ټولنيزې بيمې

اوسمهالیز 09.05.2023

کوم ډول بيمې اجباري دي؟

جرمني د ټولنيزو بيمو يو ډېر ښه سيستم لري. د دې سيستم له مخې ټول کسان د بېکارۍ، ناروغۍ، پالنې ته د اړتیا، په کار کې د پېښو يا حادثو او په لوړ عمر کې د مفلسۍ د ګواښونو پر وړاندې بيمه کيږي. په دې اړه قوانين او مقررات د دولت له خوا برابر او کنټروليږي. د يادو شوو بيمو پلي کېدل د ټولنيزو بيمو د بنسټونو پر غاړه دي. په دې بنسټونو کې د روغتيايي بيمې شرکتونه، د سوداګرۍ اتحاديه، د کار اداره او د جرمني د تقاعد د بيمې ادارې شاملې دي.

په څه بايد وپوهېږم؟

څوک بيمه کيږي؟

ټول هغه کسان چې په جرمني کې کار کوي او په مياشت کې له ۵۲۰ يورو زياتې پیسې ګټي؛ بايد د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړي. له دې د ټيټ عايد درلودونکي د ټولنيزو بيمو له ورکولو خلاص دي. ازاد کارکوونکي (Selbständige) په خپله خوښه ځان په دې بيمو کې بيمه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (نيمه‌وخته کار)، (ازاد کار) او (پانګونه او کاروبار )کې لوستلای شئ.

يادونه: په جرمني کې ټول کسان اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري. دا بيمه له کار يا عايد سره اړه نه لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

کوم شیان بيمه کيږي؟

د جرمني د بيمې سيستم له پينځو ستنو جوړ شوی دی:

-       روغتيايي بيمه (Krankenversicherung): روغتيايي بيمه د ناروغۍ او امېدوارۍ پر مهال د درملنې لګښت پر غاړه لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

-       د اوږدمهاله پالنې بيمه (Pflegeversicherung): دا بيمه د هغو کسانو د پالنې او ساتنې لګښتونه پر غاړه اخلي چې د اوږدې مودې لپاره پالنې ته اړتيا ولري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ د (پالنه او پرستاري) په څپرکي کې لوستلای شئ.

-       د پېښو بيمه (Unfallversicherung): دا بيمه د هغو پېښو لګښتونه ورکوي چې د کار پر مهال پېښيږي. همدا شان که څوک د کار له کبله ناروغ شي؛ دا بيمه يې لګښتونه پرې کوي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کارکوونکو حقونه) کې لوستلای شئ.

-       د بېکارۍ بيمه (Arbeitslosenversicherung): دا بيمه د هغو کسانو د ژوند لګښتونه پرې کوي چې بېکاره کيږي او پیسې ونه لري.

-       د تقاعد بيمه (Rentenversicherung): د تقاعد بيمه هغه مهال ستاسې د ژوند لګښتونه درکوي چې د ډېر عمر يا ناروغۍ له کبله نور د کار جوګه نه وئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې تقاعد) کې لوستلای شئ.

کولای شم د خپلې ټولنيزې بيمې ونډه خپله وټاکم؟

د تقاعد، پېښو، پالنې او بېکارۍ لپاره تاسې د خپل کار د ادارې له لوري په اتومات ډول بيمه کېږئ. په دې برخه کې ټاکنه نشته. البته په روغتيايي بيمو کې د دولتي او خصوصي بيمو تر منځ يوه ټاکلای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.

د ټولنيزې بيمې لپاره بايد څومره ونډه ورکړم؟

د روغتيا، پالنې، تقاعد او بېکارۍ د بيمو ونډه ستاسې او ستاسې د کارځای يا شرکت له لوري په ګډه ورکول کيږي او هر څوک د دې بيمې نيمايي ونډه پرې کوي. د پېښو د بيمې ونډه بيا ټوله د شرکت يا کارورکوونکي له لوري ورکول کيږي.

د دې ونډو اندازه ستاسې له معاش سره اړه لري. د بيمو هر بنسټ ستاسې د ناخالص يا بروتو عايد يوه مالومه سلنه ترلاسه کوي او دا اندزه وخت پر وخت بدليږي. اوس مهال  د دې ونډو اندازه پر (ihre-vorsorge.de) وېبسایټ محاسبه کولای شئ.

يادونه: اړتيا نشته چې د خپلو بيمو د ونډو په اړه اندېښنه وکړئ. ستاسې د کار ورکوونکې اداره يا شرکت په خپله ستاسې ونډه محاسبه کوي او مخامخ يې له خپلې ونډې سره يوځای د ټولنيزو بيمو اړونده بنسټونو ته ليږي.

د ټولنيزو بيمو اوسوايس (Sozialversicherungsausweis) څه ته وايي؟

کله چې په جرمني کې د ټولنيزو بيمو د لازمي ورکړې اړوند لومړنۍ دنده واخلئ؛ تاسې ته د ټولنيزو بيمو سند (Sozialversicherungsausweis) درکول کيږي. په دې سند کې ستاسې نوم او د ټولنيزو بيمو شمېره (Sozialversicherungsnummer) ليکل شوي وي. دا شمېره مو د ټول ژوند لپاره معتبره ده. که بله دنده پيلوئ؛ بايد د ټولنيزو بيمو دا شمېره ورسره شريکه کړئ.

که د ټولنيزو بيمو دا سند ورک کړئ؛ کولای شئ د جرمني د تقاعد بيمې له ادارې يې يوه کاپي وغواړئ. دا کار پر (eservice-drv.de) وېبسایټ په انلاين بڼه هم کولای شئ.

مهم

که د ټولنيزو بيمو د لازمي ورکړې اړوند (sozialversicherungspflichtigen) يوه دنده ومومئ؛ د کار ورکوونکی کس يا شرکت به مو د ټولنيزو بيمو لپاره نوم ثبت کړي. دوی د دې کار لپاره ستاسې د ټولنيزو بيمو شمېرې ته اړتيا لري. دا شمېره د خپلو ټولنيزو بيمو په سند کې موندلای شئ. دا سند تل خوندي وساتئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: