د جرمني د پوهنتونونو سيستم

اوسمهالیز 02.02.2023

څنګه کولای شم د جرمني په يو پوهنتون کې زده‌کړه وکړم؟

د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه، د زدکړو د يوه نړيوال سند د ترلاسه کولو او د جرمني ژبې د مهارتونو پياوړي کولو لپاره ښه فرصت دی. په جرمني کې سلګونه پوهنتونونه، د موزيک اکاډمۍ، د تطبيقي علم پوهنتونونه، د هنر کالجونه او د فلم ښوونځي فعال دي. د دوی له منځه د وړ پوهنتون ټاکل اسانه کار نه دی. له دې مخکې چې په يوه ځانګړي پوهنتون کې زدکړې پیل کړئ؛ بايد د زدکړو او درجې ترلاسه کولو په اړه ښه غور وکړئ.

که څه هم ځينې پوهنتونونه په انګليسي تدريس کوي خو يوه زياته برخه پوهنتونونه په جرمني ژبه دي. همدا شان د دولتي پوهنتونونو تر څنګ ځينې خصوصو پوهنتونونه هم شته چې ښايي زيات فيس واخلي. پوهنتون ته له نوم‌ليکنې وړاندې بايد د جرمني ژبې ازموينه ترسره کړئ او تاييد کړئ چې پخواني ترلاسه کړي سندونه مو په جرمني کې په رسميت پېژندل کيږي. دلته د دې ټولو موضوعاتو په اړه مالومات درکوو. لا زيات مالومات زموږ په نورو څپرکيو (پوهنتون ته نوم ليکنه) او (د زده‌کړو تمويل) کې لوستلای شئ.

زما لپاره د لوړو زده‌کړو کوم بنسټ غوره دی؟

پوهنتون (Universität)

د جرمني پوهنتونونه او بېلابېل تخصصي انستيتيوتونه زيات اکاډميک مضمونونه تدريسوي او پر تيوريکي زده‌کړو تمرکز لري. په پوهنتونونو کې ډېر عملي کار نشته. دا په دې مانا چې د جرمني د تحصيلي سيستم له مخې ډېر پوهنتونونه په څېړنو تمرکز کوي؛ ځکه نو د لوړې درجې کورسونه ډېر مهال تيوريک وي او د څېړنو پر محور راڅرخي. ډېر پوهنتونونه د دولت له خوا تمويليږي او يا هم دولتي اعتبار لري. د دې تر څنګ د پروتستانت او کاتوليک کليساوو او خصوصي بنسټونو له لوري ځينې پوهنتونونه چلول کيږي چې د دولت له خوا په رسميت پېژندل کيږي.  

د جرمني پوهنتونونو د ژبو، هنرونو، کلتور، حقوقو، طبيعي علومو، طب،  زراعت، اقتصاد، ټولنيزو علومو، انجينيرۍ او نورو په شان ډېرې څانګې او پوهنځي لري. په ځانګړې توګه ژبې او فرهنګي علوم په پوهنتونو پورې اړه لري. محصلين په پوهنتونونو کې د مضمونونو يا کرېدتونو په ټاکلو کې ډېر ازاد دي. د پوهنتونو تدريسي چاپېريال په عمومي ډول ډېر مقررات نه لري او محصلين بايد خپله خپل مسؤوليتونه ترسره کړي. پر (studis-online.de) وېبسایټ د جرمني د پوهنتونونو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.

د تطبيقي علم پوهنتونونه (Fachhochschule)

فخهوخشوله يا د تطبيقي علم پوهنتونونه په عملي کارونو ډېر او په نظري زدکړو لږ تمرکز کوي. که غواړئ د انجينيري، تجارت يا ټولنيزو علومو په برخو کې زدکړه وکړئ؛ دا پوهنتونونه ستاسې لپاره غوره دي. د دې پوهنتونونو ډېر تدريسي پروګرامونه په جرمني يا نورو نړيوالو کمپنيو کې له انټرنشيپونو يا عملي زدکړو سره مل دي. په جرمني کې د تطبيقي علم پوهنتونونه په بېلابېلو نومونو ياديږي چې (Fachhochschule) يې تر ټولو ډېر معمول دی. په دې ډول پوهنتونونو کې په عمومي ډول د ژبو او کلچرل ساينس په شان تيوريکې زده‌کړې نه کيږي او په ټولو څانګو کې په عملي کار ډېر تمرکز کيږي. دې پوهنتونونو ته د تګ لپاره د (Fachhochschulreife) په نوم سند ته اړتيا ده؛ کوم چې له ابیتور (Abitur) وروسته د ښوونځي د فراغت تر ټولو لوړ سند دی. پر (studis-online.de) وېبسایټ د جرمني د تطبيقي علم پوهنتونونو په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.

د دندو اکاډمۍ (Berufsakademie)

د دندو اکاډمۍ يا د غبرګو زده‌کړو پوهنتونونونه (duale Hochschulen) هغه پوهنتونونه دي‌ چې د په يوه شرکت کې د کار تر څنګ د لوړو زده‌کړو چانس درکوي. په دې پوهنتونونو کې تحصيلي کال په عملي او نظري برخو وېشل شوی دی. په عملي برخه کې په يوه شرکت يا بل ځای کې دنده ترسره کوئ او په نظري برخه ک يې په پوهنتون کې زده‌کړه کوئ. په عمومي ډول په بېروف‌اکاډميو کې يوازې په سپتمبر/اکتبر کې زده‌کړې پيلولای شئ. پر (studis-online.de) وېبسایټ د جرمني ټولې بېروف‌اکاډمۍ موندلای شئ.

د هنر يا موسيقي پوهنتونونه

که غواړئ د ليدل کېدونکي (visual) هنر، موزيک، يا فلم په برخو کې زدکړه وکړئ؛ بايد په يوه ځانګړې تخصصي اکاډمۍ يا پوهنتون کې نوم‌ليکنه وکړئ. په ډېرو عامه بنسټونو کې د داخلې پروسه پېچلې ده. تاسې بايد د پخواني هنري کار ځينې بېلګې ولرئ او يا هم يوه ازموينه ترسره کړئ. ځينې وخت د داخلې په پروسه کې ستاسې هنري استعداد، د ښوونځي د فراغت له سند څخه ډېر مهم ګڼل کيږي. البته ځينې پوهنتونونه د ابيتور سند هم غواړي. پر (studis-online.de) وېبسایټ د دې پوهنتونونو څانګې او نور مالومات موندلای شئ.

د ديني زده‌کړو يا تيولوژۍ پوهنتونونه

د تيولوژۍ په‌ پوهنتونونو کې يوازې ديني او مذهبي زده‌کړې کيږي. په عمومي ډول دا پوهنتونونه د کليساوو له لوري چلول کيږي. که غواړئ د خپلې مذهبي فرقې اړوند يو روحاني کس يا ملا جوړېدل غواړئ؛ بايد خپل اړوند پوهنتون ته ورشئ. پر (studis-online.de) وېبسایټ د دې پوهنتونونو څانګې او نور مالومات موندلای شئ.

د عامه ادارې پوهنتونونه (Fachhochschule für öffentliche Verwaltung)

د عامه ادارې پوهنتونونه (Fachhochschulen für öffentliche Verwaltung oder Verwaltungsfachhochschulen) د فدرالي حکومت او فدرالي ايالتونو له خوا اداره کيږي. د دوی موخه د عامه ادارو، حسابدارۍ، پوليسو او نورو عامه سکتورونو لپاره د مامورينو روزل دي. تيوريکې زده‌کړې په همدې پوهنتونونو او عملي زده‌کړې بيا په اړونده دولتي اداره کې ترسره کيږي. دې محصلانو ته د زده‌کړو پر مهال معاش ورکول کيږي او بافوګ نه شي ترلاسه کولای. په ياد مو وي چې دې ډول  پوهنتونونو ته مخامخ د شاملېدو غوښتنه نه شئ کولای. د شاملېدو لپاره لومړی بايد اړونده ادارې ته چې تاسې کار پکې کول غواړئ؛ غوښتنه ولېږئ. دا اداره بيا د عامه ادارې په پوهنتون کې ستاسې د شاملېدو په اړه پرېکړه کوي. پر (studis-online.de) وېبسایټ د دې پوهنتونونو څانګې او نور مالومات موندلای شئ.

مهم

پر (hochschulkompass.de) د لوړو زده‌کړو د بېلابېلو ډولونو او د فراغت د سندونو له مخې اړوند مالومات او خپلو پوښتنو ته ځوابونه موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: