د ماليې د حساب تصفيه (Steuererklärung)

اوسمهالیز 27.09.2023

څه ډول د خپلې ماليې حسابونه تصفيه کولای شم؟

د ماليې محاسبه او تصفيه (Steuererklärung) په عمومي ډول د عايد (Einkommenssteuer) مهمې ماليې ته اشاره کوي. دا ماليه له هغو پیسو اخستل کيږي چې تاسې يې د کال په اوږدو کې ترلاسه کوئ يا ګټئ. دا پیسې ښايي د يوه کارکوونکي يا مامور په توګه ستاسې معاش، عايد، د سوداګرۍ ګټه او يا هم د بېلګې په ډول د ساتل شوو پیسو سود او يا د کورونو کرايه وي. د ماليو د بېلابېلو ډولونو په اړه د مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د جرمني د ماليې سيستم) وګورئ.

د ماليې د تصفيې سندونه‌ په کال کې يو ځل د ماليې ادارې (Finanzamt) ته وړاندې کيږي. دا چې څوک بايد د ماليې د تصفيې سندونه ورکړي او که نه؛ له ځينو لاملونو سره اړه لري: د اصولو له مخې ازاد کارکوونکي او سوداګر يا شرکتونه بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړي او ځان ډاډمن کړي چې خپل عايد يې د ماليې ادارې ته روښانه کړی دی او د هغو ماليه يې ورکړې ده. که څوک ګمارل شوی وي او دنده يا کار ولري؛ د کار ورکوونکې اداره يا کس به يې د عايد ماليه په اتومات ډول د (Lohnsteuer) ډول له معاش څخه کمه او د ماليې ادارې ته وليږي. په دې حالت کې د ماليې د تصفيې سندونو وړاندې کولو ته اړتيا نشته. البته بيا هم د ماليې د تصفيې سندونه وړاندې کول ګټور وي؛ ځکه ښايي د ماليې ادارې ښايي له تاسې ډېرې پیسې اخيستې وي. په دې ډول ښايي د ماليې د تصفيې له سندونو وړاندې کولو وروسته د ماليې اداره بېرته يو څه پیسې درکړي.

په څه بايد وپوهېږم؟

د عايد ماليه بايد چېرته تحويل کړم؟

په جرمني کې د عايد ماليه تر ټولو مهمه ده. دا د دولت د عايد يوه ستره برخه جوړوي او د کارکوونکو او شخصي کاروبار درلودنکو دواړو له لوري ورکول کيږي. په دې ډول کابو ټول کسان دا ډول ماليه ورکوي. په عمومي ډول د عايد اووه داسې ډولونه شته چې په جرمني کې يې ماليه اخستل کيږي:

  • ازاد کار
  • له بل چا سره کار کول يا ماموريت
  • سوداګري او کاروبار
  • کرنه او مالداري
  • پانګونه
  • کرايه او ګروي
  • او د ماليې په قانون کې د تقاعد په شان ځينې نور ياد شوي عوايد

د ځينو عوايدو ماليه نه اخيستل کيږي. په دې ډله کې د والدينو پیسې (Elterngeld)، د بېکارۍ يا سوسيال او جاب‌سنټر پیسې (Arbeitslosengeld)، بافوګ (BAföG) او د برسونو يا سکالرشيپونو پیسې شاملې دي. همدا ډول د نيمه وخته کار (Mini-Job) او هغه عايد ماليه هم نه اخستل کيږي چې له بنسټيز يا لومړني عايد (Grundfreibetrag) څخه ټيټ وي. لومړنی يا بنسټيز عايد هر کال بدليږي. په ۲۰۲۳ کال کې د يوه کس لپاره لومړنی کلنی عايد ۱۰٫۹۰۸ يورو دی. که د چا عايد له دې کم شي، ماليه نه ترې اخستل کيږي. له دې پرته په جرمني کې هر اوسېدونکی کس چې پیسې ګټي، بايد د عايد ماليه ورکړي.

يادونه: که د استوګنې ځای مو په جرمني کې ثبت شوی وي؛ بايد د خپلو عوايدو ماليه ورکړئ. په عوايدو کې هغه پیسې هم حسابيږي چې تاسې يې له جرمني د باندې په بل هېواد کې ګټئ. د دې لپاره چې څوک دوه ځايه او دوه ځله ماليه ورنه کړي؛ د جرمني او ځينو نورو هېوادونو تر منځ د (Doppelbesteuerungsabkommen) په نوم يو تړون شته. دا تړون د ماليې د فدرالي‌ وزارت پر وېبسایټ موندلای شئ.

د عايد څومره ماليه بايد ورکړم؟

د ماليې اندازه د عايد له پیسو سره تړلې ده. په عمومي ډول هغه کسان چې ډېرې پیسې ګټي؛ ډېره ماليه ورکوي. د ماليې د محاسبې د ماشين (Steuerrechner) په مرسته د خپلې ماليې اټکلي اندازه مالومولای شئ. پر (www.brutto-netto-rechner.info) وېبسایټ هم دا ډول يو ماشين موندلای او په انګليسي ژبه يې هم کارولای شئ.

تقاعد شوي کسان، زده‌کړيالان او نيمه‌وخت کارکوونکي هم د عايد ماليه ورکوي؟

د تقاعد شوي‌کس په توګه د ماليې ورکړه ستاسې د تقاعد له پیسو او اوسني عايد (د بېلګې په ډول د کرايې يا سود پیسو) سره تړلې ده. که د ترلاسه کېدونکي عايد اندازه مو د لومړني معاف شوي عايد (Grundfreibetrag) له اندازې څخه زياته وي؛ بايد د خ‍پل تقاعد ماليه ورکړئ. دا خبره د هغو محصلانو په اړه هم صدق کوي چې له لومړني معاف شوي عايد څخه زياتې پیسې ترلاسه کوي. د نيمه وخت کارکوونکي (Minijobber) کولای شي په مياشت کې تر ۴۵۰ يورو عايد ولري. که له دې زياتې پیسې ترلاسه کړي؛ بايد د عايد ماليه ورکړي.

هغه کسان چې له دولته مرسته يا د بېکارۍ پیسې ترلاسه کوي؛ د عايد ماليه نه ورکوي خو بايد د ماليې د تصفيې په حسابونو کې د دې پیسو د اندازې يادونه وکړي.

څوک بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړي؟

که د ازاد کار له لارې عايد ترلاسه کوئ؛ بايد د ماليې حسابونه تصفيه کړئ. که څوک ګمارل شوی وي او دنده يا کار ولري؛ د کار ورکوونکې اداره يا کس به يې د عايد ماليه هره مياشت په اتومات ډول د (Lohnsteuer) ډول له معاش څخه کمه او د ماليې ادارې ته وليږي. که څه هم دا کسان په معمول ډول اړ نه دي چې د ماليې حسابونه تصفيه کړي خو بيا هم ځينې استثناوې شته چې په لاندې ډول دي:

  • هغه جوړه چې کار کوي او د ماليې ۳ او ۵ درجې يا کلاسونه غوره کړي وي.
  • تاسې يا د ژوند ملګري/ملګرې مو له ماليې ادارې څخه د مرستې (Freibeträge) غوښتنه کړې وي. د بېلګې په ډول د اوسبیلډونګ، معلوليت او يا د سفر د پیسو لپاره د مرستې غوښتنه.
  • د هغه اصلي عايد تر څنګ چې ماليه يې ورکوئ؛ بل عايد هم ولرئ. د بېلګې په ډول د کور د کرايې له درکه په کال کې له ۴۱۰ يورو زياتې ترلاسه کوئ.
  • له بېلابېلو ځايونو يا کارورکوونکو ادارو معاش ترلاسه کوئ او پر يوه ځای يې ماليه نه اخستل کيږي.
  • د خپل نورمال معاش تر څنګ د والدينو د پیسو (Elterngeld)، د ناروغۍ د پیسو (Krankengeld) او يا د بېکارۍ د پیسو (Arbeitslosengeld) په شان د بديل معاش عايد (Lohnersatzkosten) ولرئ.
  • له خپلې جوړې مو طلاق اخستی وي او بېرته مو په هماغه کال کې واده کړی وي.
  • له کاره د خلاصېدو يا منفکېدو انعام /زيان (Abfindung) ترلاسه کوئ.
  • له تېرو کلونو د ضرر د جبران پیسې (Verlustvortrag) پرې کوئ.
  • ښځه يا مېړه مو له په بل اروپايي هېواد کې اوسي او د عايد د ماليې د برېښنايي‌ ورکړې په سيستم کې ستاسې له مشخصاتو سره د محدودې ماليې ورکوونکې/ورکوونکي په توګه ثبت شوی يا ثبت شوې ده.

په پورته يادو شوو حالتونو کې اړ ياست چې د ماليې حسابونه تصفيه کړئ. حتا تقاعد شوي کسان هم اړ دي چې دا کار وکړي. له دوی څخه ځينې وخت د ماليې ادارې له لوري د ماليې د حسابې تصفيه غوښتل کيږي او ځينې وخت د لومړني عايد له لوړې اندازې د زيات عايد په ترلاسه کولو د دې کار اړتيا پيدا کيږي.

په خپله خوښه د ماليې د حسابونو تصفيه کول په زحمت ارزي؟

ډېر  ګمارل شوي کسان اړ نه دي چې د ماليې حسابونه تصفيه کړي. البته ځينې وخت ښايي دا کار ګټه وکړي او که له خپل عايد څخه شوي لګښتونه منفي کړي؛ ښايي د ماليې له ادارې بېرته یو څه پیسې ترلاسه کړي. د دې کار لپاره بايد د ماليې ادارې ته د خپلو مالي حسابونو يو حساب وړاندې کړئ څو هغوی مو د لګښتونو په اړه وپوهيږي. د ماليې اداره وروسته د خپلې محاسبې پر مهال یوازې پر هغه عايد ټکس وضع کوي چې له دې لګښتونو پاته شوی وي. د دې پروسې په اړه د زياتو مالوماتو لپاره (www.vlh.de) وېبسایټ وګورئ.

له ماليې څخه د خلاصېدلو هغه لګښتونه چې د ماليې اداره يې په پام کې نيسي؛‌ په درې برخو وېشل شوي دي:

  1. د اعلانونونو لګښتونه (Werbungskoste): دا لګښتونه ستاسې له دندې سره تړلي دي. د بېلګې په ډول کار ته د تګ يا د نورو زده‌کړو او ټرېننګونو لګښتونه.
  2. ځانګړي لګښتونه (Sonderausgaben):  دا له يو چا يا بنسټ سره د مرستې، روغتيايي يا اوږدمهاله پالنې د بيمو او ماشومانو د ساتنې په شان هغه شخصي لګښتونه دي چې تاسې کړې دي.
  3. استثنايي مالي لګښتونه (Außergewöhnliche Belastungen): دا د يوې ناروغۍ له کبله هغه شخصي لګښتونه دي.

دا لګښتونه بايد د خپلې ماليې د تصفيې په سندونو کې روښانه کړئ. البته د بېلونو په شان د ثبوتوونکو سندونو يوځای کولو ته اړتيا نشته خو بايد هر وخت تيار وي؛ ځکه ښايي وروسته د ماليې اداره د هغو غوښتنه وکړي. که د ماليې تصفيه او محاسبه سخته درته ښکاري؛ کولای شئ د ماليې يو سلاکار وګمارئ او يا د معاش د ماليې له مرستندويو اتحاديو د کومک غوښتنه وکړئ.

د دې لپاره چې د ځان او ماليې ادارې لپاره کار اسانه کړئ؛ کولای شئ د ثبونوونکو سندونو له وړاندې کولو پرته د ټولټال رقم (Pauschalbeträge) غوښتنه وکړئ. په دې اړه لا ډېر مالومات پر (www.vlh.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د کورنيو لپاره د ماليې کوم تخفيفونه شته؟

د کورنيو د ملاتړ لپاره د ماليې په راټولولو کې ځينې تخفيفونه په پام کې نيول کيږي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

-       د والدينو پیسې (Elterngeld): که د ماشوم له زېږېدو وروسته وغواړئ چې د خپل کار ساعتونه راکم کړئ؛ دولت به مو د والدينو د پیسو له لارې مرسته وکړي. د دې پیسو اندازه ستاسې له عايد سره اړه لري. تاسې کولای شئ د ماليې د کلاس يا درجې په بدلولو سره د دې پیسو اندازه لوړه کړئ. د واده شوې جوړې په توګه بايد د ماشوم له زېږېدو  وړاندې د ماليې په اړه ځانونه پوه کړئ. هغه جوړې چې د ماشوم په رخصتۍ (Babypause) ځي؛ د اصولو له مخې بايد د ماليې دريم کلاس غوره کړي. د کلاس يا درجې بدلولو لپاره بايد چټک ګام پورته کړئ او لږ تر لږه د رخصتۍ له پيل ۷ مياشتې وړاندې يې غوښتنه وکړئ. په دې اړه زيات مالومات پر (Stiftung Warentest) وېبسایټ موندلای شئ. که د والدرينو پیسې يا الټرن‌ګېلډ له ماليې خلاصې هم وي؛ بايد د ماليې د ددرجې په محاسبه کې يې ورزياتې کړئ.

-       د ماشومانو پیسې (Kindergeld) د ماشومانو تخصيص (Freibeträge für Kinder): ټول ميندې او پلرونه د ماشومانو لپاره لږ تر لږه ۲۵۰ يورو ترلاسه کوي. د لږ عايد لرونکي کولای شي له دې پرته د (Kinderzuschlag) په نوم د اضافي مرستې غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات د کار ادارې پر وېبسایټ لوستلای شئ. همدا شان د ماشومانو د تخصيص په نوم مرسته هم ترلاسه کېدای شي. البته يو څوک يوازې د ماشومانو پیسې او يا د ماشومانو تخصيص ترلاسه کولای شي. په يوه وخت کې دواړه نه ورکول کيږي. د ماليې د حسابونو د تصفيه کولو پر مهال د هر ماشوم لپاره اړوند فورمه ډکه کړئ. وروسته به د ماليې اداره خپله محاسبه کړي چې ستاسې لپاره کوم ترکيب غوره دی.

-       د پالنې لګښتونه/د زده‌کړو لکښتونه (Betreuungskosten/Ausbildungskosten): دولت تاسې ته د ماشومانو د پالنې لګښتونه (Kinderbetreuungskosten) هم درکوي. تاسې کولای شئ دوه پر درې برخه دا لګښتونه د ځانګړو لګښتونو په توګه د خپلې ماليې له حسابونو کم کړئ. د دې تر څنګ کولای شئ د خپل ماشوم د ساتنې او روزنې يا زدکړو لګښتونه هم د استثنايي مالي لګښتونو (Außergewöhnliche Belastungen) په توګه له ماليې څخه کم کړئ. که ستاسې لوی بچيان ستاسې سره نه اوسيږي؛ بايد د حرفوي زده‌کړو پر مهال يې له ځانګړو اړتياوو ځان خبر کړئ.

-       د يوازې مور يا پلار لپاره مرسته (Entlastungsbetrag für Alleinerziehende): که څوک په يوازې ځان خپل ماشوم ساتي او د ماشومانو د پیسو (Kindergeld) يا ماشومانو د تخصيص (Kinderfreibetrag) مستحق وي؛ کولای شي د يوازې والدينو لپاره د مرستې (Entlastungsbetrag für Alleinerziehende) غوښتنه هم وکړي.

-       Ehegattensplitting: هغه جوړې چې په مدني ملګرتيا (Lebenspartnerschaft) کې سره يوځای شوې وي؛ کولای شي په ګډه د ماليې حسابونه تصفيه کړي. د (Ehegattensplitting) په نوم د حساب تصفيه ښايي هغه وخت ګټوره وي چې له دواړو جوړو يو يې له بل څخه زيات عايد ولري. د دې کار لپاره د ماليې حسابونو د ګډې تصفيې د فورمې پر لومړۍ پاڼه د (Zusammenveranlagung) برخه په نښه کړئ.

-       د پالنې ټولټال ونډه (Pflege-Pauschalbetrag): که د خپل چا پالنه کوئ؛ کولای شئ د ماليې لپاره (Pflege-Pauschalbetrag) وکاروئ. د دې مانا دا ده چې تاسې يو ټولټال مقدار پیسې د پالنې د لګښتونو په توګه د ماليې له حسابونو راکمولای شئ.

د کورنيو لپاره د ماليې د سهولتونو په اړه ډېر مالومات پر (Familienportal des Familienministeriums) وېبسایټ موندلای شئ.

د ازاد کارکوونکي په توګه کوم شيان له خپل ماليه وړ عايد څخه کمولای شم؟

له ماليې څخه د خلاصېدلو هغه لګښتونه چې د ماليې اداره يې په پام کې نيسي؛‌ په درې برخو وېشل شوي دي:

1.     د اعلانونونو لګښتونه (Werbungskoste): دا لګښتونه ستاسې له دندې سره تړلي دي. د بېلګې په ډول کار ته د تګ يا د نورو زده‌کړو او ټرېننګونو لګښتونه.

2.     ځانګړي لګښتونه (Sonderausgaben):  دا له يو چا يا بنسټ سره د مرستې، روغتيايي يا اوږدمهاله پالنې د بيمو او ماشومانو د ساتنې په شان هغه شخصي لګښتونه دي چې تاسې کړې دي.

3.     استثنايي مالي لګښتونه (Außergewöhnliche Belastungen): دا د يوې ناروغۍ له کبله هغه شخصي لګښتونه دي.

دا لګښتونه بايد د خپلې ماليې د تصفيې په سندونو کې روښانه کړئ. البته د بېلونو په شان د ثبوتوونکو سندونو يوځای کولو ته اړتيا نشته خو بايد هر وخت تيار وي؛ ځکه ښايي وروسته د ماليې اداره د هغو غوښتنه وکړي. 

د دې لپاره چې د ځان او ماليې ادارې لپاره کار اسانه کړئ؛ کولای شئ د ثبونوونکو سندونو له وړاندې کولو پرته د ټولټال رقم (Pauschalbeträge) غوښتنه وکړئ. په دې اړه لا ډېر مالومات پر (www.vlh.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د یوه ازاد کارکوونکي په توګه په پورته يادوو شوو مواردو د پاسه، کولای شئ د عملياتيي لګښتونو (Betriebsausgaben) په شان ډېر لګښتونه له خپلې ماليې څخه کم کړئ. په تخصصي لګښتونو کې ښايي نوی لپټاپ، د کاري سفرونو يا استوګنې لګښتونه، د مبايل لګښتونه، د کار لپاره د نورو توکو يا خدماتو لکښتونه او يا د دفتر لګښتونه شامل شي. واړه شيان سملاسي د ماليې له حسابونو کمېدای شي خو قيمتي شيان بايد د ډېرو کلونو لپاره په حسابونو ووېشئ. په دې ډول د لګښتونو د پلانولو په مرسته د خپلې ماليې مقدار يو څه راکمولای شئ. د ازاد کارکوونکي په توګه غوره ده چې د ماليې له يوه سلاکار څخه مرسته وغواړئ. هغه په دقيق ډول پوهيږي چې څه شی له ماليې کم شي او څه نه. که څه هم د ماليې د سلاکار مرسته پیسې غواړي خو کولای شئ په راتلونکي کال کې د خپلې ماليې له حسابونو دا پیسې هم کمې کړئ.

چېرته او څنګه د خپلې ماليې د تصفيې سندونه ورکولای شم؟

که چا خپل تجارت يا کاروبار ثبت کړی وي؛ له کرنې او مالدارۍ عايد ولري او يا ازاد کاروبار وکړي؛ بايد د خپلې ماليې د تصفيې سندونه په الکترونيکي بڼه وړاندې کړي. دا کار د جرمني د ماليې ادارې اړوند د الستر پر وېبسایټ کولای شي. هلته د خپلې ماليې د پېژند له شمېرې (Steueridentifikationsnummer) او برېښناليک په مرسته ځان ثبت کړئ. په ياد مو وي چې د ثبتېدلو پروسه تر وروستۍ نېټې مه ځنډوئ؛ ځکه ستاسې د حساب تاييدېدل څو ورځې وخت غواړي. د دې تر څنګ د (smartsteue) په شان ځينو نورو پروګرامونو کې هم د خپلې ماليې د تصفيې حسابونه وړاندې کولای شئ خو بايد يو څه بيه يې پرې کړئ. د دې ډول پروګرامونو کارول د الستر په پرتله اسانه دي.

مامورين او له نورو سره کارکوونکي کسان کولای شي د ماليې حسابونه په الکترونيکي بڼه تصفيه کړي او يا په اړوند سندونه د پوست له لارې وليږي او يا يې خپله د ماليې ادارې ته وروړي. که څوک د خپل معاش د پاسه په کال کې د والدينو د پیسو په شان بل داسې اضافي عايد ولري چې له ۴۱۰ يورو زيات وي؛ اړ دي چې ماليه په الکترونيکي بڼه تصفيه کړي. د ماليې د تصفيې فورمې په انلاين بڼه پر (formulare-bfinv.de) وېبسایټ موندلای شئ. پر (Behördenwegweiser) وېبسایټ د خپلې سيمې اړوند د ماليې اداره موندلای شئ.

يادونه: د اصولو له مخې تاسې اړ نه ياست چې د ماليې له تصفيې سره اړوند بېلونه هم يوځای د ماليې ادارې ته ولېږئ. البته بيا هم ښه ده چې هغه له ځان سره تيار وساتئ؛ ځکه ځينې وخت د ماليې  اداره وروسته ان تر لسو کالو د هغو پوښتنه کولای شي.

کومو مهلتونو ته بايد پام وکړم؟

که اړ ياست چې د خپلې ماليې حسابونه تصفيه کړئ، بايد د راتلونکي کال د جولای مياشتې تر ۳۱مې نېټې دا کار وکړئ. که د مالي سلاکار يا د ماليې د مرستندويو ټولنو په وسيله دا کار کوئ؛ له دې يو څه زيات وخت لرئ. په دې ډول د راتلونکي دوهم کال د فبرورۍ مياشتې تر پايه وخت درکول کيږي. په استثنايي حالتونو کې د ماليې له ادارې څخه په ليکلي ډول د مالي حسابونو د تصفيې لپاره د وخت د غځولو غوښتنه کولای شئ. په ليک کې بايد د مودې د غځولو دلايل او وروستۍ نېټه روښانه کړئ. په هر حال دا بيا هم د ماليې له ادارې سره تړلې ده چې اضافه وخت درکوي که نه.

يادونه: د ۲۰۲۲ کال د مالي حسابونو تصفيه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر مياشتې تر دوهمې نېټې پورې کولای شئ. که مالي مشاور لرئ او يا د معاش د ماليې له يوې ټولنې سره ثبت ياست، کولای شئ د ۲۰۲۴ کال د جولای مياشتې تر پايه ماليه تصفيه کړئ.

که د ماليې د حسابونو تصفيه درباندې جبري نه وي او د بېلګې په‌ ډول له يوې ادارې يا شرکت څخه يوازې يو معاش ترلاسه کوئ؛ د ماليې د حسابونو د تصفيه کولو لپاره څلور کاله وخت لرئ.

که د ماليې حسابونه ډېر ناوخته تصفيه کړم؛ څه کيږي؟

که د ماليې د حسابونو د تصفيې لپاره ټاکل شوې نېټه درڅخه تېره شي؛ د ماليې اداره ښايي د ځنډ جريمه (Verspätungszuschlag) درباندې وضع کړي. البته دا بيا د ماليې له اړونده مامور سره اړه لري چې دا جريمه اخلي که نه. که څوک د خپلې ماليې حسابونه له مالي کال څخه ۱۴ مياشتې وروسته تصفيه کړي؛ د ځنډ جريمه ترې اخستل کيږي او ښايي اندازه يې ډېره لوړه شي. د (§152 Abgabenordnung) له مخې د ځنډ جريمه د مياشتنۍ ماليې ۰٬۲۵ سلنه جوړوي خو تر ټولو کمه اندازه يې د هرې مياشتې لپاره ۲۵ يورو ده.

د دې تر څنګ د ماليې اداره کولای شي د اداري کار فيس (Zwangsgeld) هم وغواړي؛ کوم چې په عمومي ډول له ۱۰۰ تر ۵۰۰ يورو پورې دی. د دې ډول جريمو خبرتيا د پوست له لارې درکول کيږي.

که ماليه ورنه کړم؛ څه پېښيږي؟

د ماليې د حسابونو د تصفيې او د خپل عايد په اړه د ماليې ادارې ته د خبر ورکولو مسؤوليت ستاسې پر خپله غاړه دی. په دې برخه کې يوازينۍ استثنا د معاش ماليه ده؛ کومه چې په اتومات ډول ستاسې له معاش څخه ګرځول کيږي. که څوک د ماليې پټولو، لږ ماليې ورکولو او يا د ماليې ادارې د غلطولو هڅه وکړي؛ جرم يې له ماليې څخه د تېښتې (Steuerhinterziehung) په توګه پېژندل کيږي. د دې جرم جزا نغدي جريمه او په سختو حالاتو کې تر ۱۰ کالو پورې زندان دی. که ډاډه نه ياست چې د خپلې ماليې حسابونه په خپله خلاصولای شي؛ د دې برخې له يوه متخصص مرسته وغواړئ.

د ماليې د حسابونو د تصفيې لپاره مرسته ترلاسه کولای شم؟

که نه غواړئ په وړيا ډول او خپله د الستر (Elster) په نوم د ماليې د مديريت د پروګرام په مرسته د خپلې ماليې حسابونه تصفيه کړئ؛ ځينې نورې ټاکنې هم لرئ:

  • تر ټولو ارزانه يې د ماليې سافټوير يا پوستکالی دی. ډېر کسان دا ډول سافټويرونه پلوري او له دې ډلې يو يې (SteuerGo) دی چې په څو ژبو کار کوي.
  • که نه غواړئ په خپله دا کار وکړئ؛ کولای شئ د معاش د ماليې له يوې مرستدويې اتحاديه يا ټولنه (Lohnsteuerhilfeverein) يا د ماليې له مشاور (Steuerberater) سره اړيکه ونيسئ. د ماليې يو مشاور پر (steuerberater.de) وېبسایټ موندلای شئ. د ماليې د مشاورې پیسې د سلاکارانو د خدمت د مزد مقرراتو (Steuerberatergebührenverordnung) په وسيله ټاکل کيږي خو بيا هم د کار له اندازې سره اړه لري. د معاش د ماليې مرستندويې اتحاديې د ماليې له سلاکارانو څخه ارزانه دي خو هغو ازادو کارکوونکو او سوداګرو يا شرکتونو ته د سلا ورکولو اجازه نه لري. که تاسې يو ځای دنده لرئ او غواړئ د يادو شوو اتحاديو له خدمتونو ګټه واخلئ؛ بايد غړيتوب يې واخلئ او د غړيتوب د حق پیسې ورکړئ. د دې پیسو اندازه د هر چا له عايد سره تړلې ده. په خپل شاوخوا کې د دې مرستندويو ټولنو يوه څانګه پر (bvl-verband.de) وېبسایټ موندلای شئ. د يوه متخصص کس په وسيله د ماليې د حسابونو پاکول ښايي لګښت ولري خو ښايي په دې لګښت وارزي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې ازاد کار يا سوداګري کوي؛ په دې ډول له ډېرې ماليې ځان خلاصولای او يا ورکول شوې ماليه راګرځولای شي.

مهم: د ماليې له پیسو څخه د ماليې د سافټوير، د مرستندويې اتحاديې د فيس او مالي سلاکار مزد هم ګرځولای شئ.

مهم

که څوک په جرمني کې ژوند کوي خو پیسې بهر په بل هېواد کې ګټي؛ بايد په جرمني کې د هغو پیسو ماليه هم ورکړي. د دې لپاره چې په دوو ځايونو کې ماليه وانه خستل شي؛ جرمنی له ډېرو هېوادونو سره د ماليې دوه‌اړخيز تړونونه لري. په دې اړه نور مالومات د ماليې د فدرالي‌وزارت پر وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: