په جرمني کې د کرايي کور موندل

اوسمهالیز 08.06.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې د اوسېدو لپاره کور ومومم؟

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د فيس تر څنګ کرايې لوړې دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. ګڼ انټرنېټي وېبساټونه او پاڼې د کورونو د اعلانونو لپاره طرحه شوي او په دې اړه ډېرې خبرتياوې خپروي. بله سرچينه ښايي ورځپاڼې وي خو د دې لپاره چې وړ او له خپلو شرايطو سره سم کور ومومئ، لاندې مالومات ولولئ.

د کور موندلو لپاره څه بايد وکړم؟

د کور موندلو ل‍پاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

په جرمني کې د کورونو خاوندان له کرايه کوونکو څخه ډېر سندونه غواړي. ځکه نو تاسې بايد ټول اړين اسناد مخکې له مخکې برابر کړئ. له اړينو سندونو پرته په جرمني کې د کور کرايه کولو لپاره ډېر کم چانس لرئ. په معمول ډول لاندې سندونه اړين دي:

 

-       د کرايه نيوونکي د نوم، اړيکې (ټليفون، برېښناليک)، دندې، اوسنۍ پتې او نورو په شان د شخصي مالوماتو پوښتنپاڼه. د کورونو ډېر خاوندان او د کورونو شرکتونه خپلې فورمې لري چې کرايه نيوونکو ته يې د ډکولو لپاره ورکوي او له ډکېدو وروسته بېرته بايد له نورو سندونو سره يوځای دوی ته وسپارل شي. دلته د شخصي پوښتنپاڼې يوه بېلګه کتلای شئ.

-       د شوفا د مالوماتو يوه پاڼه. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د شوفا په څپرکي کې موندلای شئ.

-       د وروستيو دريو مياشتو د عايد سند (د مامورينو او کارکوونکو لپاره) او يا د ماليې د ورکړې وروستی سند (د شخصي کاروباريانو لپاره). که څوک د جاب‌سنټر يا سوسيال مرسته ترلاسه کوي، بايد له دې ادارو څخه د کرايې د ورکړې تصديق‌پاڼه ترلاسه کړي. دا پاڼه په جاب‌سنټر يا سوسيال کې له خپل مسؤول کس څخه ترلاسه کولای شئ.

-       د کرايې د صفايۍ د پاڼې (Mietschuldenfreiheitsbescheinigung) يوه کاپي. د صفايۍ په پاڼه کې ستاسې د استوګنې د اوسني کور خاوند تصديقوي چې تاسې تل کرايه پر خپل وخت ورکړې ده. که څوک په کمپونو کې اوسي، کولای شي د کمپ يا سوسيال له مامورينو څخه د دې پاڼې غوښتنه وکړي.

-       د پاسپورت او د استوګنې د اجازې د سند کاپي.

-       که اړتيا وي، د ارزانه کورونو اجازه‌ليک (Wohnberechtigungsscheins). په دې اړه زيات مالومات د WBS په څپرکې کې ترلاسه کولای شئ.

 

دا ټول سندونه بايد په پرنټ شوي ډول او همدا شان يې سافټ بڼه په يوه فولډر کې وساتئ څو يې د اړتيا پر مهال په برېښناليک کې ولېږلای شئ. د کورونو ځينې خاوندان دا سندونه سملاسي د کور له ليدلو (Besichtigung) وروسته غواړي خو ځينې نور يې ښايي په برېښناليک د ورلېږلو غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې هر څومره زر چې کولای شئ؛ سندونه ورته ولېږئ ځکه د کور خاوندان ډېر وخت د کرايه نيوونکو په اړه چټکه پرېکړه کوي.

لارښوونه: که د کور د کرايه کولو لپاره له اړينو سندونو سره يو بل داسې ليک هم ملګری کړئ چې د ځان او د کورنۍ د غړو پېژندنه، په جرمني کې مو د اوسېدو حالت او د راتلونکي لپاره پلانونه (د بېلګې له دول د پرکتيکوم يا پوهنتون پیلول) پکې ليکل شوي وي؛ ښايي د کور نيولو لپاره مو چانس لوړ کړي. که په جرمني ژبه ښې خبرې نه شئ کولای او جرمن ژبي ملګري لرئ؛ غوره ده چې له ځان سره يې بوزئ او د قرارداد جزئیات پرې ولولئ. د کورونو ډېر خاوندان له ناجرمن وګړو سره د ستونزې پر مهال په خبره د نه پوهېدلو وېره لري. يو جرمن ژبی ملګری او مرستندوی ډېر ګټور دی.

چېرته د کورونو لټون وکړم؟

اوس هم ځينې ورځپاڼې او مجلې د کورونو اعلانونه خپروي خو انټرنېټي اعلانونه کرار کرار د هغو ځای نیسي. ځکه نو د کور پلټلو لپاره غوره ځای انلاين وېبسایټونه دي. د کورونو لپاره په ګڼو وېبسایټونو کې د کرايې، سيمې، کوټو او نورو ورته شيانو حدونه ټاکلای شئ او د پلټنې دقيقه پایله موندلای شئ. همدا شان ځينې وېبسایټونه د کورونو په اړه برېښناليک ته د خبرتيا لېږلو آسانتا هم لري. تاسې بيا وروسته کولای شئ هغه کور ته خپله غوښتنه ولېږئ. د (eBay Kleinanzeigen, Immobilienscout24  او  Immonet) په شان وېبسایټونو کې په خپلو معيارونو برابر د ډېرو کورونو اعلانونه موندلای شئ. که په کوم ګډ کور (Wohngemeinschaft (WG)) کې يوه خونه کرايه کول غواړئ؛ د (WG-gesucht) وېبسایټ وګورئ.

د WG لپاره ځينې اعلانونونه د پوهنتونونو د اعلانونو په تختو او ځانګړو فېسبوکي ګروپونو کې هم موندلای شئ.

په انلاين اعلانونو کې ډېر وخت د کورونو عکسونه او د کرايې، جانبي لګښتونو، د خالي‌کېدو وخت او د کور د خاوند د اړيکې په شان نور اړين مالومات هم کتلای شئ. په عمومي ډول د کور خاوند د وېبسایټ له لارې يوه پيغام يا برېښناليک ترلاسه کولو ته ترجیح ورکوي. په دې پيغام کې د خپل ځان په اړه مالومات ورکړئ او د کور کتلو لپاره د وخت يا ترمين غوښتنه وکړئ. که کوم ښه وړانديز ترلاسه کړئ؛ سملاسي ګام واخلئ ځکه وړ کرايه نيوونکي په چټکۍ ټاکل کيږي او د کورونو اعلانونه ژر ورکيږي.

څوک کولای شي له ما سره د کور په موندلو کې مرسته وکړي؟

په ځينو ښارونو کې مرستندويې ادارې له خلکو سره د کورونو په موندلو کې مرسته کوي. د اړونده سيمې د ګاونډيتوب له سازمانونو يا ټولنو هم مرسته غوښتلای شئ. د لويانو مهاجرو مشورتي مرکزونه او د ځوانو مهاجرو د خدمتونو ادارې کولای شي د دې ډول ټولنو پتې درکړي. همدا شان خپل ملګري او شناخته کسان وپوښتئ څو د کور په موندلو کې مرسته درسره وکړي.

تاسې کولای شئ د کور موندلو لپاره يو کمشن‌کار هم وګمارئ. البته پام مو وي چې کمېشن‌کار قانوني اجازه ولري او دوکه‌باز نه وي. دې ډول کسانو ته يوازې هغه وخت پیسې ورکړئ چې کور درته ومومي او قرارداد لاسليک شي. کمېشن‌کاران په معمول ډول د کور موندلو لپاره د دوو مياشتو د کرايې معادل پیسې + پر ارزښت اضافه ماليه غواړي.

څه ډول کولای شم له جعلي اعلانونو او درغلۍ ځان وژغورم؟

د کورونو د موندلو لپاره د پلټونکو شمېر ورځ په ورځ زياتيږي؛ ځينې کسان له دې فرصته په استفاده درغلي کوي. دا کسان په ډېرو ښو شرايطو د کورونو جعلي اعلانونه خپروي او له خلکو په درغلۍ پیسې اخلي. ځکه نو د کورونو د پلټلو پر مهال دې ټکي ته ډېر پام وکړئ. په ياد مو وي چې د قرارداد له لاسليک او د کور د کيليانو له تر لاسه کولو وړاندې چا ته پیسې ورنه کړئ. که کور ډېر ارزانه وي او يا له تاسې وغوښتل شي چې د کور له کليانو ترلاسه کولو مخکې پیسې په انلاین ډول ولېږئ؛ يا هم د کور ليدلو پر مهال سمدستي د پېشکي يا ضمانت پیسو د نغد ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛ ښايي دا کس د دوکه کولو او دبړه‌مارۍ هڅه کوي. د انلاين پلټنې پر مهال وګورئ چې د کور اعلانوونکی شرکت قانوني دی که نه. که اعلانوونکی شخصي کس وي؛ بايد لا ډېر احتياط وکړئ او شرايط په غور ولولئ.

که کمېشن‌کار ګمارئ؛ د کمېشن اندازه او د کور موندلو موخه مو په ليکلي ډول ورسره فيصله کړئ. څو دواړو لوريو دا تړون نه دی لاسليک کړی؛ پیسې مه ورکوئ. دې ډول کسانو ته يوازې هغه وخت پیسې ورکړئ چې کور درته ومومي او قرارداد لاسليک شي. ځينې کسان د کمېشن‌کارانو په نوم پېشکي پا مخکې له مخکې پیسې ترلاسه کوي او بيا يو مخ ورکيږي.

که خپل عايد ونه لرم، د کور کرايه څوک ورکوي؟

که له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه کوئ؛ د کور له پلټلو وړاندې خامخا له دوی څخه د کرايې او نورو مسایلو په اړه پوښتنه وکړئ. سوسيال او جاب‌سنټر يوازې تر يوې محدودې کچې او ځانګړو شرطونو لاندې د کور کرايه پرې کوي. له ټولو لومړی په دې ادارو کې له خپل مسؤول کس څخه داسې ليک ترلاسه کړئ چې تاسې ته د کور پلټلو اجازه درکوي. دا مامور همدا شان د کرايې د اندازې او نورو شرطونو په اړه هم مالومات درکولای شي. تر ټولو لوړه کرايه له يوه ښاره تر بله توپير کوي او کور د اندازې او ګرمولو د سرچينو په شان له ډېرو عواملو سره تړاو لري. له يوه پلوه د کور مساحت بايد له ټاکلې اندازې کم او له بل پلوه له لوړ حد زيات نه وي. ډېر مامورين همدا شان د کور لنډمهالي او د کرايې تدريجي لوړېدونکي قراردادونه ردوي. د کور د لټولو له پیل مخکې په دې شرطونو او قواعدو ځان ښه ډاډه کړئ څو په راتلونکي کې له ستونزې سره مخ نه شئ.

کله چې د کور د خاوند يا شرکت له لوري تاييد ترلاسه کړئ؛ غوښتنه ورنه وکړئ چې د کرايې يو وړانديز درته برابر کړي. په دې وړانديز کې بايد د کور ټول اړوند جزئيات او د کرايه ورکوونکي د ټليفون شمېره وليکل شي څو بيا يې دولتي مامورينو ته ورښکاره کړئ. ځينې ادارې د دې کار لپاره ځانګړې فورمې لري چې د کور خاوندانو ته يې د ډکولو لپاره ورکولای شئ. د دې فورمو ترلاسه کولو لپاره له خپل مسؤول مامور څخه پوښتنه وکړئ. د کرايې د وړانديز له ډکولو وروسته سملاسي خپل مسؤول مامور ته ورشئ او ډک شوي فورمونه ورښکاره کړئ څو هغه تاسې يا د کور خاوند ته د کرايې پرې کولو او وړانديز منلو په اړه ډاډ درکړي. د دولتي مامور له لوري له ليکل شوي تاييدليک سره بېرته د کور خاوند ته ولاړ شئ او د کور قرارداد ورسره لاسليک کړئ.

د کورونو پیسې (Wohngeld) څه ته وايي؟

د کورونو پیسې يا وونګلېد د کور د کرايې لپاره مرسته ده. دا مرسته هغه چا ته ورکول کيږي چې عايد يې کم وي او د کور کرايه نه شي ورکولای. له همدې کبله وونګېلډ هغه چا ته نه ورکول کيږي چې د کورونو ټوله کرايه يې دولت ورکوي. ځکه نو د وونګلېډ په ترلاسه کوونکو کې د جا‌سنټر مرسته، بافوګ او اساسي خونديتوب (Grundsicherung) ترلاسه کوونکي او يا هم د عايد د کمېدو ظرفيت (Erwerbsminderung) ترلاسه کوونکي نه شامليږي. 

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د (Wohngeld Plus) په نوم قانون سره ډېر کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي. د دې تر څنګ د وونګېلډ اندازه کابو دوه برابره شوې ده. د بېلګې په توګه اوس يو کس په اوسط ډول د ۱۸۰ یورو پر ځای ۳۷۰ یورو ترلاسه کوي. دا ځکه چې د وونګېلډ لپاره د محدود عايد اندازه لوړه شوې ده. د وونګېلډ په پیسو کې د انرژۍ برخه هم شامله ده. البته د دې برخې يا مرستې ترلاسه کولو لپاره اضافي غوښتنليک ته اړتيا نشته.

د ځينو کورونو لپاره د چاپېريال برخه (Klimakomponente) هم په پام کې نيول کيږي. په دې ډول هغو کسانو ته مرسته ورکول کيږي، کوم چې کورونه يې د چاپېريالي تدابيرو له کبله بيا رغول شوي يا ترميم شوي وي. په داسې حالت کې له وونګېلډ سره په هر متر مربع ۴۰ سنټه نور ورکول کيږي.

اوس مهال ( کال۲۰۲۳) کې لاندې کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي:

  • هغه کسان چې لږ عايد لري او د کور کرايه خپله ورکوي.
  • متقاعد شوي کسان.
  • هغه محصلان چې بافوګ ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي.
  • هغه اوسبيلډونګ ترسره کووني چې د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي. 
  • د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونمي.
  • د لنډمهالې بېکارۍ پیسو (Kurzarbeitergeld) ترلاسه کوونکي. 

د وونګېلډ اندازه د هرې کورنۍ د غړو له شمېر، د معاش له اندازې او د کور له کرايې سره اړه لري. د کورونو او ودانولو فدرالي وزارت له لوري چمتو شوي ماشين (Wohngeldrechner) په مرسته د دې پیسو اټکلي اندازه مالومولای شئ. که ډاډه نه ياست چې دا پیسې ترلاسه کولای شئ او که نه، بيا هم غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو رد هم  شي، تاوان نه کوئ.

د وونګېلد غوښتنه په خپله سيمه کې د دې کار لپاره له ټاکل شوې ادارې (Wohngeldstelle) کولای شئ. دوی ته بايد يو غوښتنليک ډک او وړاندې کړئ. د دې ادارو پتې پر انټرنېټ موندلای شئ. د لټون په کړکۍ کې (Wohngeldstelle) او د خپلې سيمې نوم وليکئ. د هر ايالت لپاره اړوند غوښتنليک يا فورمه پر (wohngeld.org) وېبسایټ موندلای شئ. ښه به وي چې غوښتنه هر څومره ژر وړاندې کړئ، ځکه د پیسو راتلل څو اونۍ وخت نيسي.

يادونه: که څوک د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې مرسته (Asylbewerberleistungen) اخلي، يوازې په استثنايي حالتونو کې وونګېلډ ترلاسه کولای شي.

سوسيالي کورونه څه ډول کورونه دي؟

سوسيالي کورونه د منل شوو کډوالو او بې‌دندې خلکو په شان د هغو کسانو لپاره دي چې عايد يې کم وي يا هېڅ عايد ونه لري. د دې کورونو کرايه کمه ده؛ ځکه دولت يې د جوړولو پر مهال له اړونده شرکتونو سره مرسته کړې ده. د دې کورونو د تر لاسه کولو لپاره د Wohnberechtigungsschein  يا  WBS په نامه اجازې ته اړتيا لرئ. دا اجازه‌ د خپلې ښاروالۍ له اړونده چارواکو تر لاسه کولای شئ او هغوی تصديقوي چې ستاسې عايد له ټاکل شوې اندازې کم دی. دا تصديق بايد د کور د کتلو پر مهال د کور خاوند يا د شرکت مسؤولينو ته ښکاره کړئ. د وې بي اېس په اړه زيات مالومات د WBS په څپرکې کې ترلاسه کولای شئ.

په شريک کور يا WG کې اوسېدل

په WG يا (Wohngemeinschaft) کې له نورو کسانو ګډ ژوند کولای شئ. په دې ډول کورونو کې هر کس خپله خونه لري خو ښايي تشناب او پخلنځی مو شريک وي. د شريک کور موندل د شخصي کور موندلو په پرتله آسانه دي؛ ځکه دلته تاسې د کور د خاوند راضي کولو ته اړتيا نه لرئ؛ يوازې د کور له نورو اوسېدونکو سره بايد توافق ته ورسېږئ. د دې تر څنګ يوه خونه ښايي د بشپړ کور له کرايه کولو ارزانه وي.

کله چې د جاب‌سنټر يا سوسيال مرسته ترلاسه کوئ؛ د WG کرايه کولو لپاره بايد د يوې خونې د قرارداد تر څنګ د بشپړ کور د قرارداد کاپي هم ورښکاره کړئ. ډېر مامورين همدا شان د کور د اصلي خاوند يا کرايه ورکوونکي شرکت له لوري يو داسې تاييدليک هم غواړي چې وښيي کرايه نيوونکي د کور د کوټو کرايه ورکولو حق لري.

څه ډول کولای شو د کور کتلو پر مهال د خپلې بريا چانس لوړ کړو؟
  • په ټاکلي وخت او نېټه بايد د کتلو په ځای کې حاضر وئ.
  • وړ او يو څه غوره جامې واغوندئ.
  • له نورو لېوالو کسانو سره چې د کور ليدلو لپاره راځي؛ ښه او مؤدبانه چلند ولرئ.
  • هڅه وکړئ چې د کور له خاوند سره خپله خبرې وکړئ او په هغه ښه اغېز پرېږدئ. د نږدې ښوونځي په شان شيانو په اړه پوښتنه وکړئ يا د بېلګې په ډول د برنډې يا د کور د شا د ګلانو ستاينه وکړئ. البته پام مو وي چې د کور د ترميم په شان له خبرو ځان وساتئ؛ ځکه ښايي د کور د خاوند د خوابدتيا سبب شي.
  • له ځان سره د‌ ټولو اړينو سندونو تياره دوسيه ولرئ.
کور د قرارداد د لاسليک پر مهال بايد څه ته پام وکړم؟
  • له لاسليک وړاندې تړون په غور ولولئ. که په خپله مو ښه جرمني ژبه زده نه وي؛ له بل چا مرسته وغواړئ.
  • د کور د تسليمولو پر مهال ټولې خرابۍ يادداښت کړئ او عکسونه يې واخلئ. که داسې ونه کړئ؛ ښايي په پای کې يې د جوړولو مسؤوليت تاسې ته درپه غاړه شي.
  • د اصولو له مخې د کور له قراداد سملاسي وروسته پېشکي يا د ضمانت پیسې (Kaution) غوښتل کيږي. د دې پیسو اندازه بايد د درېيو مياشتو لومړنۍ کرايې (Kaltmiete) له کچې زياته نه وي او تاسې کولای شئ په دريو قسطونو کې يې ورکړئ. که په پای کې د خرابۍ له کبله کومې پیسې درنه ونه ګرځول شي؛ دا پیسې به بېرته درکړل شي.
د کور له قرارداد وروسته څه کول په کار دي؟
  • د قرارداد له لاسليک وروسته بايد د استوګنو يا هېواوالو چارو په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt) کې ځان ثبت کړئ. په دې اړه زيات مالومات په جرمني کې ثبتېدل څپرکي کې لوستلای شئ. په ځينو ايالتونو کې د ثبت لپاره قراداد کافي دی خو په ځينو نورو کې بيا د کور د خاوند له لوري يو بل لاسليک شوي سند (Wohnungsgeberbescheinigung) ته هم اړتيا ده.
  • نوي کور ته له لېږدېدلو وروسته هر څومره زر چې کولای شئ؛ خپله نوې پته د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) سره ثبت کړئ. که د پناغوښتنې پروسه مو لا روانه وي؛ پر دې د پاسه بايد خپله پته له بمف BAMF سره هم ثبت کړئ څو د مهمو ليکونو له ترلاسه کولو بې‌برخې نه شئ.
  • همدا شان نورو ټولو هغو ادارو (سوسيال، جاب‌سنټر، د ماليې اداره) ته خبر ورکړئ چې کار مو ورسره بند وي. همدا شان خپل بانک، د بيمې اداره او نور اړوند دفترونه هم په خپله نوې پته خبر کړئ.
  • که غواړئ د پوسټونو له ترلاسه کولو ځان ښه ډاډه کړئ؛ کولای شئ ډوچ پوسټ (Deutschen Post) يا (Pin Mail AG) ته د بيا رالېږلو لارښود (Nachsendeauftrag) ولېږئ. دوی به بيا ستاسې زاړه آدرس ته راغلي ليکونه بېرته په نوې پته دروليږي. البته دا کار وړيا نه کيږي او بايد لګښت يې ورکړئ.
  • کور مو بايد د برېښنا او ګاز له يوه برابروونکي شرکت سره راجستر کړئ. ډېر وخت برېښنا د کرايې د قرارداد برخه نه وي او بايد پیسې يې بېلې ورکړل شي. د برېښنا لپاره بايد بېل تړون وشي او د برېښنا له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بايډ اړيکه ونيول شي. کله چې د خپلې خوښې شرکت ومومئ؛ کولای شئ له هغو سره د انټرنېټ له لارې په انلاين ډول ځان ثبت کړئ. دا شرکت به له تاسې د برېښنا مېتر د اوسنۍ شمېرې په اړه وپوښتي. په دې اړه لا زيات مالومات د (د خپرونو پیسې) څپرکي کې موندلای شئ.

د پناغوښتونکو، منل شوو مهاجرو، د فرعي حق لرونکو کډوالو او په ډيپورټ د ملي بنديز لرونکو کسانو لپاره ځانګړي قوانين پلي کيږي. دوی په معمول ډول له يوې مودې وروسته بل ښار يا کور ته د لېږدېدلو حق ترلاسه کوي خو ځينې وخت ښايي د دې کار اجازه ورنه کړل شي. دلته په دې اړه ډېر مالومات ترلاسه کړئ.

د کډوال په توګه نور بايد څه په پام کې ونيسم؟

آيا زه يوه کور ته کډه کولای شم؟

دا چې يوه کرايي کور ته کډه کولای شئ او که نه، ستاسې د استوګنې له اجازې او حالت سره اړه لري:

-       که څوک د کډوال، پناغوښتونکي يا مهاجر په توګه په رسميت‌ پېژندل شوی وي او يا فرعي خونديتوب ولري؛ کولای شي يوه کور ته کډه وکړي.

-       که د پناغوښتنې پروسه روانه وي،کور ته لېږدېدل د اړوند کس له اصلي هېواد، په جرمني کې تېر شوي وخت او د فدرالي ايالت له قوانينو سره اړه لري. د عمومي مقرراتو له مخکې يو کس بايد په لومړنيو کمپونو کې لږ تر لږه ۶ مياشتې او تر ټولو زيات ۲۴ مياشتې پاته شي. که څوک په لومړني کمپ کې په اوسېدلو مکلف وي؛ کور ته د لېږدېدلو اجازه نه لري. په ياد مو وي چې د خوندي هېوادونو اوسېدونکي بايد د پناغوښتنې د پروسې تر پايه په لومړني کمپ کې پاته شي. که د پنا غوښتنه يې رد شي؛ بايد تر ډيپورټ يا له جرمني وتلو پورې همالته ژوند وکړي. د خوندي هېوادونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې ولولئ.

-       د ډولډونګ لرونکي کسان په عمومي ډول کورنو ته د لېږدېدلو حق نه لري. دا کسان په رسمي د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د ګډ اوسېدو کمپونه چمتو کيږي او دا د ډولډونګ د شرطونو د يوې برخې په توګه ثبت کيږي. البته په‌ ځينو حوزو کې د ګډو اوسېدو لږ کمپونه شته او د ټولو کسانو لپاره ځای نه لري. په داسې حالت کې ښايي تاسې ته يو کور درکړل شي او يا اجازه درکړل شي چې د ځان لپاره کور ومومئ. که په شريک کور کې په اوسېدلو مکلف ياست، کولای شي د بهرنيانو چارو په اداره (Ausländerbehörde) کې د دې شرط لغوه کولو غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ بايد له سوسيال څخه د کور د کرايې ورکولو لپاره مرسته وغواړئ. دا ادارې ښايي ستاسې غوښتنه ومني خو د ردولو شونتيا يې هم شته. البته که څوک د عصبي يا فزيکي ناروغۍ په شان مهم دلايل ونه لري؛ د دې غوښتنې منلو لپاره لږ چانس لري. ). که نورې مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په خپله سيمه کې يوه مشورتي مرکز يا وکيل ته ورشئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

يادونه: که څوک په شريکو کمپونو يا هايمونو کې اوسي او خپل عايد ولري، ښايي د اوسېدو د ځای لپاره لوړه کرايه ترې واخستل شي.

بل ښار ته د کډه کولو اجازه لرم؟

دا چې بل ښار ته کډه کولای شئ او که نه، ستاسې د استوګنې له اجازې او حالت سره اړه لري:

  • هغه کسان چې د مهاجر يا پناغوښونکي په توګه منل شوي وي او يا يې فرعي خونديتوب ترلاسه کړی وي او له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته ترلاسه کوي؛ نه شي کولای له درې کلنې استوګنې مخکې د اوسېدو له اوسني ځايه بل ځای ته کډه وکړي. په ځينو ايالتونو کې ځانګړي اضافي قوانين پلي کيږي چې له مخې يې ښايي چا ته اجازه ورنه کړل شي چې د اوسېدو له هغې حوزې (Gemeinde) هغې ووزي؛ په کوم کې يې چې د پناغوښتنې پروسه ترسره شوې ده. د اوسېدو دا قوانين جنجالي دي. که څوک بلې ناحيې ته د لېږدېدلو لپاره ښه دلايل ولري؛ کولای شي په ليکلي ډول د خپلې اړونده بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) او د هغه ښار د اوسلنډربېهورده له ادارې څخه د استوګنې د ځای د محدوديت لغوه کولو (Antrag auf Aufhebung der Wohnsitzzuweisung) غوښتنه وکړي (gemäß §12a Abs. 5 Satz 2c AufenthG) چې غواړئ هلته ورشئ. که نورې مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په خپله سيمه کې يوه مشورتي مرکز يا وکيل ته ورشئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

 

  • د پنا غوښتونکي او ډولډونګ لرونکي بايد په معمول ډول په خپله حوزه کې پاته شي، په کومه کې چې لومړی ځل ثبت شوي دي. يوازې هغه کسان چې خپل عايد لري او د سوسيال مرسته نه ترلاسه کوي، کولای شي بل ځای ته کډه وکړي. د سوسيال مرستې ترلاسه کوونکو کسانو لپاره يوازې په ځانګړو حالاتو کې دا امکان شته چې بل ځای کډه وکړي. د بېلګې په ډول که څوک ډېر ناورغ وي او په خپله حوزه کې يې د درملنې شونتياوې نه وي؛ يا هم په بله حوزه يا ناحيه کې د خپلې کورنۍ يوه ناروغ کس د پالنې لپاره لېږدېدل غواړي، ښايي دا اجازه ترلاسه کړي. د دې کار لپاره بايد خپل دلايل ثابت کړئ. د دې کار لپاره له يوه وکيل يا مرستندوی سازمان څخه له وړاندې مرسته وغواړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

مهم

د کور له خاوند سره له ليکلي قرارداد او د کور د کليانو له تر لاسه کولو پرته هېڅ کله چا ته پیسې مه ورکوئ. که په جرمني ژبه قرارداد نه شئ لوستلای؛ له چا د مرستې غوښتنه وکړئ او ځان ډاډه کړئ چې له لاسليک مخکې په ټولو شرايطو پوه شوي ياست.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: