گلشن فیال
د فارسي/دري ژبې چلوونکې
ګلشن له TiG څخه مخکې د پناه غوښتنې او کډوالۍ په برخه د مشاورې په توګه د جرمني له سره صلیب او وروسته له trixiewiz موسسې سره کار کړئ دی. ښځو ته د مشورې په برخه کې ډېره زیاته کاري تجربه لري او په دواطلبانه توګه د یوې فمینیسټي ټولنې غړې ده. د انګلیسي ادبیاتو د زدهکړې په جريان کې د سیاسي تیوري علاقمنده شوې ده چې له هغه وخت تر اوسه پورې د انتقادي ادبیاتو په ژباړه بوخته ده.