له افغانستان څخه د خلکو راايستلو په اړه مالومات

Afghanistan
اوسمهالیز 22.01.2024

په افغانستان کې وضعيت کړکېچن او حالات پېچلي دي. موږ هڅه کوو چې دلته، جرمني ته د راتګ په اړه ټول اړين مالومات وړاندې کړو. موږ همدا شان هڅه کوو چې نورو هېوادونو ته د تګ د اسانتياوو په اړه هم لومړني مالومات تر تاسې پورې درورسوو. که نوي‌ مالومات ترلاسه کړو، همدلته يې د هنډبوک جرمني پر وېبسایټ خپروو.

Ausführliche Informationen:

د جرمني تر څنګ نور هېوادونه هم خپل پخواني همکاران او تر ګواښ لاندې کسان له افغانستان څخه وباسي. له دې ډلې ډېر هغه کسان چې منل شوي دي، د هماغه هېواد د منلو تاييدليک لري.

په څه بايد وپوهېږم؟

زه د بل اروپايي هېواد تاييدليک او ويزه لرم، کولای شم جرمني ته راشم؟

نه. که د ايټاليا يا پولنډ په شان د بل هېواد ويزه يا د منل کېدو سند لرئ، بايد همالته پاته شئ او په خپله خوښه بل هېواد د استوګنې لپاره نه شئ غوره کولای.

مهم: که د بل هېواد ويزه يا د منل کېدو سند لرئ خو بيا هم جرمني ته راشئ او دلته د پنا غوښتنه وکړئ، د پنا غوښتنه به مو د ناقانونه (unzulässig) پناغوښتنې په توګه رد شي او تاسې به بېرته هماغه هېواد ته ولېږل شئ. د دې رد بنسټ د دوبلين درېيمه مقرره ده او د اروپايي‌ ټولنې د اړوند هېوادونو په ګډون، په ناروې، ایسنلډ، لښتن‌شتاين او سويس کې هم پلې کيږي. د دې مقررې له مخې هماغه هېواد د يو چا د پناغوښتنې د قضيې مسؤول دی چې لومړی ځل ورغلی وي او يا يې ويزه ورکړې وي. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دوبلين پروسيجر) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: