له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه

اوسمهالیز 27.02.2024

کولای شم له بېلېدو وروسته هم په جرمني کې ژوند وکړم؟

د بېلېدو (طلاق) او يا د مېړه یا ښځې د مړينې له کبله د يوې اړيکې له پای ته رسېدو وروسته ډېرې پوښتنې رامنځته کيږي. که څوک د جرمني تابعيت ونه لري، ډېر وخت د استوګنې تازه اجازه ترلاسه کوي. دا کار هغه مهال کيږي چې څوک جرمني ته له خپل مېړه يا ښځې سره د يوځای کېدلو له لارې راغلي وي. د مقابل کس له مړينې يا بېلېدلو وروسته د دې کس د استوګنې د اجازې ډول بدليږي. البته دا کس کولای شي د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره بيا هم په جرمني کې پاته شي. د پاته کېدلو دې حق ته له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه (eheunabhängige Aufenthaltsrecht) وايي.

په څه بايد وپوهېږم؟

له واده سره د ناتړلې استوګنې د اجازې حق څه ته وايي؟

له اروپايي‌ ټولنې پرته له نورو هېوادونو راغلي کسان په جرمني کې د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. دا اجازه تل د يوه ځانګړي لامل له مخې ورکول کيږي. د بېلګې په توګه له يوه جرمن تابعيت يا استوګنې د معتبرې اجازې لرونکي کس سره واده کول د استوګنې اجازې ترلاسه کولو دليل کېدلای شي. که دا کسان سره بېل شي، په جرمني کې د استوګنې اجازې دليل هم له منځه ځي. دا کار هغه وخت هم کيږي چې د يو چا د ژوند ملګرې يا ملګری مړ شي. په داسې حالتونو کې بايد جرمني ته راغلی کس بېرته جرمنی پرېږدي، خو له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه (eheunabhängige Aufenthaltsrecht) له مخې په جرمني کې پاته کېدلای شي. دې کسانو ته د استوګنې قانون د ۳۱مې مادې له مخې د استوګنې اجازه ورکول کيږي او کولای شئ له مخې يې د يوه کال لپاره په جرمني کې پاته شئ. په دې يوه کال کې اړ نه ياست چې د ژوند لګښتونه ځپله پوره کړئ او کولای شئ پر ځای يې له د سوسيال يا جاب‌سنټر مرسته (Bürgergeld) ترلاسه کړئ. يو کال وروسته ستاسې د استوګنې د اجازې وخت غځول کيږي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.

څوک له واده سره د ناتړلې استوګنې د اجازې غوښتنه کولای شي؟

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، کولای شي له واده سره د ناتړلې استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي:

  • جرمني ته د کورنۍ له غړيو سره د یوځای کېدلو (Familiennachzug) په وسيله جرمني ته راغلي وي، څو دلته له خپل مېړه، ښځې يا د ژوند له شريک سره يوځای شي.
  • د کورنۍ له غړيو سره یوځای کېدل بايد په عين حال کې په جرمني کې د دوی د استوګنې دليل وي. دا کار په هغه وخت کې کيږي چې يو څوک د استوګنې قانون د ۲۸مې، ۲۹مې يا ۳۰مې مادې له مخې د استوګنې اجازه ولري. يادونه: که څوک جرمني ته د کورنۍ له غړيو سره د یوځای کېدو له مخې راغلی وي او بيا يې دلته د استوګنې بل ډول اجازه ترلاسه کړې وي، له واده سره د ناتړلې استوګنې د اجازې ترلاسه کولو حق نه لري.
  • د مېړه او ښځې له منځه او يا د ژوند د شريکانو له ډلې يو مړ شي او يا سره بېل شي (طلاق واخلي).
  • د بېلېلدلو پر مهال مو بايد په جرمني کې د ګډ ژوند له پيلولو لږ تر لږه درې کالونه وتلي وي. دا چې دا درې کالونه له کومې مودې شمېرل کيږي، لاندې په بله برخه کې ولولئ. مهم: که د چا د ژوند شريک مړ شي، د دې شرط پوره کول لازمي نه دي.
  • اړوند کس او د ژوند ملګری يا ملګرې يې په جرمني کې د استوګنې معتبر سند ولري. دا سند بايد د ګډ ژوند پر مهال معتبر پاته وي. د مقابل کس د استوګنې د اجازې سند بايد د استوګنې د دايمي اجازې په شان اوږدمهاله وي.

مهم: د ترکيې د وګړو لپاره درې کلن محدوديت په پام کې نه نيول کيږي. دوی کولای شي په جرمني کې له دوه کاله ګډ ژوند وروسته د استوګنې د ناتړلې اجازې غوښتنه وکړي.

ولې بايد په چټکۍ له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې غوښتنه وشي؟

که څوک جرمني ته د کورنۍ له غړيو سره د یوځای کېدلو (Familiennachzug) په وسيله جرمني ته راغلي وي، د دې جوړې سره بېلېدل يا د يوه کس مړينه د راغلي کس لپاره د استوګنې د سند دليل هم له منځه وړي. په دې ډول دا کسان نور په جرمني کې د پاته کېدو مستحق نه ګڼل کيږي. په دې ډول اړوند ادارې ښايي د دوی د استوګنې د سند موده رالنډه کړي. په دې مانا چې دا کس بايد د استوګنې د اوسنۍ اجازې له مودې پوره کېدلو وړاندې بايد جرمنی پرېږدي. البته تاسې کولای شئ د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړئ او هر څومره ژر چې شونې وي، د ځان لپاره د استوګنې د بل ډول اجازې غوښتنه وکړئ. ښه به وي چې په دې اړه له وکيلانو مرسته وغواړئ. په دې ډول کولای شئ له جرمني څخه د وتلو مخنيوی وکړئ‌ او د پرېکړې تر کېدلو پورې په جرمني کې پاته شئ.

د درې کالونو مهلت څنګه ډول حسابيږي؟

د قانون له مخې، له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره مو بايد درې کاله ګډ ژوند کړی وي. دا موده د ژوند د ملګرتيا (eingetragene Lebenspartnerschaften) لپاره هم حسابيږي. التبه په دې کې يوازې هغه موده حسابيږي، په کومه کې چې تاسې د واده شوې جوړې يا د ژوند د ملګرو په توګه په جرمني کې په ګډه تېره کړې وي. که په بل هېواد کې مو ګډ ژوند کړی وي، په دې درې کاله موده کې نه شمېرل کيږي.

په جرمني کې ستاسې د ژوند موده له هغې ورځې حسابيږي، له کومې چې په جرمني کې د استوګنې اجازه (Aufenthaltstitel) ترلاسه کوئ. دا موده د بېلېلدو تر اصلي ورځ پورې حسابيږي. دا هغه ورځ ده چې يو څوک په پکې په رسمي ډول له خپل ښځې/مېړه يا د ژوند له ملګري/ملګرې بيليږي.

مهم: د طلاق ورځ د بېلېدلو ورځ نه ګنل کيږي. په جرمني کې د طلاق رامنځته کېدلو لپاره بايد لږ تر لږه يو کال بېل پاته شئ. د طلاق په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې بېلېلدل يا طلاق) کې ولولئ.

څه وخت بېل شوي ګڼل کيږو؟

د دولتي‌ ادارو لپاره يو څوک هغه وخت بېل شوي‌ګڼل کيږي، کله چې دواړه لوري د خپل واده يا ګډ ژوند پای ته رسېدل تاييد کړي. د بېلګې په توګه دا کار هغه وخت کيږي، کله چې دواړه لوري کورنۍ محکمې ته د طلاق غوښتنه وړاندې کړي. مهم: که څوک له بېلېدو وروسته يو ځل بيا سره پخولا او بيا درې مياشتې وروسته بېرته سره بېل شي، محکمه به يې د پخوا په شان بېل وګني.

که د چا د ژوند پخوانی ملګری يا ملګرې له طلاق سره موافق هم نه وي، د ګډ ژوند له پای ته رسېدلو وروسته دا جوړه بېله ګنل کيږي. ډېر وخت د بېل ژوند ثابتول سخت وي، له همدې کبله اړونده ادارو د قطعي بېلتون لپاره ځانګړې نښې ټاکلې دي. د بېلګې په توګه که د يو چا د ژوند پخوانی ملګری يا ملګرې له شريک کور څخه ووځي، دا د بېلتون له نښو يوه ګنل کيږي؟ که تاسې هم له خپل کور څخه وځئ، بايد سملاسي له ثبت څخه ځان وباسئ (ummelden) او په دې اړه اوسلنډربېهورده ادارې ته هم خبر ورکړئ.

له دې کبله چې د کډې کول او د نوي کور موندل سخت دي، کولای شئ په شريک کور کې پاته شئ. البته په کور کې بايد د خپل ځان او د ژوند د پخواني شريک لپاره ځايونه بېل کړئ. په دې مانا چې د هر کس لپاره بېله کوټه وټاکئ. همدا شان بايد بېله سودا وکړئ او کالي هم بېل ووينځئ. په دې ډول ادارو ته څرګندوئ چې ګډ ژوند مو پای ته رسېدلی دی. غوره به وي چې په دې اړه يو تړون برابر کړئ او دواړه يې لاسليک کړئ. دا تړون اوسلنډربېهورده ته هم د خپل بېلتون د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ.

بېلېدل او په ګډ کور کې اوسېدل ښايي ستونزمن وي. که له خپل پخواني مېړه/ښځې يا د ژوند له ملګري/ملګرې سره په ګډ کور کې ژوند کوئ، کولای شئ د مرستې غوښتنه وکړئ. پر (www.frauen-gegen-gewalt.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه د مرستې د مرکزونو لټون کولای شئ. نارينه کولای شي پر (maennerberatungsnetz.de) وېبسایټ د مشورتي مرکزونو لټون وکړي. هلته په (Alle Beratungsfelder) برخه کې (Gewalt) يا (Familie& Partnerschaft& Trennung) وټاکئ. د ځای او پوستي کوډ په برخه کې د خپلې سيمې نوم یا پوستي کوډ وليکئ. په دې ډول به په اسماني رنګه برخه کې تر ټولو نږدې مشورتي مرکز ومومئ.

بايد اوسلنډربېهورده ادارې ته د ګډ ژوند د پای ته رسېدو په اړه خبر ورکړل شي؟

د واده يا اړيکې د پای ته رسېدو په اړه اوسلنډربېهورده ته د خبر ورکولو په اړه کوم قانوني مکلفيت نشته. البته که خبر ورنه کړئ او دوی وروسته ستاسې له بېلوالي خبر شي، ښايي ستاسې لپاره يې پايلې منفي وي. د دې تر څنګ د کور بدلولو په شان د ژوند مهم بدلونونه هم بايد له اوسلنډربېهورده سره شريک کړئ. که دا کار ونه کړئ. ښايي له اوسلنډربېهورده او نورو ادارو څخه مهم ليکونه ترلاسه نه کړئ.

مهم: په ځينو سيمو کې اوسلنډربېهورده ادارې، خلک د بېلوالي پر مهال په خبر ورکولو مکلفوي. دوی دا کار د شرطونو (Auflage) په نوم د يوه سند په وسيله کوي. دا سند ډېر وخت د استوګنې له اجازې سره یوځای ترلاسه کوئ. که د دې سند د ترلاسه کولو په اړه ډاډه نه ياست، له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ.

کولای شم د درې کالونو له مهلت پرته، له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د اصولو له مخې بايد تاسې په جرمني کې درې کاله ګډ ژوند وکړئ، څو له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. البته ځينې استثناوې هم شته. که څوک له سخت حالت سره مخ وي، کولای شي دا موده رالنډه کړي. ځينې سخت حالتونه په لاندې ډول دي:

  • که خپل هېواد ته له ستنېدو سره مو ژوند، ازادۍ او روغتيا ته جدي ګواښ وي. که بچيان مو هم بايد له تاسې سره ولاړ شي، دا خبره د دوی په اړه هم صدق کوي. په ګواښ کې ښايي د بېلګې په توګه داسې حالت راشي چې ونه شئ کړای په خپل هېواد کې د خپل ځان او کورنۍ د غړيو ساتنه وکړئ او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړئ. مهمه دا ده چې د خپل ځان لپاره د ګواښ په اړه شواهد ولرئ او ثابته کړئ چې په ټول هېواد کې دا ګواښ شته.
  • که تاسې يا مو ماشومان ستاسې د ژوند د ملګري/ملګرې له لوري له تاوتريخوالي سره مخ ياست. کورنی تاوتريخوالی يو جرم دی او بايد په اړه يې پوليسو ته خبر ورکړل شي. که اوسلنډربېهورده ته کورنی تاوتريخوالی د دليل په توګه وړاندې کوئ، بايد اړوند ثبوتونه ولرئ. په شونو ثبوتونو کې ښايي ستاسې د ټپي کېدو يا خوږېدو اړوند د ډاکټر سندونه، د پوليسو راپور او يا د دوستانو، خپلوانو يا مشورتي ادارو له لوري شاهدي وي.
  • که د چا عمر له ۱۸ کالونو په ټيت عمر کې واده کړی وي. په جرمني کې يوازې هغه کسان د واده کولو اجازه لري چې عمر يې اتلس کاله او يا لوړ وي.
  • که څوک په زور واده شوي وي.
  • که د چا د ژوند ملګری يا ملګرې مړه شي. په دې صورت کې هم کولای شئ د درې کالونو له مهلت پوره کېدلو پرته په جرمني کې پاته شئ.

مهم: که تاسې يا مو ماشومان له تاوتريخوالي سره مخ وي، کولای شئ د مر ستندوی ټليفون ادارې سره په (۰۸۰۰۱۱۶۰۱۶) شمېره وړيا اړيکه ونيسئ او د تاوتريخوالي په اړه خبر ورکړئ. د دې ادارې کارکوونکې ښځې دي او کولای شئ خپلې ستونزې ورسره شريکې کړئ. د دې تر څنګ د دې ادارې کارکوونکې په څو ژبو خبرې کوي. که ټليفوني اړيکه نه شئ نيولای، کولای شئ انلاين چټ وکړئ. له دوی سره ستاسې ټولې خبرې پټې پاته کيږي. د کورني تاوتريخوالي په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کورنی تاوتريخوالی) کې ولولئ.

په جرمني کې اوسېدونکي ماشومان د مور او پلار د استوګنې په اجازه اغېز لري؟

که له ماشوم لرې واوسئ، ساتنه او پالنه يې ستخيږي. له همدې کبله که چېرې ستاسې د بچيانو عمر له اتلس کالونو ټيټ وي او د جرمني د استوګنې معتبره اجازه يا جرمني تابعيت ولري، کولای شئ د پالنې لپاره يې په جرمني کې پاته شئ. له دې پرته تاسې بايد خپله او يا د ژوند له پخواني ملګري/ملګرې سره په ګډه د ماشوم د سرپرستۍ حق (Sorgerecht) هم ولرئ. په دې مانا چې تاسې په ګډه يا يوازې د ماشوم ساتنه يا پالنه کوئ.

د بېلېدو پر مهال په جرمني کې ستاسې د پاته کېدو لپاره ټول تمرکز د ماشوم په ښه‌والي دی. د دې لپاره کتل کيږي چې په جرمني کې د پاته کېدو پر مهال د ماشوم ساتنه کولای شئ او که نه او دا چې تر اوسه مو له ماشوم سره اړيکې څه ډول وې. له همدې کبله د هر کس قضيه په بېل ډول (Einzelfallprüfung) ارزول کيږي. ځکه نو د دې تضمني نشته چې تاسې به هم د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې غوښتنه چېرته کولای شم؟

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې غوښتنه د اوسلنډربېهوده له ادارې څخه کولای شئ. دا کار د خپل بېلوالي په اړه د خبر ورکولو پر مهال کولای شئ. د دې کار لپاره بايد له اوسلنډربېهودره ادارې سره وخت يا ترمين واخلئ. له ترمين اخستلو وړاندې به ښه وي چې له يوې مشورتي ادارې سره خبرې وکړئ. د مشورتي ادارو کارکوونکي کولای شي له تاسې سره داړينو سندونو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

که ستاسې د ژوند پخوانی ملګری يا ملګرې اوسلنډربېهورده ته ستاسې د بېلوالي په اړه خبر ورکړي، په معمول ډول له اوسلنډربېهورده څخه يو ليک ترلاسه کوئ. په دې ليک کې اوسلنډربېهورده له تاسې پوښتي چې د واده اړيکه لا هم پر ځای ده او که نه. ځينې وخت ښايي اوسنلډربېهورده په دې ليک کې دا هم څرګنده کړي چې ستاسې د استوګنې اوسنۍ اجازه نور اعتبار نه لري او يا يې وخت رالنډ شوی دی.

د دې ليک په ځواب کې بايد له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ او د دې اجازې ترلاسه کولو لپاره اړوند دليل وړاندې کړئ. له ځواب سره اړين سندونه هم یوځای کولای شئ. په دې سندونو کې ښايي ستاسې د بېلوالي يا طلاق غوښتنليک (Scheidungsantrags)، له کوره د وتلو سند (Ummeldebestätigung) او د پوليسو راپور په شان سندونه شامل وي.

مهم: د اوسلنډربېهورده ليک ته ځواب ورکول حتمي دي او بايد اړوند مهلت په پام کې ونيسئ. د دې تر څنګ له ځواب ورکولو وړاندې له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ.

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې غوښتلو لپاره څه ته اړتيا ده؟

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه ستاسې د اړوند اوسلنډربېهورده ادارې له لوري درکول کيږي. کولای شئ همالته وپوښتئ چې څه بايد تر څه وخته وړاندې کړئ. د غوښتنليک وړاندې کولو لپاره بايد پیسې هم ورکړئ. د دې پیسو اندازه هم له اوسلنډربېهورده څخه پوښتلای شئ.

د اوسلنډربېهورده ډېرې ادارې د لاندې سندونو غوښتنه کوي:

  • د استوګنې د اوسنۍ اجازې (Aufenthaltstitels) يوه کاپي
  • د پاسپورت سايز يو بايومتريک عکس
  • د بېلوالي د مستند کېدلو اړوند سندونه. په دې سندونو کې ښايي ستاسې د طلاق غوښتنليک او يا له کوره د وتلو تاييدليک شامل وي.
  • که د ځانګړي سخت حالت ادعا لرئ، بايد ثابته يې کړئ. دا ثبوت ښايي د پوليسو راپور او يا د کورني تاوتريخوالي اړوند سند وي. البته غوره ده چې په دې اړه مخکې له مخکې مشوره ترلاسه کړئ.
  • که د ژوند ملګری/ملګرې مو مړه شي، بايد مړينې د سند (Sterbeurkunde) يوه کاپي هم له ځان سره ولرئ. دا يو رسمي سند دی چې د اړوند کس مړينه تاييدوي او له خپل اړوند شتندس‌امت څخه يې ترلاسه کولای شئ. د خپلې سيمې شتندس‌امت د خپل ښار يا سيمې پر وېبسایټ موندلای شئ. د ګوګل په وسيله هم د (Standesamt) توري او خپل پوستي کوډ په مرسته دا داراه موندلای شئ.
کولای شم د خپلې ناتړلې استوګنې اجازې موده وغځوم؟

له واده سره د ناتړلې استوګنې له اجازې سره کولای شئ د يوه کال لپاره په جرمني کې پاته شئ. په دې موده کې اړ نه ياست چې است چې د خپل ژوند لګښتونه په خپلواکه توګه پوره کړئ او کولای شئ د سوسيال یا جاب‌سنټر مرسته (Bürgergeld) ترلاسه کړئ.

د دې يوه کال له تېرېدلو وروسته کولای شئ د استوګنې د اجازې موده وغځوئ. دا کار دوه ځله د دوو کالونو لپاره کيږي. په دې ډول کولای شئ د څلورو نورو کالونو لپاره هم په جرمني کې پاته شئ. البته په ياد مو وي چې پر وخت د مودې د غځولو غوښتنه وکړئ. ځکه د وخت غځېدلو لپاره ښايي د دې ثابتولو ته اړ شئ چې کولای شئ د خپل ځان او بچيانو ساتنه وکړئ. په دې ډول بايد کافي پیسې وګټئ. دا چې د دې پیسو اندازه څومره ده، د هغو کسانو له شمېر سره اړه لري، چې ساتنه يې بايد وکړئ. له دې پرته ښايي د ځينو نورو شرطونو پوره کېدلو غوښتنه هم وشي. د بېلګې په توګه روغتيايي بيمه بايد ولرئ. ښه به وي چې د دې شرطونو په اړه له وړاندې له خپلې اړونده اوسلنډربېهورده سره خبرې وکړئ او ځان وپوهوئ چې د استوګنې مودې د غځولو لپاره څه ته اړتيا ده.

که چا ته له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه ورنه کړل شي، څه بايد وکړي؟

که څوک له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازه ترلاسه نه کړي، کولای شي په جرمني کې د پاته کېدلو لپاره لاندې فرصتونه وازمويي:

  • اوسبيلډونګ ترسره کوئ، لوړې زده‌کړې کوئ او يا کار کوئ او يا غواړئ پيل يې کړئ؟ کولای شئ د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره د اوسبيلډونګ، زده‌کړو يا کار په وسيله د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې لوستلای شئ.
  • د جرمني تابعيت لرونکی ماشوم لرئ او خپله يا له بل چا سره په ګډه يې سرپرستي پر غاړه لرئ؟ که هو نو ښايي په جرمني کې د پاته کېدو چانس ولرئ او د ماشوم ساتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات پورته په بله برخه کې ولولئ.
  • له داسې هېواده راغلي ياست چې جګړه پکې روانه ده او يا هم هلته تر څار لاندې ياست؟ بيا هم کولای شئ په جرمني د پنا غوښتنه وکړئ. مشورتي ادارې او د پناغوښتنې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د پنا غوښتنې پروسيجر) کې ولولئ.

مهم: د خپل حالت او پاته کېدلو د فرصتونو په اړه خامخا مشوره ترلاسه کړئ. د مشورتي ادارو پتې لاندې په بله برخه کې ومومئ.

له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

له واده سره د ناتړلې استوګنې اجازې د غوښتلو لپاره سمه مشوره ډېره مهمه ده. مشورتي ادارې د پروازول یا د کډوالو د شورا پر وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ په خپله سيمه کې له نورو مشورتي ادارو هم مرسته ترلاسه کولای شئ. وکيلان پر لاندې وېبسایټونو موندلای شئ:
 

مهم

که تاسې يا مو ماشومان له تاوتريخوالي سره مخ وي، کولای شئ د مر ستندوی ټليفون ادارې سره په (۰۸۰۰۱۱۶۰۱۶) شمېره وړيا اړيکه ونيسئ او د تاوتريخوالي په اړه خبر ورکړئ. د دې ادارې کارکوونکې ښځې دي او کولای شئ خپلې ستونزې ورسره شريکې کړئ. د دې تر څنګ د دې ادارې کارکوونکې په څو ژبو خبرې کوي. که ټليفوني اړيکه نه شئ نيولای، کولای شئ انلاين چټ وکړئ. له دوی سره ستاسې ټولې خبرې پټې پاته کيږي. د کورني تاوتريخوالي په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کورنی تاوتريخوالی) کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: