د جرمني سياسي ګوندونه

اوسمهالیز 02.04.2024

په جرمني کې کوم سياسي ګوندونه فعاليت کوي؟

سياسي گوند د هغو خلکو يو ټولی دی چې يو ډول سياسي سياسي موخې لري او غواړي د يوه هېواد په سياسي برخليک کې شريک شي. هر ګوند يو ځانګړی پروګرام لري چې له مخې يې څرګندوي چې دوی د کومو موخو لپاره مبارزه کوي.

د جرمني په فدرالي او ايالتي ټاکنو کې د ګډون لپاره يو ګوند بايد ثابته کړي چې باثباته دی؛ ډېر غړي لري او په عام محضر کې حضور لري. که دا شرطونه پوره شي؛ ګوند کولای شي د ټاکنو له فدرالي ادارې سره ځان ثبت کړي. که کوم ګوند شپږ پرلپسې کالونه په فدرالي يا ايالتي ټاکنو کې برخه وانخلي؛ د‌ ګوند په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

په جرمني کې ګڼ سياسي ګوندونه شته. له دې ډلې تر ټولو مهم اووه يې لاندې درپېژنو. له دې ګوندونو هر يو يې په يوه مخفف نامه پېژندل کيږي او هر يو يو ځانګړی رنګ لري. ډېر وخت د ګوندونو په اړه د خبرو پر مهال يوازې د هغوی د مخفف نوم او رنګ يادونه کيږي. د جرمني د ټولو ګوندونو لېست پر (wikipedia.de.) موندلای شئ.

د جرمني ستر سياسي ګوندونه

مسيحي ديموکرات ګوند (CDU)

مسيحي دموکراتيک اتحاد (Christlich Demokratische Union Deutschlands) ګوند د جرمني‌ تر ټولو ستر سياسي ګوند دی او د ولسي ګوند (Volkspartei) په نامه هم پېژندل کيږي. د دې ګوند بنسټ په ۱۹۴۵ کال کې کېښودل شو. دې ګوند له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جرمني د حکومت واګې په لاس کې درلودې او جرمني لومړنۍ چانسلره (انګلا مرکل) هم د همدې ګوند غړې وه.

د (CDU) ګوند د بازار اقتصاد پلوي دی او د دويزو مسيحي ارزښتونو ملاتړی دی.

د CDU ګوند رنګ تور دی.

ټولنيز مسيحي اتحاد (CSU)

ټولنيز مسيحي اتحاد (Christlich-Soziale Union) د CDU ګوند ملګری دی. دواړو ګوندونو ته په ګډه اتحاد يا (Union) وايي. د CSU ګوند يوازې په بايرن ايالت کې فعال دی خو د CDU ګوند بيا په نورو ۱۵ ايالتونو کې فعاليت لري.

ټولنيز مسيحي اتحاد ګوند (CSU) هم د CDU ګوند په شان سياسي موخې لري د هغه په پرتله زيات محافظه‌کار دی. همدا شان په دوديز ارزښتونو زيات ولاړ دی او په ځانګړې توګه د بايرن ايالت ګټې په پام کې نيسي.

د CSU ګوند رنګ شين يا اسماني دی.

SPD - ټولنيز ديموکرات ګوند

د جرمني ټولنيز ديموکرات ګوند (Sozialdemokratische Partei Deutschlands) د جرمني تر ټولو زوړو ګوند دی او بنسټ يې په ۱۹۰۰ کال کې اېښودل شوی دی. دا ګوند خلکو ګوند هم ګڼل کيږي او اوس مهال له زرغون ګوند او ازاد ديموکرات ګوند سره په ګډه فدرالي حکومت په واک کې لري.

ټولنيز عدالت او د ټولنيزې زېربنا ښه‌والی د د دې ګوند له شعارونو دي او له اتحاديو سره نږدې اړيکې لري.

د SPD ګوند رنګ سور دی.

زرغون ګوند (Bündnis 90 / Die Grünen)

د زرغون ګوند (Bündnis 90/Die Grüne) بنسټ په ۱۹۳۳ کال کې کېښودل شو. دا ګوند په ۱۹۸۰ کال کې په لويديځ جرمني کې رامنځته شوي زرغون ګوند او په ۱۹۹۱ کال کې په ختيځ جرمني کې رامنځته شوي (Bündnis 90) ګوند له يووالي جوړ شوی دی. زرغون ګوند د اتومي وسلو ضد، سولې او چاپېريال ساتنې خوځښتونو په شان د ټولنيزو خوځښتونو له منځه راټوکېدلی دی. همدا شان Bündnis 90 ګوند د پخواني ختيځ جرمني يا DDR د مدني حقونو له بېلابېلو خوځښتونو جوړ شوی دی.

زرغون ګوند تر ټولو وړاندې د چاپېريال او ټولنيزو موضوعاتو ملاتړی دی.

له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې دې ګوند د فدرالي حکومت واګې په لاس کې درلودې او اوس له ۲۰۲۱ کال راهيسې يو ځل بيا د فدرالي حکومت يوه برخه جوړوي.

د زرغون ګوند رنګ زرغون دی.

FDP - آزاد دموکرت ګوند

د ازاد ديموکرات ګوند (Freie Demokratische Partei) بنسټ په ۱۹۴۸ کال کې کېښودل شو. دا ګوند د نورو په پرتله کوچنی دی خو ډېر وخت له CDU/CSU سره په ګډه په فدرالي حکومت کې پاته شوی دی. دا ګوند له ۲۰۲۱ کال راهيسې د فدرالي حکومت يوه برخه دی. ازاد ديموکرات  ګوند د لېبرالو طرحو، د آزاد بازار اقتصاد او د ماليو د اسانه سيستم پلوي دی.

د دې ګوند رنګ زېړ دی.

کيڼ‌اړخه ګوند (Die Linke (Sol Parti))

د کيڼ‌اړخه ګوند (Die Linke) بنسټ په ۲۰۰۵ کې کېښودل شو. دا ګوند د پخواني ختيځ جرمني د SED ګوند (کوم چې د د سوسيال ديموکراتانو PDS په نوم يادېد) او د SPD ګوند د يوې څانګې د يووالي په‌ پايله کې رامنځته شو. دا يو کوچنی ګوند دی او په ختيځ جرمني په ايالتونو کې پلويان لري. په سيمه‌ييز، ايالتي او فدرالي سياست کې له ګډون سره سره کيڼ‌اړخه ګوند تر اوسه د کوم فدرالي ایتلافي حکومت غړی نه دی پاته شوی. دا ګوند له ۲۰۰۵ کال راهيسې د جرمني په پارلمان کې د اپوزيسيون ګوند په توګه پاته شوی دی.

کيڼ‌اړخه ګوند د ټولنيز عدالت او سولې پلوي دی.

د دې ګوند رنګ سور دی خو ډېر وخت له جيګړي يا ارغواني رنګ کاروي.

AfD - د جرمني لپاره بديل ګوند

د جرمني لپاره بديل (Alternative für Deutschland) ګوند د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د حکومتي ګوندونو پر وړاندې د اعتراض په توګه رامنځته شو. دا ګوند په ټولو ايالتي پارلمانونو کې حضور لري او په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني په فدرالي پارلمان يا بوندسټاګ کې د تر ټولو ستر اپوزيسيون په توګه راڅرګند شو. دا ګوند اوس هم په بونډسټاګ کې د اپوزيسيون برخه دی.

دا ګوند ښی‌لاسی پوپولست ګوند دی او د اروپايي ټولنې او مهاجرو ضد دی. دا ګوند ډېر وخت د خبرونو سرخط جوړوي؛ ځکه ډېر غړي يې افراطي څرګندونې کوي او ډېری يې د افراطي ښي‌اړخو ډلو غړي دي. اوس مهال د AfD د سياستونو له کبله دا ګوند د اساسي قانون د خونديتوب د فدرالي ادارې (Bundesverfassungsschutz) له لوري تر څارنه لاندې دی.  

د دې ګوند رنګ اسماني شين دی.

پورته ياد شوي ټول ګوندونه د جرمني په پارلمان (Deutscher Bundestag) کې برخه لري. پر (tatsachen-ueber-deutschland.de) وېبسایټ ليدلای شئ چې کوم ګوند کومې څوکۍ په واک کې لري.

مهم

ټول ګوندونه بايد په خپلو اصولو، اجنډاوو او فعاليتونو کې د جرمني د اساسي قانون (Grundgesetz) درناوی وکړي. که کوم ګوند د اساسي قانون د محکمې (Bundesverfassungsgericht) له لوري د وضع شوي لېبرال دموکراسۍ حکم وګواښي؛ له بنديز سره مخ کيږي. تر اوسه د جرمني په تاريخ کې د دوو ګوندونو په فعاليتونو بنديز لګېدلی دی.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: