ځايه بل ته کډه کوي، بايد د خپل اوسېدو د ځای پته ثبت کړي.

مهم: دا ثبتېدل د پناغوښتنې له پروسې سره اړه نه لري او پناغوښتونکي بايد پر دې ثبتېدلو د پاسه ځانونه د مهاجرو په اداره (Ausländerbehörde) کې هم ثبت کړي. د کډوالو د ثبت د پروسې په اړه نور مالومات (د پناغوښتونکي په توګه ثبتېدل) په څپرکي کې ولولئ.

لومړنۍ نوم‌ليکنه او د استوګنې ځای ثبتول

څوک او څه وخت بايد ځان ثبت کړي؟

ټول هغه کسان چې جرمني ته راکډه کيږي او يا په جرمني کې د ننه له یوه ښاره يا سيمې بل ځای ته کډه کوي؛ بايد د وګړو د ثبت په اداره (Einwohnermeldeamt,Bürgeram  يا Bürgerbüro) کې خپله پته او ځانکړنې ثبت کړي. دا نوم ثبتونه جرمني ته د راتلو په لومړيو دوو اونيو يا د اوسېدو د پتې د بدلون پر مهال جبري دی. که ځان ثبت نه کړئ او يا يې ناوخته ثبت کړئ؛ ښايي د جريمې ورکولو ته اړ شئ. له ثبت وروسته هر چا ته د ثبت رسمي سند (Amtliche Meldebestätigung) ورکول کيږي. دا سند په ښه توګه له ځان سره وساتئ. د ثبت د دې سند په وسيله، له اوسوايس پرته هم ثابتولای شئ چې په جرمني کې ثبت ياست او په يوه ځانګړي ځای کې استوګنه لرئ.

د ځان ثبتولو لپاره کومو شيانو ته اړتيا ده؟

په جرمني کې د ثبتېدلو لپاره بايد په خپله د وګړو د ثبت ادارو (Einwohnermeldeam) يا بورګرامتونو ته ورشئ. د دې ادارو پتې پر (melderegister-auskunft.de) وېبسایټ موندلای شئ. د ثبت لپاره بايد خپل اوسوايس يا د استوګنې هر ډول سند او که ويې لرئ، خپل پاسپورت له ځان سره يوسئ. له دې پرته بايد د ثبت فورمه هم ډکه کړئ. دا فورمه انلاين موندلای شئ او يا يې هم د ثبتېدلو له اړونده ادارو ترلاسه کولای شئ. په ځينو سيمو کې د کرايه ورکوونکي له لوري هم يوه سند (Einzugsbestätigung vom Vermieter) ته اړتيا ده. د کور خاوند يا شرکت په دې سند کې ليکي چې تاسې ته يې کور په کرايه درکړی دی. ځينې وخت ښايي د زېږېدنې سند يا نکاح‌خط ته هم اړتيا شي. که دا سندونه ولرئ، د ثبت پر مهال يې د احتياط له مخې له ځان سره يوسئ.

د وګړو د ثبت اداره (Meldsamt) کوم مالومات خوندي کوي؟

د وګړو د ثبت سيمه‌‌ييزه اداره (Einwohnermeldeamt) ستاسې شخصي مالومات خوندي کوي. دا مالومات ستاسې بشپړ نوم، اوسنۍ پته، د زېږېدو نېټه او مدني حالت دي. 

د اوسېدلو ځای د بدلون پر مهال باید څه وکړم؟

که چېرې تاسې په جرمني کې د اوسېدو ځای بدلوئ، بايد نوی ځای مو د ثبت په اړونده سيمه‌ييزه اداره يا بورګرامت کې ثبت کړئ. دا کار بايد له بېځايه کېدلو وروسته د دوو اونيو په موده کې وکړئ. په داسې حالت کې تاسې ته دثبت نوی سند درکول کيږي. ستاسې نوې پته به هم ستاسې په اړونده سندونو (د استوګنې اجازه يا اوسوايس) کې وليکل شي.

له ثبت وروسته د ثبت اداره يا بورګرامت ستاسې اړونده پخوانۍ ادارې ته ستاسې د نوې پتې په اړه خبر ورکوي. له همدې کبله اړتيا نشته چې د ثبت پخوانۍ ادارې ته په خپله ورشئ.

ښايي تاسې له يوه په ډېرو کورونو کې واوسئ. که داسې وي نو بايد سيمه‌ييزې ادارې ته ووایئ چې کوم يو مو اصلي کور (Hauptwohnsitz) او کوم يو مو فرعي کور (Nebenwohnsitz) دی. که غواړئ جرمنی پرېږدئ، بايد د وګړو د ثبت په اداره کې خپله پته له منځه (Abmelden) يوسئ.

په ياد مو وي چې د کور بدلولو پر مهال د خپل موټر د ثبت ادارو، د شرکت اړوند سوداګريزو او ثبت ادارو، د بيمو شرکتونو او نورو اړوند ادارو ته خبر ورکړئ او خپلې نوې پرته ورسره ثبت کړئ.

د ثبت اداره څه دندې لري؟

په جرمني کې له ۵زره څخه زيات د ثبت دفترونه (Meldeamt يا  Bürgeramt) کار کوي او مختلفې دندې مخته وړي. دا ادارې د نوم ثبتولو، کور او پتې بدلولو، د شخصي او ماشومانو د پېژندنې د کارتونو د ورکولو او دې ته ورته چارې تر سره کوي. د دې تر څنګ دا ادارې دنده لري چې د غوښتنې پر مهال وګړو ته د هغوی په اړه ټول مالومات ورکړي. دا ډول غوښتنه ښايي هغه وخت ګټوره تمامه شي؛ که تاسې د خپلې کورنۍ کوم غړی، ملګری، مشتري يا قرضدار موندل غواړئ.

 البته شخصي کسان هم دا ډول خدمتونه د پیسو په بدل کې وړاندې کوي. تاسې کولای شئ دلته د باور وړ خصوصي خدماتو نوم‌لړ وګورئ. د وګړو د ثبت په اداره کې هم د دې خدمت په بدل کې پیسې غوښتل کيږي خو له یوې ښاروالۍ تر بلې توپير کوي. البته په یاد مو وي که چېرې ستاسې د نظر وړ کس ونه موندل شي؛ بيا هم باید پیسې ورکړئ. د موندلو وخت هم له یوه دفتره تر بله توپير کوي. کله ښايي دا کار په څو ورځو کې وشي خو بل ځای ښايي څو اونۍ وخت ونيسي.

آيا کولای شم د خپلې پتې پټ ساتلو غوښتنه وکړم؟

تاسې کولای شئ د ثبت د فدرالي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د وګړو د ثبت له ادارې وغواړئ چې ستاسې شخصي مالومات پټ وساتي. د دې کار لپاره بايد ثابته کړئ چې ستاسې د ثبت شوو مالوماتو ښکاره کېدل تاسې ته خطر زېږولای شي. د بېلګې په ډول که تاسې په داسې ځای کې کار يا ژوند کوئ چې خلک (د نژادي تبعيض له مخې) تهديديږي يا څارل کيږي. مالومات د دوو کالو لپاره پټېدلای شي او دا موده د غوښتنې پر مهال تمديديږي. د وګړو د ثبت اداره د دې مودې له ختمېدو وړاندې تاسې ته خبر درکوي.

د ثبت نورې کومې ادارې شته؟

د ثبت د شخصي ادارو تر څنګ، په هره داري سيمه کې د سوداګريز ثبت دفترونه هم شته. تاسې کولای شئ د ثبت شوو سيمه‌ييزو شرکتونو په اړه مالومات تر لاسه کړئ. که تاسې کوم تجارت پر مخ وړئ يا شخصي کاروبار کوئ؛ کولای شئ ځان د سوداګريزې ثبتونې په دفتر کې ثبت کړئ.

مهم

که تاسې تر څار لاندې ياست او يا داسې دنده لرئ چې تاسې ته ترې خطر پېښېدای شي؛ کولای شئ د ثبت د فدرالي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د وګړو د ثبت له ادارې وغواړئ چې ستاسې شخصي مالومات پټ وساتي. په دې ډول ستاسې پته پټه پاته کيږي او بل څوک يې نه شي کتلای.

 

Ein Projekt von:

Gefördert durch: