فلومارکټ يا د مېلې بازارونه

اوسمهالیز 06.02.2023

د فلومارکېټونو او عادي بازارونو توپير څه دی؟

ځينې کسان په جرمني کې د کور د وسايلو او جامو د ګرانۍ په اړه شکايت کوي خو د دې ستونزې حل يوازې د نويو او برانډ توکو پېرل نه دي. په جرمني کې هم د ډېرو نورو هېوادونو په شان د کارول شوو او دوهم لاس توکو د پېر او پلور بازارونه او انلاين وېبسایټونه شته چې تاسې ځينې توکي په ارزانه بيه پکې موندلای شئ. هغه مهالني بازارونه چې خلک کولای شي په خپله خپل توکي پکې وپلوري؛ د مېلې د بازارونو فلومارکېټونو (Flohmarkt) په نوم ياديږي. د جرمني ژبې د ډوډن ډېکشنرۍ له مخې د دې لغت ريښه نامالومه ده. فرانسويان هم د دې بازارونو لپاره ورته اصطلاح کاروي.

په دې بازارونو کې جامې، کتابونه، د کور وسايل، زېورات او د ډېکور سامانونه په ارزانه بيه پېرلای شئ. دا بازارنونه همدا شان د کور د غيرضروري وسايلو د لرې کولو او چاپېريال د خوندي کولو لپاره ښه فرصت دی.

په څه بايد وپوهېږم؟

فلومارکېټونه چېرته موندلای شم؟

په دوبي کې کابو هره شنبه او يکشنبه او بل هر وخت چې هوا ښه وي؛ په سترو ښارونو کې د ښارواليو د سالونونو مخې ته، په تاريخي ځايونو، باغونو يا پارکونو کې فلومارکېټونه جوړيږي. ځينې وخت د شپې بازارونه هم وي چې د موزيک، نڅا او نورو کړنو په شان هنري فعاليتونه هم پکې ترسره کيږي. په وړو ښارونو کې د کال په اوږدو کې واړه فلومارکېټونه جوړيږي. د فلومارکېټونو په اړه ټول مالومات د شوراګانو له ادارو يا ورځپاڼو او مجلو ترلاسه کولای شئ. په انټرنېټ کې هم د دې بازارونو په اړه مالومات موندلای شئ. د بېلګې په ډول پر (gelbeseiten.de) وېسایټ د خپل ښار د نوم او پوستي کوډ په زياتولو کولای شئ ستاسې سيمې ته نږدې جوړوېدونکي فلومارکېټونه ومومئ.

آيا کولای شم په فلومارکېټ کې چنې ووهم؟

د نورمالو پلورنځيو پرخلاف په فلومارکېټونو، اونيزو بازارونو يا ورته انلاين وېبسایټونو کې چنې وهل معمول دي. د اصولو له مخې د نامناسب رقابت پر خلاف د قانون پر بنسټ په عادي پلورنځيو کې هم چنې وهل کېدای شي. دا چې ډېری پلورونکي او مشتريان چنې نه وهي نو که څوک د بيې د کمولو غوښتنه وکړي؛ خلک حيرانيږي. په فلومارکېټونو کې بيا چنې وهل (feilschen) په دوديز ډول غوره ګڼل کيږي او ډېرې رواج دي. چنې په وهلو ارزي ځکه ډېر وخت يې په مرسته توکي په ارزانه بيه موندلای شئ. د ارزانه توکو موندلو لپاره وخت هم مهم دی. د فلومارکېټونو د پیل او پای پر مهال توکي ارزانه وي.

په فلومارکېټونو کې څه پلورلای شو؟

که غواړئ خپله په فلومارکېټونو کې څه شی خرڅ کړئ، بايد مخکې له مخکې ځان ثبت کړئ او هلته ځای کرايه کړئ. د دې کار لپاره بايد څو اونۍ وړاندې له اړوند کس سره اړيکه ونيسئ. د فلومارکېټ د جوړوونکو کسانو پتې د فلومارکېټونو په اعلانونو کې موندلای شئ. د اړيکې پر مهال بايد روښانه کړئ چې ځومره ځای ته اړتيا لرئ او پلور لپاره خپل مېز لرئ که نه. ځينې وخت په فلومارکېټ کې د ځای کرايه کول ګران وي خو د مارکېټ په خوله او پای کې ځايونه ارزانه وي.

په فلومارکېټونو کې نور څه کولای شو؟

فلومارکېټونه يوازې د پېر او پلور لپاره نه دي. هلته تګ ښايي يوه ځانګړې تجربه وي. ښايي هلته د کوم شي له پېرلو پرته چکر ووهئ. د دې تر څنګ په ځينو فلومارکېټونو کې هنري فعاليتونه، موسيقي او دوديز خوراک يا څښاک پلورنځي هم وي.

انلاين فلومارکېټونه څه ډول کار کوي؟

د EbayEbay-Kleinanzeigen  او Shpock په شان انلاين وېبسایټونه هم د کارول شوو توکو د پېر او پلور لپاره ښه ځايونه دي. دا وېبسایټونه د دوديزو فلومارکېټو په شان کار نه کوي خو کاروونکي کولای شي په خپل کور کې په آسانۍ د انټرنېټ له لارې د بېلابېلو اړتيا وړ شيانو لټون وکړي. په انټرنېت کې د پېرلو امتياز دا دی چې کولای شئ ګڼ شيان وګورئ او بيې يې سره پرتله کړئ. د دې تر څنګ په فېسبوک کې هم د پلور ځينې ګروپونه شته او خلک خپل کارول شوي توکي پکې خرځوي. پام مو وي چې په دې ډول ځايونو کې په دوکه کوونکو اعلانونو خطا نه وزئ او که ډاډه نه ياست، چا ته پیسې مه لېږئ. که غواړئ د کور سامان په ارزانه بيه ترلاسه کړئ؛ انلاين فلومارکېټونه ښايي ښه ټاکنه وي. په دې سایټونو کې لږ کارول شوي توکي په ارزانه بيه موندل کيږي. همدا شان هلته د کرايي موټرو وړانديزونه او د کور د فرنيچر يا پخلنځي د سامانونو ځای پرځای کولو لپاره تجربه‌کار کسان هم موندلای شئ.

مهم

د بایسکېل او الکترونيکي وسايلو د پېرلو پر مهال بايد ډېر غور وکړئ. الکترونيکي وسايل ځينې وخت کار نه کوي او د بيا ورکړې ضمانت يې نشته. همدا شان که بايسکېل پېرئ؛ بايد له پلورونکي يې د اخستلو سند ترلاسه کړئ څو ډاډه شئ چې غلا شوی نه دی. غوره به وي چې په داسې وخت کې د پلورونکي د اړيکې شمېره ولرئ څو د اړتيا پر مهال ثابته کړای شئ چې تاسې هغه نه دی غلا کړی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: