په جرمني کې توپيري چلند يا تبعيض

Four arms with different skin tones grabbing each other
اوسمهالیز 10.04.2024

په جرمني کې د توپيري چلند يا تبعيض پر وړاندې څه کولای شم؟

په جرمني کې د څرګندو ځانګړتياوو له مخې له يوه چا سره توپيري چلند منع دی، خو بيا هم په پراخه کچه تبعيض شته.  دا تبعيض ښايي د کورونو موندلو پر مهال، په کار، دولتي ادارو، ښوونځيو، د ډاکټرانو کتنځايونو يا د پوليسو په ادارو کې وليدل شي. په دې ډول د ورځني  ژوند په هره برخه کې له توپيري چلند سره د مخامخېدلو شونتيا شته. کلب ته نه پرېښول کېږئ، ځکه معلول ياست؟ د حجاب له کبله دنده درنه کړل شوه؟ په ښوونځي کې مو له ماشومانو سره بد چلند وشو، ځکه په جرمني ژبه سم نه پوهيږي؟ په بس کې پوليسو يوازې ستاسې پلټنه وکړه، ځکه د پوستکي رنګ مو بل ډول و؟ ټکسي چلوونکي ستاسې له وړلو انکار وکړ، ځکه تاسې همجنسبازه ياست؟ دا ټول د تبعيض بېلګې دي او ورسره مخ شوو کسانو ته د بې‌وسۍ او غوسې احساس ورکوي. البته تاسې بايد له دې کبله تبعيض بې‌ځوابه پرې نږدئ؛ د توپيري چلند پر وړاندې د مبارزې او غږ پورته کولو حق لرئ. په جرمني کې د اصلي ټاټوبي او استوګنې د اجازې له په پام کې نيولو پرته، ټول کسان د ځان د دفاع حق لري. د جرمني په اساسي قانون کې د بنسټيز بشري حق په توګه يوه ماده ستاسې ملاتړ کوي او کولای شئ د توپيري چلند ترسره کوونکی محکمې ته کش کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

توپيري چلند څه ته وايي؟

 

که يو څوک د بېلو ځانګړنو او يا په عملي يا نسبتي ډول له يوې ډلې سره د تړاو له کبله له محروميت او ځورولو سره مخ شي، دې کار ته توپيري چلند يا تبعيض ويل کيږي. ډېر کسان ښايي د هغوی د اصلي ټاټوبي، ژبې، جنسي لېوالتيا، هويت، جنسيت، دين، شکل، ذهني وړتياوو، عمر يا دې ته ورته نورو ځانګړنو له کبله له توپيري چلند سره مخ شي. ډېر وخت توپيري چلند د پنځول شوو مفهومونو او ناسمو فکري نمونو پر بنسټ کيږي. د بېلګې په توګه له يوه کس سره د هغه د توکم پر بنسټ توپيري چلند يادولای شو. د وروستيو ساينسي څېړنو له مخې انسانان ټول يو توکم دي خو لا هم ځينې خلک انسانان په بېلابېلو توکمنو ويشي او هر يوه ته بېل ارزښتونه ټاکي؛ وروسته له همدې کبله له نورو يا دبلې سيمې له انسانانو سره بل توپيري چلند کوي.

داسې هم کېدای شي چې له يوه کس سره د څو بېلابېلو ځانګړنو له مخې توپيري چلند وشي. د بېلګې په توګه که يو څوک بهرنی نوم ولري او همنجسباز وي، ښايي د دواړو لاملونو له کبله له توپيري چلند سره مخ شي.

زما سره هم توپيري چلند کيږي؟

ځينې وخت سړی نه پوهيږي چې توپيري چلند ورسره کيږي. کله ناکله سړی زړه نازړه شي، ځکه نور خلک په يوه کړنه کې ستونزه نه ويني او يا توپيري چلند ته د ستونزې په سترګه نه ګوري. په داسې حالت کې مشورتي ادارې مرسته کولای شي. د مشورتي ادارو کارکوونکي ستاسې خبرې جدي بولي او درته وايي چې دا توپيري چلند دی او کنه او پر وړاندې يې کوم قانوني ګامونه اخستل کېدای شي. البته که له تاسې سره شوی چلند توپيري هم ونه ګڼل شي، له مشورتي ادارو سره خبرې کول ستاسې په ګټه دي. دا کارکوونکي کولای شي له تاسې سره د دې حالت په بدلون او د راتلونکي لپاره د هغه د مخنيوي لپاره د لارو چارو په موندلو کې مرسته وکړي. مشورتي ادارې د (مشورتي ادارې چېرته موندلای شو) په برخه کې کتلای شئ.

کوم قوانين د توپيري چلند پر وړاندې زما ساتنه کوي؟

د توپيري چلند پر وړاندې د خونديتوب په برخه کې د عمومي برابر چلند قانون (Allgemeine Gleichbehandlungsgesetz) تر ټولو مهم دی. دا قانون په ۲۰۰۶ کال کې تصويب شوی دی. په کارځای او ورځني ژوند کې د توپيري چلند پر وړاندې د مبارزې او له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره دا تر ټول مهم قانون ګنل کيږي. دا قانون خلک د کار ورکوونکو او کرايه ورکوونکو يا نورو کسانو له لوري، د اصلي ټاټوبي، ژبې، جنسي لېوالتيا، هويت، جنسيت، دين، شکل، ذهني وړتياوو، عمر يا دې ته ورته نورو ځانګړنو له کبله له توپيري چلند څخه خوندي کوي. که په چا د توپيري چلند ثبوتونه وموندل شي، ښايي محکمه يې د دې قانون له مخې، د جريمې او زيان د جبران په ورکولو يا بله سخته سزا محکوم کړي.البته نور قوانين هم شته چې د توپيري چلند مخنيوی کوي. د بېلګې په توګه د جرمني د اساسي قانون درېيمه ماده وايي چې د يو چا د اصلي ځای په له پام کې نيولو پرته، د قانون پر وړاندې ټول خلک يو شان دي.

څنګه ثبوتولای شم چې توپيري چلند راسره کيږي؟

که محکمې ته ځئ، د توپيري چلند په اړه شواهدو او ثبوتونو ته اړتيا لرئ. ځينې وخت مقابل لوری ستاسې خبرې ردوي او په دې ډول د يوه اعتراض پر وړاندې بل رامنځته کيږي. ډېر وخت مقابل لوری داسې استدلال کوي چې ګواکي توپيري چلند نه دی شوی. د بېلګې په توګه د کورونو خاوندان ښايي ووايي چې موږ تاسې ستاسې د بهرني نوم له کبله نه بلکې د کور ليدلو پر مهال ستاسې د نامهربانانه چلند له کبله کور په کرايه درنه کړ. په داسې حالت کې بايد محکمې ته قناعت ورکړئ چې دا توپيري چلند و.

په شواهدو او ثبوتونو کې ښايي د بېلګې په شان هغه برېښناليکونه، ليکونه او انځورونه شامل وي چې توپيري چلند په ګوته کوي. د ازمويلو (Testing) په نوم کړنه هم ګټوره ثابتېدای شي. په همدې مثال کې د بېلګې په توګه د کور خاوند څخه په جرمني مستعار نوم بيا غوښتنه کوئ او ګورئ چې دا ځل يې چلند څه ډول دی. که په لومړي ځل ستاسې په خپل نوم غوښتنه کې درته وويل شي چې کور په کرايه ورکول شوی دی او په دوهم ځل غوښتنه کې مو د کور ليدلو ته وروغواړي، دا به د محکمې لپاره د توپيري چلند يو ښه ثبوت وي. پام وي چې دا ډول ازموينه په ټليفوني اړيکه او يا مخامخ وکړئ. د بېلګې په توګه د کارغوښتنې پر مهال په ليکلې بڼه دا ډول ازموينه او په نورو نومونو د سندونو جوړول ناقانونه دي او سزا لري.

مهم: که غواړئ له يوه کس يا ادارې څخه د توپيري چلند په اړه شکايت وکړئ، بايد دا کار له پېښې وروسته په دوو مياشتو کې ترسره کړئ.

که پوليس توپيري چلند وکړي، څه کولای شم؟

ځينې وخت ښايي پوليس هم توپيري چلند وکړي. يو څه چې ډېر وخت تر سترګو کيږي، توکميزه پېژنيالنه (Racial Profiling) ده. توکميزه پېژنيالنه هغه حالت دی چې پوليس يو څوک د هغه د پوستکي د رنګ يا ورته نورو نښو له کبله ودروي، وپلټي، وپوښتي او يا بندي کړي. همدا ډول ښايي د توپيري چلند له مخې پوليس يو څوک وځوروي، ناسم چلند ورسره وکړي او يا بريد پرې وکړي. که د پوليسو له زورزياتي سره مخ کېږئ، کولای شئ د پوليسو د توکمپالنيز زورزياتي د قربانيانو له کمپاين (Kampagne für Opfer rassistischer Polizeigewalt" (KOP)) سره يوځای شئ.

د پوليسو افسران له قانون څخه پورته نه دي. دا چې پوليس د څه ترسره کولو او څه نه ترسره کولو اجازه لري، د جزا په قانون، د جزا د پروسې په مقرره او د پوليسو په قانون کې تنظيميږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني پوليس څه ډول کار کوي؟) کې لوستلای شئ.

مهم: تاسې حق لرئ چې د پوليسو د پېژندنې د کارت غوښتنه وکړئ او جزئيات يې وليکئ. که وروسته شکايت کول غواړئ، دا کار مهم دی. له شاوخوا خلکو هم غوښتنه کولای شئ چې تاسې وڅاري څو وروسته بيا د صحنې شاهدان ولرئ. په ياد مو وي چې تاسې بايد له پېښې وروسته د درېيو مياشتو په دننه کې شکايت ثبت کړئ. دا کار د سيمې په څارنوالۍ کې کولای شئ او اړتيا نشته چې پوليسو ته ورشئ.

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې له ټولو هغو کسانو سره مرسته کوي او سلا ورکوي، چې له توپيري چلند سره مخ شوي وي او مشورې ته اړتيا ولري. پر (antidiskriminierungsstelle.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه موندلای شئ. په مخامخ هم ډول پر (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېره د دې ادارو مرکزي څانګې ته زنګ وهلای او خپله ستونزه ورسره شريکولای شئ. د دې ادارو د مشورې ورکول وختونه د دوشنبې په ورځ د ماسپښين له يوې تر درېيو بجو او په چهارشنبه د سهار له نهو تر دوولس بجو دي. دې ادارو ته همدا شان پر (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. دا مشوره وړيا ده او که څوک وغواړي، هويت يې پټ ساتل کيږي. په ياد مو وي چې د ټليفوني اړيکې معمول لګښت بايد ورکړئ. د توپيري چلند ضد مشورتي ادراه فدرالي ده په ټول جرمني کې فعاليت کوي. د دې ادارې دنده له توپيري چلنده د خلکو خوندي کول دي. دوی کولای شي په خپله مشوره درکړي او يا مو په نږدې سيمه کې بلې مشورتي ادارې ته وروپېژني.

له دې پرته، له (Antidiskriminierungsverband Deutschland) څخه هم مرسته ترلاسه کولای شئ. د تبعيض ضد سازمان د خپلواکو مشورتي مرکزونو يو سازمان دی. دا سازمان په خپله مشوره نه ورکوي خو کولای شي تاسې نورو مشورتي ادارو ته وروپېژني.

همدا شان کولای شئ د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي ادارې (BAMF) او يا د ځوانو مهاجرو خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) ادارو ته هم ورشئ او مشوره ترلاسه کړئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او په جرمني کې د ژوند د هرې مسلې په اړه له تاسې سره مرسته کوي.

د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې څه ډول زما مرسته کوي؟

د توپيري چلند ضد مشورتي ادارې ستاسې خبرې اوري او له تاسې سره مرسته کوي څو له دې تجربه شوي حالت سره وړ غبرګون ښکاره کړئ. دوی ستاسې د حقونو په ترلاسه کولو کې ستاسې دفاع کوي او د شواهدو او ثبوتونو په برابرولو، د شکايت‌ليک په ليکلو او يا د منځګړتوب په بحثونو ستاسې د ملګرتيا له لارې له تاسې سره مرسته کوي. که غواړئ د يوه کس يا ادارې پر ضد شکايت وکړئ او يا يو ښه وکيل ومومئ، دوی مو مرسته کولای شي. د توپيري چلند ضد مشورتي ادارو مشوره او مرسته وړيا ده.

کوم ډول توپيري چلند ته اجازه شته؟

په ځينو حالتونو کې د خاصو ځانګړنو له مخې د توپيري چلند اجازه شته. د بېلګې په توګه ځينې وخت قانون يوه ډله کسانو ته د هغوی د زيان د جبران له کبله لومړيتوب ورکوي: دا چې په جرمني کې د کار په بازار کې ښځې شا ته پاته پاته دي، يو کارورکوونکی اجازه لري چې د هغوی ګمارلو ته لومړيتوب ورکړي. يوه بله بېلګه د واقعي لاملونو له مخې د توپيري چلند ده: که د يوې دندې لپاره په جرمني ژبه پوهېدل اړين وي، ښايي د جرمني ژبې د ازموينې غوښتنه وشي.

ژبنيز تبعيض څه ته وايي؟

ژبنيز تبعيض يا توپيري چلند په خبرو او کلمو کې رامنځته کيږي. ژبنيز توپيري چلند واقعي توپيري چلند ځواکمنوي او تاييدوي. که څوک يوه ډله خلک په ناسم نوم يا منفي ټکو يادوي او يا يې له دې کبله له پامه غورځوي چې د دوی په فکر لږ ارزښت لري او يا هېڅ ارزښت نه لري، له دوی سره توپيري چلند کوي. په جرمني کې د بېلګې په توګه رومانيايانو ته د څيګونه (Zigeuner) نوم کارول ژبنی توپيري چلند ګڼل کيږي او بايد ونه کارول شي. يا هم که يوازې لوستونکی ياد کړي او د لوستونکې هېڅ يادونه ونه کړي، توپيري چلند يې بللای شو. پر (esf-queerschittsziele.de) له توپيري چلند څخه د خالي ژبې په اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

مهم

که غواړئ په ورځني ژوند يا کار کې د توپيري چلند پر وړاندې قانوني ګام پورته کړئ، بايد چټک عمل وکړئ او د دوو مياشتو په موده کې له ثبوتونو سره خپل شکايت ثبت کړئ. که غواړئ د پوليسو د توپيري چلند راپور ورکړئ، بايد د درېيو مياشتو په موده کې دا کار وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: