په جرمني کې د کډوالو لپاره د کار اجازه

اوسمهالیز 24.07.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې کار پیل کړم؟

په جرمني کې د کار اجازې په تر لاسه کولو کې ستاسې د اوسېدنې او پناغوښتنې حالت پرېکړه کوونکی دی. په اصل کې جرمني ته له راتګ وروسته په لومړيو دريو مياشتو کې د کار اجازه نه لرئ خو که د پناغوښتونکي په توګه مخکې له مخکې په رسميت پېژندل شوي ياست؛ دا شرايط تغيير کوي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.

هغه کسان چې د کډوال په توګه نه بلکې په ويزه جرمني ته راغلي وي او يا راځي، د کار د اجازې په اړه بشپړ مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (جرمني ته مهاجرت) کې موندلای شي.

کله او څنګه په جرمني کې د کار اجازه ترلاسه کولای شم؟

د پناغوښتنې پروسې په جريان کې د کار اجازه

که څوک د استوګنې لنډمهاله يا لومړنی سند (Aufenthaltsgestattung bzw. einen Ankunftsnachweis) ولري، د کار بازار ته لاسرسی يې محدوديږي. په داسې حالاتو کې د آزاد کاروبار اجازه هم نشته. په عمومي ډول د کار کولو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار د اجازې غوښتنه وشي.

پنا غوښتونکي يوازې هغه وخت د کار اجازه ترلاسه کولای شي چې په جرمني کې يې لږ تر لږه درې مياشتې وتلې وي او نور د مهاجرو د منلو په لومړيو مرکزونو (Erstaufnahmeeinrichtung) کې ونه اوسي. که څوک لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوي، د کار اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ۹ مياشتې انتظار وکړي. که څوک واړه ماشومان ولري، دا موده ورته ۶ مياشتې کيږي.

هغه کسان چې دوبلين کيږي او له همدې کبله يې د پنا غوښتنه رديږي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. همدا شان هغه کسان چې له درېيمو خوندي هېوادونو راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته يې د پنا غوښتنه رد شوې وي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. د خوندي هېوادونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.

مهم: د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې د کار اجازه يوازې د يوه ځانګړي کار يا دندې لپاره ده او د هر کار لپاره نه شي کارېدای. ستاسې راتلونکی رييس يا د کار ورکوونکی بايد د دې دندې د شرايطو لپاره يوه فورمه ډکه کړي او تاسې خپله بايد له دې فورم سره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې فورمو له ورکولو وروسته د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده اداره اړه ده چې په دوو اونيو کې تاسې ته ځواب درکړي. که ځواب ترلاسه نه کړئ، له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. همدا شان کولای شئ په سيمه‌ييزه محکمه کې هم يوه بېړنۍ عريضه وکړئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د (proasyl.de) پر وېبسایټ موندلای شئ.

د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د کار اجازه

که څوک ډولډونګ ولري، د کار بازار ته لاسرسی يې محدوديږي. په داسې حالاتو کې د آزاد کاروبار اجازه هم نشته. په عمومي ډول د کار کولو لپاره بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار د اجازې غوښتنه وشي.

ډولډونګ لرونکي کسان يوازې هغه وخت د کار اجازه ترلاسه کولای شي چې په جرمني کې يې لږ تر لږه درې مياشتې وتلې وي او نور د مهاجرو د منلو په لومړيو مرکزونو (Erstaufnahmeeinrichtung) کې ونه اوسي. که څوک لا هم په لومړنيو کمپونو کې ژوند کوي، د کار اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ۶ مياشتې انتظار وکړي

هغه کسان چې د خپل ډیپورټ پر وړاندې د خڼدونو په رامنځته کولو تورن وي او له دولت سره همکاري نه کوي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. همدا شان هغه کسان چې له درېيمو خوندي هېوادونو راغلي وي او د ۲۰۱۵ کال د اګست مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته يې د پنا غوښتنه رد شوې وي، د کار اجازه نه ورکول کيږي. د خوندي هېوادونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (خوندي هېوادونه) کې لوستلای شئ.

مهم: د پناغوښتنې د پروسې په جريان کې د کار اجازه يوازې د يوه ځانګړي کار يا دندې لپاره ده او د هر کار لپاره نه شي کارېدای. ستاسې راتلونکی رييس يا د کار ورکوونکی بايد د دې دندې لپاره يوه فورمه ډکه کړي او تاسې خپله بايد له دې فورم سره د کار د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې فورمو له ورکولو وروسته د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده اداره اړه ده چې په دوو اونيو کې تاسې ته ځواب درکړي. که ځواب ترلاسه نه کړئ، له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. همدا شان کولای شئ په سيمه‌ييزه محکمه کې هم يوه بېړنۍ عريضه وکړئ. په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز د (proasyl.de) پر وېبسایټ موندلای شئ.

د قبولو شوو کسانو لپاره د کار اجازه

که د چا د پنا غوښتنې ځواب مثبت وي؛ هغوی ته د مهاجر يا پناغوښتونکي په توګه د درې کالو لپاره او د فرعي خونديتوب لرونکو ته د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. د دې اجازې له مخې تاسې په جرمني کې له محدوديت پرته له بل چا سره يا د آزاد کار کولو اجازه لرئ. په دې ډول تاسې د کار په بازار کې کټ مټ هماغه حقونه لرئ؛ کوم چې د جرمني نور کارکوونکي يې لري.

که د چا د پنا غوښتنه رد شي او  ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي؛ د بهرنيانو د چارو اداره (Ausländerbehörde) يې د کار د اجازې په اړه پرېکړه کوي چې د کار اجازه ورکړي او که نه. البته دا خبره به د دوی د استوګنې د اجازې په پاڼه هم وليکل شي.

مهم

د پخواني قانون له مخې ډولډونګ لرونکو يا هغو کسانو ته چې د پنا‌غوښتنې پروسې يې جريان درلود، د چارواکو له لوري یوازې په هغو برخو کې د کار اجازه ورکول کېده چې د جرمني د کار په مارکېټ کې يې ډېر غوښتونکي نه لرل او يا د جرمني يا اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نورو اوسېدونکو يې غوښتنه نه کوله. دا قانون (Vorrangsprüfung) نومېده او اوس له لغوه شوی دی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: