شبیراحمد سلیمي

Bild Shabir Ahmad Salimi
اوسمهالیز 15.01.2024

د پښتو ژبې چلوونکی

شبیراحمد سلیمي افغان لیکوال،‌ مدني فعال او ژونالیست دی. هغه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوستی او له بېلابېلو ملي، نړیوالو بنسټونو او رسنیو سره یې د رسنیو په برخه کې په افغانستان کې کار کړئ دی. د ۲۰۲۰ز کال راهیسې په افغانستان کې د جرمني بنسټ محلي همکار پاتې شوی.

شبیر سلیمي څو کتابونه له انګلیسي څخه پښتو ژبې ته ژباړلي دي چې یوازې دوه یې تراوسه چاپ شوي دي، چې لومړی پښتو شوی کتاب یې (د بریالۍ وینا فن) په ۲۰۱۷ز کال کې چاپ شو او همدارنګه دویم چاپ شوی کتاب یې د (نېلسن مانډېلا) تر نوم لاندې په ۲۰۱۸ز کال کې چاپ شوی. همداشان شبیر بېلابېلو وېبپاڼو ته په پښتو ژبه ګڼې علمي، ټولنیزې او ادبي مقالې لیکې دي.

شبیرسلیمي په ۲۰۲۱ز کال کې جرمنی ته راغی او په همدې کال یې له هنډبوک جرمني سره د افغانستان د ټیم همکار شو او اوس د ټوګېدر این جرمني پښتو برخې مسوول دی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: