د ښځو حقونه

اوسمهالیز 07.03.2024

په جرمني کې ښځې کوم حقونه لري؟

په ډېرو هېوادونو کې قوانين د ښځو حقونه تضمينوي خو په زياتو ټولنو کې لا هم ښځو ته برابر حقونه نه ورکول کيږي. په جرمني کې په ځانګړي ډول د سياسي او سوداګريزو فرصتونو په برخه کې دا نابرابري څرګنده ده. په دې برخه کې جنسي زورزياتی، کورنی تاوتريخوالی او په نړيواله کچه د ښځو قاچاق نورې جدي مسلې دي. که څه هم د نورو هېوادونو په پرتله په جرمني کې ښځې په ټولنه کې زياتې فعالې دي خو د برابرۍ لپاره د ښځو خوځښت خپل هدف ته د رسېدو لپاره لا هم ډېره لاره په مخکې لري.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

په سياست او سوداګرۍ کې د ښځو ونډه

د عمومي برابرۍ قانون (AGG) له مخې په جرمني کې ښځې او نارينه يو برابر ګڼل کيږي. که څه هم د ښځو يوه ستره برخه له له نرانو سره مساوي يا تر هغو لوړ تحصيلي مدارک لري؛ بيا هم د جرمني په اجرائيه څوکيو کمې ښځې کار کوي.

د دې لپاره چې د رهبرۍ په څوکيو کې د ښځو ونډه زياته شي؛ په اجرايي منصبونو کې د ښځو او نارينه‌‌وو د برابر ګډون قانون (FüPoG) د ۲۰۱۵ کال د مارچ له مياشتې پلی کيږي. د دې قانون له مخې سترې شخصي او دولتي  کمپنۍ بايد د دوی په څارونکو کمېټو، د رييسانو په بورډونو او د عالي مديريت په پوسټونو کې د ښځو نسبت زيات کړي. دا قانون د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې پراخ شو. د ښځو د ونډې په نامه دا هدف له بېلابېلو لارو ترلاسه کيږي او لا يې هم په اړه ګرم بحثونه کيږي. د دې قانون له معرفي کېدو وروسته په اړونده برخو کې د ښځو نسبت يو څه لوړ شوی دی.

په سياسي ډګر کې هم دې ته ورته حالت دی. په دې برخه کې هم د ښځو ونډه کمه ده. که څه په جرمني کې  ښځينه وزيرانې او چارواکې شته او انګلا مرکل ۱۶ کاله لومړۍ وزيره وه، خو په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې، په ځانګړې توګه په سيمه‌ييزه کچه ښځې  د نارينه‌وو په پرتله لږ برخه لري. د جرمني سياسي ګوندونه د ښځو د ونډې د موضوع په اړه بېلابېلې کړنلارې لري. ځينې ګوندونه د ښځو لپاره ثابتې ونډې لري. په ټوليز ډول په سياسي ډګر کې هڅه کيږي څو د ښځو او په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د هغوی د ګډون ملاتړ وشي.

که څوک د له جنسيتي تبعيض سره مخ شي؛ کولای شي د تبعيض ضد ادارې سره د ۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵ شمېرې له لارې مشوره تر لاسه کړي او يا په خپله سيمه کې د دې ادارې د وېبسایټ له لارې مشورتي دفتر ومومي.

کم عايد او بې‌معاشه کار

په منځنۍ کچه په جرمني کې ښځې له نارينه‌‌وو څخه کم عايد لري. په نسبي ډول د دې کار لامل د ټولنيزو خدمتونو په شان د ټيت معاش په برخو کې د ښځو کار دی. د دې تر څنګ ځينې وخت ښځې په عين دنده کې له د خپل نر همکار په پرتله لږ پیسې ترلاسه کوي. له کلونو راهيسې د سياستوالو تر منځ د معاش د برابرۍ په اړه په مختلفو وړانديزونو بحثونه کيږي؛ خو تر اوسه ډېر څه نه دي بدل شوي. په جرمني کې يوه ورځ د برابر معاش د ورځې په نوم نومول شوې څو د دې موضوع په اړه پوهاوی ډېر کړي.

همدا ډول د کور د کار، د ماشومانو لويولو او د کورنۍ د زړو يا ناروغو کسانو پالنه مسؤوليت لا هم د ښځو پر اوږو دی؛ په داسې حال کې چې د دې کار په بدل کې هېڅ مزد نه ترلاسه کوي او ځينې وخت حتا کار نه بلل کيږي. په نورو ټولنيزو او فرهنګي رضاکارانه چارو کې چې په عمده ډول د ښځو له لوري تر سره کيږي؛ همدا حالت دی.

که څه هم اوس زياتې ښځې کار کوي؛ په جرمني کورنيو کې لا هم نرانو ته د اصلي ګټندوی په سترګه کتل کيږي؛ کوم چې د کور د کارونو په ترسره کولو اړ نه دي.

په جرمني کې د ښه معاش ترلاسه کولو لومړی ګام د جرمني ژبې زدکړه ده. د يوځای کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو د پاسه د بمف (BAMF) اداره د والدينو لپاره د ادغام کورسونه او د ښځو لپاره د ادغام کورسونه هم وړاندې کوي. هلته د ماشومانو د ساتنې او د ښوونځيو د سيستم په اړه هم مالومات ترلاسه کولای شئ. لا زيات مالومات د مهاجرو په مشورتي مرکزونو، د بهرنيانو چارو ادارو (Ausländerbehörde)،  د کار ادرو(Arbeitsagentur) يا جاب‌سنټر څخه تر لاسه کړئ او يا په مخامخ ډول هغو ښوونځيو ته ورشئ چې د انټګراڅيون کورسونه وړاندې کوي.  

په (stark-im-beruf.de) وېبسایټ کې په خپل شاوخوا کې د مهاجرو مشورتي مرکزونه موندلای شئ کوم چې له ميندو سره مرسته کوي څو بېرته کار ته وروګرځي. له دې مرکزونو ځينې يې له ښځينه مهاجرو سره تخصصي مرسته کوي.

د جنين غورځولو حق

په جرمني کې له ځانګړو شرایطو لاندې د جنين غورځولو حق شته او دا کار د امېدوارۍ له مشورې وروسته او د يوه ډاکټر په حضور کې د امېدوارۍ په لومړيو ۱۲ اونيو کې کېدای شي. له دوولسو اونيو وروسته يوازې په استثنايي شرایطو کې دا کار ممکن دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي څپرکي کې ولولئ.

که څوک تاسې د جنين غورځولو ته اړ کوي او يا د جنين غورځولو د امکاناتو په اړه پوښتنې لرئ؛ د اړو امېدوارو مېرمنو د مرستې شمېرې ۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰ ته زنګ ووهئ. تاسې همدا شان کولای شئ په خپله سيمه کې د familienplanung.de وېبسایټ له لارې مشورتي مرکزونه ومومئ.

د ښځو د سنتولو ممنوعيت

په جرمني کې د ښځو سنتول منع دي. د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر راهيسې د ښځو د سنتولو سزا زندان (§226A Penal Code) دی. اوس حتا د جرمني د جنايي قانون له مخې د (رخصتۍ سنتي) په کومه کې چې ميندې او پلرونه د سنتۍ لپاره بل هېواد ته وړي؛ هم منع ده. له ۲۰۰۵ راهيسې د ښځو سنتول د جنسیتي شکنجې په توګه پېژندل کيږي او د پناغوښتنې مشروع دليل ګڼل کيږي خو په دې دليل د پنا ترلاسه کوونکو ښځو شمېر ډېر نه دی. د ښځو د سنتي  د جنسي احساس د نشتوالي، درد، شديده وينه‌ بهېدنې، په جنسي اړيکو او اولاد زېږون کې ستونزې، وچوالي (اولاد نه کېدل)، په اېډز او هپتایتس د اخته کېدلو لوړ ګواښ، د وينې مسموميت او تيتانوس، شاک، مغزي جټکې، او ژور خفګان سبب کېدلای شي. ډېر وخت له دې عمليات وروسته نور جنسي رضايت ناممکن دی. ځينې نجونې د دې عمل په جريان يا وروسته د هغه د پايلو له کبله مړې کيږي.

که د سنتۍ يا جنسي آلو د نقص له ګواښ سره مخ يا له دې کړنې متضرر ياست؛ کولای شئ د  ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېرې له لارې هر وخت اړيکه ونيسئ. په دې مرکز کې په ګڼو ژبو مشورې ورکول کيږي. په جرمني کې د کليتوريس (جنسي غده) د بيا رغولو شونتيا شته او عمل يې د پلاستيک جراحانو له لوري ترسره کيږي. د نورو مالوماتو لپاره له نسايي ولادي متخصص سره اړيکه ونيسئ. په برلين کې د سنتۍ د قربانيانو مرکز (Desert Flower Center Waldfriede – DFC) شته چې د دې عمل له قرباني ښځو او نجونو سره مرسته کوي. په دې مرکز کې د فزيکي درملنې تر څنګ اروايي درملنه هم وړيا او د هويت له ثبتولو پرته ترسره کيږي. همدا شان په دې مرکز کې د درملنې لپاره د روغتيايي بيمې درلودلو ته هم اړتيا نشته.

د ښځو پر وړاندې د ځانګړي تاوتريخوالي قانوني دلايل

د شکنجې ځينې ډولونه يوازې ښځې ځپي او په زياته کچه په ښځو اغېز کوي. دا دلايل په لاندې ډول دي:

  • د سياسي، نژادي او مذهبي تاوتريخوالي په برخه کې (لکه په عراق کې د ترهګرو له لوري د يزيدي نجونو  تښتونه، غلامي او جنسي تېری)؛
  • د ښځو ځورول، د بېلګې په توګه سنګسار، شکنجه يا په زور د جنين غورځول او يا هم حاکمو دودونو او اخلاقي مفاهيمو له مخې په دې کړنو تهديدول؛
  • په ټولنه کې ښځو ته د دوهمه درجه انسان په توګه د کتلو له کبله په شخصي ساحه کې پر هغوی ظلم او د دولت له لوري د دې ظلم پر وړاندې ګام نه اخيستل. د ښځو سنتول يا د جنسي غړيو ناقصول، په زور يا د ماشومانو ودونه، په زور فحشا، جنسي زورزياتی، تېزاب ورشنل او د ښځو او نجونو قاچاق.

که تاسې د ښځو د ځانګړي زورزياتي قرباني ياست؛ کولای شئ په بمف کې د پناغوښتنې د مرکې پر مهال د ښځينه مرکه کوونکې او ژباړنې غوښتنه وکړئ. لومړی بايد په مشورتي مرکزونو کې سلامشوره ترلاسه کړئ او يا هم له کوم وکيل سره خبرې وکړئ. د بمف اداره د ښځو د ځانګړي تاوتريخوالي دلايل ډېر کم وخت د پناغوښتنې يا مهاجر په توګه په رسميت پېژندنې لپاره قبلوي.

تاسې کولای شئ د (proasyl.de) پر  وېبسایټ د مشورتي مرکزونو لټون وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ د (پناغوښتنې پروسيجر) پر وېبسایټ هم موندلای شئ.

د ماشومانو ودونه

هر هغه مدني يا مذهبي واده چې د يوه اړخ عمر پکې له ۱۸ کالو ټيټ وي؛ د ماشومانو واده بلل کيږي. د جرمني د قانون له مخې د ۲۰۱۷ کال له جولای راهيسې يو څوک يوازې هغه وخت واده کولای شي چې عمر يې اتلس کاله يا لوړ وي. له جرمني بهر هم د ماشومانو د واده په اړه قوانين سخت شوي دي. که له جرمني بهر په اصلي هېواد کې د واده پر مهال له دواړو د يوه عمر يې ۱۶ کاله يا له هغه ټيټ ثبت شوی وي؛ په جرمني کې په اتومات ډول دا اړيکه فسخ کيږي. د ۱۶ او ۱۸ کالو تر منځ ثبت شوی واده هم د قضايي مقاماتو له لوري باطليږي خو په ځينو سختو حالاتو کې استثنا شته. د دې شمېرو له مخې په ټوليز ډول ځوانې نجونې د ماشومانو د ودونو قربانيانې دي.

د ماشومانو په ودونو د پاسه په زور ودونه هم يوه ستره ستونزه ده. که چېرې يو واده د دواړو کسانو له جوړې، لږ تر لږه د يوه له خوښې پرته وشي؛ په زور واده بلل کيږي. دا ډول واده له هغو ودونو (arranged marriage) سره توپير لري چې د نجلۍ او هلک د کورنيو يا واده د ادارو په منځګړيتوب تر سره کيږي خو نجلۍ او هلک دواړه چوپ پاته کيږي. د ۲۰۱۵ کال له فبرورۍ راهيسې د زور ودونه په جرمني کې د اجبار جدي قضيه ګڼل کيږي (د جنايي کوډ د ۲۴۰ مادې له مخې) او عاملينو ته يې شديده سزا ورکول کيږي.

جرمني ته د مېرمنې يا خاوند راوستل يوازې هغه وخت ممکن دي چې واده په زور نه وي ترسره شوی. که د دواړو کسانو تر منځ دعمر توپير زيات وي او يا چارواکي شک وکړي چې دوی يو بل ښه نه سره پېژني؛ نو دا قضيه به په ځانګړي ډول وڅېړل شي.

که تاسې د ماشومانو د واده يا جبري واده قرباني ياست او يا له دې ګواښ سره مخ ياست؛ کولای شئ د جبري واده د مخنيوي ادارې شمېرې (۰۸۰۰۰۶۶۷۸۸۸) ته هر وخت د مرستې لپاره زنګ ووهئ. دوی ستاسې ټليفونونو ته هره دوشنبه تر پنجشنبه د سهار له ۹ بيا د مازديګر تر۴ بجو او د جمعې په ورځ د ۹ څخه تر يوې بجې پورې زنګ وهلای شئ. دې ادراو ته پر (zwangsheirat@kargah.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارو د مرستې شمېره (او ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) بيا شپه او ورځ ستاسې ټليفونونو ته په څو ژبو ځواب ورکوي.

جنسي ځان‌پلورنه او د ښځو قاچاق

په جرمني کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې جنسي‌ ځان‌پلورنه قانوني ده او د يوې مشروع دندې په توګه پېژندل کيږي. په قانون کې بدلون د جنسي‌ ځان‌پلورونکو (فاحش يا فاحشه) استثمار غيرقانوني کوي او سزا لري. له بده مرغه دا قانون هومره اغېزناک نه و لکه څومره چې تمه کېده او اوس هم استثمار او قاچاق د سترو ستونزو په توګه پرځای پاته دي. انساني قاچاق (د پلور لپاره د ښځو د لېږدلو او قاچاق په ګډون) ستر بشري جرم دی. دا کار د موډرن مرييتوب يوه بڼه ګڼل کيږي او د اروپايي ټولنې د قاچاق پر وړاندې لارښود له شتون سره سره د تنظيم شوو جرمونو د ډلو لپاره يو ګټور کاروبار دی.

که تاسې د یوې ښځې په توګه د قاچاق قرباني ياست او مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د مرستندوی ټليفون له لارې سلامشوره ترلاسه کړئ او د ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ مرستندويې شمېرې ته زنګ ووهئ. دې شمېره ته ۲۴ ساعته زنګ وهلای شئ او په ګڼو ژبو مالومات ترلاسه کولای شئ.

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېرې بڼې لري او له بده مرغه ډېر زيات پېښيږي. تر ټولو مهمه او ستره ستونزه کورنی تاوتريخوالی دی او ډېر عام دی. د کورنيو، زړو، ښځو او ځوانانو فدرالي وزارت (BMFSF) د يوې سروې له مخې په جرمني کې له هرو څلورو ښځو يوه يې لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل د کورني تاوتريخوالي ښکار شوې ده. د ښځو د خونديتوب لپاره په ۲۰۰۲ کال کې د تاوتريخوالي ضد قانون نافذ شوی دی. دا قانون پوليسو ته اجازه ورکوي چې تر ګواښ لاندې ښځو د ساتنې لپاره سملاسي او د محکمې له حکم وړاندې ګام پورته کړي. د بېلګې په توګه د کورني تاوتريخوالي مرتکب ښايي اړ کړل شي چې سملاسي له ګډ کوره ووزي.

خو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی څنګه تعريفيدای شي؟ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو د اعلاميې له مخې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی هغه عمل دی چې ښځو ته جسمي، جنسي يا اروايي ضربه رسوي او يا يوازې د هغې د جنس له کبله له ذهني فشار سره مخ کيږي. همدا ډول د زورزياتي او جبر چلند او د هغې له اجازې پرته له آزادۍ څخه د هغې محروميت هم تاوتريخوالی ګڼل کيږي. د بېلګې په ډول په عامه يا خصوصي ځايونو کې ښځو ته د هغوی له خوښې پرته کتل تاوتريخوالی دی.

په جرمني کې له هغو ښځو سره د مرستې لپاره چې د فزيکي، روحي يا جنسي تاوتريخوالي ښکار وي؛ بېلابېل مرستندوی بنسټونه، مشورتي مرکزونه او د ښځو پناځايونه شته. د ښځو پناځايونه هغه خوندي کورونه دي چې له تاوتريخوالي سره مخ يا اغېزمنې ښځې پنا پکې اخستلای شي. دوی کولای شي هلته د حالت تر روښانتيا او قضيې تر حل پورې ژوند وکړي. د دې پناځايونو پتې پټې دي او تاسې هېڅوک نه شي کولای تاسې ومومي. له بده مرغه د دې پناځايونه شمېر کافي نه دی او ځينې وخت خالي ځای نه پکې موندل کيږي خو کارکوونکي يې خامخا د حل د لارو چارو موندلو لپاره له تاسې سره مرسته کوي.

د دې (hilfetelefon.de) ځانګړې مرستندويه شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ته هر وخت زنګ وهلای او په ډېرو ژبو مالومات  ترلاسه کولای شئ. د (www.frauen-gegen-gewalt.de) او (frauenhauskoordinierung.de) ېبسایټونو له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه د مشورې لپاره وخت ونيسئ.

په دې اړه نور مالومات د کورني تاوتريخوالي په څپرکي کې لوستلای شئ.

جنسي تېری، اجبار او ځورونه

له جنسي ځورونې څخه تر جنسي اجبار او تيري ډېر واټن نشته. جنسي اجبار هغو سکسي کړنو ته ويل کيږي چې د قرباني له خوښې پرته د زورزياتي يا تهديد له لارې تر سره کيږي. د جنسي اجبار وروستۍ بڼه جنسي تېری دی. جنسي ځورونې په لاندې ډول دي:

  • له اجازې پرته له يو چا سره تماس،
  • چا ته په ځير کتل،
  • په خبرو کې سپکاوی،
  • په زور د جنسي اړيکې هڅه،
  • په زور د نورو د جنسي اړيکو نندارې ته اړ ايستل،
  • د جنسيت له کبله ځورېدنه،
  • په ناوړه او ناسمو نومونو يادول،

جنسي ځورېدل ښايي د خپل، پردي، ملګري، همکار يا ريیس له لوري په عامه ځايونو، کور يا کارځای کې رامنځته شي.

د نورو ډېرو هېوادونو په شان په جرمني کې هم جنسي تېری، اجبار او ځورونه جنايي جرم بلل کيږي. قرباني کولای شي مخامخ له پوليسو سره اړيکه ونيسي او يا له مشورتي مرکزونو سره (په ناپېژانده توګه، البته که وغواړي) اړيکه ونيسي او مرسته ترلاسه کړي. ځينې مېرمنې چې خپل هېواد يې پرې‌ايښی دی؛ جرمني ته پر لاره او حتا دلته له رارسېدو وروسته له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي. که څوک غواړي د خپلو تجربو په اړه خبرې وکړي؛ کولای شي په مشورتي او يا د درملنې په مرکزونو کې مرسته ترلاسه کړي. که څوک اوس د بېلګې په ډول د مهاجرو په کمپونو کې له جنسي ځورنې سره مخ وي؛ کولای شي هلته له ټولنيزو کارکوونکو يا په خپلواکو مشورتي مرکزونو کې له مامورينو سره اړيکه ونيسي. ټول کډوال په خوندي استوګنځايونو کې د ژوند کولو حق لري.

د دې (hilfetelefon.de) ځانګړې مرستندويه شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ته هر وخت زنګ وهلای او په ډېرو ژبو مالومات  ترلاسه کولای شئ. د (www.frauen-gegen-gewalt.de) او (frauenhauskoordinierung.de) ېبسایټونو له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه د مشورې لپاره وخت ونيسئ.

د YouGov د سروې له مخې په جرمني کې پنځوس په سلو کې ښځې لږ تر لږه په ژوند کې يو ځل له جنسي ځورونې سره مخ شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې ډېرې يې د شرم يا وېرې له کبله په دې اړه څه نه وايي. ډېر عامه کمپاينونه په دې اړه د پوهاوي لوړولو هڅه کوي. له دې ډلې يو يې د#metoo هشټګ دی. دا کمپاينونه ښيي چې د جنسي ځورونې د پېښو برالا کولو او په دې اړه غږ پورته کول څومره مهم دي.

مهم

که تاسې د یوې ښځې په توګه د قاچاق، جنسي ځورونې يا بلې ورته پېښې قرباني ياست او مرستې ته اړتيا لرئ؛ د دې (hilfetelefon.de) ځانګړې مرستندويه شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ته هر وخت زنګ وهلای او په ډېرو ژبو مالومات  ترلاسه کولای شئ. د (www.frauen-gegen-gewalt.de) او (frauenhauskoordinierung.de) ېبسایټونو له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه د مشورې لپاره وخت ونيسئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: