آنا لالیتنا
د عامه اړیکو مسووله
آنا په روسیه کې زېږېدلې او لویه شوې ده، په مسکو کې یې لوړې زده کړې د ژونالیزم او فرهنګي زده کړو په برخه کې کړې دي. په روسیه کې یې له بېلابېلو رسنیو سره لکه، Lenta.ru, Interfax, Republic او Afisha Daily سره کار کړئ دی. برلین ته په ۲۰۱۵ز کال کې راغلې ده، د برلین په هومبولټ پوهنتون کې یې د فرهنګي زده کړو په برخه کې ماسټري کړې ده. دلته یې هم بېلابېلو رسنیو ته لکه BBC روسي، Taz، Zeit، او Missy مجلې سره د فیمینزم، فرهنګ او معلولیت په اړه د لیکلو په برخه کې همکاره پاتې شوې ده. له "Handbook Germany : Together" پروژې سره تر یو ځای کېدو د مخه یې له Maxim Gorki تیاتر سره د خپرونو د مسوولې په توګه ۲۰۲۱/۲۲ او ۲۰۲۲/۲۳ز فصلونو کې کار کړئ دی.