د کار موندل او غوښتنه

Job Interview
اوسمهالیز 14.02.2024

څه ډول کولای شم په جرمني کې دنده ومومم؟

په جرمني کې د کار مارکېټ بېلابېل قوانين او مقررات لري. د دې تر څنګ تاسې هم بايد د دندې ترلاسه کولو لپاره ځينې شرايط پوره کړئ. ډېر ګمارونکي خپل کارکوونکي په خپله څانګه کې د هغوی د سندونو او مدارکو له مخې غوره کوي خو له اړونده سندونو پرته هم د دندې پيدا کولو چانس شته.

دلته به تاسې د دندې ترلاسه کولو لپاره د ضروري ګامونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او په هغو لارو چارو به وپوهېږئ چې د دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس زياتوي.

لاندې ټکي بايد مخکې له مخکې په ياد ولرئ:

  • د جرمني په ډېرو کمپنيو کې په جرمني ژبه خبرې کيږي. ځينې وخت انګليسي ژبه هم کارول کيږي خو په ډېری دندو کې تاسې اړ ياست چې په جرمني ژبه خبرې اترې وکړئ. د جرمني ژبې د زده کولو لپاره ډېرې لارې شته. په دې اړه ډېر مالومات زموږ د ژبو د زده‌‌کړې په څپرکيو کې وګورئ.
  • په جرمني کې د کار له پیل وړاندې د کار اجازې ته اړتيا ده. د پنا غوښتونکو د کار اجازې په اړه نور مالومات زموږ د کار اجازې په څپرکي کې ولولئ. د مهاجرو او د کار لپاره راغلو کسانو د کار اجازه د هغوی د استوګنې له اجازه سره تړلې ده. په ويزه راغلو کسانو او نورو کډوالو لپاره د کار اجارې مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې ولولئ.

څنګه کولای شم دنده ومومم؟

اسناد: کومه دنده ترسره کولای شم؟

په جرمني کې د کار له پیل وړاندې بايد ستاسې په خپل هېواد کې ستاسې د فراغت سندونه او د کاري تجربې اسناد په رسمي ډول تاييد شي. د بهرنيو اسنادو رسمي کولو په اړه ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د سندونو رسمي کول) کې لوستلای شئ. که تاسې د فراغت کوم رسمي سند ونه لرئ خو په يوه ځانګړې څانګه کې مسلکي تجربه ولرئ؛ کولای شئ د خپلې کاري تجربې دا سندونه وړاندې کړئ. په meine-berufserfahrung.de وېبسایټ کې په څو ژبو د سندونو ازموينه موندلای شئ. دا ازموينه ښيي چې تاسې څومره مسلکي وړتيا لرئ. کولای شئ د خپلې ازموينې پايله جاب‌سنټر ته يوسئ  او وروسته بله ازموينه ترسره کړئ. د سندونو د ټوليزې ازموينې لپاره دا (www.myskills.de) وېبسایټ هم کارولای شئ. د دې ازموينې له مخې جاب‌سنټر او ګمارونکې ادراې کولای شي په ښه توګه ستاسې د تجربو او مهارتونو ارزونه وکړي او هغه دنده ومومئ چې ستاسې له وړتياوو سره برابره وي. تاسې همدا شان کولای شئ د خپل مسلک په څانګه کې په لوړه کچه روزنه (Weiterbildung) ترلاسه کړئ. په دې اړه له جاب‌سنټر يا کار ادارې مشوره غوښتلای شئ.

 

په جرمني کې کوم مسلکونه شته؟

که تاسې کوم مسلکي مهارت ونه لرئ او نه پوهېږئ چې په کومه برخه کې کار وکړئ؛ په خپله سيمه کې د مسلکي مهارتونو له مالوماتي مرکز (Berufsinformationszentrum  يا BIZ) سره اړيکه ونيسئ او يا په Berufenet وېبسایټ کې انلاين لارښوونې ترلاسه کړئ. هلته د ډېرو بېلابېلو مسلکونو، ضروري سندونو او نورو موضوعاتو په اړه مالومات موندلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي همدا شان کولای شي تاسې ووايي چې په کومه برخه کې د دندې موندلو چانس ډېر دی. د هغو کاري برخو لست چې د کارکوونکو کمښت پکې احساسيږي پر (mangelberufe.de) وېبسایټ موندلای شئ. په جرمني کې د زده‌کړو په اړه ډېر مالومات زموږ د زده‌کړو په څپرکيو کې موندلای شئ.

 

د دندې لټون: څنګه کولای شم يوه دنده ومومم؟

د دندې موندلو لپاره ګڼ فرصتونه شته. دلته د بېلګې په توګه د ځينو يادونه کوو:

د کار اداره

 د کار موندلو لپاره لومړی ځای د کار سيمه‌ييزه اداره ده. تاسې کولای شئ ځان ته هلته د کار لټوونکي په توګه ثبت کړئ او د دوی له مرستې او لارښوونو ګټه واخلئ. د کار ادارې پر وېبسایټ د دندو د لټولو ماشين (Jobbörse) موندلای شئ چې په مرسته يې د خپلې خوښې دندې لټون کولای شئ.

انټرنېټ

په انټرنېټ کې د ندو موندلو نور ګڼ وېبسایټونه هم شته. تاسې کولای شئ په دې وېبسایټونو کې ځان راجستر کړئ او خپلې تجربې او مهارتونه هلته وليکئ. وروسته دا وېبسایټونه په اتومات ډول تاسې ته د نويو دندو وړانديزونه راليږي کوم چې ستاسې له پروفایل سم سمون ولري. ځکه نو اړتيا نشته چې هره ورځ د نويو دندو لټون وکړئ. ګمارونکې ادارې ښايي ستاسې پروفایل وګوري او د ځانګړي پوسټ لپاره مو په پام کې ونيسي.

په انټرنېټ کې د دندو ترلاسه کولو تر ټولو مهم وېبسایټونه دا دي:

www.monster.de

 www.stepstone.de

 www.jobbörse.de

www.adzuna.de

 د Make-it-Germany.de د دندو برخه

 

د دې تر څنګ ځينې نور وېبسایټونه هم شته چې په ځانګړي ډول د مهاجرو لپاره دندې وړانديز کوي. له دې ډلې ځينې يې دا دي:

 www.workeer.de

 www.jobs4refugees.de

 www.jobbörse.de/refugees

 www.work-for-refugees.de

www.careers4refugees.de/de

www.welcome2work.de

 www.hire.social/home-en-us

په دې وېبسایټونو کې د کار تر څنګ د شاګردۍ او مسلکي زده‌کړو فرصتونه هم موندلای شئ. ځينې وېبسایټونه د دندې د غوښتنليک په برابرولو کې هم مرسته کوي.

يادونه: ځينې وخت کېدای شي يو کار په څو بېلابېلو نومونو ياد شي؛ ځکه نو په انټرنېټ کې د لټون پر مهال د اړوند مسلک بېلابېل نومونه وپلټئ. د بېلابېلو دندو د سره ورته نومونو موندلو لپاره د berufenet.arbeitsagentur.de وېبسایټ وګورئ.

د کمپنيو وېبسایټونه

که غواړئ له يوې مشخصې کمپنۍ سره کار وکړئ؛ کولای شئ د هغوی پر خپل وېبسایټ د اعلان شوو دندو لټون وکړئ.

ټولنيزې شبکې

 د Xing   يا Linkedin په شان ټولنيزو شبکو کې د يوه اکونټ درلودل هم ښايي د دندې ترلاسه کولو لپاره ګټور وي. تاسې کولای شئ په دې شبکو کې خپل پروفایل جوړ کړئ؛ خپلې تجربې او مهارتونه وليکئ او په اړونده څانګه کې له نورو کسانو سره ملګري شئ.

ورځپاڼې

کولای شئ د جرمني په سيمه‌ييزو او ملي ورځپاڼو کې هم د دندو اعلانونه ومومئ. په Süddeutsche Zeitung, the Frankfurter Allgemeine Zeitung, the Frankfurter Rundschau,  او  Die Zeit ورځپاڼه کې هره شنبه او چهارشنبه د ټول جرمني د دندو اعلانونه کيږي. تاسې کولای شئ دا اخبارونه هره ورځ په نږدې کتابتون کې ومومئ او پېرلو ته يې اړتيا نشته.

د کار نندارتونونه

د دندو او کار په غونډو او د کمپنيو د پرانستو دروازو په ورځو هم د دندو او شرکتونو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې ځايونو کې کولای شئ په مخامخ ډول د کمپنۍ له کارکوونکو سره په اړيکه کې شئ. په دې اړه ځينې مهمې لارښوونې پر (absolventa.de) وېبسایټ موندلای شئ. پر (berufsstart.de) وېبسایټ هم د دندو د بېلابېلو نندارتونونو لېست او د پرانستو نېټې موندلای شئ. په لويو ښارونو کې د مهاجرو لپاره د دندو ځانګړي نندارتونونه پرانستل کيږي.

مشورتي مرکزونه

ډېر مشورتي مرکزونه هم شته چې د دندې ترلاسه کولو لپاره تاسې ته مشورې درکوي. په خپله سيمه کې مشورتي مرکزونه د انټرنېټ له لارې موندلای شئ. د بېلګې په ډول د ځوانو مهاجرو خدمتونه (Jugendmigrationsdienste يا JMD) او لويانو مهاجرو مشورتي خدمتونه (Migrationsberatungen für Erwachsene) له دې ډلې دي. د دې دفترونو کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي. همدا شان د (Hotline Arbeiten und Leben in Deutschland) اړيکه هم کارولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي د کار موندلو په اړه ستاسې پوښتنو ته د چټ، برېښناليک يا ټليفون له لارې په جرمني او انګليسي ژبو ځوابونه وايي.

پرکتيکوم يا انټرنشيپ

که ډاډه نه ياست چې په کومه برخه کې کار وکړئ او يا مو د دندې ترلاسه کولو غوښتنه رد شوې وي؛ کولای شئ لومړی انټرنشيپ ترسره کړئ. انټرنشيپونه په معمول ډول څو اونۍ يا مياشتې وخت نيسي. د انټرنشيپ پر مهال کولای شئ د اړوند مسلک په اړه پوه شئ او ښايي په پای کې همالته کار پیل وکړئ. د پرکتيکوم په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پرکتيکوم) کې موندلای شئ.

 

د دندې غوښتنه: کومو سندونو ته اړتيا ده؟

که د کومې په زړه پورې دندې اعلان مو موندلی وي او غواړئ ترلاسه يې کړئ؛ لومړی بايد اپلای ورته وکړئ. ډېری کمپنۍ ليکل شوی غوښتنليک غواړي چې ښايي د پوست يا ايمیل له لارې ولېږل شي. ډېر وخت د غوښتنليک د ورلېږلو وخت او پته په اعلان کې ليکل شوي وي. که غوښتنليک له اعلان شوې نېټې وروسته ولېږل شي؛ په پام کې نه نيول کيږي. ځينې وخت ښايي په انلاين ډول مخامخ اپلای وکړئ.

په ښه ډول ليکل شوی غوښتنليک ډېر مهم دی. غوښتنليک بايد په جرمني ژبه وليکل شي. په دې غوښتنليک کې بايد د خپلو مدارکو، تجربو او مهارتونو روښانتيا ورکړئ څو ګمارونکی قانع شي چې تاسې د دې پوسټ لپاره وړ کس ياست.

 

  • يو ښه غوښتنليک بايد لاندې ځانګړنې ولري:
  • يو پوښ‌ليک (cover letter) چې له يوه مخه زيات نه وي. په دې ليک کې تاسې خپلې تجربې او مهارتونه تشریح کوئ او ليکئ چې ولې غواړئ دا دنده ترلاسه کړئ؛
  • يوه مرتبه سي‌وي چې لاسليک او زيات وخت ستاسې عکس ولري؛
  • د فراغت سندونه؛
  • د خ‍پلو مهارتونو نور تاييدوونکي سندونه او  سرچينې.

که د زده‌کړو يا کار سندونه مو له جرمني بهر ترلاسه کړي وي؛ بايد مخکې له مخکې يې په جرمني ژبه وژباړئ. په عمومي دول جاب‌سنټر يا د کار اداره د دې سندونو د ژباړې لګښت ورکوي. هلته ستاسې اړوند مامور ښايي په دې اړه تاسې ته لا ډېر مالومات درکړي.

که د خپلو سندونو برابرولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ، پر (fluechtlingshelfer.info)، (make-it-in-germany.de) او (sueddeutsche.de) وېبسایټونو په دې اړه ګټورې لارښوونې موندلای شئ. د مشورې ترلاسه کولو لپاره د ځوانو مهاجرو خدمتونه (Jugendmigrationsdienste يا JMD) او لويانو مهاجرو مشورتي خدمتونو (Migrationsberatungen für Erwachsene) له ادارو سره هم اړيکه نيولای شئ.

مرکه يا انټرويو: څنګه کولای شم ګمارونکی قانع کړم چې ما ته دنده راکړي؟

که اړونده اداره يا کمپنۍ ستاسې غوښتنليک ومني، ښايي د مرکې لپاره مو وغواړي. د مرکې لپاره بايد مخکې له مخکې تياری ونيسئ. تاسې بايد د اړونده کمپنۍ او اعلان شوي پوسټ په اړه عمومي مالومات ولرئ او پوه شئ چې په دې اړه پوښتنو ته څه ډول ځوابونه ورکړئ. پر (sueddeutsche.de) وېبسایټ کولای شئ د ښې کاري مرکې لپاره ځينې لارښوونې ومومئ. تاسې همدا شان کولای شئ د کار په فدرالي ادره کې د غوښتنليک د روزنې يا Bewerbungstraining غوښتنه وکړئ او يا لارښوونې ترلاسه کړئ. په دې اړه له هلته خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ. د مشورې ترلاسه کولو لپاره د ځوانو مهاجرو خدمتونه (Jugendmigrationsdienste يا JMD) او لويانو مهاجرو مشورتي خدمتونو (Migrationsberatungen für Erwachsene) له ادارو سره هم اړيکه نيولای شئ.

د دندې لپاره د غوښتنليک له منلو يا ردېدلو وروسته بايد څه وشي؟

له کاري مرکې څو ورځې يا اونۍ وروسته به له اړوندې کمپنۍ څخه د منلو يا ردېدلو په اړه ځواب ترلاسه کړئ. که ومنل شئ، بايد له لاسليک وړاندې د کار قرارداد په غور ولولئ. د کار قرارداد يا تړون په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (کاري تړون) کې لوستلای شئ. د کارکوونکو د حقونو په اړه زموږ بل څپرکی (د کارکوونکو حقونه) هم ولولئ.

که دا ځل ونه منل شئ، زړه مه ماتوئ. بيا نورو ادارو او دندو ته غوښتنليک ولېږئ.

مهم

په وېبسایټونو او اخبارونو کې د دندې د لټون پر مهال ښايي له ځينې شکمنو اعلانونو سره مخ شئ. پام مو وي چې د کار له قراداد يا تړون لاسليکولو مخکې ځان په هر څه پوه کړئ او که کوم څه ناڅرګند وي، له مشورتي مرکزونو څخه سلا ترلاسه کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: