د جرمني د ماليې سيستم

Das Bild zeigt einen Schreibtisch, auf dem einzelne Seiten einer Steuererklärung liegen. Am Schreibtisch sitzt ein Mann, der die Steuererklärun mit Hilfe eines Taschenrechners und Stift ausfüllt.
اوسمهالیز 11.01.2024

په جرمني کې کې کوم ډول ماليې شته؟

په مارکېټ، رستورانت، د تېلو په ټانک او معاش یا نورو ټولو ځايونو کې يو ډول نه يو ډول ماليه ورکوو. ماليه د دولت لپاره د عايد اساسي سرچينه ده او په دې وسيله حکومت خپلې چارې ترسره کوي. د جرمني حکومت د وړکتونونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، روغتونونو، سړکونو ودانولو او د ښوونکو، پوليسو او نورو دولتي مامورينو د معاشونو ورکولو او نورو ډېرو کارونو مسؤول دی. له ماليې ټولولو پرته دولت ته ستونزمنه ده چې دا چاره ترسره کړي.

البته ماليې د ځينو نورو موخو لپاره هم اخستل کيږي. د سګرټو په شان د ضرري شيانو په ماليه اخستلو دولت غواړي د ضرري توکو کارولو مخه ونيسي. په تنباکو د لوړې ماليې له کبله د سګرټو بيه لوړيږي او ښايي ځينې کسان يې له همدې کبله پرېږدي. له بل پلوه هڅه کيږي چې د ماليو په مرسته ټولنيز عدالت پياوړی شي. هغه کسان چې ډېرې پیسې ګټي؛ د لږ عايد لرونکو کسانو په پرتله ډېره ماليه ورکوي.

د ماليې په اړه په څه بايد وپوهېږم؟

څوک بايد ماليه ورکړي؟

د توکو پېرودلو پر مهال موږ د مصرفوونکو په توګه د پلور ماليه (Umsatzsteuer) چې په عامه ژبه کې (Mehrwertsteuer) هم ورته وايي؛ ورکوو. ځکه نو  په عمومي ډول ټول خلک ماليه پرې کوي.البته کله چې د ماليه ورکوونکو يادونه کيږي؛ د خلکو فکر ته هغه شرکتونه يا کسان ورځي چې عايد لري او ګته کوي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې عايد لري؛ د عايد ماليه يا (Einkommenssteuer) ورکوي. د معاش لرونکو کسانو لپاره د دې ماليې نوم (Lohnsteuer) دی. د محدود مسؤوليت GmBH او شخصي محدود AG په شان ستر شرکتونه د (Körperschaftssteuer) په نوم ماليه ورکوي.

د ماليو نور ډولونه د هر کس له شرايطو سره تړلي دي. د بېلګې په ډول د سپيانو خاوندان د کورنيو ژوو ماليه (Hundesteuer)، د موټرو خاوندان د موټرو ماليه (KFZ-Steuer) او د کاروبار خاوندان د سوداګرۍ ماليه (Gewerbesteuer) ورکوي. د دې ټولو ماليو په اړه عمومي مالومات پر (Bundesfinanzministeriums) وېبسایټ موندلای شئ.

د ماليې شمېره (Steueridentifikationsnummer) څه ته وايي؟

هغه کسان چې د استوګنې د اصلي ځای په توګه جرمنی خپل ټاټوبی ټاکي او يا هغه کسان چې بايد په جرمني کې ماليه ورکړي؛ د ماليې د شمېرې (Steueridentifikationsnummer) په نامه يوه شمېره ترلاسه کوي. دا يوه يوولس رقميزه شېمره ده چې يوازې له تاسې سره اړه لري او ستاسې د ټول ژوند لپاره معتبره ده. نويو زېږېدلو ماشومانو ته له زېږېدو وروسته په لنډه موده کې دا شمېره ورکول کيږي. د ماليې شمېره د دې لپاره ورکول کيږي چې د ماليې له ادارو سره ستاسې په راکړه ورکړه کې اساني راشي. د بېلګې په توګه که غواړئ د ماليې ادارې ته د يو څه په اړه خبر ورکړئ او يا غوښتنه وړاندې کړئ؛ د خپلې ماليې شمېره ورکوئ څو له مخې يې ستاسې په اړه ټول شته مالومات وګوري. دا شمېره همدا شان د ماليې د تصفيې لپاره هم په کار ده. ځينې وخت د کار ورکوونکي، د کار اداره يا د روغتيايي بيمې اداره هم د ماليې د شمېرې غوښتنه کوي.

که په جرمني کې ثبت شوي ياست؛ د ماليې شمېره د پوست له لارې ترلاسه کوئ. دا شمېره همدا شان د عايد د ماليې په کلني سند (Lohnsteuerbescheinigung) کې هم موندلای شئ. د دې تر څنګ د ماليې د فدرالي ادارې پر وېبسایټ د يوې فورمې په ډکولو هم ترلاسه کولای شئ.

د عايد ماليه (Einkommenssteuer) څه ته وايي؟

په جرمني کې د عايد ماليه تر ټولو مهمه ده. دا د دولت د عايد يوه ستره برخه جوړوي او د کارکوونکو او شخصي کاروبار درلودنکو دواړو له لوري ورکول کيږي. په دې ډول کابو ټول کسان دا ډول ماليه ورکوي. په عمومي ډول د عايد اووه داسې ډولونه شته چې په جرمني کې يې ماليه اخستل کيږي:

  • ازاد کار
  • له بل چا سره کار کول يا ماموريت
  • سوداګري او کاروبار
  • کرنه او مالداري
  • پانګونه
  • کرايه او ګروي
  • او د ماليې په قانون کې د تقاعد په شان ځينې نور ياد شوي عوايد

د ځينو عوايدو ماليه نه اخيستل کيږي. په دې ډله کې د والدينو پیسې (Elterngeld)، د بېکارۍ يا سوسيال او جاب‌سنټر پیسې (Arbeitslosengeld)، بافوګ (BAföG) او د برسونو يا سکالرشيپونو پیسې شاملې دي. همدا ډول د نيمه وخته کار (Mini-Job) او هغه عايد ماليه هم نه اخستل کيږي چې له بنسټيز يا لومړني عايد (Grundfreibetrag) څخه ټيټ وي. لومړنی يا بنسټيز عايد هر کال بدليږي. په ۲۰۲۳ کال کې د يوه کس لپاره لومړنی کلنی عايد ۱۰٫۹۰۸ ا يورو دی. که د چا عايد له دې کم شي؛ ماليه نه ترې اخستل کيږي. له دې پرته په جرمني کې هر اوسېدونکی کس چې پیسې ګټي؛ بايد د عايد ماليه ورکړي.

يادونه: که د استوګنې ځای مو په جرمني کې ثبت شوی وي؛ بايد د خپلو عوايدو ماليه ورکړئ. په عوايدو کې هغه پیسې هم حسابيږي چې تاسې يې له جرمني د باندې په بل هېواد کې ګټئ. د دې لپاره چې څوک دوه ځايه او دوه ځله ماليه ورنه کړي؛ د جرمني او ځينو نورو هېوادونو تر منځ د (Doppelbesteuerungsabkommen) په نوم يو تړون شته. دا تړون د ماليې د فدرالي‌ وزارت پر وېبسایټ موندلای شئ.

د معاش ماليه (Lohnsteuer) څه ته وايي؟

د معاش ماليه، د عايد د ماليې يو ځانګړی ډول دی. که تاسې دنده لرئ او يا له چا سره کار کوئ؛ بايد د معاش ماليه (Lohnsteue) ورکړئ. د معاش د ماليې ځانګړنه د هغې د ټولولو ډول دی: دا ماليه په اتومات ډول ستاسې د کارورکوونکي له لوري ستاسې له معاش څخه ګرځول کيږي او د ماليې ادارې ته لېږل کيږي. په دې پروسه کې له ماليې څخه ستاسې استثنا کېدل او مدني حالتونه په پام کې نيول کيږي. په دې ډول مجردان، واده شوي، بېل شوي يا يوازې اوسېدونکي کسان بېلابېلې ماليې ورکوي. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماليې بېرته ترلاسه کول) کې لوستلای شئ.

د ماليې کته‌ګورۍ يا درجې (Steuerklassen) څه ته وايي؟

ټول هغه کسان چې د مامور يا کارکوونکي په توګه کار کوي او يا دنده لري؛ د معاش د ماليې په درجو يا کلاسونو  (Lohnsteuerklassen) کې راځي. د ماليې درجه له کار ورکوونکي سره مرسته کوي چې ستاسې ماليه محاسبه کړي. د دې درجو له مخې مالوميږي چې تاسې ته له معاشه څومره خالص (netto) پاته کيږي او څومره پیسې مو د ماليې ادارې ته ځي. په عمومي ډول د ماليې ۶ درجې يا کلاسونه شته او د ماليې اداره هر چا ته له دې شپږو يوه درجه ځانګړې کوي.

دا چې تاسې ته د ماليې کومه درجه درکول کيږي؛ له ځينو عواملو سره اړه لري:

-        د ماليې لومړۍ درجه (Steuerklasse I): دا درجه د مجردو کسانو لپاره ده. په دې ډله کې ټول هغه کسان راځي چې ناواده شوي وي؛ بېل ژوند کوي او يا يې د ژوند ملګری/ملګرې مړه شوې وي (يوه استثنا شته او هغه په درېيمه درجه کې روښانه شوې ده).

-        د ماليې دوهمه درجه (Steuerklasse II): په دوهمه درجه کې هغه ميندې يا پلرونه راځي چې له خپل ماشوم يا ماشومانو سره يوازې اوسيږي. په دې ډله کې هغه ناواده شوي ميندې او پلرونه او هغه کسان هم شامل دي چې د ماشومانو ونډه (Kinderfreibetrag) او يا د ماشومانو پیسې (Kindergeld) ترلاسه کوي او په کور کې له بل لوی کس پرته يوازې اوسيږي. دې کته‌ګورۍ يا درجې ته يوازې هغه وخت داخلېدای شئ چې په تېر کال کې ورته برابر شوي ياست. له دې پرته بايد د ماليې ادارې ته دا فورمه ډکه کړئ او په دې درجه کې د شاملېدو غوښتنه وکړئ.

-        د ماليې درېيمه درجه (Steuerklasse III): دا درجه د هغو کسانو لپاره ده چې مېرمن يا مېړه يې وفات شوي وي او د هغوی د وفات او يوه بل کال لپاره پکې شاملېدای شي. واده شوې جوړې دا کته‌ګوري هغه وخت غوره کولای شي چې له دوی يو يې کار ونه کړي او يا ډېر لږ عايد ولري. د لږ عايد لرونکې جوړه به په اتومات ډول په پينځمه کته‌ګورۍ کې راشي.

-        د ماليې څلورمه درجه (Steuerklasse IV): دا د واده شوو جوړو يا واده شوو همجنسو کسانو لپاره سټنډرډ کته‌ګوري ده. که واده وکړئ؛ سملاسي به په دې درجه کې شامل شئ. د ماليې دا کته‌ګوري هغه مهال ښه ده چې دواړه کسان يو ډول عايد ولري.

-        د ماليې پينځمه درجه (Steuerklasse V): د ماليې د درېيمې درجې په مقابل کې: هغه واده شوي کسان چې يو يې درېيمه کته‌ګوري غوره کوي؛ بل يې په دې کته‌‌ګورۍ کې راځي.

-        د ماليې شپږمه درجه (Steuerklasse VI): که څوک د خپلې دندې تر څنګ بله يا نورې نيمه‌وخته دندې (Nebenjob) هم ولري؛ په دې درجه کې راځي.

 

که مدني يا د ژوند حالت مو بدل شي؛ د ماليې کلاس مو هم بدليږي. د بېلګې په ډول که څوک د خپل ژوند له ملګري/ملګرې طلاق واخلي يا بېل شي؛ واده وکړي؛ د ژوند ملګری/ملګرې يې مړه شي؛ ماشوم يې نړۍ ته راشي او يا د خپلې دندې تر څنګ بله نيمه‌وخته دنده واخلي؛ د ماليې درجه يې بدليږي.

که چا واده کړی وي؛ په اړه يې ځانګړی قانون پلی کيږي. دوی کولای شي د ماليې د درجو تر منځ خپله غوراوی وکړي او په دې ډول له ډېرې ماليې ځان وژغوري. دا کار هغه وخت ګټور دی چې له دواړو کسانو يو يې ډېر او بل لږ عايد ولري. دا چې ستاسې لپاره کوم کلاسونه غوره دي؛ ستاسې د ماليې مشاور يا د معاش د ماليې مرستندويه اتحاديه (Lohnsteuerhilfeverein) درته ویلای شي. پر (Lohnsteuerhilfeverein Vereinigte Lohnsteuerhilfe e.V.) وېبسایت د ماليې د سيستم يو عمومي انځور او همدا شان د درجو د محاسبې ماشين‌حساب موندلای شئ. د ماليې د کلاس يا درجې بدلولو لپاره يوه انلاين فورمه هم شته چې له ډکولو وروسته يې د ماليې ادارې (Finanzamt) ته لېږلای شئ.

 

په ياد مو وي چې د ماليې درجه په کال کې يوازې يو ځل بدلولای شئ او وروستۍ نېټه يې د نومبر مياشتې ۳۰مه ده.

يادونه: ازاد کارکوونکي د معاش ماليه نه ورکوي خو پر ځای يې د عايد ماليه (Einkommenssteuer) پرې کوي. له همدې کبله دوی د ماليې په کلاسونو يا درجو کې نه راځي. البته که د ژوند ملګری يا ملګرې مو دنده لري يا کار کوي؛ تاسې هم د ماليې په درجو کې راتلای شئ.

د پلور ماليه (Umsatzsteuer-Mehrwertsteuer) څه ته وايي؟

د پلور ماليه پر ټولو پلې کيږي. د بېلګې په ډول که څوک په بازار کې سودا اخلي؛ وېښتان جوړوي او يا د ټرېن ټکټ اخلي؛ دا ماليه ورنه اخستل کيږي. دا ماليه هم د دولت لپاره د عايد مهمه سرچينه ده. د دې ماليې تر شا اساسي نظر دا دی چې ټول هغه شيان او خدمتونه چې پلورل کيږي؛ بايد ماليه يې ورکړل شي. په ورځنيو خبرو اترو کې د پلور ماليې ته (Mehrwertsteuer) وايي. د دې ماليې اندازه ۱۹٪ (په تخفيف کې ۷٪) ده او په مخامخ ډول د مشتريانو له لوري د يوه شي يا يوه کار له بيې سره يوځای ورکول کيږي. ځکه نو ډېر وخت موږ ته نه مالوميږي چې د پلور ماليه پرې کوو. په دې ډول د پلور ماليه د پلورونکو يا شرکتونو له لوري راجمع کيږي او يوځای د ماليې ادارې ته لېږل کيږي.

يادونه: د ازاد کار ترسره کوونکي بايد د خپل پلور ماليه د هرې مياشتې تر لسمې نېټې پورې ثبت کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو څپرکو (ازاد کار) او (پانګونه او کاروبار) کې لوستلای شئ. 

د شرکتونو ماليه (Körperschaftssteuer) څه ته وايي؟

هغه کسان چې شرکت پرانيزي (Unternehmen gründen) او يا د خپل کاروبار لپاره د (Kapitalgesellschaft) بڼه غوره کوي. په دې بڼه کې د سهامي شرکت (Aktienunternehmen) او  (GmbH) په شان شرکتونه راځي او هغه حقوقي اشخاص دي چې د عايد د ماليې پر ځای د شرکت ماليه ورکوي. د دې حقوقي اشخاصو (شرکتونو) لپاره عايد هغه ګټه ده چې دوی يې د يوه کال په دوران کې کوي او د شرکت د ماليې په بڼه يې ماليه ورکوي. د شرکتونو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (پانګونه او کاروبار) کې لوستلای شئ.

د سوداګرۍ ماليه (Gewerbesteuer) څه ته وايي؟

که په جرمني کې يو کاروبار يا تجارت (Gewerbe) ثبت کړئ؛ د اصولو له مخې يې بايد د سوداګرۍ د ماليې په نامه ماليه ورکړئ. د سوداګرۍ ماليه د ازادو کاروباريانو لپاره ډېره مهمه ده. په دې برخه کې د وکیلانو، ډاکټرانو، ژورنالستانو، ګرافيک ډيزاينرانو او هنرمندانو په شان د ازاد کارکوونکو لپاره استثنا په نظر کې نيول کيږي او د سوداګرۍ ماليه نه ترې اخستل کيږي. په بله وينا، څوک چې ازاد کار (Freiberufler) کوي؛ د سوداګرۍ ماليه نه ورکوي. د سوداګرۍ ماليه د ښارواليو لپاره د عايد مهمه سرچينه ده. په دې وسيله ښاروالۍ کولای شي په خپله سيمه کې سرکونه، پارکېنګونه او دې ته ورته نورې زېربناوې ورغوي څو د سوداګريو خاوندان ګټه ورنه واخلي.

د کليساوو ماليه (Kirchensteuer) څه ته وايي؟

د کليساوو ماليه هغه پیسې دي چې د بېلابېلو دينونو ټولنې يې له خپلو غړو راټولوي. په جرمني کې د سترو عيسيو کليساوو لپاره دا ماليه د عايد اساسي سرچينه ده. که د جرمني د اوسېدونکي په توګه د يوې داسې مذهبي ټولنې غړي ياست چې د کليسا ماليه راټولوي؛ بايد د کليسا ماليه ورکړئ. د کليسا په ماليه کې د کس تابعيت يا مليت په پام کې نه نيول کيږي.

يوه مذهبي ټولنه يا اتحاديه هغه وخت د کليسا د ماليې راټولولو اجازه لري چې د (Körperschaft des öffentlichen Rechts) په توګه رسميت ولري. د کاتوليک او پروتستانت کليساوو تر څنګ د ازادو کلیساوو، یهودي ټولنو، د يهووه شاهدانو، پاک پوځ او ارتدوکس کليساوو په ګډون نورې مذهبي ټولنې هم دا ډول رسميت او د ماليې ټولولو اجازه لري.

د ډېرو کليساوو ماليه د ماليې ادارې له لوري راټوليږي. ځينې نورې مذهبي ټولنې او کليساوې بيا په خپله ماليه راټولوي او يا هېڅ ماليه نه اخلي. په بايرن او بادن ورتمبرګ ايالتونو کې د کليساوو ماليه د هر غړي د کلني عايد ۸٪ ده. په نورو  ايالتونو کې دا ماليه ۹٪ ده.

که د مذهبي اتحاديو د غړي په توګه د يو څه وخت لپاره له جرمني د باندې په بل هېواد کې ژوند کوئ او په جرمني کې د خپل استوګنې له ځايه تېرېږئ؛ د کليسا ماليه نه درنه اخستل کيږي. که په جرمني کې مو په نوم د استوګنې ځای ثبت پاته شي؛ د ماليه اخستل به هم دوام وکړي. که د دې اتحاديو کوم غړی له غړيتوبه ووزي او يا په کال کې له ۱۰۹۰۸ يورو کم عايد ولري؛ دا ماليه نور نه ترې اخستل کيږي.

د ماليې د تصفيې پر مهال کېدای شي د کليسا ماليه د ځانګړي لګښت (Sonderausgabe) په توګه له ماليې څخه منفي شي.

آيا مسلمانان هم د کليسا ماليه ورکوي؟

ټولې هغه مذهبي اتحاديې چې د (Körperschaft des öffentlichen Rechts) په نامه ثبت شي؛ کولای شي د کليسا ماليه راټوله کړي. په جرمني کې دوې داسې ټولنې شته چې همدا حالت لري خو يوه يې هم له خپلو غړو دا ډول ماليه نه راټولوي. نورې مسلمانې ټولنې دا ډول رسميت نه لري. په دې ډول د جرمني مسلمانان د کليساوو ماليه نه ورکوي.

واردات او صادرات څه ډول محصول کيږي؟

که څوک غواړي له جرمني نه څه شی بهر ته صادر کړي او يا يې له بهر نه راوړي؛ بايد د ګمرکونو يا محصول له ادارې (Zollamt) سره اړيکه ونيسي. له دې وړاندې چې د يو څه د صادرلو يا واردولو په اړه پرېکړه وکړئ؛ بايد د ماليو او نورو شرطونو په اړه يې ځان ښه پوه کړئ. په دې اړه زيات مالومات پر (www.amtlich-einfach.de) وېبسایټ موندلای شئ. په دې برخه کې شرايط د شيانو له ډول او له دې سره اړه لري چې مقابل هېواد د اروپايي ټولنې غړی دی او که نه.

په عمومي ډول د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ د توکو لېږد رالېږد ازاد دی. البته د بوټو، وسلو، انتيکو شيانو، وسلو، کيمياوي موادو او درملو په شان په ځانګړو توکو سخت محدوديتونه وضع شوي دي چې په اړه يې بايد له (Zoll) ادارې څخه پوښتنه وشي. همدا شان بايد د خرڅلارو د شمېرې او ثبت (Umsatzsteueridentifikationsnummer und der Umsatzsteuervoranmeldung) په شان د ځانګړو مالي قوانينو په اړه هم بايد د ماليې له ادارې پوښتنه وشي.

که غواړئ له اروپايي اتحاديې پرته نورو هېوادنو ته توکي صادر او يا له هغه ځايه راوارد کړئ؛ بايد د ګمرکونو له ادارې سره اړيکه ونيسئ او د (EORI-Nummer) په نوم شمېر وغواړئ. اړوند هېواد او توکو ته په کتو بايد له نورو ځانګړو ادارو سره هم په اړيکه کې شئ. دا چې کوم قوانين او محدوديتونه شته؛ کولای شئ د ګمرک، تجارت خونې (Handelskammern) او صنايعو له خونې (Handwerkskammern) سره اړيکه نيولای شئ.

مهم

بايد ځان ډاډه کړئ چې د ماليې ادارې ته د خپل عايد په اړه پر وخت خبر ورکړئ. تاسې کولای شئ د ماليې اړه نور مالومات زموږ په نورو څپرکيو (د مالي د حساب تصفيه)، (ازاد کار) او (پانګونه) کې ولولئ. په ياد مو وي چې له ماليې تېښته يا نه ورکول کوچنی جرم نه دی او سزا لري. د ماليو پټوونکي په نغدي جريمه او ځينې وخت تر ۱۰ کالو پورې په بند محکومېدلای شي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: