ايکين پولاد

Bild Ekin Polat
اوسمهالیز 15.01.2024

د پروژې مرستياله مديره

ايکين په نړيوالو اړيکو  کې لسانس او د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په قانون او سياست کې ماسټري (اروپايي کميسيون او د بروکسل ازاد پوهنتون) لري. هغه له کالونو راهيسې له نادولتي بنسټونو سره د کډوالۍ، مهاجرت او جنسيتي مسايلو په برخه کې کار کوي او په دې موده کې يې د وکالت، مدني ټولنې، دموکراسۍ، د قانون حاکميت، بشري منابعو او پروژو د مديريت په برخه کې تجربه ترلاسه کړې ده. هغې د خپل شخصي او کاري ژوند په لړ کې جرمني ته د خپل مهاجرت داستان، د نادولتي بنسټونو مهم جريانونه، جبري کډوالي او جنسيتي بدلونونه يو له بل سره تړلي دي. هغه د بشر حقونو په اړه د خپل کلک دريځ له مخې له يوه متقابل ليدلوري څخه د يوې عادلانه نړۍ جوړولو دفاع کوي.

په هنډبوک ټوګېدر پروژه کې هغه د پروژې د مرستالې مديرې په توګه کار کوي او له ټولې کاري ډلې سره د پروژې د بريا لپاره هڅه کوي. هغه د پروژې له مديرې سره په ګډه د د کيفيت او کارکوونکو د مديريت دنده پر غاړه لري. هغه همدا شان له مالي ملاتړو، ګډونوالو او د شبکې له شريکانو سره د اړيکو مسؤوليت لري.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: