د کډوالو لپاره زموږ ژمنتيا

Eine weiße und eine schwarze Hand halten ein Smartphone, auf dessen Bildschirm die Logos "Handbook Germany" und "Together in Germany" zu sehen sind.
اوسمهالیز 29.11.2023

زموږ ښه په ياد دي چې په په جرمني کې د لومړيو ورځو پر مهال يو کس څه ډول احساس لري. دلته کابو ټول مهم مالومات په جرمني ژبه دي. ډېر وخت دا مالومات ډېر وخت تاسې ته نه رسيږي او يا هم ډېر ناوخته درته رسيږي. پر دې د پاسه په ټولنيزو رسنيو کې داسې ناسم او غلط مالومات خپريږي چې ښايي تاسې اندېښمن کړي.

موږ د خپلې تجربې له مخې پوهېږو: په جرمني کې په خپل ژوند د ولاړ ژوند لپاره، سمو مالوماتو او مشورو ته لاسر‌سی ډېر مهم دی. له همدې کبله موږ جرمني ته د نويو راغلو کسانو لپاره ډيجيټل خدمتونه لرو، کوم چې دا مالومات تر تاسې دررسوي.

 

زموږ پروژه هنډبوک جرمني : ټوګېدر – د مالوماتو مرکزي ډيجيټال مرکز – د handbookgermany.de مالوماتي پلټفورم، together-in-germany.de  ټولنيز پلټفورم او همدا شان د مرستندويو خدمتونو لپاره د لټون ماشين Lokale Informationen تر منځ د اړيکو نقطه ده.

 

زموږ خدمتونه په نهو ژبو دي: جرمني، فارسي، انګليسي، پښتو، ترکي، فرانسوي، عربي، اوکراييني او رسوي. په دې توګه تاسې د مالوماتو له خلا سره نه مخ کېږئ.

دا چې موږ خپله د دې ژبو د ويونکو ټولنو برخه يوو، ستاسې ډېرې اړتياوې رامالوميږي. له همدې کبله کولای شو خپل خدمتونه ستاسې له اړتياوو او ليدلوري سره همغږي کړو.

 

اوس مهال پر هنډبوک جرمني وېبسایت ۱۵۰ بېلابېلې سکالوګانې شته.

دلته د استوګنې اجازې، کورنۍ، روغتيا، وړکتون، کور او کار موندلو په شان موضوعاتو په اړه مالومات موندلای شئ.

  • موږ خپله منځپانګه پلټو او ارزوو او تل يې اپډېت ساتو.
  • موږ پېچلې مسلې په ساده بڼه، خو په تفصيل روښانوو.
  • موږ حکومتي پروسې د لاسرسي وړ کوو او د مرستې وړانديزونه مخې ته راوړو.

 

که پوښتنه لرئ، زموږ ټولنيز پلټفورم together-in-germany.de ته ورشئ. هلته په ناپېژانده توګه په ګڼو ژبو پوښتنې کولای شئ؛ زموږ د کارډلې او متخصصو کسانو له لوري ځوابونه ترلاسه کولای شئ او د خپلې ټولنې له نورو غړو سره اړيکې ټينګولای شئ.

زموږ د ټولنيز پلټفورم تر څنګ د اړيکو نور مرکزونه هم شته چې په انلاين بڼه او يا هم مخامخ تاسې ته وړيا او ډاډمنه مرسته او مشوره درکوي. په خپل شاوخوا کې دا ډول خدمتونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو پر لټونګر موندلای شئ. هلته د مشورتي ادارو تر څنګ شپرخ‌کپې (Orientierungskurse)، د لوري موندې کورسونه (Orientierungskurse)، د اړيکو جوړولو وړانديزونه او د ازاد وخت لپاره د فعاليت وړانديزونه هم ترلاسه کولای شئ. 

 

دلته په اسانۍ خپله اړونده موضوع او د سيمي نوم وليکئ!

زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو بانک له ټول جرمني څخه شاوخوا ۲۰۰۰  په لاس راټول شوي وړانديزونه لري او وخت پر وخت تازه کيږي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: