د شبکې د ګډونوالو او لېوالو کسانو لپاره ګډه طرحه

Ein schwarzer Mann steht seitlich zu uns vor dem weißen Papier, auf dem "Workshop" geschrieben wird.
اوسمهالیز 15.01.2024

زموږ له پروژې سره موږ غواړو له پيل څخه د کډوالو لپاره د رښتيني ګډون او برابرو شونتياوو زمينه برابره کړو. له همدې کبله موږ تل د مالوماتو او ملاتړ اړوند لوبغاړو په لټه کې يو چې په دې کار کې بوخت دي. تاسې له داسې يوه بنسټ سره اړه لرئ؟ مهمه نه ده چې دا د کډوالو خپل بنسټ دی، د اړيکو لومړنۍ نقطه ده، د مشورو تخصصي مرکز دی، يو مرستندوی مرکز دی او يا يوه ناګټندويه ټولنه ده.

راځئ يوه شبکه جوړه کړو‍‍!

  • موږ ستاسې وړانديزونه په ډيجيټل فضا کې برسېرن کوو. دا کار د خپلو پلټفورمونو او ټولنيزو رسنيو د کانالونو له لارې او همدا شان د هغه باور له لارې چې په خپله ټولنه کې مو ترلاسه کړی دی، کوو.
  • زموږ د ټولنيز پلټفورم له لارې، د ډاټا له خونديتوب سره سمه ډيجيټل زېربنا ستاسې پر وړاندې ږدو. دا کار تاسې ته فرصت په لاس درکوي چې نويو راغلو کډوالو ته انلاين لاسرسی ولرئ او لومړنۍ مشورې ورکړئ. د دې تر څنګ موږ د غږ، ويډيو او چټ اسانتياوو درلودونکي وسيلې په جوړولو لګيا يو، څو په راتلونکي کې د شبکې ګډونوال وکړای شي هر کس ته په ځانګړې توګه انلاين مشوره ورکړي.
  • موږ تاسې ته دا فرصت درکوو چې د شبکې له نورو ګډونوالو سره په اړيکه کې شئ، د همغږۍ فرصتونه وګورئ او پوهاوی تبادله کړئ. موږ همدا شان په لېوالتيا په تمه يو چې د خپلو مولټي‌ميډيا په فارمټونو کې د تخصص له مخې تاسې ته خپل نظر درکړو.

تاسې څه کولای شئ؟ تاسې کولای شئ په فعالانه توګه په فورم کې برخه واخلئ، زموږ د ټولنيزو مديرانو ملاتړ وکړئ او/يا زموږ په روزنيزو يا شبکه‌يي غوندو کې برخه واخلئ. يا هم لږ تر لږه کولای شو تاسې خدمتونه د خپلو سيمه‌ييزو مالوماتو بانک ته ورزيات کړو.

موږ ستاسې له بنسټ سره په ګډ کار خوښيږو!

که زموږ له شبکه‌يي ډلې سره د شونې همکارۍ په اړه د خبرو اترو لېوالتيا لرئ، په دې برېښناليک اړيکه ونيسئ: netzwerk@handbookgermany.de

 

Ein Projekt von:

Gefördert durch: