له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

له افغانستان څخه د کورنۍ د غړو راوستل ستونزمن دي خو ځينې ايالتونه هڅه کوي چې د ځانګړو شرايطو له مخې ځينې کسانو ته دا کار اسانه کړي. په ۲۰۲۳ کال کې د افغانانو لپاره د کورنۍ د غړو راوستلو پروګرام پيل شو خو تر اوسه يوازې په برلين، برېمن، هېسن او تورينګن ايالتونو کې پلی کيږي.

د کورنۍ غړو راوستلو لپاره د برلين، برېمن، هېسن او تورينګن ايالتونو ځانګړي پروګرامونه

په تورينګن کې اوسيدونکي افغانان څه ډول د کورنۍ غړي راغوښتلای شي؟

 په تورينګن کې اوسېدونکي افغانان بايد د ايالتي پروګرام له مخې د کورنۍ د غړو راغوښتلو لپاره لاندې شرطونه پوره کړي:

  • د اوسېدو قانوني اجازه ولري.
  • له يوه کال راهيسې په جرمني کې اوسيږي.
  • له لږ تر لږه شپږ مياشتو راهيسې په تورينګن کې ژوند کوي.

د دې پروګرام له مخې مېړه/ښځه، لومړۍ درجه خپلوان (بچيان، مور او پلار)، دوهمه درجه خپلوان (انا، بابا، لمسيان، خور، ورور) او د هغوی واړه بچيان او د ژوند ملګری/ملګرې. د وړو ماشومانو مور او پلار هم له دوی سره راوستل کيږي څو د کورنۍ د غړو تر منځ بېلوالی رامنځته نه شي. 

 

مهم: د يوه کس هغه ښځه يا مېړه يوازې هغه وخت راوستل کيږي چې واده يې له افغانستان څخه له وتلو وړاندې شوی وي. د دې تر څنګ د دوهمې يا زياتو ښځو راوستلو اجازه هم نشته.

  • يو بل مهم شرط د استوګنې قانون د ۶۸مې مادې له مخې د ژمنليک (Verpflicht/node/554ungserklärung) وړاندې کول دي. دا ډول ژمنليک د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ته وړاندې کولای شئ. په دې ډول کولای شئ ثابته کړئ چې راوستل کېدونکو کسان د لګښتونو پوره کولو لپاره مالي توانايي لرئ.
په برلين کې اوسيدونکي افغانان څه ډول د کورنۍ غړي راغوښتلای شي؟

 په برلين کې اوسېدونکي افغانان بايد د ايالتي پروګرام له مخې د کورنۍ د غړو راغوښتلو لپاره لاندې شرطونه پوره کړي:

  • د اوسېدو قانوني اجازه ولري.
  • اوس مهال مو د اوسېدو اصلي ځای برلين دی.
  • له لږ تر لږه شپږ مياشتو راهيسې په برلين‌ يا برانډنبورګ ايالتونو کې ژوند کوي.

د دې پروګرام له مخې مېړه/ښځه، لومړۍ درجه خپلوان (بچيان، مور او پلار)، دوهمه درجه خپلوان (انا، بابا، لمسيان، خور، ورور) راوستل کيږي. 

مهم: د برلين د پروګرام لپاره يو شرط دا دی چې راوستل کېدونکی کس بايد د ۲۰۲۴ کال تر پای پورې، په ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان يا چين کې د جرمني له سفارت‌ څخه د ويزې غوښتنه وکړي.

په هېسن کې اوسيدونکي افغانان څه ډول د کورنۍ غړي راغوښتلای شي؟

په هېسن ايالت د افغانانو لپاره د کورنۍ د غړو راوستلو پروګرام د ۲۰۲۳ کال د جون مياشتې له ۱۵مې نېټې پيل شوی دی او له مخې يې ټولټال زر کسان جرمني ته راوستل کيږي. د دې پروګرام له مخې د هېسن‌مېشته افغانانو د کورنۍ هغه غړي چې په افغانستان، پاکستان، ايران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان يا چين کې وي، کولای شي جرمني ته راشي. د دې کار لپاره بايد په هېسن کې د دوی د کورنۍ غړي غوښتنه وړاندې کړي. دا غوښتنه به په ګيسن کې د اړونده ادارې له لوري وارزول شي او په سيمه کې به اړوند سفارت ته په اړه خبر ورکړل شي. که غوښتنه يې ومنل شي او ويزه ورکړل شي، جرمني ته د سفر لګښتونه به هم ورکړل شي.

مهم: د دې پروګرام لپاره بايد د ۲۰۲۳ کال د دسمبر مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې غوښتنې منل کېدې.

 

 په هېسن کې اوسېدونکي افغانان بايد د ايالتي پروګرام له مخې د کورنۍ د غړو راغوښتلو لپاره لاندې شرطونه پوره کړي:

  • د اوسېدو قانوني اجازه يا د جرمني تابعيت ولري.
  • له لږ تر لږه يو کال راهيسې په جرمني کې ژوند کوئ او له لږ تر لږه ۶ مياشتو راهيسې مو د اوسېدو اصلي ځای هېسن ايالت وي.
  • د جرمونو ريکارډ نه لرئ.
  • د کورنۍ غړي مو د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال په افغانستان، پاکستان، ايران، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان يا چين کې وي.
  • د کافي عايد درلودلو ثبوت وړاندې کړي چې له مخې يې خپل او د کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني د اوږدمهال ويزې ژمنليک) کې لوستلای شئ.
  • د کورنۍ د غړو لپاره په خپل کور کې د اوسېدو کافي ځای لرئ. په دې مانا چې له شپږ کالونو د لوړ عمر لرونکو لپاره ۱۲ متر مربع او له ۶ کالونو د ټيټ عمر لرونکو لپاره ۱۰ متر مربع ځای کافي دی. په دې برخه کې تر ۱۰سلنه پورې کموالی زغمل کېدای شي.
  • د غوښتنليک تر څنګ بايد اوسلنډربېهورده ادارې ته د کورنۍ د غړو د لګښتونو ورکولو ژمنليک هم وړاندې شي.

 

د دې پروګرام له مخې مېړه/ښځه، لومړۍ درجه خپلوان (بچيان، مور او پلار)، دوهمه درجه خپلوان (انا، بابا، لمسيان، خور، ورور) او د دوی مېړه/ښځه او بچيان او همدا شان هغه ماشومان چې سرپرستي يې د يادو شوو کسانو پر غاړه وي، راوستل کيږي. 

په برېمن کې اوسيدونکي افغانان څه ډول د کورنۍ غړي راغوښتلای شي؟

د برېمن ايالت هم د افغانانو د راوستلو پروګرام پيل کړی دی. په دې ايالت کې اوسېدونکي افغانان کولای شي د خپلې کورنۍ نږدې غړي جرمني ته راولي. د کورنۍ دا غړي بايد په افغانستان او يا هم د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې وي. دا پروګرام د ۲۰۲۳ کال د اګست په لومړۍ نېټه پيل شو.

مهم: د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره بايد غوښتنې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وړاندې شوې وای.

 په برېمن کې اوسېدونکي افغانان بايد د ايالتي پروګرام له مخې د کورنۍ د غړو راغوښتلو لپاره لاندې شرطونه پوره کړي:

  • د اوسېدو قانوني اجازه او يا هم د جرمني تابعيت ولري.
  • له لږ تر لږه يو کال راهيسې په جرمني کې ژوند کوئ او له لږ تر لږه ۶ مياشتو راهيسې مو د اوسېدو اصلي ځای برېمن ايالت وي.
  • د جرمونو ريکارډ نه لرئ.
  • د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال مو د کورنۍ راوستل کېدونکي غړي بايد په افغانستان او يا هم د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې وي.
  • د کافي عايد درلودلو ثبوت وړاندې کړي چې له مخې يې خپل او د کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني د اوږدمهال ويزې ژمنليک) کې لوستلای شئ.
  • د کورنۍ د غړو لپاره په خپل کور کې د اوسېدو کافي ځای لرئ. په دې مانا چې له شپږ کالونو د لوړ عمر لرونکو لپاره ۱۲ متر مربع او له ۶ کالونو د ټيټ عمر لرونکو لپاره ۱۰ متر مربع ځای کافي دی. په دې برخه کې تر ۱۰سلنه پورې کموالی زغمل کېدای شي.
  • د غوښتنليک تر څنګ بايد اوسلنډربېهورده ادارې ته د کورنۍ د غړو د لګښتونو ورکولو ژمنليک هم وړاندې شي.

د دې پروګرام له مخې مېړه/ښځه، لومړۍ درجه خپلوان (بچيان، مور او پلار)، دوهمه درجه خپلوان (انا، بابا، لمسيان، خور، ورور) راوستل کيږي. همدا شان هغه ماشومان چې راوستل کېدونکي کسان يې سرپرستي پر غاړه لري، راوستل کېدای شي.

پاملرنه: د ماشومانو سرپرستي د قانون له مخې او د محکمې د حکم پر بنسټ ورکول کيږي. په دې مانا چې محکمه له څېړنو وروسته پرېکړه کوي چې يوه داسې کس ته د ماشوم سرپرستي ورکړي، چې ټول مسؤوليتونه يې ترسره کړای شي. په دې ډول له ځينو ميندو او پلرونو د ماشومانو د پاللو مسؤوليت اخستل کيږي او يا هم د بې‌سرپرسته ماشومانو سرپرستي يوه نوي کس يا کسانو ته ورکول کيږي. دا کسان بيا د ماشومانو د پالنې، روغتيا، خونديتوب او هوساينې مسؤوليت لري.

د راوستل کېدونکو کسانو د لګښتونو ورکولو لپاره ژمنليک چېرته وړاندې کيږي؟

په برلين، برېمن، هېسن او تورينګن کې اوسېدونکي افغانان کولای شي د کورنۍ غړو راوستلو لپاره يو  ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. دا ژمنليک د يوه درېيم کس (ملګري يا ګاونډي) له لوري هم وړاندې کېدای شي.

په تورينګن ايالت کې په استثنايي حالتونو کې (د مالي ستونزو د مخنيوي لپاره) څو کسان په ګډه هم ژمنليک وړاندې کولای شي. په داسې حالت کې بايد دا کسان اړونده فورمه ډکه کړي او څرګنده کړي چې په ګډه ژمنليک وړاندې کوي.

 

په هېسن ايالت کې يو بل کس هم د چا د کورنۍ د غړو د لګښت ورکولو لپاره ژمنليک وړاندې کولای شي. همدا شان تر څلور کسانو پورې په ګډه هم دا ژمنليک وړاندې کولای شي. اړينه نه ده چې دا کسان دې په هېسن ايالت کې ژوند وکړي. دوی کولای شي په بل ايالت کې هم اوسلنډربېهورده ته خپل غوښتنليک وړاندې کړي. البته بايد يادونه وکړئ چې ژمنليک مو د هېسن ايالت د منلو پروګرام (Landesaufnahmeprogramm Hessen) لپاره دی.

 

د ژمنليک وړاندې کوونکي بايد کوم لګښتونه پر غاړه واخلي؟

د دې لپاره چې ژمنليک وړاندې کوونکي له ډېر مالي ستونزو سره مخ نه شي، د راوستل کېدونکو کسانو ټول لګښتونه يې پر غاړه نه وراچول کيږي. د بېلګې په توګه د درمنلې، امېداورۍ، زېږون، پالنې او معلوليت‌ په شان حالتونو کې د روغتايي لګښتونو مرسته د کډوالو لپاره د مرستې قانون د ۴مې او ۶مې مادې له مخې دولت ورکوي.

ژمنليک وړاندې کوونکي کسان بايد يوازې د دې کسانو د کور کرايه او د ژوند لګښتونه ورکړي.

مهم: د هر کس راوستل کېدونکي کس لپاره بايد جلا ژمنليک وړاندې شي. دا ژمنليک جرمني ته د راوستل کېدونکو کسانو له رارسېدو وروسته تر ۵ کالونو پورې معتبر دی. په دې مانا چې د کورنۍ غړي مو تر ۵ کالونو پورې د جاب‌سنټر مرسته نه شي ترلاسه کولای.

د ژمنليک په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني د اوږدمهال ويزې ژمنليک) کې لوستلای شئ.

 

د راغوښتل کېدو او راتلو پروسه څه ډول ده؟

په برلين کې: د دې لپاره چې د جرمني سفارتونه ستاسې د کورنۍ د غړو لپاره د ويزې ورکولو پروسه پيل کړي، تاسې بايد لومړی د جرمني د بهرنيانو چارې ادارې ته (Landesamt für Einwanderung) ته د لېوالتيا څرګندونه (nteressenbekundung) وړاندې کړئ. دا څرګندونه يو ډول فورمه ده چې ستاسې او د کورنۍ د راوستل کېدونکو غړو په اړه مالومات پکې ليکل کيږي.

دا فورمه بايد ډکه شي او هلته له يادو شوو نورو سندونو سره یوځای (LAP@lea.berlin.de) برېښناليک ته ولېږل شي.

  • له هغه وروسته چې د وخت د ورکړې او غوښتنليک تاييد راشي، په بهر کې د جرمني سفارت به ستاسې د کورنۍ غړو ته د ويزو د ورکړې پروسه پيل کړي او له ويزو اخستلو وروسته به دوی جرمني ته راشي.

 

د برلين د پروګرام په اړه نورو مالومات د جرمني د بهرنيانو چارې ادارې پر وېبسایټ ولولئ. 

په تورينګن کې: د تورنيګن پروګرام په اړه نور جزئيات لا نشته. د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره اړين مالومات د تورينګن د بمف او کډوالو شورا پر وېبسایټونو لوستلای شئ.

 

په هېسن کې: په هېسن ايالت کې بايد غوښتنليک په انلاين بڼه پر (portal-civ) وېبسایټ وړاندې شي. که د درې ورځو په موده کې هلته ټول سندونه او مالومات ورزيات نه کړئ، د غوښتنليک پروسه بايد له سره‌ پيل کړئ. د دې پروګرام لپاره اړوند چک‌لېست هم شته چې له مخې يې سندونه برابرولای شئ. د ګيسن پر وېبسایټ د نورو پوښتنو ځوابونه هم موندلای شئ.

د مهمو پوښتنه لپاره د دې ايالت سيمه‌ييزې شورا ته له دوشنبې تر پنجشنبې د سهار له ۸ بيا د مازديګر تر ۴ بجو او د جمعې په ورځ د سهار له ۸ بيا د ماسپښين تر درې بجو پورې په (۰۵۶۱۲۰۴۳۷۵۷) شمېره زنګ وهلای شئ.

 

په برېمن کې: هغه کسان چې برېمن ته د دې پروګرام له لارې راځي، بايد د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. د راوستلو پروسه په لاندې ډول پر مخ ځي:

  • امنيتي ادارې به د اړوند کسانو هويت مالوم کړي
  • د اړونده کسانو د خپلوۍ اړيکې به وارزول شي
  • اړين شرطونه او غوښتل کېدونکي سندونه به وارزول شي.

پاملرنه: که راتلونکي کسان معتبر پاسپورت ونه لري، کولای شي د تابعيت له تذکرې يا هويت له بل ورته سند سره جرمني ته راشي. دوی ته به د جرمني په اړوند سفارت کې د سفر سند ورکړل شي.

له راتګ وروسته به څه کيږي؟

له راتګ وروسته بايد ستاسې د کورنۍ غړي، په سيمه کې له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د استوګنې اجازې غوښتنه وکړي. دوی ته به د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې د لومړي بند له مخې د استوګنې اجازه ورکړل شي. دا اجازه د دوو کالونو لپاره معتبره ده او بيا به تمديد شي. د کورنۍ غړي مو کولای شي له دې اجازې سره کار هم وکړي. 

د يادونې وړ ده چې د کورنۍ راوستل شوي غړي مو بايد په برلين، برېمن، هېسن يا تورينګن کې پاته شي.

د تورينګن لپاره استثنا: که د کورنۍ راوستل شوي غړي مو په بل ايالت يا ښار کې کار ومومي او د خپل ژوند لګښتونه پوره کړای شي، کولای شي هلته کډه وکړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: