د کارکوونکو شورا او د کارګرو ټولنه

Tafel mit der Aufschrift "Betriebsrat"
اوسمهالیز 14.03.2024

د کارکوونکو شورا څه دندې لري؟

د کارکوونکو يا مامورينو شوراګانې او د کارګرو ټولنې (Betriebsräte und Gewerkschaften) د دې لپاره جوړيږي چې د کارکوونکو حقونه خوندي کړي. د کارکوونکو شوراګانې په سترو شرکتونو کې جوړيږي خو د کارګرو ټولنې بيا د يوه ځانګړي صنعت يا کسب د کارګرو د حقونو خوندي کولو لپاره جوړيږي. دلته به ولولئ چې دا ډول ټولنې يا شوراګانې څه ډول جوړيږي او څه ډول يې غړيتوب اخستلای شو.

په څه بايد وپوهېږم؟

د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) څه دندې لري؟

د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) د کارورکوونکې ادارې پر وړاندې د کارکوونکو د حقونو د خونديتوب استازيتوب کوي. د مسؤوليتونو د بېلګې په توګه، دا شورا ځان ډاډمنوي چې:

-       قرادادونه او تړونونه په پام کې نيول شوي دي.

-       له چا سره د ګمارلو يا پرمختګ (ترفېع) پر مهال د جنس، هويت، عمر يا بل څه له کبله تبعيض نه دی شوی.

-       د کارځای د ښه کېدلو لپاره د کارکوونکو نظرونه او سپارښتنې پلې شوې دي.

د کارکوونکو شورا چلوونکي په خپله خوښه دا مسؤوليت اخلي. په دې مانا چې دوی د دې کار په مقابل کې معاش يا پیسې نه ترلاسه کوي. البته شورا د کار وخت، د کار په رسمي وخت کې حسابيږي. د کار ورکوونکې اداره يا شرکت بايد دې کسانو ته د شورا د کارونو لپاره يو څو ساعته وخت ورکړي.

د کارګرو ټولنه (Gewerkschaft) څه دندې لري؟

د کارګرو ټولنه د کارګرو يوه ډله ده چې د کارورکوونکو ادارو او شرکتونو يا سياستوالو پر وړاندې د کارکوونکو د حقونو دفاع کوي او د ډېر معاش، زياتو رخصتيو او يا د کار د غوره شرايطو لپاره مبارزه کوي. دوی د دې حقونو ترلاسه کولو لپاره د مبارزې په دوران کې کله ناکله د کاربنديز غوښتنه او اعلان هم کوي. که ستاسې اړوند ټولنه د کاربنديز او يا لاريون اعلان وکړي او تاسې په هغه کې برخه واخلئ؛ د کار ورکوونکې ادراه يا شرکت مو نه شي جريمه کولای خو ښايي د هغې ورځې معاش در نه کړي. البته د دې ټولنو غړي بيا د جبران په توګه د کاربنديز پیسې (Streikgeld) ترلاسه کولای شي. د کارګرو ټولنې د غړي په توګه له دې ټولنې مشوره، د کارګرو د حقونو په اړه ملاتړ او له دليل پرته د منفکۍ پر مهال د کارورکوونکې ادارې سره د ستونزې د حل لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ.

ټوليز تړون (Tarifvertrag) څه ته وايي؟

ټوليز تړونونه د کارکوونکو، کارورکوونکو ادارو او ټولنو تر منځ هغه تړونونه دي‌ چې د  يوې ادارې يا شرکت د کارکوونکو او يا د برقيانو، مستريانو يا کيماوي صنعت په شان د يوه ځانګړي صعنت د کارګرو او کارورکوونکو تر منځ کاري شرايط (کاري وختونه، معاش او نور...) تنظيموي. په عمومي ډول په هغو شرکتونو کې چې دا ډول تړونونه لري؛ د کارګرو حالت د هغو شرکتونو د کارګرو په پرتله ښه دی چې دا ډول تړونونه نه لري.

څه ډول کولای شم د کارګرو د يوې ټولنې غړی شم؟

په جرمني کې د بېلابېلو څانګو لپاره بېلابېلې ټولنې شته. اوسمهال تر ټولو ستره ټولنه د جرمني د سوداګريزو ټولنو اتحاديه (Gewerkschaftsbund (DGB)) ده. د جرمني د ټولو کارګري ټولنو په اړه مالومات پر (wikipedia.de) وېبسایټ لوستلای شئ. په يوه کارګري ټولنه کې د غړيتوب لپاره بايد له هغې سره ځان ثبت کړئ د غړيتوب ټاکل شوی فيس ورکړئ. 

کولای شم د کارکوونکو د شورا غړی شم؟

که ستاسې په ادراه يا شرکت کې د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) فعاله وي؛ کولای شئ په راتلونکو ټاکنو کې ځان ونوموئ. د دې کار لپاره د لاندې شرطونو پوره کولو ته اړتيا لرئ:

-       عمر مو بايد لږترلږه ۱۸ کاله وي.

-       د مديريت څوکۍ مو په واک کې نه وي.

-       په دې اداره کې مو د کار له پیلولو لږترلږه ۶ مياشتې ترې شوې وي.

کولای شم د کارکوونکو يوه شورا جوړه کړم؟

که په اداره کې مو تر اوسه د کارکوونکو شورا نه وي؛ کولای شئ د لاندې شرطونو په پوره کولو د دې شورا بنسټ کېږدئ: په اداره کې بايد لږ تر لږه ۵ داسې کسان موجود وي چې د رايه ورکولو حق لري او له دې ډلې ۳ کسه بايد د کانديدېدلو په شرطونو برابر وي.

ټول هغه کارکوونکي چې عمر يې له ۱۸ کالونو زيات وي او د مديريت په څوکيو کار نه کوي؛ کولای شي د شورا په ټاګنو کې رايه ورکړي. د عادي کارکوونکو تر څنګ، نيمه‌وخته کارکوونکي (Teilzeitkräfte)، لنډمهالي کارکوونکي (Aushilfen)، د ميني‌جاب کارکوونکي او شرکتي کارکوونکي (Leiharbeiter) هم کولای شي رايه ورکړي خو په دې شرط چې په دې اداره کې د کار له پیلولو يې لږترلږه ۳ مياشتې وتلې وي. د شورا د غړيتوب لپاره ټول هغه کارکوونکي ځانونه کانديدولای شي چې عمر يې له ۱۸ کالو زيات وي؛ په اداره کې مديريتي پوسټ ونه لري او له تېرو ۶ مياشتو راهيسې له اړونده ادارې سره کار کوي؛ کولای شي ځان نوماند کړي او د شورا غړی شي. که د شرکت يا ادارې بنسټ نوی اېښودل شوی وي او ټول کسانو کار نوی پیل کړی وي؛ نو د وخت شرط له پامه غورځول کيږي.

د کارکوونکو شورا د څومره مودې لپاره کار کوي؟

د کارکوونکو د شورا غړي د څلورو کالو لپاره ټاکل کيږي او له هغه وروسته د نويو غړو لپاره بيا ټاکنې کيږي.

د کارکوونکو شورا څو غړي لري؟

د شورا د غړو شمېر د ادارې د کارکوونکو له شمېر سره اړه لري. که د ادارې د کارکوونکو شمېر له ۲۰ کم وي؛ په شورا کې يې يو غړی بسنه کوي. که د کارکوونکو شمېر له ۲۱ زيات وي؛ شورا بايد لږ تر لږه ۳ غړي ولري. له ۵۱ د زياتو کارکوونکو د شورا لپاره بايد لږ تر لږه ۵ کسه غړيتوب واخلي. په همدې ډول د کارکوونکو د شمېر په ډېرېدو، د کارکوونکو د شورا د غړو شمېر هم زياتيږي.

د کارکوونکو په شورا کې مشغول کسان منفکېدای يا له دندې لرې کېدای شي؟

هغه کسان چې د شورا جوړولو پروسه پيلوي؛ د ټاکنو کمېټه جوړوي او  يا د شورا غړي کيږي؛ د منفکېدو پر وړاندې ځانګړی خونديتوب لري. که څوک له دې ډول ستونزې سره مخ شي؛ کولای شي له اړوندې شورا سره اړيکه ونيسي.

د کارکوونکو شورا څه ډول جوړولای شو؟

که څوک د سترو صنعتونو په برخه کې کار کوي او هلته له وړاندې د کارکوونکو سراسري شورا (Gesamtbetriebsrat) موجوده وي؛ دا شورا کولای شي يوه ټاکنيزه کمېته (Wahlvorstand) وټاکي څو د کارکوونکو د شورا لپاره د ټاکنو پروسه پر مخ بوزي.

 که د کارکوونکو سراسري شورا نه وي؛ درې کارکوونکي کولای شي نورو مامورينو ته د خبرتيا په لېږلو او يا د ادارې د اعلانونو په تخته د هغې په نښلولو، د کارکوونکو غونډه (Betriebsversammlung) جوړه کړي. دا خبرتيا بايد د غونډې له جوړېدلو لږ تر لږه درې مورځې وړاندې ولېږل شي او په څرګند ډول د ټاکنيزې کمېټې د جوړولو يادونه پکې وشي. ټاکنيزه کمېته د کارکوونکو د شورا ټاکنې تنظيموي او د کار له پای ته رسېدو وروسته منحليږي.

د کارکوونکو غونډه بايد په کاري وخت کې جوړه شي. د کار يا شرکت خاوندان او رييسان يا مديران په غونډه کې د ګډون اجازه نه لري. له هغه وروسته چې د غونډې لپاره يو رسمي مشر وټاکل شي؛ ټاکنيزه کمېټه ټاکل کيږي. په غونډه کې حاضر ټول کارکوونکي د کانديدېدلو او رايه ورکولو حق لري.

د ټاکنيزې کمېټې لپاره بايد درې کسه وټاکل شي. که کسان ډېر وي؛ د دې کسانو شمېر هم زياتيږي. په همدې حال کې بايد د کمېټې بديل غړي هم وټاکل شي. له دې درې کسانو يو يې بيا د کمېټې مشر ټاکل کيږي.

د کارکوونکو د شورا ټاکلو پر مهال بايد ډېر مقررات په پام کې ونيول شي او ټاکنيزه کمېټه يې بايد مخکې له مخکې په اړه ځان وپوهوي. د کارکوونکو شورا غړو ته بايد د ستونزو د پېښېدو او حل موندلو لپاره بشپړې مالي سرچينې او وخت ورکړل شي څو د بېلګې به شان کتابونه رانيسي او يا په سيمنيارونو کې ګډون وکړي.

که د قانوني پروسې او تګلارو په اړه پوښتنې لرئ؛ کولای شئ د خپلې حرفې اړوند د کارګرو يا سوداګرۍ له ټولنې سره اړيکه ونيسئ.

مهم

د کارکوونو د شورا په وسيله د اړونده ادارې د کارکوونکو د حقونو او امتيازونو خونديتوب تضمينيږي. د اړوند صنعت يا حرفې د کارګرو ټولنې يا صنفي اتحاديې د دې شوراګانو ملاتړ کوي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: