معلوليت لرونکي کسان

اوسمهالیز 05.04.2024

په جرمني کې معلول کسان کوم حقونه لري؟

ډېرو کسانو ته د معلوليت يا معلولو کسانو له يادېدو سره، په ويلچر کې ناست کسان فکر ته ورځي. خو د دې تر څنګ ځينې داسې معلوليتونه هم شته چې په ظاهره نه ليدل کيږي. د بېلګې په توګه ذهني يا اروايي ستونزې او نورې مزمنې ناروغۍ هم په معلوليت کې راځي. البته دا مهمه نه ده چې معلوليت د پيدا کېدو له وخته دی او که وروسته د کومې پېښې يا ناروغۍ له کبله رامنځته شوی دی. 

دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د درملنې او نورو حقونو په اړه مالومات درکوو.

په څه بايد پوه شم؟

معلوليت څه ته وايي؟

معلوليت په جسمي، ذهني يا ...فعاليتونو کې هغو نيمګړتياوو ته ویل کيږي چې له شپږو مياشتو زيات دوام وکړي او اړوند کس يې له کبله د خپل عمر سره برابرې ورځنۍ چارې ترسره نه شي کړای. په معلوليت کې يوازې جسمي يا عصبي ځانګړتياوې (Neurodiversität) لکه (په زده‌کړه کې ستونزې) نه راځي بلکې د (روماتيزوم، سرطان يا Multiple Sklerose) په شان د مزمنو ناروغيو درلودونکي هم په معلولو کسانو کې راځي.

په جرمني‌کې د معلوليت بېلابېلې درجې (GdB) شته چې له ۲۰ تر ۱۰۰ پورې رسيږي. هر څومره چې دا درجه لوړه وي؛ معلوليت په هماغه کچه زيات دی او د دولت له لوري ډېره مرسته ورکول کيږي. دا درجه د ډاکټر له لوري ټاکل کيږي.

ښه ده چې پوه شئ: عصبي ځانګړتياوې (Neurodiversität) په دې مانا دي انسانان بېلابېل مغزونه لري او دا کار طبيعي او ارزښتمن دی. خلک د بېل تفکر، مهارتونو او بېلابېلو چلندونو له مخې ارزول کيږي. په دې ډله کې اوتيزم، ADHS او Dyslexie يا نورې بېلابېلې عصبي ځانګړتياوې راځي. مهمه دا ده چې دا بدلونونه خلکو ته له سپکاوي کولو پرته ومنو او هغو ته په درناوي داسې نړۍ رامنځته کړو چې ټول کسان د هغوی له د فکر له ډول پرته پکې ومنل شي. په دې اړه نور مالومات او مشوره پر (NeuroDivers e.V.) وېبسایټ موندلای شئ.

دولت له معلولو کسانو سره څه مرسته کوي؟

د جرمني دولت له معلولينو سره مرسته کوي څو هغه نيمګړتياوې يا ستونزې چې دوی په ورځني ژوند کې ورسره مخ دي؛ جبران کړای شي. دې مرستې ته د زيان جبران (Nachteilsausgleich) وايي.

د بېلګې په ډول معلول کسان کولای شي لاندې مرستې ترلاسه کړي:

  • ځانګړې طبي پاملرنه
  • د دندې موندلو او يا اوسنۍ دندې ساتلو لپاره مرسته
  • په کور کې مرسته
  • د ماشومانو په پالنه او روزنه کې مرسته
  • د بسونو او اورګاډو وړيا کارول
  • وختي تقاعد کېدل
  • لږ ماليه ورکول

البته هر معلول کس ته ټولې مرستې او امتيازونه نه ورکول کيږي. دا د هر چا له شخصي حالت او د معلوليت له درجې سره تړلې ده، چې څومره او څنګه مرسته ترلاسه کوي.

له دولت څخه د مرستې له ترلاسه کولو مخکې بايد د معلوليت سند (Schwerbehindertenausweis) ترلاسه کولو لپاره ځان ثبت کړئ. دا سند يوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې د معلوليت درجه يې ۵۰ او يا له هغه لوړه وي. د دې سند ترلاسه کولو لپاره بايد يوه فورمه ډکه کړئ او له نورو روغتيايي سندونو سره يوځای يې د معلولينو اړونده ادارې (Versorgungsamt) ته وروړئ. د خپلې سيمې د معلولانو اداره پر (schwerbehindertenantrag.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د معلوليت درجه مو له ۵۰ ټيټه وي؛ بيا هم د عاجلو حالاتو لپاره ځانګړې مرستې ترلاسه کولای شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره کولای شئ له يوې مشورتې ادارې څخه مشوره واخلئ. دا ادارې د (Migrationsberatungsstellen für Erwachsene) او (Jugendmigrationsdienst) پر وېبسایټونو موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي. د معلولانو لپاره په جرمني ژبه مشورتي اداره پر (teilhabeberatung.de) وېبسايټ هم موندلای شئ.

يادونه: د معلوليت د سند، د استوګنې له سند څخه بېل دی او د ترلاسه کولو لپاره يې بايد بېله غوښتنه وشي. دا په دې مانا چې که د پنا غوښتنې پروسه مو روانه وي او يا ډولډونګ سند ولرئ؛ بيا هم د معلوليت سند ترلاسه کولای شئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

ګڼې مشورتي او مرستندويه ادارې له معلولو کسانو سره مرسته کوي. د بېلګې په توګه لويان کولای شي د لويانو مهاجرو لپاره مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسي. که د چا عمر له ۲۷ کالو کم وي؛ کولای شي د ځوانانو مهاجرو لپاره مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسي. د دې دواړو دفترونو کارکوونکي په څو ژبو خبرې کولای شي.

 په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

. د معلولانو لپاره په جرمني ژبه مشورتي اداره پر (teilhabeberatung.de) وېبسايټ هم موندلای شئ

د دې تر څنګ تاسې کولای شئ د معلولو کسانو لپاره له پېنځو سازمانونو سره اړيکه ونيسئ. په دې بنسټونو کې د معلولينو اړوند د ورځني ژوند، قانون، کار، روغتيايي بيمي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ډېر مالومات او لارښوونې ترلاسه کولای شئ:

  1. د نابينا او کمزوري‌ نظر لرونکو کسانو فدرالي سازمان (Deutscher Blinden – und Sehbehindertenverband, DBSV)
  2. د فزيکي او ګڼو معلوليتونو لرونکو کسانو فدرالي سازمان (Bundesverband für Körper und Mehrfachbehinderte, BVKM)
  3. د معلولو کسانو فدرالي سازمان (Bundesverband Selbsthilfe Körperbehinderter e. V., BSK)
  4. د جرمني د کڼو او نااورېدونکو کسانو سازمان (Deutscher Gehörlosenbund)
  5. د ذهني معلولينو لپاره د دايمې مرستې فدرالي سازمان (Bundesvereinigung Lebenshilfe für Menschen mit)
معلولو ماشومانو ته له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

ستاسې د سيمې اړوند د ماشومانو اداره (Jugendamt) د معلولو ماشومانو مسؤوليت لري. په دې ادارو کې مشورې او مرسته ترلاسه کولای شئ. پر (www.jugendaemter.com ) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو يوګندامت موندلای شئ. پر (www.familienratgeber.de) او (www.kindergesundheit-info.de) وېبسایټونو د خپلو حقونو او شته فرصتونو په اړه بشپړ مالومات هم موندلای شئ. پر (www.bvkm.de) وېبسایټ د معلولو ماشومانو لپاره د مرستې موندلو لپاره يولارښود موندلای شئ.همدا شان پر (www.patiententelefon.de) د لېنکونو او د معلولو ماشومانو د ميندو او پلرونو د ټليفون د شمېرو لړ موندلای شئ.

د جرمني په عامه ښوونځيو کې د معلولو ماشومانو له ګډونه ملاتړ کيږي. د دې تر څنګ د معلولو ماشومانو لپاره ځينې ځانګړي ښوونځي هم شته چې د ماشومانو له اړتياوو سره برابر شوي دي. په دې اړه په تر ټولو نږدې يوګندامت او  او يا يوه مشورتي اداره ((Jugendmigrationsdienst)) کې مرسته او مشوره ترلاسه کولای شئ.

څوک د معلولينو د تمځای يا پارکېنګ او تشنابونو کارولو اجازه لري؟

یوازې هغه کسان د معلولو کسانو لپاره په ځانګړو ځايونو  (Behindertenparkplatz) کې موټر درولای شي چې د شديدې معلولتيا کارت (Schwerbehindertenausweis) يا د معلولو کسانو د پارک کولو کارت (Behindertenparkausweis) ولري. د معلولو کسانو د پارک کارت یوازې هغو کسانو ته ورکول کيږي چې غيرمعمول معلوليت (Merkzeichen: aG) ولري او يا ړانده (Merkzeichen: "Bl) وي. په ځينې ايالتونو کې د (G) او (B) نښې لرونکو معلولانو ته هم د معلولو کسانو د پارک کارت ورکول کيږي. هغه معلول کسان چې دا ډول کارت ونه لري، حق نه لري چې د معلولانو په ځانګړو ځايونو کې موټر يا بله وسيله پارک کړي.

مهم: په داسې ځايونو کې د پارک کولو لپاره دا اړينه نه ده چې تاسې دې خپله موټر وچلوئ. تاسې کولای شئ د خپل معلول ماشوم يا کورنۍ د بل غړي لپاره هم دا ډول کارت ترلاسه کړئ. که اړوند کس درسره وي، کولای شئ د معلولانو په ځانګړي ځای کې موټر ودروئ.

دا چې له کومه ځايه د معلولانو لپاره د پارک کارت ترلاسه کولای شئ، له يوه ښاره تر بله توپير کوي. کولای شئ په دې اړه د خپلې ښاروالۍ له ادارې (Stadtverwaltung) يا سيمه‌ييزې ټولنې (Gemeinde) له ادارو پوښتنه وکړئ. همدا شان پر (Migrationsberatung) او (Jugendmigrationsdienst) وېبسایټونو هم په دې اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

مهم: که څوک د معلولانو له کارت پرته، هغوی ته په ځانګړو شوو ځايونو کې موټرو ودروي، ښايي جريمه شي او يا يې موټر بل ځای ته يووړل شي.

 

په ارامځايونو، د اورګاډي تمځايونو، د پلي ګرځېدا په ځايونو او نورو ښاري سيمو کې د معلولانو لپاره ځانګړي تشنابونه شته چې ډېر وخت وړيا نه وي. معلولان کولای شئ د (Euroschlüssel) په درلودلو سره دا تشنابونه وړيا وکاروي. دا يوه ځانګړې کيلي ده چې په ټوله اروپا کې د معلولانو تشنابونه پرې خلاصولای او کارولای شئ. دا ډول کيلي له (Club Behinderter und ihrer Freunde) څخه د ۲۳ یورو په مقابل کې ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره بايد د معلوليت (aG)، (B)، (H) او يا (BL) کارت ولرئ. د (G) نښې لرونکي هغه کسان چې د معلوليت درجه يا (GdB) يې ۷۰ يا له دې لوړه وي، کولای شي دا کيلي ترلاسه کړي.

 

په رستوراتونو، هوټلونو يا شرکتونو کې د هغوی خاوندان پرېکړه کوي چې نورو خلکو ته هم د معلولانو د تشنابونو کارولو اجازه ورکړي او که نه. په عمومي دول دا تشنابونه بايد د هغو خلکو لپاره خلاص وي چې اړتيا ورته لري.

مهم

په خواشينۍ تر اوسه په ملي کچه د کڼو (نه اورېدونکو) کسانو لپاره د بېړنۍ ټليفوني اړيکې مرکز نشته. په ځينو ښارونو کې سيمه‌ييزې بېړنۍ شمېرې شته چې د ليکل شوي پيغام له لارې اړيکه ورسره نيول کېدای شي. همدا شان دHandhelp، Tess او MeinNotruf په شان د شخصي اپلېکېشېنونو وړاندې کوونکي وېبسایټونه هم د بېړنيو پيغامونو لپاره کارېدلای شي. د دې کسانو لپاره يوه بله ټاکنه د InstantHelp اپليکېشن کارول دي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: