په جرمني کې د کثافاتو بېلول

اوسمهالیز 29.12.2023

څنګه کولای شم په‌ آلمان کې کثافات په سمه توګه سره بېل کړم؟

د کثافاتو بېلول په دې مانا دي چې د غورځول کېدونکو شيانو بېلابېل ډولونه سره جلا شي او بېل بېل ريسایکل شي. په جرمني کې د کثافاتو بېلول د مصرفوونکو له لوري پیليږي. په دې مانا چې هر کور د کثافاتو بېلابېل ستلونه لري او هر شی په جلا ستلونو  يا کانتيرونه کې اچول کيږي.

په جرمني کې د کثافاتو يوه ستره برخه بېرته کارول يا په نورو توکو اړول کيږي کيږي او دا کار د لومړنيو موادو د سرچينو له خونديتوب او طبيعت ساتنې سره مرسته کوي. له دې سره سره د ريسايکل صنعتګر او سون موادو توليدوونکي له کثافاتو ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره له يو بل سره سيالي کوي. ځکه خو ځينې کسان د کثافاتو د بېلوالي هدف ته د شک په سترګه ګوري او په دې اړه بحثونه کوي. په هر حال د کثافاتو له توليد څخه مخنيوی د حل تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

په څو رنګونو د کثافت‌دانيو شتون ښيي چې په دې اړه تېروتنه کېدلای شي. په دې برخه کې وړې تېروتنې هم د ريسايکل برخې کارکوونکي اړ کوي څو د ريسايکل پر مهال بيا کثافات سره بېل کړي. که موږ او تاسې په سمه توګه کثافات سره بېل کړو؛ د دې اضافه کار مخنيوی به وشي او د چاپېريال له ساتنې سره مرسته شوې وي.

د کثافاتو د بېلوالي سيستم

څه شی بايد چېرته واچول شي؟

په سترو ښارونو کې د هر کور شا ته د کثافاتو څلور ستلونه اېښول کيږي چې بېلابېل رنګونه لري. له ښاره په لرې سيمو کې ښايي د کثافت‌دانيو موندلو لپاره د ريسايکل مرکزونو ته ولاړ شئ او يا منتظر شئ چې د کثافاتو د وړلو موټر په کومه ورځ راځي. د دې راتګ د وختونو جنتري هر کال ستاسې په پوست‌بکس کې اچول کيږي او يا يې د خپلې ښاروالۍ له ادارې ترلاسه کولای شئ. ډېر وخت دا مهالوېشونه په سيمه‌ييزو وېبسایټونو کې انلاين هم موندلای شئ.

 په هر ستل کې بايد ځانګړی ډول کثافات واچول شي:

·       زېړ ستلونه يا زېړې کڅوړې يا (Grüner-Punkt-Müll): د خوراکي توکو د هغو سپکو کوتيانو لپاره دي چې له ښيښې يا کاغذه نه وي نه وي جوړ شوي (د بېلګې په ډول المونيمي ورقې، پلاستيکي کڅوړې، حلبي کوتيان، د مستو کوتيان، د جوسو او شيدو بوتلونه، پلاستيکي بوتلونه او د قهوې پاکټونه)؛

·       شنه يا‌ اسماني رنګه ستلونه: کاغذي کثافات او کارتنونه (د بېلګې په ډول کاغذي کڅوړې، ورځپاڼې او مجلې، ليکونه، اخبارونه، کارتنونه، د سګرټو کوتيان او نور). په ياد مو وي چې ډېر وراسته يا چټل کاغذونه بايد د پاته شوو کثافاتو په ستل کې واچول شي؛

·       تور او خړ ستلونه: د خوراکي توکو پاته‌شوني او يا د کور خځلې او نور هغه کثافات چې د ريسایکل او بيا کارېدو وړ نه وي (د بېلګې په ډول مات شوي چيني لوښي، پاکوونکي مواد، چټل پاکټونه، بېکاره زاړه بوټونه، جارو شوي کثافات، پمپر، د سګرټو فلترونه، ماتې شوې ښيښي او نور)؛

·       د طبيعي کثافاتو نسواري ستل: د پخلنځي پاته‌شوني او د باغ کثافات (لکه د قهوې او چای شمه، د مېوې او سبزيو پاته‌شوني، د هګيو پوستکي، د ونو پاڼې او نور).

د کثافاتو بېلول جبري دي؟

هو. په جرمني کې د کثافاتو بېلول جبري دي. ټول خلک بايد خپل کثافات سره بېل کړي او په اړونده ستلونو کې يې واچوي. که څوک دا کار ونه کړي، ښايي د کور د خاوند يا شرکت له لوري خبرداری ترلاسه کړي. که دا کار بيا هم دوام ومومي، ښايي له کوره وايستل شي. له دې پرته د کور خاوند ښايي د کثافاتو د نه بېلولو له کبله اضافه پیسې ورنه وغوښتل شي. په دې ډول هغه پیسې اضافه کيږي چې هره مياشت د کثافاتو غورځولو لپاره ورکول کيږي. که په يوه ودانۍ کې د کثافاتو نه بېلوونکی کس ونه پېژندل شي، د ټولو اړونده کورونو اضافي لګښتونه (Nebenkosten) لوړيږي. که خپل کور ولرئ او کثافات بېل نه کړئ، د کثافاتو غورځولو لګښتونه مو لوړيږي. د کثافاتو نه بېلول له اداري نظم څخه سرغړونه (Ordnungswidrigkeit) ده او که څوک پرې وليدل شي، ښايي جريمه شي. که دا کار تکرار شي، نغدي جريمه ښايي تر سلګونو یا زرګونو يورو پورې ورسيږي.

د بيا کارېدنې وړ بوتلونه او (Pfand) څه ته وايي؟

په جرمني کې د څښاک د ځانګړو بوتلونو لپاره د (Pfandpflicht) په نوم قانون پلی کيږي. په مارکېټونو يا هټيو کې د ځينو پلاستيکي او نورو بوتلونو لپاره اضافي پیسې اخستل کيږي. دا بوتلونه د بيا کارولو وړ دي او له خالي کېدلو وروسته بيا اړونده کمپنيو ته د ډکولو لپاره لېږل کيږي. کله چې په نښه شوي پلاستيکي او ښيښه‌يي بوتلونه بېرته ځينو مارکېټونو ته وړئ؛ په مقابل کې يې ورکول شوې پیسې بېرته ترلاسه کوئ. دې پیسو ته (Pfand) وايي. دا ډول بوتلونه په دوه ډوله دي:

 

·      په يو ځل کارېدونکو بوتلونو باندې د يوې مربع د ننه د بوتل نښه ليدل کيږي چې يو غشی ترې تاو شوی (د جرمني د کثافاتو د زېرمه کولو سيستم لوګو). سوپر مارکېټونو ته د دې بوتلونو په وروړلو اخستل شوي ۲۵ سنټونه بېرته درکول کيږي.

·      په بيا ځلې کارېدونکو بوتلونو ډېر وخت کومه ځانګړې نښه نه وي خو ځينې وخت د وړې پرښتې آسماني رنګه نښه يا د (Mehrwegflasche ,Leihflasche او Pfandflasche) په شان ليکل شوې کلمې لري. د ښيښه‌يي او پلاستيکي بوتلونو د بېرته وړلو پر مهال ۱۵ سنټه او د بير د هر بوتل د ورګرځولو پر مهال ۸ سنټه ترلاسه کوئ.

د ياونې وړ ده چې د څښاک د بوتلونو کارتن وړيا دي.

که خپله نه غواړئ بوتلونه خرڅ کړئ، کولای شئ د کثافاتو له ستلونو سره نږدې يې داسې کښېږدئ چې نور کسان يې وويني او ويې پلوري. په جرمني کې ځينې کسان له دې لارې پیسې ترلاسه کوي.

بې‌نښې ښيښه‌يي بوتلونه چېرته واچوو؟

هغه ښيښه‌يي بوتلونه چې ريسايکل نښه نه لري؛ بايد‌ ځانګړو کانټينرونو کې واچول شي. په دې بوتلونو کې ډېر يې د شرابو، غوړيو، سرکې، ساس، مربا او يا کنسرو په شان شيانو وي. د دې بوتلونو لپاره په ځينو سيمو کې دوه يا درې ډوله کانټينرونه اېښول کيږي: يو د سپينو بوتلونو، بل د تورو يا قهوه‌يي رنګه او بل د رنګه (شنو يا‌ آسماني رنګه) بوتلونو لپاره. له دې ډلې ښايي د واين، غوړيو، جوسو، سرکې، ساس، مربا يا مسالو ساتلو بوتلونه وي. پام مو وي چې په دې کانټينرونو کې سهار وختي او د شپې له خوا بوتلونه مه غورځوئ؛ ځکه غږ يې نورو خلکو ته مزاحمت کوي. په معمول ډول د دې بوتلونو د غورځولو وخت د سهار له اتو بيا د ماښام تر اتو دی.

 

يادونه: د څښاک ګېلاسونه، ښيښې، هندارې، پيالې او دا ډول نور توکي د بوتلونو په بېلولو کې نه راځي او بايد د پاته شوو کثافاتو په عمومي ستل کې واچول شي.

ځانګړي او ستر کثافات، الکتريکي کثافات او زړې جامې

ځانګړي کثافات، الکتريکي کثافات او زړې جامې بايد د کور اړوند د کثافاتو په ستلونو کې وانه چول شي. ځانګړي او الکتريکي کثافات طبيعت او روغتيا ته زيانمن دي او بايد د کور له کثافاتو بېل شي. په ډېرو ښارواليو کې دا ډول کثافات د ريسايکل په ډيپوګانو کې راغونډيږي. ځينې وخت د دې شيانو د ټولولو لپاره پیسې هم غوښتل کيږي خو ځينې وخت د برېښنايي کثافاتو لپاره خپله پیسې ترلاسه کولای شئ. د دې زېرمو د پتو په اړه د خپلې سيمې له ښاروالۍ (Bürgeramt) پوښتنه وکړئ. همدا شان که په خپله سيمه کې د (Recyclinghof) توری د انټرنېټ له لارې وپلټئ؛ دا ځای موندلای شئ.

ځانګړي کثافات: درمل، حلوونکي مايعات، زړې بالتۍ، چارجي ګروپونه، اوږده لامپونه، حشره‌وژونکي او د رنګ او سرېښ نيمه بوتلونه. په ځينو سيمو کې د دې ډول کثافاتو د ټولولو سيستم شته خو په ځينو نورو کې يې بايد خپله د ريسايکل زېرمتونونو ته يوسئ. ستاسې د سيمې بورګرامت په دې اړه نور مالومات هم درکولای شي. چارجي ګروپونه، برېښنايي څراغونه او بالتۍ يا بېټرۍ مارکېټونو يا د دې سامانونو پلورنځيو ته هم وروړلای شئ.

زاړه برېښنايي توکي: ټول هغه توکي چې برېښنايي جريان ورڅخه تېريږي؛ په د ډلبندۍ کې شامل دي. په ځينو فدرالي ايالتونو او ښارونو کې د وړو برېښنايي توکو د راټولولو کانټينرونه شته خو په نورو کې يې بايد خپله زېرمتون ته يوسئ او يا د دې توکو د ټولوونکو تر راتګه انتظار وکړئ. د ټليفون او ام‌پي‌تري په شان واړه برېښنايي توکي هم سترو برېښنايي پلورنځيو ته وړلای شئ خو ستر شيان يوازې هغه وخت وروړلای شئ چې وغواړئ هلته بل نوي څه وپېرئ.


ستر کثافات: د کور هغه زاړه سامانونه چې د کثافاتو په نورمالو ستلونو يا کانټينرونو کې نه ځاييږي او‌ يا ډېر درانه وي. دا توکي ښايي اوسپنيز، لرګين او يا ستر پاته‌شوني وي. په ډېرو ښارونو کې د دې توکو د وړلو لپاره ځانګړی مهال‌وېش ټاکل شوی. که نه پوهېږئ؛ غوره ده د خپلې سيمې له ښاروالۍ پوښتنه وکړئ. په خپله هم دې سيمو ته دا ډول کثافات وړلای شئ.

زړې جامې: د جرمني په هره سيمه کې د زړو جامو ټولولو لپاره کانټينرونه اېښول شوي دي. په دې اړه لا ډېر مالومات دلته موندلای شئ. همدا شان د DRK پر وېبسایټ هم د دې کانټينرونو پتې موندلای شئ.

مهم: د واټونو پر غاړو يا طبيعيت کې د کور د زړو وسيلو غورځول منعه دي. که څوک دا کار وکړي او ونيول شي، ښايي تر ۵۰زره يورو پورې جريمه شي.

څنګه کولای شم د ډېرو کثافاتو له توليده مخنيوی وکړم؟

د ډېرو کثافاتو د توليد د مخنيوي لپاره لاندې څو ټکي په پام کې ونيسئ.

  • سيمه‌ييز محصولات له پلاستيکي بسته‌بندۍ پرته واخلئ؛
  • بادوامه او لږ توکي وپېرئ؛
  • د بيرون لپاره د خوړو بکسونه او د ساړه/ تاوده څښاک لپاره بوتل يا ترموز واخلئ؛
  • د پلاستيکي کڅوړو پر ځای رختي کڅوړې او دسکولونه وکاروئ؛
  • د نويو وسايلو له پېرلو ښايي د زړو توکو بدلول، بېرته جوړول يا قرض کول غوره وي.

مهم: د ۲۰۲۱ کال د جولای مياشتې له درېيمې نېټې وروسته په جرمني او د اروپايي‌ ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې د کاچوغو، پنجو، قابونو، نیچو او نورو یوځل کارېدونکو پلاستيکي توکو کارول منعه دي. په دې توګه هڅه کيږي چې د ډېرو پلاستيکي کثافاتو مخه ونيول شي.

پر  (www.refugeeguide.de) وېبسایټ د چاپېريال ساتنې په اړه ډېر نظريات په ګڼو ژبو موندلای شئ.

مهم

که کثافات په ناقانونه ډول وغورځوئ او يا يې د بېلګې په ډول په ځنګل کې وسوځوئ؛ له جريمې سره مخ کېږئ. که ستاسې د کثافاتو له کبله د ژوند چاپېريال ته ضرر ورسيږي؛ ښايي له درنو جريمو او حتا له زندان سره مخ شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: