میلا کمپانتس

Bild Mila Kompanets
اوسمهالیز 15.01.2024

د اوکرایني ژبې چلوونکې

میلا په اوکراین کې زېږېدلې او لویه شوې ده. په ۲۰۱۱ز کال کې یې د ماسټرۍ تر کچې خپلې لوړې زده کړې د جرمني، انګلیسي، اوکرایني او روسي ژبې د ژباړې په برخه کې پای ته رسولې دي. د ژباړنې په توګه په څلورو بېلابېلو ژبو تسلط او تجربو هغه د دې جوګه کړې ده، چې د بېلابېلو هېوادونو له خلکو او فرهنګونو سره اړیکه پیدا کړي. په ۲۰۱۲ز کال کې برلین ته راغلې ده، او د پتسډام په پوهنتون کې یې د اروپایي رسنیو په برخه کې زده کړې کړې دي.‌

د اوکراین له خلکو په دغه سخت وضعیت کې کار او مرسته کول د میلا لپاره ډېر ارزښت درلود، نو ځکه له TiG ټیم یو ځای شوه. دا چې هغه په اوکراین کې نه ده، مګر خپل خلک او هېواد ورته ارزښت لري نو ځکه یې په بېلابېلو برخو کې له هغوی سره مرسته کړې او هر ورځ له هغوی سره خپلې تجربې شریکوي.‌

Ein Projekt von:

Gefördert durch: