په جرمني کې کورنی تاوتريخوالی

اوسمهالیز 22.01.2024

د کورني تاوتريخوالي پر مهال څه کولای شم؟

که چېرې مو د کورنۍ غړي، خپلوان، دوستان، د ژوند ملګرې/ی، پلار، ورور، يا بل څوک چې تاسې ژوند ورسره کوئ يا مو پخوا ژوند ورسره کړی وي؛ په فزيکي، جنسي يا ذهني توګه تاسې ځوروي؛ دې کار ته کورنی تاوتريخوالی ويل کيږي. کورنی تاوتريخوالی په معمول ډول د کور د ننه ترسره کيږي خو ښايي له دې پرته بل ځای هم ترسره شي. ډېر کسان د کورني تاوتريخوالي پر مهال د فزيکي يا جنسي زورزياتي يا وهلو ټکولو په فکر کې کيږي خو له دې پرته د کورني تاوتريخوالي نور شکلونه هم شته: که چاته سپکاوی يا ګواښ وشي؛ له بد چلند سره مخ شي او يا کنټرول شي؛ له کورني تاورتريخوالي سره مخ ګنل کيږي. همدا شان مخنيوی، څارل او تعقيبول د کورني تاوتريخوالي نورې بڼې دي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي هره بڼه سزا لري. د دې مانا دا ده چې که پوليس تاسې په دې حالت کې وويني او يا شاهد ولري؛ مداخله به وکړي.

که تاسې د کورني تاوتريخوالي قرباني ياست، يوازې نه ياست. څېړنې ښيي چې په جرمني کې هرې څلورمې ښځې کورنی تاوتريخوالی تجربه کړی دی. ډېرو قربانيانو ته سخته ده چې له پوليسو يا مشورتي مرکزونو سره حال شريک کړي. ډېر قربانيان بيا شرميږي او يا په دې تمه وي چې حالت به بدل شي. دوی فکر کوي چې ځوروونکی کس به سم او چلند به بدل کړي. په ځينو حالتونو کې بيا د وخت په تېرېدلو د تاوتريخوالي شدت زياتيږي او د تکرار وختونه يې لنډيږي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي له قربانيانو سره د مرستې لپاره ‌ډېر مرکزونه شته او که څوک له ورته حالت سره مخ وي، بايد ونه شرميږي او له وېرې پرته د دې مرکزونو له ډلې له يوه سره اړيکه ونيسي.

د تاوتريخوالي پر مهال څه کولای شم؟

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

که څوک له سملاسي ګواښ سره مخ وي؛ کولای شي د پول‍يسو ۱۱۰ شمېرې ته زنګ ووهي. پوليس به ستاسې نوم، پته او ستونزه وپوښتي او دستي به څو افسران د مرستې لپاره دروليږي څو له تاسې (او بچيانو) مو ساتنه وکړي. البته د جرمني د پوليسو د بېړنۍ اړيکې ځواب ويونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي. د پوليسو په اړه نور مالومات د پوليسو په څپرکي کې لوستلای شئ. که تاسې په جرمني ژبه خبرې نه شئ کولای، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ.

له تاوتريخوالي سره مخ کسان په خپله مخامخ د پوليسو مرکزونو ته هم تللای او شکايت ثبتولای شي. که هلته د تګ لپاره له ځان سره څوک بېول غواړي؛ کولای شي له يوه ملګري/ې يا وکيل نه مرسته وغواړي. همدا شان له ځان سره يو ژباړن هم بېولای شئ. له دې پرته به پوليس د يوه ژباړن موندلو هڅه وکړي. که د تاوتريخوالي په پایله کې ټپونه ولرئ؛ غوره ده چې سملاسي يې په يوه ډاکټر درمنله او معاينه وکړئ څو د تاوتريخوالي د ثبوت لپاره شواهد ولرئ. د ثبوت لپاره د ټپونو يا داغونو عکسونه هم ډېر کارنده دي. په ناپېژانده او وړيا ډول د ټپونو د کتلو او ثبتولو لپاره ځينې مرکزونه هم کار کوي. په خپل شاوخوا کې د دې مرکزونو د موندلو لپاره د (Opfervereins WEISSER RING) ادارې له کارکوونکو وپوښتئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.

که نه غواړئ شکايت ثبت کړئ او يا زړه نازړه ياست؛ يا هم غواړئ له چا سره په دې اړه خبرې وکړئ؛ کولای شئ له مشورتي مرکزونو مرسته وغواړئ. د بېلګې په ډول د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ. همدا شان د (www.frauen-gegen-gewalt.de) او (frauenhauskoordinierung.de) وېبسایټونو له لارې هم په خپل شاوخوا کې په خپله ژبه يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

که په خپل کور يا د استوګنې په مرکز کې ځان ډاډه نه احساسوئ؛ کولای شئ د مېرمنو امن خونو (Frauenhaus) ته ورشئ. د ښځو امن خونې هغه کورونه دي چې له تاوتريخوالي سره مخ مېرمنې او د هغوی بچيان پنا پکې اخستلای شي. په دې ځايونو کې د ستونزو د حل تر پايه اوسېدای شئ. د دې خونو پتې پټې دي او هېڅوک مو نه شي موندلای. البته دا خونې هر ځای نشته او ځينې وخت خالي ځای نه پکې موندل کيږي خو د دوی کارکوونکي به يې هڅه وکړي چې په هر حال مو مرسته وکړي. پر دې وېبسایټ (www.frauenhauskoordinierung.de) کولای شئ په خپل شاوخوا کې د يوې امن خونې لټون وکړئ. د دې تر څنګ د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مرکز (Gewalt gegen Frauen) د مرستې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي شپه او ورځ پر ليکه وي او په ګڼو ژبو خبرې کولای شي. دوی ته هر وخت په ۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶ شمېره زنګ وهلای شئ.

پوليسان څه مرسته کولای شي؟

پوليس کولای شي د دې له په پام کې نيولو پرته چې چا کور کرايه کړی يا يې مالک دی، له کور څخه د کورن‍‍‍ی تاوتريخوالي عامل کس د څو شپو لپاره بند کړي. د بنديز دا ورځې (Wohnungsverweis) کولای شي تاسې ته په آرامۍ د مرستې او مشورې موندلو فرصت درکړي. که بند شوی کس بيا هم کور ته د راتګ هڅه کوي، بايد پوليسو ته خبر ورکړئ. که هغه دا کار تکرار کړي، ښايي په نغدي ډول جريمه شي او يا د يو څه وخت لپاره بند ته واچول شي. په ځينو ايالتونو کې ښايي پوليس په تورن کس تاسې ته د درنږدې کېدلو، ټليفون کولو يا ليک لېږلو محدوديتونه ولګوي. تاسې کولای شئ له پوليسو څخه په دې اړه نور مالومات ترلاسه کړئ.

له سملاسي پنا وروسته څه کولای شم؟

تاسې کولای شئ په کورنۍ محکمه کې د خونديتوب د حکم (Schutzanordnung) غوښتنه وکړئ. دا محکمه وروسته کولای شي په تورن کس د اوږده مهال (۶ تر ۱۲ مياشتو) لپاره کور ته په داخلېدو بنديز ولګوي. په دې ډول به تاسې فرصت ومومئ چې خپل کارونه سم کړئ او ښايي نوی کور پيدا کړئ. د خونديتوب د حکم له مخې تورن کس تاسې ته د نږدې درتللو او اړيکې نيولو حق نه لري. د دې حکم غوښتنه په خپله او يا د يوه وکيل له لارې کولای شئ. ستاسې اړوند مسؤوله کورنۍ محکمه او مسلکي وکيلان په انلاين ډول موندلای شئ. که بند شوی کس بيا هم کور ته د راتګ يا اړيکې هڅه کوي؛ بايد پوليسو ته خبر ورکړئ. پوليسو ته د محکمې د خونديتوب د حکم په اړه خبر ورکول کيږي او ستاسې سره سملاسي مرسته کوي. که تورن کس دا کار تکرار کړي؛ ښايي په نغدي ډول جريمه شي او يا د يو څه وخت لپاره بند ته واچول شي. پر (justiz.de) وېبسایټ خپل اړوند کورنۍ محکمه او پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ يو وکيل موندلای شئ.

که له تورن کس څخه بچيان ولرئ او غواړئ د خونديتوب حکم ترلاسه کړئ؛ کولای شئ د ځوانانو چارو له ادارې يا وکيل څخه مرسته وغواړئ. محکمه کولای شي تورن کس ماشومانو ته هم له نږدې کېدو بند کړي او يا يې د ليدلو کتلو حق محدود کړي. په دې حالت کې تورن کس ماشومان نه شي ليدلای او يا يوازې هغه وخت دا حق لري چې درېيم کس (د بېلګې په ډول د ځوانانو چارو ادارې استازي) موجود وي.  په خپل شاوخوا کې يو وکيل پر (anwaltauskunft.de) وېبسایټ او د ماشومانو يا ځوانانو چارو اداره پر (jugendaemter.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماشومانو اداره) کې هم لوستلای شئ.

آيا زه وکیل نيولو ته اړتيا لرم؟

د وکيل نيول جبري نه دي خو ځينې وخت ښه ده چې وګمارل شي. وکيل کولای شي په محکمه کې ستاسې ښه استازيتوب وکړي او له تاسې سره به د څارنوال او قاضيانو پوښتنو ته په ځواب ورکولو کې مرسته وکړي. د وکيل موندلو لپاره (anwaltauskunft.de) وېبسایټ وګورئ.

البته په ياد مو وي چې د وکيل ګمارل لګښت غواړي. په (Opferverein WEISSER RING) کې د تاوتريخوالي قربانيانو ته له يوه وکيل سره د وړيا مشورې ترلاسه کولو فرصت شته. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. د مشورې پر مهال مو هويت هم پټ ساتل کيږي. د مشورتي مرکزونو له لارې هم د محکمې لپاره د قرباني د وکيل (Opferanwalt) په نوم د وکيل ګمارلو غوښتنه ولای شئ. که محکمه مو عريضه ومني؛ اړتيا نشته چې د وکيل پیسې خپله ورکړئ. د نورو مالوماتو لپاره په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز ته ورشئ. په خپل شواخوا کې يو مشورتي مرکز پر (weisser-ring.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د ماشومانو لپاره کوم ډول مرسته ترلاسه کولای شم؟

که ماشومان په کور کې د تاوتريخوالي شاهدان وي؛ شديده ذهني ضربه ويني او ځوريږي. دوی د ناتوانۍ احساس کوي او ځيني وخت هڅه کوي چې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړي. ډېر ماشومان د کورني تاوتريخوالي له کبله اروايي ستونزې پيدا او بايد سملاسي مرسته ورسره وشي. په لومړۍ مرحله کې ماشومان خپله کولای شي د ځوانانو او ماشومانو چارو ادارې کومکې شمېرې (۰۸۰۰۱۱۱۰۳۳۳) ته له دوشنبې تر شنبې هره ورځ د ماسپښين له ۲ بجو، د ماښام تر ۸ بجو زنګ ووهي. دا اړيکه وړيا ده او هويت پیل ساتل کيږي. دوی همدا شان کولای شي د (Telefonseelsorge) کارکوونکو ته هر وخت په وړيا او ناپېژانده ډول، په (۰۸۰۰۱۱۱۰۱۱۱) او (۰۸۰۰۱۱۱۰۲۲۲) شمېرو زنګ ووهي او خپله ستونزه ورته ووايي. ماشومان او نوي ځوانان پر (www.youth-life-line.de) وېبسایټ انلاين مشوره هم ترلاسه کولای شي. پر دې د پاسه دوی کولای شي د ځوانو مهاجرينو له خدمتونو (Jugendmigrationsdienst) او يا د اړونده ځوانانو چارو ادارې له کارکوونکو سره هم اړيکه ونيسي. د ځوانو مهاجرو خدمتونو ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

که نارينه د کورني تاوتريخوالي قرباني شي؛ څه بايد وکړي؟

نارينه هم د کورني تاوتريخوالي قرباني کېدای شي. ستاسې د جنسي هويت په له پام کې نيولو پرته کولای شئ د (Opfervereins WEISSER RING) ادارې له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده او هويت مو پټ ساتل کيږي. همدا شان کولای شئ په خپل شاوخوا کې له يو مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ.

په جرمني کې د کورني تاوتريخوالي قرباني نارينه‌وو لپاره هم د امن خونې (Männerhäuser) شته. د امن خونې هغه کورونه دي چې له تاوتريخوالي سره مخ کسان پنا پکې اخستلای شي. په دې ځايونو کې د ستونزو د حل تر پايه اوسېدای شئ. د دې خونو پتې پټې دي او هېڅوک مو نه شي موندلای. البته دا خونې هر ځای نشته او ځينې وخت خالي ځای نه پکې موندل کيږي خو د دوی کارکوونکي به يې هڅه وکړي چې په هر حال مو مرسته وکړي. د دې کورونو موندلو لپاره د (Opfer-Telefon) ادارې له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکو ته هره ورځ د سهار له ۷ بيا د شپې تر ۱۰ بجو په ۱۱۶۰۰۶ شمېره زنګ وهلای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده او هويت مو پټ ساتل کيږي.

څنګه کولای شم د کورني‌ تاوتريخوالي له يوه قرباني سره مرسته وکړم؟

ځينې وخت ښايي په ګاونډ کې لوړ غږونه او چيغې واورېدل شي. يا هم ښايي د کوم ملګري يا ملګرې پر بدن ټپ يا د زورزياتي نښې وليدل شي او تاسې اندېښمن کړي. دا به غوره وي چې په داسې وخت کې غبرګون ښکاره کړئ. که ډاډه ياست چې له چا سره زورزياتی کيږي، سملاسي له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. پوليسو ته شپه او ورځ هر وخت په ۱۱۰ شمېره زنګ وهلای شئ. که ستاسې راپور غلط هم وي، مه وېرېږئ؛ تاسې ته ستونزه نه جوړيږي. په هر حال له غبرګون نه څرګندولو څخه پوليسو ته زنګ وهل غوره دي. پوليس به ستاسې د نوم په اړه چا ته څه ونه وايي.

که په جرمني‌ ژبه خبرې نه شئ کولای او يا مشورې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مرستندويې شمېرې ته زنګ ووهئ. د دې ادارې کارکوونکي هر وخت ستاسې اړيکو ته په ګڼو ژبو ځواب درکوي. تاسې کولای شئ خپل نوم پټ وساتئ.  د دې ادارې کارکوونکی ستاسې خبرو ته غوږ ږدي او په ګډه له تاسې سره حللار لټوي. د دې ادارې شمېره (۰۸۰۰۰۱۱۶۰۱۶) ده او اړيکه نيول ورسره وړيا دي.

مهم

که څوک له کورني تاوتريخوالي سره مخ وي؛ حق لري چې د بېلو اوسېدو د مودې له پورې کېدو وړاندې د خپل ژوند له ملګري/ې بېل شي. په دې اړه زيات مالومات د بېلېدنې په څپرکي کې موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: