پرکتيکوم

اوسمهالیز 22.02.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې عملي زده‌کړې يا پرکتيکوم ومومم؟

د عملي زده‌کړو يا پرکتيکوم په مرسته کولای شئ د کار تجربه ترلاسه کړئ او د دندې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصتونه ومومئ. په ډېرو ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زده‌کوونکو غوښتل کيږي چې د زده‌کړو پر مهال په ځينې اجباري پرکتيکومونو کې برخه واخلي. دلته به تاسې د پرکتيکوم ترسره کوونکي په توګه د خپلو حقونو، د پرکتيکوم ترسره کولو د ګټو او له پرکتيکوم پیلولو مخکې د مهمو مسايلو په اړه مالومات ولولئ.

د پرکتيکوم يا انټرنشيپ په اړه مهم مالومات

پرکتيکوم څه ته وايي؟

پرکتيکوم يو لنډمهالی کاري فرصت دی چې تاسې ته په مسلکي (د شرکتونو يا ادارو) کاري برخو کې د ګډون زمينه برابروي او له تاسې سره مرسته کوي چې په صنعتي څانګو کې لومړنۍ تجربه ترلاسه کړئ. پرکتيکوم په عمومي ډول د ښوونځي يا پوهنتون د زده‌کړو پر مهال او يا له دندې ترلاسه کولو لږ مخکې ترسره کيږي.

پرکتيکوم کوم ډولونه لري؟

په جرمني کې پرکتيکوم په درې ډوله دی: د ښوونځيو پرکتيکوم (Schülerpraktikum)، د پوهنتونونو د محصلينو اجباري پرکتيکوم (Pflichtpraktikum) او د خپلې خوښې پرکتيکوم.

د ښوونځيو پرکتيکوم د هر ښوونځي له ډول سره اړه لري او په عمومي ډول په اتم يا يوولسم ټولګي کې ترسره کيږي. دا ډول پرکتيکومونه ډېر وخت د ښوونځيو په نصاب کې شامليږي او د ټولو زده‌کوونکو لپاره جبري وي. د ښوونځيو پرکتيکوم په عمومي ډول يوه يا دوې اونۍ وخت نيسي او له زده‌کوونکو سره مرسته کوي چې د دندې لپاره تيار شي.

په پوهنتونونونو کې هم د ځيني پروګرامونو لپاره جبري پرکتيکومونه ترسره کيږي. په ځينو څانګو کې پرکتيکوم د پوهنتون د درسونو له پیل وړاندې ترسره کيږي. د دې پرکتيکومونو موده او څرنګوالی د پروګرام په لارښود او قوانينو کې روښانه شوي وي. د دې پرکتيکوم موخه دا ده چې د زده‌کوونکو مسلکي ليدلوری پياوړی شي او په خپله برخه کې کاري تجربه ترلاسه کړي.

هغه کسان چې غواړي په يوه څانګه يا د يوه شرکت له کار سره بلد شي او تجربه ترلاسه کړي؛ کولای شي په خپله خوښه يو پرکتيکوم ترسره کړي. د خپلې خوښې پرکتيکوم په عمومي ډول له يوې اونۍ نيولې تر څو میاشتو وخت نيسي.

پرکتيکوم څه ګټه لري؟

پرکتيکوم تاسې ته د بېلابېلو دندو او شرکتونو د کار په اړه لومړنی پوهاوی درکوي او مرسته کوي چې ښه دنده ترلاسه کړئ او يا په يوه شرکت کې له کارکوونکو سره اړيکې جوړې کړئ. دا اړيکې به په همدې شرکت کې د کار کولو د غوښتنې پر مهال له تاسې سره مرسته وکړي. همدا شان په راتلونکي کې نور هغه شرکتونه چې تاسې غواړئ کار ورسره وکړئ؛ پوهيږي چې تاسې له مخکې د کار لومړنۍ تجربه لرئ. که اوس بېکاره ياست؛ په ځانګړو برخو کې پرکتيکوم ترسره کول به ستاسې CV لا په زړه پورې کړي او ګمارونکو ته به ستاسې په اړه ښه ليدلوری ورکړي.

د پرکتيکوم لپاره د استوګنې کوم ډول اجازې ته اړتيا ده؟

هر زده‌کوونکی کولای شي د هغوی د استوګنې اجازې ته له کتو پرته اجباري پرکتيکوم (Pflichtpraktikum) ترسره کړي. د خپلې خوښې پرکتيکوم (freiwilliges Praktikum) يا خپلې خوښې پرکتيکوم ترسره کول بيا ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري. لاندې ممکنه حالتونه په پام کې ولرئ:

·      که پناغوښتونکو لپاره د استوګنې معتبره اجازه لرئ، د اصولو له مخې له کوم محدوديت پرته هر ډول پرکتيکوم ترسره کولای شئ. منل شوي کډوال او پناغوښتونکي د کار بازار او پرکتيکوم ته بشپړ لاسرسی لري او استوګنې د اجازې په موده کې له بلې اضافي اجازې پرته پرکتيکومونه ترلاسه کولای شي.

·      که څوک د زغمل شوې استوګنې اجازه يا ډولډونګ (Duldung) ولرئ، کولای شئ د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) څخه د کار د اجازې غوښتنه وکړئ څو وکړای شئ اپرکتيکوم پیل کړئ. دا اداره د هر چا قضيه په بېل ډول ارزوي او د دې اجازې د ورکړې او نه ورکړې په اړه پرېکړه کوي. د دې لپاره چې د بهرنيانو چارو ادارې توافق ترلاسه کړئ؛ لومړی بايد په يوه شرکت يا اداره کې يو پرکتيکوم ومومئ او بيا د همدې پرکتيکوم لپاره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.

·      که د پناغوښتنې قضيه مو روانه وي او لا مو ځواب نه وي ترلاسه کړئ، د پرکتيکوم له پیلولو وړاندې د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د کار اجازې ته اړتيا لرئ. د پنا له غوښتنې درې مياشتې وروسته کولای شئ د دې ډول اجازې غوښتنه وکړئ. د دې لپاره چې د بهرنيانو چارو ادارې توافق ترلاسه کړئ؛ لومړی بايد په يوه شرکت يا اداره کې يو پرکتيکوم ومومئ او بيا د همدې پرکتيکوم لپاره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ.

په ياد مو وي چې: که چېرې څوک د زغمل شوې استوګنې اجازه (Duldung) يا د استوګنې عادي اجازه ولري او له خوندي هېوادونو (صربيا، مقدونيه، بوسنياهرزوګوينيا، کوسوو، مونتينيګرو، البانيا، ګانا او سنيګال) څخه راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته يې د پنا غوښتنه کړې وي؛ د کار اجازه نه شي ترلاسه کولای. همدا شان هغه کسان چې ډولډونګ ولري او نيت يې وي چې د انټرنشيپ يا پرکتيکوم په پیلولو د خپل ډيپورټ مخه ونيسي او يا هغه کسان چې باور کيږي جرمني ته يوازې د دولتي مرستې ترلاسه کولو لپاره راځي؛ د کار اجازه نه شي ترلاسه کولای او په دې ترتيب نه شي کولای پرکتيکوم پیل کړي.

د پرکتيکوم ترسره کوونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

که د خپلې خوښې پرکتيکوم تر دريو مياشتو يا زياتو پورې دوام کوي، ترسره کوونکی يې په معاش، رخصتيو او کاري ساعتونو کې د هماغه ادارې د عادي کارکوونکو په شان حقونه لري. په بله وينا، تاسې بايد لږ تر لږه کم معاش او په مياشت کې دوې ورځې رخصتي ولرئ او په کارځای کې د نورو مامورينو په شان چلند درسره وشي. په اجباري پرکتيکوم کې د معاش، رخصتۍ او نورو مسایلو په اړه مخکې له مخکې کوم ځانګړي شرطونه نشته خو کاري ساعتونه مو بايد د هماغه شرکت يا ادارې له عادي کاري وختونو زيات نه شي. په دې اړه زيات مالومات زموږ په (د کار تړون) او (د کارکوونکو حقونه) مالوماتي څپرکيو کې لوستلای شئ.

د پرکتيکوم پر مهال حق لرئ چې ګټور مالومات او تجربه ترلاسه کړئ. ځکه نو که پرکتيکوم پر مهال يوازې ټيم ته قهوه برابروئ او يا د کاپي ماشين مخې ته درول شوي ياست، بايد له خپل سوپروايز سره خبرې وکړئ او که ستونزه حل نه شي، دا پرکتيکوم پرېږدئ او يو بل غوره ومومئ. د پرکتيکوم ترسره کولو وروسته د سرټيفیکېټ ترلاسه کولو حق لرئ. په دې سند کې به اړونده اداره روښانه کړي چې تاسې د دې دورې پر مهال کوم کارونه ترسره کړي دي. اداره به همدا شان ستاسې کړنې او ټولنيز مهارتونه هم وارزوي او نومرې به ورکړي. د دندې موندلو پر مهال د دې سرټيفیکېټونو وړاندې کول ښايي ستاسې سره د دندې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د پرکتيکوم پر مهال معاش ترلاسه کولای شم؟

ګمارونکې ادارې ښايي تاسې ته د پرکتيکوم پر مهال معاش درکړي خو دا کار خامخا نه ګڼل کيږي. که د جبري پرکتيکوم پر مهال معاش ترلاسه کړئ؛ په معمول ډول به د ټولنيزې بيمې ونډه ونه لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ټولنيزې بيمې) کې لوستلای شئ.

د خپلې خوښې انټرنشيپ پر مهال په معمول ډول معاش ورکول کيږي. د دې معاش کچه د ګمارونکې ادارې يا شرکت له لوري ټاکل کيږي. که پرکتيکوم درې مياشتې يا له دې زيات شي؛ اړونده اداره به تاسې ته معاش درکړي او دا معاش بايد د تر ټولو کم معاش له حد څخه کم نه وي. د دې تر څنګ به دا شرکت ستاسې د تقاعد او روغتيا د بيمي پیسې هم ورکړي. که په دې اوږدمهاله پرکتيکوم کې مو مياشتنی معاش له ۴۵۰ يورو زيات شي؛ بايد د ټولنيزې بيمې ونډه ورکړئ.

پاملرنه: که ستاسې د پرکتيکوم موده دريو مياشتو يا زياتو ته ورسيږي او مياشتنی معاش مو هم له ۴۵۰ يورو زيات شي؛ نور د کورنۍ روغتيايي بيمي تر پوښښ لاندې نه راځئ او بايد د ځان لپاره بېله روغتيايي بيمه ولرئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

آيا کولای شم د پرکتيکوم پر مهال بافوګ (BaföG) ترلاسه کړم؟

که څوک په پوهنتون کې له زده‌کړو مخکې يا د زده‌کړو په جريان کې اجباري پرکتيکوم پیل کړي؛ کولای شي د زده‌کوونکو لپاره مالي ملاتړ يا بافوګ ترلاسه کړي. که د چا معاش د بافوګ لپاره له ټاکل شوې کچې واوړي؛ ښايي ډېر لږ يا هېڅ بافوګ ترلاسه نه کړي. که څوک له فارغېدو وړاندې د خپلې خوښې پرکتيکوم سرته ورسوي؛ نه شي کولای بافوګ ترلاسه کړي خو که دا پرکتيکوم د سمسترونو تر منځ د وقفې پر مهال يا له وخت وروسته پرکتيکوم په توګه ترسره شوی وي؛ اړوند کس کولای شي بافوګ ترلاسه کړي. التبه که په پرکتيکوم کې معاش ترلاسه کړئ؛ د ترلاسه کېدونکو پیسو په کچه پیسې به مو له بافوګه کمې شي. که د پوهنتون د يوه سمستر د زده‌کړو پر مهال بشپړ وخت پرکتيکوم پیل کړئ او يا د پرکتيکوم لپاره دمه يا رخصت واخلئ؛ د بافوګ ترلاسه کولو حق به له لاسه ورکړئ.

د اړمنو کسانو لپاره (Bürgergeld) يا (Arbeitslosengeld I) پیسو ترلاسه کولو پر مهال پرکتيکوم ترسره کولای شم؟

هو. البته د کار اداره يا جاب‌سنټر بايد ستاسې پرکتيکوم تاييد کړي. البته دوی دا کار هغه وخت کوي چې وګوري دا پرکتيکوم له اړوند کس سره د دندې په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي. که په پرکتيکوم کې پیسې نه درکول کيږي؛ اړمنو کسانو يا جاب‌سنټر پیسې مو نه بنديږي. که د پرکتيکوم له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې مو له ۱۰۰ يورو (له يو کال زيات کاره د بېکاره شوو کسانو له پاره ۱۶۵ يورو) زياتې شي؛ په همدې کچه به مو د بېکارۍ درکول کېدونکې پیسې کمې شي.

 

پرکتيکوم څه ډول موندلای شو؟

تاسې کولای شئ د کار د فدرالي ادارې پر وېبسایټ يا د کار موندنې په نورو وېبسایټونو کې پرکتيکوم ومومئ. همدا شان ځينې ځانګړي وېبسایټونه پرکتيکومونه وړاندې کوي چې يو څو مشهور يې دا دي: as www.praktikum.infowww.meinpraktikum.de,  www.praktika.dewww.karriere.unicum.de, or www.prabo.de. د دې تر څنګ کولای شئ په مخامخ ډول له ادارو او شرکتونو سره اړيکې ونيسئ او د پرکتيکوم د فرصتونو په اړه پوښتنه وکړئ. د اصولو له مخې د پرکتيکوم لپاره د کار تجربې ته اړتيا نشته؛ يوازې ستاسې انګېزې او لېوالتيا ته اړتياه ده. د پرکتيکوم او دندو د غوښتنې د پروسې په اړه زموږ د دندې موندنې او غوښتنې څپرکی ولولئ.

که کوم پرکتيکوم مو موندلی وي؛ سپارښتنه کيږي چې له اړوند شرکت يا ادارې سره د پرکتيکوم تړون لاسليک کړئ. البته په قانوني ډول دې لاسليک ته اړتيا نشته.

په ياد مو وي چې: په ډېرو ادارو او شرکتونو کې د کار او پرکتيکوم لپاره جرمني ژبې ته اړتيا ده. ځينې وخت ښايي انګليسي ژبه هم بسنه وکړي خو د ډېرو پرکتيکومونو لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه مهمه ده. د جرمني ژبې د زدکړې يا پياوړتيا لپاره ګڼې لارې چارې شته. په دې اړه زيات مالومات زموږ د ژبو اړوند په څپرکيو کې موندلای شئ.

مهم

پرکتيکوم ډېر ګټور دی. له يو څه تجربې ترلاسه کولو وروسته بايد هڅه وکړئ چې دنده ومومئ. ځينې شرکتونه د پرکتيکومونو ترسره کوونکي د ارزانه کارګرو په توګه کاروي. که څوک د شرکت نورو کارکوونکو ته ورته مسؤوليتونه ولري؛ بايد له ادارې غوښتنه وکړي چې د رسمي کارکوونکي په توګه يې وګماري.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: