له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

د جرمني فدرالي حکومت د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې په ۱۷مه نېټه د تر ګواښ لاندې افغانانو لپاره د منلو يو نوی پروګرام اعلان کړ. دا پروګرام به د ۲۰۲۵ کال تر سپتمبر مياشتې پورې دوام ولري. موږ دلته د دې پروګرام په اړه مالومات راټول کړي دي او وخت پر وخت يې تازه کوو. د يادونې وړ ده چې لا هم ځينې پوښتنې بې‌ځوابه پاته دي.

د ۲۰۲۲ کال د منلو فدرالي پروګرام په اړه بشپړ مالومات

د منلو فدرالي پروګرام يا (Bundesaufnahmeprogramm) څه دی؟

د دې پروګرام له مخې به فدرالي حکومت هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د منلو تاييدليک ورکړي او جرمني ته د راوستلو لارې چارې به يې اسانې کړي. د منل کېدونکو کسانو شمېر محدود دی. په ټوليز ډول هره مياشت زر کسانو ته تاييدليک لېږل کيږي او په دې کسانو کې د تر ګواښ لاندې کسانو تر څنګ د هغوی د کورنيو غړي هم شامل دي. په دې ډول په منځني ډول هره مياشت شاوخوا ۲۵۰ تر ګواښ لاندې کسان او د هغوی د کورنۍ غړي (ماشومان او مېړه يا ښځه) منل کيږي. په ياد مو وي چې په عمل کې د دې کسانو راايستل ښايي مياشتې وخت ونيسي.

د منلو فدرالي‌ پروګرام د چا لپاره دی؟

دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی چې لا هم په افغانستان کې دي. هغه کسان چې له افغانستان څخه وتلي‌ او په نورو هېوادونو کې دي، د دې پروګرام برخه نه دي. د دې پروګرام له مخې لاندې کسانو ته تاييدليک ورکول کيږي:

  • د ښځو يا بشري حقونو لپاره د مبارزې له کبله يې ژوند ته ګواښ وي.
  • په قضايي، سياسي، رسن‍يزه، اکاډميکه، کلتوري، سپورتي يا ساينسي برخه کې يې کار کړی وي او اوس يې ژوند ته له همدې کبله ګواښ وي.
  • د جنسيت، مذهب او جنسي لېوالتيا له کبله له زورزياتي سره مخ وي او يا هم د ښځو له حقونو د جدي سرغړونو او يا مذهبي لږکيو سره د تړاو له کبله شکنجې او ځورونې سره مخ وي.

مهم: له افغانستان څخه وتلي کسان نه شي کولای دې پروګرام ته نوم‌ليکنه وکړي.

وړ کسان څه ډول د دې پروګرام لپاره نوم‌ليکنه کولای شي؟

د منلو فدرالي پروګرام ته تر اوسه په خپله نوم‌ليکنه نه شئ کولای. نوم‌لیکنه د ځینو نادولتي سازمانونو له لارې ترسره کیږي. دا سازمانونه راپور ورکوونکي يا ثبتوونکي بنسټونه (meldeberechtigte Stellen) بلل کیږي. دا ادارې له میاشتو راهیسې په افغانستان کې له زیانمنو کسانو څخه اسناد راټولوي او تر دې وړاندې یې هم ګڼې دوسیې چمتو کړي دي. د منلو فدرالي پروګرام اوس مهال یوازې هغو کسانو ته د منلو تاييدليکونه ليږي، کوم چې له وړاندې دې بنسټونو سره د تر ګواښ لاندې کسانو په توګه ثبت دي.

مهم: راپور ورکوونکي بنسټونه په خپله د تاييدليک ورکولو پرېکړه نه کوي. دا پرېکړه فدرالي حکومت کوي چې چا ته د منلو تاييدليک ورکړي.

فدرالي حکومت پلان لري‌ چې په راتلونکي کې نورو کسانو ته هم د ثبت پروسه خلاصه کړي خو دا چې کله به دا کار کيږي، لا هم مالومات نشته.

په افغانستان کې له سياحتي شرکتونو سره هم ځان ثبتولای شو؟

نه. سياحتي شرکتونه او اشخاص د منلو له فدرالي پروګرام سره هېڅ تړاو نه لري. ټول هغه کسان چې تاسې ته د ثبت د کوډ يا بل څه ترلاسه کولو او په پروګرام کې د ګډون وعده درکوي او پیسې غواړي، ناسم دي. يوازې په جرمني کې د قانوني ثبتوونکې نادولتي ادارې چې (meldeberechtigten Stellen) بلل کيږي، کولای شي خلک ثبت کړي او فدرالي حکومت ته يې لېستونه وليږي. له دې ادارو سره نوم ثبتول وړيا دي.

د ثبت پروسه څه ډول پر مخ ځي او څه ته بايد پام وشي؟

کله چې له ثبتوونکو ادارو سره ثبت شئ، دوی به ستاسې د ګواښ کچه وارزوي. که په لومړۍ زمويښتي مرحله کې د منلو پروګرام معيارونه پوره کړئ، يو لېنک به ترلاسه کړئ چې يوه وېبسای‍ټ ته مو بيايي. دا لېنک د هر کس لپاره ځانګړی شوی (personalisiert) دی او يوازې يو ځل کار کوي. هلته به انلاين فورمه ډکه کړئ او دا کار شاوخوا يو ساعت وخت ته اړتيا لري. پر دې مهال بايد ثابت او ښه انټرنېټ ولرئ او خپل ټول سندونه له ځان سره ولرئ.

د منلو پروګرام لپاره فدرال حکومت يو انلاين فورم چمتو کړی چې شاوخوا سل پوښتنې لري. په دې فورم کې د خپلو شخصي مالوماتو تر څنګ بايد لاندې مالومات هم ورزيات کړئ:

  • د روغتيايي درملنې اړتيا
  • د ژوند شرايط
  • ستاسې د فعاليت له کبله ستاسې ژوند ته ګواښ
  • ستاسې د جنسيت له کبله ستاسې ناخونديتوب يا زيانمنتيا
  • ستاسې د مذهبي تړاو له کبله ستاسې ناخونديتوب يا زيانمنتيا
  • د بېلابېلو جنسي هويتونو  يا LGBTIQ لپاره ناخونديتوب يا زيانمنتيا
  • له جرمني سره شونې اړيکه
  • د اغام وړاندوينه (Integrationsprognose)، د بېلګې په توګه د جرمني ژبې زده‌کړه

 

په‌ ياد مو وي چې له ثبتېدلو وروسته بيا د منلو تر تاييدليک (Aufnahmezusage) ترلاسه کولو او جرمني‌ ته راوستلو پورې ښايي مياشتې وخت تېر شي. د پېچلې پروسې له کبله ښايي اړيکه او ځواب بيا بيا وځنډيږي. هغه کسان چې د منلو تاييدليک ترلاسه کوي، له افغانستان څخه د وتلو لپاره مرسته ورسره کيږي. د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د جرمني سفارتونه او کنسولګرۍ جرمني ته د راتګ لپاره ويزه درکوي‌ او اړينه مرسته درسره کوي.

په جرمني کې د کورنۍ له غړيو سره د دې پروګرام له لارې يوځای کېدای شو؟

نه. د کورنۍ له غړيو سره یوځای کېدل په دې پروګرام کې د شاملېدو دليل نه شي‌ کېدای. په دې پروګرام کې د شاملېدو لپاره يو شرط د اړوند کس ژوند ته ګواښ دی. د يادونې وړ ده چې د جرمني بېلابېل ايالتونه پلان لري چې د منلو ايالتي پرورګرامونه (Landesaufnahmeprogramm) پيل کړي. د دې پروکرامونو له مخې نور کسان جرمني ته راتلای شي. که دا پروګرام پيل شي، جزئ‍يات به يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپاره کړو.

له کومو ثبتوونکو بنسټونو سره اړيکه نيولای شو؟

بايد په ياد مو وي چې ثبتوونکي بنسټونه په خپله د تاييدليک ورکولو پرېکړه نه کوي. دا پرېکړه فدرالي حکومت کوي چې چا ته د منلو تاييدليک ورکړي. له ثبتوونکو بنسټونو ځينې يې تر ګواښ لاندې کسانو ته دا فرصت ورکوي چې ځانونه ثبت کړي. ځينې نور يې بيا په دې اړه اعلان نه کوي خو په خپلو رسمي ټويټر اکون‍ټونو يا وېبسایټونو اړوند مالومات خپروي. د اوس لپاره د لاندې بنسټونه لا هم تر ګواښ لاندې کسانو ته د نوم ليکنې فرصت ورکوي:

Kabul Luftbrücke

کابل لوفټبروکه له تېر کال راهيسې د يوې فورمې په وسيله خلک ثبتوي او ښايي له دې ډلې ځينو ته له افغانستان څخه د وتلو فرصت برابر شي. البته دا بنسټ خپله د تاييدليکونو ورکولو صلاحيت نه لري.

Reporter ohne Grenzen

بې‌سرحده راپورټران له هغو ژورنالستانو او د رسنيو له کارکوونکو سره مرسته کوي چې د خپلو راپورونو او دندې له کبله له ځانګړي ګواښ سره مخ دي. البته دا بنسټ په خپله ويزې نه ورکوي او په خپله خلک له افغانستان څخه نه شي ايستلای. دوی تر ځانګړي او جدي ګواښ لاندې ژورنالستان او د رسنيو کارکوونکي فدرالي حکومت ته ورپېژني او که څوک وړ وي، د منلو تاييدليک ترلاسه کوي. له دې بنسټ سره د ثبت لپاره دا فورمه د لنډ مهال لپاره بنده شوې ده. کله چې بېرته خلاصه شي، موږ د فېسبوک پر پاڼه او دلته بيا خبر درکوو.

په ياد مو وي چې د خلکو د منلو وروستۍ پرېکړه د جرمني فدرالي‌ حکومت کوي.

زما د کورنۍ غړيو ته هم د منلو تاييدليک ورکول کيږي؟

هو. که تاسې د منلو تاييدليک ترلاسه کړئ، ستاسې د کورنۍ اصلي غړيو (Kernfamilie) ته هم تاييدليک ورکول کيږي. د کورنۍ لاندې غړي د منلو تياييدليک ترلاسه کولای شئ: مېړه، ښځه او له اتلس کالونو د کم عمر لرونکي مجرد ماشومان. د ګډ ژوند شريکان هم منل کيږي خو که د ژوند شراکت يې بايد باوري وي. له دې پرته ښايي د کورنۍ هغه غړي هم ومنل شي چې له اصلي کس سره ځانګړي اړيکه لري او يا يو پر بل تکيه وي. دا تړاو يا تکيه بايد يوازې اقتصادي نه وي، بلکې يو د بل پالنه وکړي او يا يو له بل پرته ژوند ونه کړای شي. دا ډول تړاو بايد په ښه توګه ثابت شي او دلايل يې روښانه وي.

د کورنۍ هغه غړي چې تر جدي ګواښ لاندې دي، هم په پام کې نيول کيږي. د ګواښ دا حالت بايد له اصلي کس سره د مستقیمو اړیکو له امله رامینځته شوی وي، کوم چې غوښتنلیک وړاندې کوي. بیلګه: تاسې د ګواښ سره د مخ شوي کس لويه خور یاست او له هغه سره د اړیکو له امله په ښکاره ډول ګواښل شوې یاست.

د جرمنيانو پخواني همکاران له دې پروګرام څخه ګټه اخستلای شي؟

د جرمني د پخوانيو همکارانو د منلو پروګرام جلا دی او له دې پروګرام سره په موازي توګه پر مخ ځي. د هغه پروګرام په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: