سيمه‌ييز مالومات

In der Grafik hält ein Bär die Deutschlandkarte.
اوسمهالیز 09.04.2024

ستاسې په خپله سيمه کې مشورتي او مرستندوی دفترونه

په خپله سيمه کې مالوماتو ته اړتيا لرئ؟ آيا د مشورې يا مرستې ترلاسه کولو په لټه کې ياست؟ دلته د بېلابېلو موضوعګانو په اړه له ټول جرمني څخه د مرستې وړانديزونه، لېنکونه او د ټليفون شمېرې ترلاسه کولای شئ. د دې ادارو کارکوونکي ستاسې سره د ټليفون له لارې يا انلاين مرسته کوي او يا مو مشورتي مرکزونو ته په تګ کې ملګرتيا کوي.

زموږ د لټونګر په مرسته دلته پلټنه کولای شئ.

 

اوس مهال موږ د لاندې ښارونو په اړه مالومات درکوو:

آخن، آلفلد، آگسبورگ، برلین، بیله‌فيلد، بوخوم، براونشوایگ، برېمن، کېمنیتس، دورتموند، درسدن، دویسبورگ، دوسلدورف، اېرفورت، اېسن، فرانکفورت م ماین، فرایبورگ، گلزنکرښن، گروس-گراو، هاله زاله، هامبورگ، ، هایدلبرگ، هیلدسهایم، کارلسروهه، کیل، کولن، لایپزیگ، مگدېبورگ، میندن-لوبېک، مونیخ، نورنبرگ، آفنباخ، اولدنبورگ، پاينه، ریکلینګهاوزن، رېگنسبورگ، راین-کرایس نویس، راین-زیگ-شتووک،کرایس، شويرین، شتوتگارت، ویسبادن، ویسمار، ووپرتال، وورڅبورگ.

 

د دې تر څنګ د لاندې ښارونو لپاره هم د لټونو ماشينونه شته:

که ستاسې د ښار نوم په پورته لړ کې نه وي؛ لاندې د ټول جرمني لپاره د مشورتي دفترونو د اړيکو شمېرې او پتې موندلای شئ.

دا ټول مشورتي مرکزونه نادولتي دي او د دولتي ادارو ته ستاسې مالومات نه ورکوي. د دې تر څنګ د دې مرکزونو خدمتونه وړيا دي. تاسې اړ نه ياست چې د سلا ترلاسه کولو يا مرستې لپاره پیسې ورکړئ. له ځينو ادارو سره ټليفوني اړيکه هم وړيا دي خو د ځينو نورو لپاره بايد د ټليفوني اړيکو معمول لګښتونه ورکړئ.

آيا تاسې په جرمني کې نوي ياست؟ د مهمو پتو او اړيکو شمېرو موندل غواړئ؟ که هو نو سم ځای ته راغلي ياست. موږ دلته د نوي پیل لپاره مهمې پتې او د اړيکو شمېرې راټولې کړي دي.

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې ژوند

آيا په جرمني کې د زده‌کړو، کار يا ژوند په اړه پوښتنې لرئ؟ د کډوالو لپاره مشورتي مرکزونه کولای شي په دې اړه ستاسې سره مرسته وکړي او پوښتنو ته مو ځوابونه درکړي. دلته د مهاجرت او کډوالو د فدرالي ادارې پر وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې د دې ډول مرکزونو لټون وکړئ. د دې مرکزونو کارکوونکي په ډېرو ژبو خبرو کوي او خدمتونه يې وړيا دي.  دا دفترونه له بمف (BAMF) سره اړه نه لري. که عمر مو له ۲۷ کالو کم وي؛ کولای شئ دلته د ځوانو مهاجرو لپاره د مشورتي خدمتونو مرکزونه وپلټئ. د دې مرکزونو خدمتونه د نويو ځوانانو او ځوانانو لپاره ځانګړي دي.

د دې تر څنګ په بایرن، بادن ورتمبرګ او ناردراين وستفالن ايالتونو کې د (App mbeon) په نوم اپليکېشن له لارې هم مرسته او مشورې ترلاسه کولای شئ. خپلې پوښتنې په ګڼو ژبو کولای شئ.

د پنا غوښتنه او د استوګنې حقونه

-        آيا د پناغوښتنې د پروسې يا د استوګنې د اجازې په اړه پوښتنې لرئ؟ د پرو ازول اداره کولای شي ستاسې سره د پنا غوښتنې يا د استوګنې حقونو د ستونزو په اړه مرسته وکړي. د دې ادارې کارکوونکي له دوشنبې تر جمعې هره ورځ د سهار له ۱۰ د غرمې تر ۱۲ بجو او د ماسپښين له ۲ بيا د مازديګر تر ۴ بجو ستاسې اړيکو ته په (۰۶۹۲۴۲۳۱۴۷۲) شمېره يا (proasyl@proasyl.de) برېښناليک ځواب درکوي. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او کولای شي تاسې ته ستاسې په شاوخوا کې د يوه مشورتي مرکز يا وکيل پته درکړي او يا يې سپارښتنه وکړي. مشوره ورکول وړيا دي خو ښايي د ټليفوني اړيکو لګښتونه خپله پرې کړئ.

-        آيا تاسې د يوه ښه وکيل يا مشورتي مرکز په لټه کې ياست؟ د کډوالو د شورا پر وېبسایټ (www.fluechtlingsrat.de) کولای شئ په خپل شاوخوا کې د کډوالو يوه شوار ومومئ. دا شورا کولای شي تاسې يوه مشورتي مرکز يا وکيل ته وروپېژني. دا کار لګښت نه غواړي.

-        آيا د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه پوښتنې لرئ او يا په دې برخه کې ستونزه لرئ؟ د IOM کارکوونکي په دې اړه ستاسې مرسته کولای شي. د دې ادارې له کارکوونکو سره په (۰۱۵۱۱۷۶۶۰۴۴۲) شمېره يا (info.fap.de@iom.int) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. دوی په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او په وړيا ډول مرسته کوي. البته د ټليفوني اړيکې لګښت بايد خپله ورکړئ. همدا شان ستاسې ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي په بيروت، عمان اربيل او استانبول کې د IOM د کورني ملاتړ له مرکزونو سره په اړيکه کې شي. د دوی پتې د نيدرزاکسن د مهاجرو شورا پر وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ د جرمني سور صليب هم د کورنۍ د غړو يوځای کېدلو په اړه مشورې ورکوي. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي. له دوی سره په (۰۴۰۴۳۲۰۲۱۷۶، ۰۴۰۴۳۲۰۲۲۲۱ او ۰۴۰۴۳۲۰۲۲۰۲) شمېرو او (fz@drk-suchdienst.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ.

زده‌کړه او کار

 

            د زده‌کړو او مسلک د بهرنيو سندونو رسمي کول

آيا غواړئ خ‍پل بهرنی مسلکي سند په جرمني کې رسمي کړئ او په دې اړه پوښتنې لرئ؟  د IQ (Integration durch Qualifizierung) ادارې څخه په دې اړه مشوره او مالومات ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي ستاسې سره د سندونو د رسمي کولو په پروسه کې مرسته کوي. پر www.netzwerk-iq.de په خپل شاوخوا کې د IQ يو مشورتي دفتر موندلای شئ. هلته دا هم کتلای شئ چې دوی په کومه ژبه خبرې مشورې ورکوي. د دوی مشوره ښايي مخامخ، د ټليفون او يا برېښناليک له لارې وي او لګښت نه لري.

د مسلکي سندونو د رسمي کولو په اړه پوښتنې لرئ؟ د IHK Fosa له ادارې څخه په دې اړه پوښتنه کولای شئ. که اړتيا وي له دوی سره مخامخ هم ليدلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي له دوشنبې تر پنجشنبې هره ورځ د سهار له ۹ د غرمې تر ۱۲ بجو او د ماسپښين له ۲ بيا د مازديګر تر ۵ بجو، او د جمعې په ورځ د سهار له ۹ د ماسپښين تر ۲ بجو ستاسې اړيکو ته په (۰۹۱۱۸۱۵۰۶۰) شمېره يا (info@ihk-fosa.de) برېښناليک ځواب درکوي. دوی یوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. البته د ټليفوني اړيکې لګښتونه بايد خپله ورکړئ.

 

د کار حقونه

که د کار له خاوند یا شرکت سره ستونزه لرئ، کولای شئ د (Faire Integration) ادارې له مشورتي څانګو سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او وړيا مشوره درکوي. په خپله سيمه کې د دې ادارې يوه څانګه پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ. دوی همدا شان کولای شي تاسې ته یو وکیل دروپېژني، څو د سترو ستونزو پر مهال له تاسې دفاع وکړي.

                حرفوي او لوړې زده‌کړې

آيا غواړئ لوړې يا حرفوي زده‌کړې ترسره کړئ؟ د پوهنتون او اوسبیلډونګ په اړه پوښتنې لرئ؟ د (Make it German) وېبسایټ په مرسته کولای شئ په انلاين ډول په دې اړه مالومات ترلاسه کړئ. د دې ادارې کارکوونکي خپله محصلين وو او يا دي او په جرمني او عربي ژبو خبرې کوي. که غواړئ له دوی مشوره او پوښتنو ته ځوابونه وغواړئ؛ دا فورمه ډکه کړئ. د دې ادارې مشوره وړيا ده.

                 د جرمني ژبې زده‌کړه

-        د جرمني ژبې د زده‌کړې لپاره کتابونو يا درسي توکو ته اړتيا لرئ. پر دې وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې يو عامه کتابتون ومومئ. کولای شئ هلته ځان راجستر کړئ او د کتابونو په ګډون نور درسي مواد پور کړئ او يا يې همالته ولولئ. په ډېری کتابتونونو کې د جرمني ژبې د زده‌کړې لپاره ډول ډول کتابونه او نور توکي موندلای شئ.په دې اړه زيات مالومات د کډوالو لپاره د کتابتون د وړانديزونو پر وېبسایټ موندلای شئ.

-        که په خپل شاوخوا کې د انټګراڅيون کورس په لټه کې ياست؛ د (Kursnet) وېبسایټ ته ورشئ او جرمني ژبې د کورسونو، انټګراڅيون يا يوځای کېدنې کورسونو، د دندو لپاره د ژبې د کورسونو او نورو ورته مرکزونو لټون وکړئ. د (WebGis) پر وېبسایټ هم کولای شئ د ادغام د کورسونو لټون وکړئ. -        که نه شئ کولای د انټګراڅيون په کورسونو کې ګډون وکړئ؛ کولای شئ زموږ په بل مالوماتي څپرکي، د جرمني ژبې زده‌کړه کې د ډېرو وړيا کورسونو، د ژبو د قهوه‌خانو (Sprachcafés) او نورو موادو اړوند لېنکونه او پتې ومومئ.

ټولنيزه-اروايي مرسته

آيا اروايي ستونزه لرئ او د درملنې په لټه کې ياست؟ هغه کسان چې اروايي ستونزې، تراوما يا په بحراني حالاتو کې د ژوند تجربه ولري؛ کولای شي چې د (ipso-care) پر وېبسایټ په ناپېژانده توګه له تجربه لرونکو سلاکارانو څخه په انلاين ډول وړيا مشوره ترلاسه کړي. د دې ادارې کارکوونکي د پښتو، جرمني، انګليسي او دري په ګډون په ګڼو ژبو خبرې کوي. د دوی مشوره وړيا ده.

همدا شان د کډوالو لپاره يو وړيا اپليکېشن (App für Geflüchtete) هم شته چې د اروايي ستونزو له لرونکو سره مرسته کوي. دا اپليکېشن د معمولو اروايي ستونزو لپاره مرسته کوي او لومړنۍ لارښوونې کوي. دا اپ، په انګليسي، عربي او پارسي ژبو دی.

د کډوالو او ځورونې د قربانيانو لپاره د ارواپوهانو د فدرالي ټولنې پر وېبسایټ، په ټول جرمني کې د کډوالو او او دې قربانيانو لپاره د مرستندويو مرکزونو نوملړ موندلای شئ. په دې لړ کې خپل ځان ته نږدې مرکز پلټلای او ځان ور ورته ثبتولای شئ.

پر (refugee-trauma) او (almhar.org) وېبسایټونو هم د کډوالو لپاره د اروايي مرستې په اړه زيات مالومات موندلای شئ.

نشه‌يي توکي او روږدتيا

آيا په الکولو، نشه‌يي توکو او قمار له روږدتيا ځورېږئ؟ آيا کوم ملګری يا دوست مو له اعتياده ځوريږي؟ د دې ستونزو د حل لپاره د نشه‌يي توکو مشاورينو ته په (۰۸۹۲۸۲۸۲۲) شمېره په ناپېژانده توګه هر وخت زنګ وهلای شئ او خپلې ستونزې ورسره شريکولای شئ. دا سلاکاران په انګليسي، فرانسوي، ايټالوي، پرتګالي او سويډنې ژبو خبرې کوي. دا مشوره وړيا ده خو د ټليفوني اړيکې لګښتونه بايد خپله ورکړئ.

تبعيض

آيا چېرته له تبعيض سره مخ شوي ياست او غواړئ په اړه يې خبرې وکړئ؟ يا غواړئ پوه شئ چې په اړه يې څه کولای شئ؟ د تبعيض ضد ادارې ته په (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېره زنګ وهلای او سلا مشوره اخستلای شئ. له دې ادراې سره په دوشنبه له غرمې وروسته له ۱ تر ۳ بجو او د چهارشنبې او جمعې په ورځو د سهار له ۹ تر ۱۲ اړيکه نيولای شئ. دې سلاکارانو ته په (beratung@ads.bund.de) برېښناليک هم استولای شئ. دوی په جرمني ژبه خبرې کوي. دا سلا مشوره وړيا او د غوښتنې په صورت کې په ناپېژانده ډول ترسره کيږي. د ټليفوني اړيکې لګښتونه بايد خپله ورکړئ.

د کورنۍ ورک شوي غړي

آيا جرمني ته د راتګ پر مهال مو د کورنۍ غړي ورک شوي دي؟ د جرمني د سره صليب د موندنې خدمتونه ستاسې سره مرسته کوي چې د جګړې او مهاجرت پر مهال د کورنۍ ورک شوي غړي بيا ومومئ. پر دې وېبسایټ کولای شئ په انلاين ډول د دوی لټون وکړئ. دا خدمتونه وړيا دي.

بېړنی حالت

         پوليس

که تاسې يو کوم بل کس تر ګواښ لاندې وي؛ کولای شئ د پوليسو ۱۱۰ شمېرې ته په وړيا ډول ټليفون وکړئ.

           د ژغورنې او اور وژنې خدمتونه

په بېړنيو روغتيايي حالتونو، د بېلګې په ډول که تاسې يا بل څوک سملاسي مرستې ته اړتيا ولري او يا اور، سېلاب يا ورته بله پېښه ووينئ؛ کولای شئ د ژغورنې خدمتونو يا اوروژنې ادارې ته په ۱۱۲ شمېره وړيا زنګ ووهئ او مرسته ترلاسه کړئ.

        د مسمويت پر مهال بېړني خدمتونه

که په شاوخوا کې مو څوک د مسمويت يا زهري‌توب نښې ولري؛ کولای شئ په انلاين ډول د مسمويت پر مهال د بېړنيو خدمتونو تر ټولو نږدې اداره ومومئ. دا ادراه شپه او ورځ فعاليت کوي.

           بېړنی يا نوکري درملتون

که د درملتونو د پرانستې له نورمالو وختونو پرته بل وخت درمل پېرل غواړئ؛ بايد يوه بېړني ياکري‌وال درملتون ته ورشئ. په (aponet.de) وېبسایټ هر وخت تر ټولو نږدې پرانستی درملتون موندلای شئ.

          له روغتيايي بيمې پرته د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کول

ځينې ادارې له کډوالو سره له روغتايي بيمې او اړينو سندرونو پرته هم په درملنه کې مرسته کوي. دا مرسته وړيا او په ناپېژانده ډول ترسره کيږي او ستاسې مالومات سوسيال يا اوسلنډربېهورده ته نه ورکول کيږي. پر(gesundheit-ein-menschenrecht.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې د د دې ډول روغتيايي خدمتونو يوه اداره موندلای شي. همدا شان د (Malteser) او (Medibüros) پر وېبسایټونو هم په د ناپېژانده مرستې مرکزونه موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) کې لوستلای شئ.

دولتي ادارې

پر (bamf.de) وېبسایټ کولای شئ د خپل ځان اړوند د بهرنيانو چاره اداره يا (Ausländerbehörde) او يا د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي اداره (Bundesamts für Migration und Flüchtlinge) ومومئ.

د ځانګړو ډلو لپاره ځانګړي خدمتونه

ماشومان او ځوانان

      په جرمني کې د ژوند په اړه پوښتنې

آيا په جرمني کې د ژوند، زده‌کړو، جرمني ژبې، کار يا نورو شيانو په اړه پوښتنې لرئ؟ آيا له خپل مور او پلار سره ستونزه لرئ؟ د ځوانو مهاجرينو خدمتونه له ماشومانو او له ۲۷ کالونو ټيټو ځوانانو سره په ستونزو کې مرسته کوي. په خپل شاوخوا کې د دې خدمتونو څانګه له دې وېبسایټ څخه موندلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده.

      له ماشومانو او نويو ځوانانو سره د ستونزو او بحران پر مهال مرسته

آيا ستونزه او اندېښنه لرئ او غواړئ په اړه يې له چا سره خبرې وکړئ؟ په (۱۱۶۱۱۱) شمېره د (Nummer gegen Kummer) ادارې له کارکوونکو سره اړيکه نيولای او خپله اندېښه ورسره شريکولای شئ. د دې ادراې کارکوونکي له دوشنبې تر شنبې هره ورځ د ماسپښین له ۲ د شپې تر ۸ بجو پورې ستاسې ټولو ستونزو او اندېښنو ته غوږ ږدي. دوی په جرمني ژبه خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. تاسې کولای شئ خپل هويت پټ وساتئ. د ټليفوني اړيکې لګښتونه بايد خپله ورکړئ.

 

         له ۱۸ کالونو ټيټ بې‌سرپرسته پناغوښتونکي

آيا عمر مو له ۱۸ کالونو ټيټ دی او جرمني ته له مور او پلار پرته راغلي ياست؟ آيا اوس ستونزه او پوښتنې لرئ؟ د لږ عمر لرونکو بې‌سرپرسته مهاجرو فدرالي اتحاديه تاسې ته مشوره درکوي او مرسته کوي. د دې ادارې کارکوونکي هره سې‌شنبه د سهار له ۱۰ تر ۱۲ او هره پنجشنبه د سهار له ۱۰ تر ۱۲ او بيا د ماسپښين له ۲ تر ۴ بجو په (۰۳۰۸۲۰۹۷۴۳۰) شمېره ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. همدا شان دوی ته په (beratung@b-umf.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. دوی يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. البته د ټليفوني اړيکې لګښت بايد خپله ورکړئ.

مېرمنې

آيا تاسې يوه امېدواره مېرمنه ياست او پوښتنې يا اندېښنې لرئ؟ په بېړنيو حالتونو کې د امېدوارو مېرمنو لپاره بېړنۍ شمېرې ته په (۰۸۰۰۴۰۴۰۰۲۰) زنګ وهلای شئ. د دې خدمتونو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او هر وخت ستاسې اړيکې ته ځواب درکوي. دوی کولای شي تاسې په شاوخوا کې د مشورتي خدمتونو يو مرکز ته وروپېژني. دا مشوره وړيا ده او ستاسط هويت پټ ساتل کيږي. د ټليفوني اړيکې لګښت بايد خپله ورکړئ.

 

        تاوتريخوالي او زورزياتی

آيا له تاوتريخوالي سره مخ شوي ياست؛ يا يې وېره لرئ؟ د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومکي شمېرې (۰۸۰۰۰۱۱۱۶۰۱۶) ته په دې اړه هر وخت زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي، عربي، پارسي، فرانسوي، ترکي، هسپانوي، اېټالوي، پرتګالي، کردي، رومانوي، پولنډي، روسي، البانوي، بلغاريايي، سربي، ويتنامي او چينايي ژبو خبرې کوي. د دوی مشوره وړيا ده او هويت مو پټ ساتل کيږي. دوی ته ټليفون کول هم وړيا او له کرېدت درلودلو پرته هم ممکن دي.

 

ميندې او پلرونه

د والدینو له بېړنۍ شمېرې سره اړيکه نيولای او په ناپېژانده توګه وړيا شمېره ترلاسه کولای شئ. کارکوونکي ستاسې خبرو ته غوږ نيسي او کوښښ کوي ستاسې سره په ګډه يو حل پيدا کړي. د والدينو له شمېرې سره هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو پورې زنګ وهلای شئ. دا شمېره (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ده او په انګليسي او جرمني ژبه خبرې کوي. د دې تر څنګ (fraguns@elternhotline.de) ته برېښناليک هم ليکلای او په ګڼو ژبو خپلې پوښتنې کولای شئ.

مرستې لپاره د ميندو او پلرونو له مرستندويې شمېرې له لارې په (۰۸۰۰۰۱۱۱۰۵۵۰) شمېره د روزنې له مشاور سره اړيکه ونيسئ. د دې ادراې کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. دوی له دوشنبې تر جمعې د سهار له ۹ تر ۱۱ او په سه‌شنبه او پنجشنبه د مازديګر له ۵ تر ۷ بجو اړيکو ته ځواب ورکوي. تاسې کولای شئ د اړيکې پر مهال خپل هويت پټ وساتئ. د دوی مشوره او له دوی سره اړيکه نيول دواړه وړيا دي.

LGBTIQ*

آيا تاسې يو همجنسباز، يا د LGBTIQ له ډلې د کوم بل هويت لرونکي ياست او د دې ډلې کسانو لپار د يوه ډاکټر، وکيل يا مشورتي مرکز په لټه کې ياست؟ د (Gladt) په نوم اداره له دې کسانو سره مرسته کوي. د دې ادارې له کارکوونکو سره په (۰۱۵۲۱۱۸۵۹۸۳۹) شمېره يا (info@gladt.de.) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. دوی په جرمني، انګليسي، عربي او ترکي ژبو خبرې کوي. البته په فرانسوي او کردي ژبو هم د مشورې تابيا کېدای شي. د دوی خدمتونه وړيا دي خو د ټليفوني اړيکې لګښت بايد خپله ورکړئ.

معلول کسان

که څوک خپله او يا د کورنۍ کوم غړی يې معلول وي او مرستې يا مشورې ته اړتيا ولري؛ کولای شي پر (teilhabeberatung.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز ومومي. د EUTB  (Ergänzende unabhängige Teilhabeberatung) په نوم دا مشورتي مرکزونه په ټول جرمني کې له معلولو کسانو او د هغوی خپلوانو ته وړيا مشوره ورکوي او مرسته ورسره کوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: