له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

هغه کسان چې د ۲۰۱۳ کال له پيل راهيسې يې په مخامخ توګه له يوه جرمن ادارې يا جرمني پوځيانو سره کار کړی وي، د جرمنيانو محلي همکاران (Ortskräft) بلل کيږي. په دې ډله د GIZ، KFW او PCP کارکوونکي هم راځي. همدا شان د جرمني د سياسي او پراختيايي بنسټونو کارکوونکي هم تر دې کته‌ګورۍ لاندې راځي. دلته به ومومئ چې دوی له چا سره اړيکه نيولای شي او اوس حالت څنګه دی.

موږ خپل ټول توان کاروو څو ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ومومو او هره ورځ په دې اړه له اړونده ادارو سره اړيکه نيسو. په خواشينۍ چې د حکومتي ادارو له لوري د ځينو موضوعاتو په اړه کافي ‌مالومات نه ورکول کيږي.

که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو. د يادونې وړ ده چې ښايي حالات هره شېبه بدل شي او دا پاڼه له نويو مالوماتو سره تازه شي.

پاملرنه:

 په خواشينۍ چې هنډبوک جرمني، د خلکو په راوستلو کې کوم ځانګړی اغېز نه لري. هيله ده موږ ته خپل مالومات او سندونه مه رالېږئ او د دې پر ځای يې د خپلو پخوانيو کاردرکوونکو ادارو اړونده برېښناليکونو ته ولېږئ، ځکه يوازې دوی مو مرسته کولای شي. پام مو وي چې نارسمي پتو او خلکو ته خپل مالومات مه ورکوئ.

مهم مالومات:

  • د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په وينا اوس مهال له منل شوو کسانو سره مخامخ اړيکه نيول کيږي او لارښوونه ورته کيږي چې څه بايد وکړي.
  • هغه کسان چې پاکستان ته د جرمني ادارو په لارښوونه تللي دي، همالته به يې جرمني ته د تګ کارونه پر مخ ولاړ شي.
  • هغه کسان چې ايران ته د جرمني ادارو په لارښوونه تللي دي، اوس به د اړوندې خدماتي ادارې له لوري اړيکه ورسره ونيول شي او پاکستان ته به ولېږدول شي. اړونده اداره پاکستان ته د دوی د سفر او هلته د اوسېدو پر مهال د دوی ملاتړ کوي او له هماغه ځايه به يې جرمني ته د راوستلو کارونه پر مخ وړل کيږي.

کوم کسان چې په افغانستان کې دي او تاييدليک ولري، بايد د جرمني حکومت له اړونده مامورينو سره په همغږۍ ګام پورته کړي.

  • هغه کسان چې د جرمني د اړونده ادارو له خبر او همغږۍ پرته پاکستان ته ولاړ شي، هلته به يې د اوسېدو پر مهال مالي ملاتړ ونه شي.

خبرداری: داسې مالومات خپريږي چې ځينې کسان د جرمني ويزې او يا تاييدليکونه پلوري. پام مو وي چې دا درغلي ده او د خلکو له اړتياوو ناسمه ګټه اخستل دي. د جرمني ويزا يوازې هغو کسانو ته د جرمني د حکومت له لوري ورکول کيږي چې اړين شرطونه پوره کړي.

د جرمني د محلي همکارانو لپاره مهم مالومات

زه د قبلېدو تاييد (Aufnahmezusage) او معتبر پاسپورت لرم خو ويزه نه لرم!

که څوک د قبلېدو تاييدليک ترلاسه کړي، څه موده وروسته به بيا اړيکه ورسره ونيول شي. دوی ته به همدا شان مالومات ورکړل شي چې د جرمني کوم سفارت ته د ويزې اخستلو لپاره ورشي. دا سفارت ښايي په ايران، پاکستان او يا هم بل کوم هېواد کې وي. هلته به دوی ته د ويزې اخستلو لپاره وخت ورکړل شي او له ويزې اخستلو وروسته به د برېښناليک يا ټليفوني اړيکې په وسيله د سفر په اړه نور مالومات ورکړل شي.

هغو کسانو چې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کړی دی، له هماغه بنسټ څخه د تاييدليک ترلاسه کولو په اړه مالومات ترلاسه کولای شي.

له ځينو مهمو بنسټونو سره د اړيکې لپاره، لاندې پتې وکاروئ:

 

-       د بهرنيو چارو وزارت: okv@kabu.auswaertiges-amt.de

-       GIZ: okv-afghanistan@giz.de

-       د پرمختيايي چارو اداره: okv@bmz.bund.de

-       د جرمني دفاع وزارت / پوځ: RSMESEinsWVStOKV@bundeswehr.org

همدا شان کولای شئ د افغانستان د محلي همکارانو شبکې فورمه (Formular des Patenschaftsnetzwerk Afghanische Ortskräfte) هم ډکه کړئ. دا شبکه هڅه کوي چې له اړونده کسانو سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده چې دا يوه نادولتي شبکه ده او دا پرېکړه نه شي کولای چې څوک بايد جرمني ته راشي. د شبکې همکاران رضاکارانه او وړيا کار کوي.

که قبول شوي څوک ګاونډيو هېوادونو ته وتلي وي، سملاسي دې د جرمني له سفارتونو سره اړيکه ونيسي. دوی به بيا جرمني ته ستاسې په استولو کې مرسته وکړي. د جرمني د سفارتونو پتې او د اړيکو شمېرې د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) موندلای شئ. 

زه د قبلېدو تاييد يا ويزه لرم خو د کورنۍ غړي مې يې نه لري، څه وکړم؟

که د جرمنيانو د پخواني همکار يا تر ګواښ لاندې کس په توګه د قبلېدو تاييد يا ويزه ولرئ، د اصولو له مخې د خپلې کورنۍ نږدې غړي هم جرمني ته درسره راوستلای شئ. په دې غړو کې ستاسې مېړه/ښځه او له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي بچيان په ځانګړو حالاتو کې ستاسې له اتلس کالونو لوړ عمر لرونکي مجرد اولادونه هم راوستلای شئ.  زموږ د مالوماتو له مخې د ځينو کسانو بچيانو ته ويزې نه دي ورکول شوې او يا يې هم د کورنۍ يو څو غړو ويزې يا تاييدليکونه ترلاسه کړي دي. که تاسې هم له دې حالت سره مخ ياست، کولای شئ د جرمني له بهرنيو چارو وزارت څخه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د تاييدليک غوښتنه وکړئ. په ياد مو وي چې په غوښتنليک کې د ټولو اړونده کسانو نومونه، د زېږېدنې نېټې، د زېږېدنې ځای، د پاسپورت شمېرې او ستاسې د خپلوۍ نسبت (لکه: لور، زوی او ...) وليکئ.

دا غوښتنليک خپلې پخوانۍ ادارې او هغه برېښناليک ته ولېږئ چې تاييدليک مو ورڅخه ترلاسه کړی دی. که دا کار شونی نه وي،  (okv@kabu.auswaertiges-amt.de) پتې ته برېښناليک ولېږي.

پاملرنه!

که غواړئ د کورنۍ نور غړي لکه مور او پلار، له اتلس کالونو پورته خور او ورور جرمني ته راولئ،  باید د استوګنې قانون د ۳۶ مادې د دوهم بند له مخې د اظطراري يا سخت حالت له مخې غوښتنه (Härtefallantrag) وکړئ. ددې غوښتنلیک شرایط ډېر لوړ،  او پوره کول یې سخت دي.

په دې اړه لا ډېر مالومات د (کورنۍ د غړو راوستلو) څپرکي کې ولولئ.

ما د جرمني بنسټونو له يوه اړونده شرکت سره کار کړی دی، څه کولای شم؟

که له جرمني بنسټونو سره د مستقيم کار پر ځای مو له اړونده فرعي شرکتونو سره کار کړی وي، جرمني ته د راتګ چانس مو ډېر کم دی. زموږ د مالوماتو له مخې د دا ډول کسانو له لوري جرمني ته د راتګ غوښتنه ښايي يوازې په انفرادي او ځانګړو کېسونو کې ومنل شي. که غواړئ له دې چانس څخه ګټه واخلئ، له خپل پخواني کار درکوونکي سره اړيکه ونيسئ.

که د پخواني رييس يا دفتر برېښناليک نه لرئ، لاندې پتې وکاروئ:

-       د بهرنيو چارو وزارت: okv@kabu.auswaertiges-amt.de

-       GIZ: okv-afghanistan@giz.de

-       د پرمختيايي چارو اداره: okv@bmz.bund.de

-       د جرمني دفاع وزارت / پوځ: RSMESEinsWVStOKV@bundeswehr.org

همدا شان کولای شئ د افغانستان د محلي همکارانو شبکې فورمه (Formular des Patenschaftsnetzwerk Afghanische Ortskräfte) هم ډکه کړئ. دا شبکه هڅه کوي چې له اړونده کسانو سره مرسته وکړي. د يادونې وړ ده چې دا يوه نادولتي شبکه ده او دا پرېکړه نه شي کولای چې څوک بايد جرمني ته راشي. د شبکې همکاران رضاکارانه او وړيا کار کوي.

د سفر لپاره له کوم ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

اوس مهال يوازې له هغو کسانو سره مرسته کيږي چې د منلو تاييدليک او يا ويزه ولري. په دې حالتونو کې ښايي GIZ هم له تاسې سره مرسته وکړي. که د منلو تاييدليک ولرئ خو پاسپورت ونه لرئ او يا يې تمديد نه شئ کړای، له GIZ سره په (AFG-GC-staff-support@giz.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ.

که په بل هېواد کې وم، له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) هڅه کوي څو په ګاونډيو هېوادونو کې له کډوالو افغانانو سره مرسته وکړي. که مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ په هماغه هېواد مې له دې ادارې سره اړيکه (help.unhcr.org) ونيسئ. د يادونې وړ ده چې ښايي د دوی ځواب ډېر وخت ونيسي.

په افغانستان کې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د (بپرسېد) وېبسایټ پر (Service Map) په افغانستان کې اړينه مرسته ترلاسه کولای شئ. دا وېبسایټ په پښتو، دري او انګليسي ژبو کارولای شئ. هلته د مالي مرستې، وړيا خوړو، درملو، زده‌کړو، د مرکزونو يا امن خونو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: