له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

په افغانستان کې د حالت بدلون هغه افغانان هم اغېزمن کړي دي چې په پخوا په جرمني کې ژوند کوي. دلته به د دې کسانو لپاره هغه مالومات ومومئ چې د حالت له بدلون سره اړه لري.

په جرمني کې د مېشتو افغانانو لپاره مالومات

اوس افغانستان ته خلک ډيپورټ کيږي؟

نه. اوس مهال افغانستان ته ډيپورټ نشته. د تازه مالوماتو لپاره له موږ سره اوسئ.

يادونه: د دوبلين قوانين لا هم پلي کيږي او د افغانانو لپار هم معتبر دي. که په بل اروپايي هېواد کې مو د ګوتو نښې اخستل شوې وي او يا مو هلته د پنا غوښتنه کړې وي، ښايي جرمني مو بېرته هماغه هېواد ته وليږي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي‌ څپرکي (د دوبلين پروسيجر) کې ولولئ.

ما د پنا غوښتنه کړې ده، اوس به څه کيږي؟

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي ادراه يا بامف (BAMF) پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال  د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېتې به د افغانو د کیسونو ارزول بیا پیل شي. کیدای شي ډیر ژر یا نږدې راتلونکې کې تاسې ته د انټرويو لپاره بلنه در ولیږل شي. په دې اړه لا ډېر مالومات د پناغوښتنې پروسيجر په څپرکي کې لوستلای شئ.

د پناغوښتونکو د ملاتړ اروپايي ادارې (Easo) په راپور کې څه راغلي دي؟

د دې راپور له مخې لاندې کسان (د ځورېدنې او تعقيب له مخې) د پناغوښتونکو تر تعريف لاندې راځي:

-       هغه کسان چې د افغانستان له پخواني حکومت سره يې په قضايي او امنيتي برخو کې په کليدي پوسټونو کار کړی وي.

-       هغه کسان چې بهرنيو بنسټونو سره يې کار کړی وي او يا ويل کيږي چې د هغوی ملاتړ يې کړی دی.

-       هغه مذهبي رهبران چې پر طالبانو نيوکې کوي.

-       هغه ژورنالستان، د رسنيو کارکوونکي او د بشري حقونو پلويان چې د طالبانو مخالف ګڼل کيږي.

په راپور کې همدا شان راغلي چې د طالبانو بيا راتګ پر ښځو او نجونو هم ډېر منفي اغېز کړی دی.

دا چې بمف به د دې راپور پر بنسټ يادو شوو کسانو ته پنا ورکړي‌ او که نه، لا هم مالومه نه ده. البته بمف ويلي چې بيا به هم هر کېس کتل کيږي او پر بنسټ به يې پرېکړه کيږي. دا چې د بمف پرېکړه نامالومه ده، کولای شئ زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې هغه مالومات ولولئ چې کولای شئ په مرسته يې له پناغوښتنې پرته په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ.

ما د بمف د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته اعتراض کړی دی او څو کالونه کيږي چې منتظر يم، څه به کيږي؟

په دې اړه ځانګړی قانون نشته. هره محکمه په ځانګړې توګه د قضيې د ارزونې په اړه پرېکړه کوي. البته اوس ښايي غوره وي چې له خپل وکيل سره خبرې وکړئ څو له محکمې څخه يو ځل بيا په دې اړه پوښتنه وکړي.

يادونه: فکر مو وي چې ستاسې لپاره هره ورځ مهمه او برخليک ټاکونکې ده. هره ورځ او خپل وخت د ژبې د زده‌کړې، اوسبیلډونګ پيلولو او يا دندې موندلو لپاره وکاروئ. په دې ډول به وروسته ښايي هغه شرطونه په اسانۍ پوره کړئ چې له مخې يې په جرمني کې د پنا له قضيې پرته پاته کېدای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره د استوګنې اجازه) کې هم لوستلای شئ.

زما د پنا غوښتنه رد شوې ده او اوس ډولډونګ لرم، څه کولای شم؟

هغه ډولډونګ لرونکي کسان چې په افغانستان کې د سياسي دلايلو له کبله تر څار لاندې وي، کولای شي د بيا ځلې پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag) وکړي. همدا شان له دې ډلې هغه کسان چې تر ځانګړي ګواښ لاندې نه وي، کولای شي د پنا غوښتنې د پروسې د بيا پیل (Antrag auf Wiederaufgreifen des Asylverfahrens) غوښتنه وکړي.

بيا ځلې پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag): که د طالبانو له واک ته رسېدلو وړاندې د چا د پنا غوښتنه رد شوې وي او له هغه راهيسې ډولډونګ ولري، ښه به وي چې اوس بيا د پنا غوښتنه (Asylfolgeantrag) وکړي. د بيا ځلې پنا غوښتنه هغه وخت کيږي چې د چا خپل او يا د خپل هېواد حالات هومره بدل شي چې له بيا ځلې پنا غوښتنې سره د منل کېدو چانس ولري. اوس د دې غوښتنې لپاره درې‌ماشتنۍ موده هم په پام کې نه نيول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د پناغوښتنې ردېدل) کې هم لوستلای شئ. که غواړئ، په دې اړه له مشورتي ادارو هم مرسته ترلاسه کولای شئ.

 زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ. د يادونې وړ ده چې د مشورې اخستلو پر مهال خپل ټول سندونه له ځان سره يوسئ.

مهم: که اوسبيلډونګز‌‌ډولډونګ يا بشېفتيګونګزډولډونګ لرئ او يا مو ډولډونګ په نږدې موده کې د استوګنې په اجازه بدليږي، د بيا ځلې پناغوښتنې په اړه بايد ښه فکر وکړئ. له بيا ځلې پنا غوښتنې سره له تاسې ډولډونګ اخستل کيږي او بيا د استوګنې لنډمهالی سند (Aufenthaltsgestattung) درکول کيږي. له همدې کبله ښه ده چې لومړی په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ.

تازه: د جرمني د استوګنې د ازمایښتي اجازې نوی قانون (§104c Aufenthaltsgesetz) د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې له ۳۱ نېټې وروسته نافذ او د ۲۰۲۳ز کال د جنوري‌ له لومړی وروسته پلي کېږي.‌ د دغه استوګنې د اجازې موده به ۱۸ میاشتې وي،‌ دا اجازه به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې پنځه کاله یې په جرمني‌ کې له ډولډونګ يا ډولډونګ لایت سره ژوند کړی وي،‌ کوم جرم یې نه وي‌ کړئ او د جرمني‌ اساسي قانون ته ژمن وي.‌ د دې تر څنګ تاسو باید په دغه ۱۸ میاشتو کې دننه د اوږد مهاله استوګنې اجازې د تر لاسه کولو شرطونه پوره کړئ په ځانګړې توګه هغه د استوګنې اجازه چې د §25a   او 25b§ قانون په اساس ورکول کېږي.‌ که په دغه ۱۸ میاشتو کې د دې کار په کولو بریالي نه شئ بیا به ډولونګ درکړل شي.‌

په دې اړه بشپړ مالومات د ازمويښتي استوګنې اجازه په څپرکي کې ولولئ.

 

د پنا غوښتنې د پروسې بيا پیل (Antrag auf Wiederaufgreifen des Asylverfahrens): که تر سياسي څار لاندې نه ياست او په ځانګړې توګه مو ژوند ته ګواښ نه وي، بيا ځلې پناغوښتنه هم ښايي ګټوره نه وي. البته بيا هم کولای شئ د پناغوښتنې د پروسې د بيا پيل غوښتنه (Antrag auf Wiederaufgreifen des Asylverfahrens) وکړئ. په دې توګه مو د پناغوښتنې دوسيه بيا پرانستل کيږي. دا چې په افغانستان کې حالات ډېر خراب شوي‌ دي، پر ډيپورټ د بنديز (Abschiebungsverbot) ترلاسه کولو چانس لرئ. د اصولو له مخې د استوګنې دا ډول اجازه د يوه کال لپاره ورکول کيږي او بيا يې وخت غځول کيږي. دا اجازه له ډولډونګ څخه ښه ده او په اړه يې نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د استوګنې اجازې ډولونه) کې لوستلای شئ. د پروسې د بيا پيل غوښتنه په ليکلي‌ ډول له بمف څخه کولای شئ. د ځواب لپاره ښايي ډېر وخت منتظر پاته شئ. په ياد مو وي چې له غوښتنې وړاندې مشوره ترلاسه کړئ. د مشورتي ادارو کارکوونکي کولای شي له تاسې سره مرسته وکړي او غوره مشوره درکړي. تر هغې چې د غوښتنې په اړه مو پرېکړه کيږي، ډولډونګ مو معتبر پاته کيږي.

د کار اجازې يا د اوسبيلډونګزډولډونګ غوښتنه مې رد شوې ده، څه کولای شم؟

که په تېره موده کې مو د کار اجازې يا اوسبيلډونګز‌ډولډونګ غوښتنه رد شوې وي، کولای شئ اوس يو ځل بيا غوښتنه وکړئ. دا غوښتنې پخوا ځکه ردېدلې چې افغانستان ته ډيپورټ ممکن و خو اوس چې ډيپورټ بند شوی دی، دا اجازه بېرته ورکول کيږي. په ياد مو وي چې د خپلې غوښتنې د ځواب لپاره يوه اونۍ وخت وټاکئ. که اوسلنډربېهورده په يوه اونۍ کې ځواب درنه کړي، کولای شئ اداري محکمې (Verwaltungsgericht) ته يوه عاجله عريضه (Eilantrag) وکړئ. که غواړئ، په دې اړه له مشورتي ادارو هم مرسته ترلاسه کولای شئ.  زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ.

 

اوسلنډربېهورده له ما څخه د افغانستان د تذکرې يا پاسپورت غوښتنه کوي، څه وکړم؟

زموږ د مالوماتو له مخې په جرمني کې افغان سفارت او کنسولګرۍ اوس مهال نوي پاسپورټونه او تذکرې نه ورکوي. تاسې کولای شئ د دې خبرې د تصديق لپاره د افغانستان له سفارت يا اړوندې کنسولګرۍ سره اړيکه ونيسئ او هغه سند بيا اوسلنډربېهورده ته ښکاره کړئ. که دوی بيا هم تاکيد کوي، ښه به وي چې د مهاجرو له شوراګانو سره اړيکې ونيسئ او مرسته ترې وغواړئ. په ټولو ايالتونو کې د مهاجرو شوراګانو پتې پر (fluechtlingsrat.de) وېبسایټ موندلای شئ. 

د ياونې وړ ده چې‌ سفارت يا کنسولګريو کې ښايي حالات هره ورځ بدل شي. کولای شئ دوی ته ټليفون وکړئ او د اړونده خدمتونو په اړه پوښتنه ترې وکړئ. 

 زموږ د لټونګر ماشين په مرسته او يا هم پر (proasyl.de) يا (adressen.asyl.net) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې مشورتي ادارې موندلای شئ.

کولای شم د پناغوښتنې د پروسې پر مهال د ادغام په کورسونو کې ګډون وکړم؟

د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ مياشتې له ۱۷مې نېټې راوروسته ټول افغان پناغوښتونکي، د پناغوښتنې په دوران کې هم کولای شي د انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون غوښتنه وکړي. د يادونې وړ ده چې قبول شوي کسان او د جرمنيانو پخواني همکاران يا هغه تر ګواښ لاندې کسان چې د ۲۲مې مادې له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کوي، له اوله د ادغام په کورسونو کې د ګډون مستحق وو. دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ادغام کورسونه) کې لوستلای شئ.

کولای شم د پناغوښتنې د پروسې پر مهال د کار لپاره د جرمني ژبې په کورسونو کې ګډون وکړم؟

هو. د جرمني د کار او سوسيال وزارت افغانانو ته اجازه ورکوي چې د کار لپاره د جرمني ژبې په کورسونو کې ګډون وکړي. د دې کورسونو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي ( د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: