سو پارلاک
د ترکي ژبې چلوونکې
سو د استانبول په Boğaziçi پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې لېسانس کړئ او ماسټري یې د برلین په ازاد پوهنتون کې، په اروپایي ټولنیو کې د ټولنپوهنې په برخه کې ترسره کړې ده. له فراغت وروسته، یې د Charité ټولنپوهنې په انسټیټوټ کې، په جرمني کې روغتیایي سیسټم ته د کډوالو د لاسرسي په برخه کې څېړنې کړې دي. سو په بېلابېلو انجیوګانو او موسساتو کې د کار تجربه لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي: مرکاتور بنسټ (Stiftung Mercator)، په برلین د ترکي ښځو ټولنه (Türkischer Frauenverein in Berlin e.V.,)، Kiron Open Higher Education for Refugees، اد یو ځای کېدو لپاره د ښځو نوښت(Women's Initiative for Solidarity) Young Feminist Europe .