څنګه کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

Familienzusammenführung

کولای شم د کورنۍ غړي مې جرمني ته راولم؟

په جرمني کې واده شوو خلکو او کورنيو ته ځانګړی ارزښت ورکول کيږي خو له دې سره سره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل ستونزمن دي. دا چې تاسې د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راوستلای شئ او کنه، ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري. د دې تر څنګ بايد ځينې نور شرطونه هم پوره شي.

دلته موږ هغو کسانو ته مالومات ورکوو چې جرمني ته د کار، زده‌کړو يا دې ته ورته بل کس په توګه راغلي‌دي. کډوال کولای شي د خپلو کورنيو د غړو د راوستلو په اړه د کورنيو يا د ژوند له ملګرو او بچيانو سره د يوځای کېدلو بل څپرکي ولولي.

په څه بايد وپوهېږم؟

آيا زه کولای شم جرمني ته د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه وکړم؟

د کورنۍ د غړو په راوستلو کې د استوګنې اجازې درلودل مهم دي. د دې تر څنګ ځينې نور مقررات هم پلي کيږي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات لاندې لوستلای شئ.

د کورنۍ کوم غړي جرمني ته راوستلای شم؟

د کورنۍ هغه غړي چې تاسې يې جرمني ته راغوښتلای شئ، په لاندې ډول دي:

·       ستاسې خاوند، مېرمن يا ثبت شوی د ژوند ملګری/ملګرې چې د واده پر وخت يې عمر له ۱۸ لوړ وي؛

·       له اتلس کالو ټيټ بچيان؛

·       که ستاسې عمر له اتلس کالو ټيټ وي او یوازې ياست؛ ميندې او پلرونه يا نور مشران چې ستاسې په وطن کې يې ستاسې سرپرستي پر غاړه وه. واړه وروڼه او خويندې يوازې هغه وخت راوستلای شئ چې د هغوی د لګښتونو لپاره بشپړ عايد او د اوسېدو لپاره کافي ځای ولرئ.

ستاسې هغه خويندې او وروڼه چې له اتلس کالو کم عمر ولري  او د کورنۍ د نورو غړو  راوستل يوازې په ډېرو فوق‌العاده سختو حالاتو (außergewöhnliche Härte) کې ممکن دي. په داسې حالاتو کې د استوګنې قانون د ۳۶مې مادې د دوهم او دوه‌ويشتم پاراګراف له مخې د ویزې غوښتنه کولای شئ. البته د دې قانون له مخې د ویزې ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي. دا سخت حالت ښايي ستاسې د کورنۍ د غړو ژوند ته مخامخ ګواښ يا د بدن اعضاوو د له لاسه ورکولو وېره وي. د دوی د راوستلو لپاره بايد ډېر شرايط پوره کړئ. د ډېرو مالومات لپاره يو مشورتي مرکز يا تجربه‌لرونکي وکيل ته ورشئ.

د کورنۍ د غړو د راوستلو لپاره شرايط څه دي؟

د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره اړين شرطونه ستاسې په لاندې ډول دي:

-        د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه بايد خپله پوره کړئ. د دې کار لپاره بايد بايد‌ په جرمني کې د کور د کرايې کافي پیسې او د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره کافي لوړ عايد ولرئ او له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه پیسې ترلاسه نه کړئ. دا چې څومره عايد بايد ولرئ، ستاسې د کورنۍ د غړو له شمېر سره اړه لري. دا ټول شيان د کورنۍ د غړو له راوستلو مخکې د اړوندې مسؤولې ادارې له لوري کتل کيږي.

-        د کورنۍ د ټولو غړو لپاره بايد کور ولرئ. دا کور بايد د کورنۍ د ټولو غړو لپاره کافي وي. د اصولو له مخې له ۶ کالونو د زيات عمر لرونکي هر کس پر سر بايد د کور ‍۱۲ متر مربع ساحه ولرئ. له ۶ کالونو د ټيټو ماشومانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع او له ۲ کالونو ټيټ ماشومان په دې لړ کې نه راځي. په استثنايي حالتونو کې کوچنی کور هم منل کيږي.

-        همدا شان تاسې او د کورنۍ ټول غړي مو بايد روغتيايي بيمه ولرئ. د اصولو له مخې تاسې د خپلې کورنۍ غړي له ځان سره بيمه کولای شئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې ولولئ.

-        که د چا د ژوند ملګرې يا ملګری جرمني ته راځي، بايد د جرمني ژبې د A1 سند ولري. دا سند بايد د جرمني ژبې له يوه معتبر کورس څخه ترلاسه شوی وي. له ۱۶ کالونو د ټيټو ماشومانو لپاره دا شرط نشته. که ۱۶ کلن يا له دې عمر لوړ ماشومان جرمني ته راغواړئ، بايد دوی د جرمني ژبې د زدکړې شرط پوره کړي. يادونه: ځينې کسان شته چې ښايي اوسلنډربېهورده يې له دې شرط څخه معاف کړي. لاندې کسان په دې ډله کې راځي:

·       که تاسې د اروپايي تولنې شين کارت (Blauen Karte EU) او يا د متخصصو کسانو، څېړونکو يا کاروباريانو په توګه د استوګنې سند ولرئ؛

·       که په وطن کې مو د ژوند ملګرې يا ملګري پوهنتون لوستی وي؛

·       که د ژوند ملګری يا ملګرې مو له اسټراليا، اسراييلو، جاپان، کاناډا، کوريا، نيوزیلنډ، يا امريکا څخه راځي؛

·       که په وطن کې مو د جرمني ژبې د زده‌کړې شونتيا نه وي؛

·       که د کورنۍ کوم غړی مو سخت ناروغ يا معلول وي. البته د دې کار لپاره د ډاکټر يا روغتون تاييدليک ته اړتيا ده.

که د جرمني تابعيت ولرم، د کورنۍ د غړو راوستلو شرايط اسانيږي؟

هو. که څوک د جرمني تابعيت ولري، د کورنۍ غړي مو جرمني ته په اسانه شرايطو راتلای شي. په داسې حالت کې تاسې اړ نه ياست چې د ځان او کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونو پوره کولو ثبوت وړاندې کړئ. همدا شان ستاسې د کور اندازه هم په دې حالت کې مهمه نه ده. البته د کورنۍ غړي مو بايد د جرمني د زده‌کړې شرط پوره کړي.

چېرته او څنګه بايد د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړم؟

جرمني ته د کورنۍ د غړو د راتلو لپاره بايد د کورنۍ غړي په اړوند هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کونسلګرۍ ته په خپله د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو غوښتنه وړاندې کړي. دوی بايد هلته وخت ونيسي او ټول اړين سندونه له ځان سره یوسي.

د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدنې له غوښتنې له ترلاسه کولو وروسته به د جرمني سفارت دا غوښتنليک په جرمني کې د بهرنيانو د تنظيم اړونده ادارې (Ausländerbehörde) ته ولېږي. دا اداره به غوښتنليک وارزوي او بېرته به ځواب ورکړي. دا پروسه ډېر وخت څو مياشتې او کله ناکله له يوه کال زيات وخت نيسي. که ځواب مثبت وي؛ دوی به ويزا ترلاسه کړي او ستاسې سره به په جرمني کې يوځای شي.

زما د کورنۍ غړي بايد کوم سندونه د جرمني سفارت ته وروړي؟

ستاسې د کورنۍ غړي بايد لږ تر لږه لاندې سندونه د جرمني سفارت ته له ځان سره يوسي:

·       د جرمني د سفارت له لوري د وخت ورکولو د تاييدي ايميل کاپي

·       د کورنۍ د غړو لپاره د ويزا غوښتنه

·       د کورنۍ د ثبت سند (په ځېنو هېوادونو کې شته)

·       د کورنۍ د ټولو غړو د زېږېدنې سندونه

·       د واده سند يا نکاح‌خط

·       په جرمني کې ستاسې د استوګنې د اجازې کاپي

دا سندونه بايد د جرمني د سفارت له لوري په قانوني ډول تاييد شي. دا تاييد ښايي هلته ستاسې د کورنۍ د غړو د ورتګ پر مهال ترسره شي.

د سفارت له لوري ښايي د نورو سندونو غوښتنه هم وشي. ځکه خو ښه ده چې له ورتګ وړاندې د اړوند سفارت وېبسایټ وګورئ.

که (Ausländerbehörde) زماد کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه رد کړي؛ څه وکړم؟

که د بهرنيانو د تنظيم اداره (Ausländerbehörde) ستاسې د کورنۍ د غړو د راوستلو غوښتنه رد کړي؛ دوی اړ دي‌ چې تاسې ته په دې اړه ليک وليږي او د خپلې پرېکړې په اړه روښانتيا درکړي. دوی ښايي دا کار هغه مهال وکړي چې د چا د واده يا اسنادو په اړه شک ولري. د جرمني ديپلوماتيک سفارتونه او کنسولګرۍ به په دې صورت کې ستاسې خپلوانو ته د راتګ لپاره ويزه ورنه کړي. که داسې وشي؛ تاسې دوې ټاکنې لرئ:

  • تاسې کولای شئ د دې پرېکړ په اړه په يوه مياشت کې د ننه اعتراض وکړئ. د دې کار لپاره بايد ستاسې د کورنۍ غړي د جرمني اړوند سفارت ته يو شکايت‌ليک ولېږي. په دې ليک کې بايد روښانه شوې وي چې ستاسې د غوښتنې ردېدل عادلانه نه دي. د دې ليک له ترلاسه کولو وروسته به ستاسې غوښتنه بيا وارزول شي. له دې وروسته به بيا ويزا يا يو ځل بيا د رد ځواب ورکړل شي. له دې ځواب سره به يو ليک (Remonstrationsbescheid) هم درکړل شي‌چې د رد دلايل به په جزياتو پکې ذکر شوي وي. ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي د دې پرېکړې پر وړاندې د څلورو اونيو په موده کې دعوا وکړي. دا کار د سيمې اداري محکمې ته د عريضې په وړاندې کولو کولای شئ او د ترسره کولو لپاره يې وکيل ته اړتيا ده.
  • ستاسې د کورنۍ غړي کولای شي په مخامخ ډول د څلورو اونيو په موده کې د سيمې په ادراي محکمه کې خپل اعتراض ثبت کړي. په دې اړه د زياتو مالوماتو لپاره له يوه وکيل سره مشوره وکړئ. 
د کورنۍ د غړو په اړه له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شم؟

د کډوالو لپاره مشورتي دفترونه او (Migrationsberatungen) د ځوانو مهاجرو خدمتونه (Jugendmigrationsdienst) اداره د کورنۍ د غړو په راوستلو کې له تاسې سره مرسته کولای شي. د دې ادارو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او کوالی شي د پناغوښتنې له قوانينو سره بلد دي. دوی همدا شان کولای تاسې ته وکيلان درمعرفي کړي.

جرمني ته د کورنۍ د غړو له راتګ وروسته څه کيږي؟

په لومړي سر کې بايد د خپلې کورنۍ ټول غړي د ښار په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt registrieren) او بيا د بهرنيانو چارو (Ausländerbehörde) کې ثبت کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې لوستلای شئ. 

 دا چې د کورنۍ غړي مو په ويزا راغلي؛ د دايمي استوګنې د اجازې لپاره دوې لارې لري:

د کورنۍ غړي مو د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) ته ځي او هلته د کورنۍ له غړو سره د يوځای کېدو د ويزې غوښتنه کوي (§§27-36 AufenthG). دا چې دې ادارې د ويزې ترلاسه کولو لپاره ټول سندونه له وړاندې کتلي دي؛ پروسه چټکه پر مخ ځي. تاسې کولای شئ د کورنۍ د غړو له رارسېدو وړاندې د هغوی لپاره وخت ونيسئ.

که د ښوونځي د عمر واړه ماشومان لرئ؛ بايد په يوه ښوونځي کې يې ثبت کړئ. د ثبتولو په اړه زيات مالومات د ښوونځي په څپرکې کوګورئ.

مهم

کله مو چې د کورنۍ غړي جرمني ته راشي، بايد د ښار په اداره (Bürgeramt / Einwohnermeldeamt registrieren) او بيا د بهرنيانو چارو (Ausländerbehörde) کې يې ثبت کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: