په جرمني کې د پناغوښتنې پروسيجر

اوسمهالیز 11.05.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې د پنا غوښتنه وکړم؟

 

د پنا غوښتنې په پروسه کې پرېکړه کيږي چې چا ته په جرمني کې پنا ورکړل شي او که نه. د پنا غوښتنې د پروسې څرنګوالی په قانون کې روښانه شوی دی. د پناغوښتنې پروسه له بېلابېلو پړاوونو تېريږي: د پنا غوښتنې عريضه، د دوبلين مقرراتو ارزونه، مرکه، پرېکړه. په رسمي ډول د پنا غوښتنې پروسه د پنا له غوښتنې له عريضې سره سمه پیليږي. د پنا غوښتنې له عريضې وړاندې بايد بايد د پنا غوښتونکي په توګه ځان راجستر کړئ. دې پړاو ته د پنا غوښتنه وايي.

يادونه: اوس مهال ښايي د کورونا د بحران له کبله د پناغوښتنې په پروسه کې ځينې بدلونونه رامنځته شوي وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (کورونا او د کډوالو لپاره مالومات) کې لوستلای شئ.

د پنا غوښتنې پروسه څه ډول پر مخ ځي؟

د پنا غوښتنه او ثبتېدل

هر کس چې جرمني ته راځي، بايد په يوه دولتي ادراه کې ثبت شي. دا اداره ښايي سرحدي دفترونه، پوليس، د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde)، د رارسېدلومرکز (Ankunftszentrum) يا د کډوالو لپاره لومړني کمپونه (Erstaufnahmeeinrichtung für Flüchtlinge) وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې ثبتېدل) کې لوستلای شئ.

 

د پناغوښتنې عريضه

په جرمني کې له ثبتېدلو وروسته د پناغوښتنې پروسه پیل کيږي. په دې لړ کې لومړی ګام د پناغوښتنې لپاره عريضه کول دي. دا عريضه د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادارې (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge (BAMF)) ته کيږي. له دې کار مخکې بايد په دې اداره کې وخت (Termin) واخستل شي. دا وخت ښايي د پوست له لارې او يا هم د ثبتېدلو پر مهال واخستل شي.

د دې وخت يا ترمين‌ پرمهال به يو ترجمان يا ژباړونکی هم ستاسې ملګرتيا وکړي. هلته به له تاسې ستاسې د وطن، ښار، کورنۍ، زده‌کړو، دندې، دين او راتګ د لارو په اړه پوښتنې وشي. که له خپل هېواده د پناغوښتنې اړوند سندونه لرئ؛ کولای شئ هلته يې مامورينو ته ښکاره کړئ. په نورمال ډول د بمف اداره دا سندونه د پناغوښتنې د پروسې تر پايه له ځان سره ساتي. البته پر دې مهال مو جرمني ته د راتګ دليل مهم نه دی؛ د هغه په اړه به بيا وروسته په مرکه يا انټرويو کې پوښتنې وشي. دلته به له تاسې عکس او د ګوتو نښې واخستل شي. د دې تر څنګ به د بمف ادارې مامورين تاسې ته د پنا غوښتنې د پروسې پر مهال ستاسې د حقونو او مسؤوليتونو په اړه خبر درکړي.که په کوم څه پوه نشئ؛ له دوی بيا پوښتنه وکړئ.

پر دې مهال د مرکې لپاره د نارينه يا ښځينه مرکه کوونکو تر منځ د يوه د ټاکلو غوښتنه هم کولای شئ. البته دا هم ویلای شئ چې د کومې ژبې ژباړونکی غواړئ څو په مرکه کې مو مرسته وکړي.

له دې ټولو کارونو وروسته د (Aufenthaltsgestattung) په نوم د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. دا سند هغه سند ته ورته دی چې د لومړنيو ثبتېدلو پر مهال مو ترلاسه کړی دی. دا سند ټولو ادارو ته روښانوي چې تاسې د پناغوښتنې د پروسې پر مهال، په جرمني کې د اوسېدو اجازه لرئ. دا سند تل له ځان سره وساتئ ځکه دا ستاسې د پېژندنې پاڼه ګنل کيږي.

يادونه: که څوک په روغتون کې وي، بندي وي او يا يې عمر کم او په جرمني کې يوازې وي؛ کولای شي د پنا غوښتنې عريضه په ليکلي ډول وړاندې کړي. البته غوره ده چې په دې اړه له يوه ټولنيز کارکوونکي يا مشورتي ادارې سره سلا وشي. د پروازول پر وېبسایټ (proasyl.de) په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

همدا شان هغه کسان چې په خپله د پناغوښتنه کوي؛ غوره ده چې مخکې له مخکې له مشورتي مرکزونو سلا ترلاسه کړي.

د دوبلين ارزونه

له دې وړاندې چې بمف (BAMF) تاسې د مرکې لپاره وروغواړي او د راتګ دلايلو او کيسې ته مو غوږ کيږدي؛ ګوري چې آيا تاسې په جرمني کې د پنا غوښتنه کولای شئ او که د پناغوښتنې د پروسې مسؤوليت مو د بل اروپايي هېواد پر غاړه دی. که په بل اروپايي هېواد کې مو د ګوتو نښې اخستل شوې وي او يا مو هلته پنا ترلاسه کړې وي؛ جرمني کولای شي تاسې بېرته هماغه هېواد ته وليږي. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې هغه هېواد مو له ورلېږلو سره موافق وي. دا کار د دوبلين -۳ د مقرراتو له مخې کيږي. په دې اړه نور مالومات د دوبلين په څپرکي کې لوستلای شئ.

 

مرکه یا انټرويو

که جرمني مو د پناغوښتنې د پروسې مسؤول وي؛ د مرکې لپاره يو غوښتنليک درته راځي. مرکه د پناغوښتنې د پروسې يوه مهمه برخه ده. د دې غوښتنليک لپاره ځينې وخت بايد په مياشتو او يا هم له کال زيات انتظار وشي. په ياد مو وي چې دا ترمين هېڅکله له لاسه ورنه کړئ. که په هغه ورځ ناروغ ياست او يا د بل کوم مهم دلیل له کبله نه شئ راتلای؛ بايد سملاسي په ليکلي ډول بمف ته خبر ورکړئ. همدا شان هلته د ډاکټر د تاييدليک په شان نور مهم سندونه هم ولېږئ.

د مرکې پر مهال به د بمف (BAMF) يو مامور او يو ژباړن حاضر وي. که یوازې نه شئ راتلای؛ کولای شئ په دې ورځ له ځان سره يو وکیل يا ملګری راولئ. البته دا ملګری مو بايد خپله د پنا غوښتونکی نه وي او مخکې له مخکې مو ثبت کړی وي. مرکه د بمف اړوند په يوه دفتر کې ترسره کيږي. مرکه کوونکی له تاسې څخه په وطن کې ستاسې د ژوند او جرمني ته د راتګ د څرنګوالي او لاملونو په اړه پوښتنې کوي. په دې ځای کې له څه وړاندې ستاسې د راتګ دليلونه او لاملونه ډېر مهم دي. همدا شان مهمه ده چې هر څه دقيق ووايئ. هر څومره چې خبرې په جزئياتو وکړئ؛ بمف ته هماغومره آسانيږي چې په قضيه يا کېس مو پوه شي. دا کس ستاسې قضيه ليکي او دې ليکل شوو پوښتنو او ځوابونو ته پروتوکول وايي. وروسته بيا بمف د همدې پروتوکول له مخې د رد او منلو په اړه پرېکړه کوي.

د مرکې پر مهال هر څوک ځانګړي حقونه لري. له دې ډلې يې ځينې مهم په لاندې ډول دي:

·       که له اوله مو د نارينه يا ښځينه مرکه کوونکي يا ژباړن غوښتنه کړې وي او اوس مرکې ته د دې خلاف څوک راغلي وي؛ کولای شئ سملاسي دا خبره همالته وکړئ څو بېرته يې درته بدل کړي. په داسې حالت کې ښايي د مرکې لپاره په نوي ترمين توافق وشي. 

·       که د ژباړن په خبرو نه پوهېږئ او يا فکر کوئ چې هغه مو په خبرو نه پوهيږي؛ سملاسي دا خبره وکړئ څو نوی ژباړن درکړل شي. په داسې حالت کې ښايي د مرکې لپاره په نوي ترمين توافق وشي.

·       ژباړن به په پای کې تاسې ته ستاسې په ژبه د هر هغه څه د بيا روښانولو وړانديز وکړي چې تاسې ويلي او مرکه کوونکي ليکلي دی. دا وړانديز ومنئ او ټولو خبرو ته په ځير غوږ شئ. که کوم څه ناسم وي؛ سملاسي يې د سمولو په اړه دوی ته ووايئ. له دې پرته بايد اړوند پروتوکول لاسليک نه کړئ.

·       که له خپل وطنه د خپلې ځورېدنې يا قضيې په اړه شواهد لرئ؛ د مرکې پر مهال يې وړاندې کړئ. دا شواهد ښايي عکسونه، سندونه، د اخبارونو مقالې، يا د ډاکټر تاييدليکونه وي.

·       که ژباړن يا مرکه کوونکی بې‌حوصلې شي؛ پر ځان فشار مه راوړئ. ځکه تاسې حق لرئ چې د اړتيا پر مهال هر څومره ډېر وخت چې غواړئ؛ هماغوره درکړل شي. دا مهمه ده چې تاسې خپله ټوله کيسه له ټولو اړينو جزئياتو سره وکړئ.

·       له مرکې څو ورځې يا اونۍ وروسته د مرکې پروتوکول تاسې يا ستاسې وکيل ته په پوسټ کې لېږل کيږي. دا پروتوکول په دقت ولولئ او که کومه خطا ووينئ؛ سملاسي په ليکلي ډول له بمف سره اړيکه ونيسئ. که اړتيا وي؛ له يوه مشورتي مرکز يا وکيل څخه مرسته وغواړئ.

مرکه ډېره مهمه ده. د هغې لپاره بايد ځان ښه تيار کړئ. د (www.asylindeutschland.de) پر وېبسایټ په دې اړه يوه ويډيو ليدلای شئ. دا ويډيو په ۱۴ ژبو وړاندې کيږي. لاندې د مرکې اړوند پوښتنې لوستلای شئ.

يادونه: ځينې وخت ښايي د ترمين له درلودلو سره سره د مرکې نوبت وروسته درورسيږي او يا خپله مرکه ډېر وخت ونيسي. ځکه نو ښه ده چې په دې ورځ يو څه خواړه او څښاک له ځان سره يوسئ.

د مرکې د تياري لپاره کولای شئ له يوه مشورتي مرکز يا وکيل مرسته وغواړئ. د پروازول پر وېبسایټ په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. د قانوني مشورې د کنفرانس پر وېبسایټ ځان ته نږدې يو وکيل موندلای شئ.

د مرکې پر مهال کومې پوښتنې کيږي؟

د مرکې لپاره بايد ځانونه ښه تيار کړئ. دلته د مرکې له پوښتنو څخه ځينې مهمې وړاندې کيږي. البته مرکه کوونکی ښايي ځينې نورې پوښتنې هم وکړي. د مرکې د تياري لپاره کولای شئ له يوه مشورتي مرکز يا وکيل مرسته وغواړئ. د پروازول پر وېبسایټ په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ. زموږ د پلټونکي ماشين‌ په مرسته هم په خپله سيمه کې يو وکيل يا مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

د مرکې پر مهال ښايي لاندې پوښتنې وشي:

1.     د خپلې ژبې تر څنګ په بله ژبه يا لهجه هم خبرې کوئ؟

2.     د بل هېواد تابعيت مو هم درلود او يا يې لرئ؟

3.     آيا تاسې له کومې ځانګړي قوم يا توکم سره اړه لرئ؟

4.     کولای شئ خپله تذکره، پاسپورت يا د پېژندنې بل کوم سند راوښاياست؟

5.     ولې د خپلې پېژندنې سندونه نه شئ وړاندې کولای؟

6.     آيا‌ په خپل هېواد کې د تذکرې، پاسپورت يا پېژندنې د کارت په شان نور شخصي سندونه لرئ؟

7.     کولای شئ د سرټيفیکیټونو، د زېږېدنې سندونو، د عسکري خدمت سند او يا د موټر چلولو لايسنس په شان نور سندونونه وړاندې کړئ؟

8.     آيا د جرمني د فدرالي هېواد يا کوم بل هېواد ويزه يا د استوګنې سند مو درلود او يا يې لرئ؟

9.     په وطن کې مو پته څه ده؟

10.  د مېړه/ښځې کورنی نوم يا تخلص او اصلي نومونه مو څه دي؟ همدا شان هیله ده د هغه/هغې منځنی نوم (که موجود وي)، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای او د واده کولو د ځای نومونه راته وواياست.

11.  که مېړه يا ښځه مو په خپل وطن کې نه وي؛ هیله ده اوسنۍ او پخوانۍ پتې يې راته وواياست.

12.  آيا ماشومان لرئ؟ هیله ده د لويانو په ګډون د ټولو نومونه، تخلصونه، د زېږېدو نېټې او د زېږېدو د ځايونو نومونه واخلئ.

13.  که بچيان مو په خپل وطن کې نه وي؛ هیله ده اوسنۍ او پخوانۍ پتې يې راته وواياست.

14.  هیله ده د خپل مور او پلار نومونه، تخلصونه او پتې راته وواياست.

15.  آيا خويندې/وروڼه، انا/بابا، ترونه، خاله‌ګانې يا عمه‌ګانې لرئ چې له هېواده مو بهر اوسيږي؟

16.  آيا په خپل وطن کې د کورنۍ له غړو يا خپلوانو سره مالي مرسته کوئ؟

17.  د پلار له خوا د نيکه په اړه مو ټول مالومات راکړئ.

18.  کوم ښوونځي يا پوهنتون ته تللي ياست؟

19.  کومه دنده مو زده کړې ده؟ په وروستي ځل مو له چا سره دنده ترسره کوله؟

20.  په جرمني کې کومه په کومه دنده يا مسلک کار کوئ او يا کار کول غواړئ؟

21.  آيا پوځي خدمت مو ترسره کړی دی؟

22.  آيا‌ په خپل وطن کې مو د حکومتي رژيم پر ضد په لاريونونو يا دې ته ورته نورو فعاليتونو کې ګډون کړی دی؟

23.  آيا له دې وړاندې بل وخت جرمني ته راغلي ياست؟

24.  آيا په بل کوم هېواد کې مو د کډوال يا پناغوښتنونکي په توګه پنا غوښتنې ده او يا مو پنا ترلاسه کړې ده؟

25.  آيا د کورنۍ کوم غړي مو‌ په بل هېواد کې پنا غوښتې ده او يا يې بل هېواد د استوګنې قانوني ځای غوره کړی دی؟

26.  آيا تاسې له دې سره مخالف ياست چې د پنا غوښتنه مو په دې (هغه) هېواد کې وارزول شي؟

27.  روښانه کړئ چې څنګه او کله جرمني ته راغلئ. همدا شان هیله ده ووايئ چې په کومه لاره له وطنه ووتئ او له کومو هېوادونو تېر شوئ څو جرمني ته ورسېږئ؟

28.  څه وخت جرمني ته راورسېدئ؟

29.  آيا جرمني ته په موټر کې راغلئ؟

30.  آيا په بل هېواد کې مو هم د پنا غوښتنه کړې ده؟

31.  آيا په بل هېواد کې مو هويت تثبیت شوی (د ګوتو نښې مو اخستل شوې دي)؟

32.  آيا‌ په جرمني کې خپلوان لرئ؟

33.  آيا په خپل هېواد کې مو په سياسي برخه کې فعاليت درلود؟

34.  د خپل وطن، ښار يا کلي د پرېښودلو لپاره ستاسې (ستاسې د مېړه/مېرمنې) دليل څه و؟

35.  آيا د ژوند ملګری/ ملګرې مو خويندې يا وروڼه لري؟

36.  د ژوند د ملګري/ ملګرې دنده مو څه وه او د ژوند اړتياوې مو له کومې لارې پوره کولې؟

37.  جرمني ته په راتګ مو څومره لګښت راغئ؟

38.  د راتګ لپاره مو پیسې له کومه کړې؟

39.  څنګه دا فکر درغئ چې خپل وطن پرېږدئ؟

40.  په وطن کې مو د کورنۍ غړي په څه شي ګذاره کوي؟

41.  که په خپل ښار يا کلي کې پاته وای؛ څه درته پېښېدل؟

42.  آيا کوم بل څه شته چې په پروتوکول کې ځای پر ځای شي؟

د پناغوښتنې په اړه پرېکړه - ځواب

له مرکې يو څو مياشتې وروسته د بمف له لوري يو ليک ترلاسه کوئ چې ستاسې د پناغوښتنې په اړه پرېکړه يا ځواب پکې ليکل شوی وي.

په دې ليکونو کې څو ډوله ځوابونه وي:

تاسې د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې د کډوال په توګه پېژندل شوي کېږئ. د دې ځواب له مخې د درې کالو لپاره په جرمني کې د اوسېدو اجازه ترلاسه کوئ. د پنا د مستحق کس يا منل شوي مهاجر په توګه په خپلو حقونو د پوهېدو لپاره د استوګنې د اجازې ډولونه څپرکی ولولئ.

تاسې د فرعي خونديتوب حق ترلاسه کوئ. د دې ځواب له مخې د يوه کال لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. د فرعي خونديتوب د حق درلودونکي په توګه په خپلو حقونو د پوهېدلو لپاره پورته ياد شوی څپرکی پرانستلای شئ. د بمف د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض (او د درې کلنې استوګنې غوښتنه) هم کولای شئ خو لومړی له يوه وکيل سره په دې اړه مشوره وکړئ. زموږ د پلټونکي ماشين‌ په مرسته په خپله سيمه کې يو وکيل يا مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

 

تاسې په ډيپورټ د ملي بنديز له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. د دې اجازې له مخې هم د يوه کال لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات د استوګنې د اجازې ډولونه په څپرکي کې موندلای شئ. د بمف د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض (او د درې کلنې استوګنې غوښتنه) هم کولای شئ خو لومړی له يوه وکيل سره په دې اړه مشوره وکړئ. زموږ د پلټونکي ماشين‌ په مرسته په خپله سيمه کې يو وکيل يا مشورتي مرکز موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه وکړئ.

 

ستاسې د پنا غوښتنه ونه منل شوه. دا کار هغه وخت کيږي چې بمف په جرمني کې ستاسې د پاته کېدو لپاره دليل ونه مومئ. دا چې له دې وروسته بايد څه وکړئ؛ زموږ د پناغوښتنې ردېدل څپرکی ولولئ.

ستاسې د پنا غوښتنه (په ښکاره ډول بې‌بنسټه قضيې په توګه) ونه منل شوه. دا کار هغه وخت کيږي چې د بمف کارکوونکي فکر وکړي چې تاسې د مرکې پر مهال درواغ ویلي او يا يوازې د اقتصادي دلایلو له کبله جرمني ته راغلي ياست. دا چې له دې وروسته بايد څه وکړئ؛ زموږ د پناغوښتنې ردېدل څپرکی ولولئ.

مهم

که د پناغوښتنې د پروسې پر مهال له يوه کوره بل ته کډه وکړئ او يا د اوسېدو ځای بدل کړئ؛ خامخا بمف (BAMF) ته د خپلې پتې په اړه خبر ورکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ ښايي ځينې مهم پوسټونه او د ملاقات وختونه له لاسه ورکړئ. بمف ته د دې نمونوي (Muster) ليک په وسيله خبر ورکولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: