WBS يا د سوسيالي کورونو اجازه‌ليک

اوسمهالیز 14.12.2022

څنګه کولای شم په جرمني کې ارزانه کرايي کور ومومم؟

د (Wohnberechtigungsschein) په نامه د ارزانه کور کرايه کولو د وړتيا سند ښيي چې تاسې د هغو کورونو د کرايه کولو حق لرئ چې د دولت په مرسته جوړ شوي او کرايه يې کمه ده. دولت د کورونو د ودانولو يا بيا رغولو پر مهال له کورونو له خاوندانو يا شرکتونو سره مرسته کوي او بيا دا کورونه د (WBS) سند درلودونکو ته په ارزانه بيه په کرايه ورکول کيږي. دا سند د يوه کس لپاره يوه د يوې کوټې د کرايې اجازه ورکوي. که د کورنۍ غړي ډېر وي؛ د هغو شمېر ته په کتو د کوټو نيولو حق لرئ. په دې څپرکي کې به تاسې ته وښيو چې څنګه (WBS) تر لاسه کړئ او د هغه د تر لاسه کولو لپاره کوم اسنادو ته اړتيا لرئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

څوک د (WBS) سند ترلاسه کولای شي؟

که ستاسې عايد لږ وي او د کرايي کور د کرايه کولو لپاره کافي پیسې نه لرئ او يا له جاب‌سنټر یا سوسيال څخه پیسې اخلئ ؛ کولای شئ د (WBS) تر لاسه کولو غوښتنه وکړئ. د ټيټ عايد کچه ستاسې له فدرالي ايالت سره اړه لري. په عمومي ډول يو کس بايد په کال کې له ۱۲زره يورو زيات عايد ونه لري څو وکړای شي د وي‌بي‌اېس غوښتنه وکړي. البته په ځينو ايالتونو کې د عايد دا اندازه لوړه ده. په دې اړه د خپلې سيمي د کورونو له ادارې (Wohnungsamt) څخه پوښتنه کولای شئ. د دې ادارو څانګې د ګوګل له لارې موندلای شئ. د دې سند تر لاسه کولو لپاره بل مهم شی د استوګنې د اجازې درلودل وي. تاسې بايد په جرمني کې لږ تر لږه د يوه کال پاته کېدو (د زدکړو او کار ويزو لرونکو لپاره هم) اجازه ولرئ څو وکړای شئ د ارزانه کور نيولو لپاره دا سند تر لاسه کړئ.

د (WBS) تر لاسه کولو لپاره کوم اسنادو ته اړتيا ده؟

په معمول ډول تاسې بايد د لاندې اسنادو کاپيانې له ځان سره ولرئ:

·      پاسپورت يا د پېژندنې کارت او د اوسېدو اجازه‌ليک

·      که واده مو کړی وي؛ د واده سند (نکاح‌خط)

·      د ماشومانو د زېږېدو سند

·      د کار قراراداد چې ستاسې عايد وښيي او يا له جاب سنټر يا سوسيال څخه تاييدليک

·      د اوسېدو د ځای د ثبت سند

·      د بانکي حساب جزئيات

د دې کار لپاره ضروري اسناد ښايي له يوه ايالته تر بله توپير ولري. تاسې کولای شئ د اړينو اسنادو لست د کورونو ادارې څخه په تر لاسه شوې فورمه کې ومومئ. هلته د نورو هغو سندونو لېست هم موندلای شئ چې د وي‌بي‌اېس لپاره ضرور دي.

يادونه: که د ټولو ضروري اسنادو له درلودلو ډاډه نه ياست؛ اندېښنه مه کوئ. تاسې کولای شئ د (WBS) تر لاسه کولو غوښتنه وکړئ او که کوم څه کم وي؛ ستاسې د سيمې د کورونو اړونده اداره (Wohnungsamt) به تاسې ته يو ليک ولېږي او درته وبه وايي چې نور کومو اسنادو ته اړتيا ده.

د (WBS) په مرسته کوم کورونه کرايه کولای شم؟

د WBS په مرسته د دولت له لوري تمويل شوي کورونه کرايه کولای شئ. دا ډول کورونه يوازې د دې سند درلودونکو ته په ارزانه بيه په کرايه ورکول کيږي او په اعلانونو کې يې يادونه شوې وي.

دا ډول کورونه په عمومي توګه يوه محدوده کچه مساحت لري. د بېلګې په ډول يو کس له ۴۵ متر مربع د ستر کور کرايه کولو اجازه نه لري او له هغه وروسته د هر اضافي کس لپاره ۱۵متر مربع مساحت اضافه کيږي. په عمومي ډول د هر کس پر سر د يوې خونې درلودلو حق ورکول کيږي. د بېلګې په‌ ډول که پينځه کسه په يوه کور کې اوسي نو کېدای شي دا کور پينځه خونې ولري. تشناب او پخلنځی په خونو کې نه حسابيږي. البته په يوه کوټه‌يي کورونو کې ښايي پخلنځی له کوټې سره يوځای وي.

يادونه: ځينې کسان خپل سندونه سره يو ځای کوي او په ګډه د څو کوټو کور کرايه کوي. البته د اصولو له مخې بايد ټول کسان د يوې کورنۍ غړي وي.

څنګه او چېرته د (WBS) تر لاسه کولو غوښتنه کولای شم؟

تاسې کولای شئ خپل غوښتنليک په ليکلې بڼه، په خپله ښاروالۍ کې د کورونو ادارې (Wohnungsamt) ته وړاندې کړئ. ډېرې ښاروالۍ په خپلو وېبسایټونو کې د غوښتنې فورم په انلاين ډول لري چې تاسې کولای شئ کښته يې کړئ. همدا شان يې په مخامخ توګه هم د کورونو له ادارې تر لاسه کولای شئ. که په واړه ښارګوټي يا کلي کې اوسېږئ؛ بايد وپوښتئ چې کومه اداره د (WBS) ورکولو مسؤوله ده.

د (WBS) تر لاسه کولو لپاره غوښتنليک د پوست يا برېښناليک له لارې لېږلای شئ. که وخت لرئ؛ غوره به وي چې په خپله يې اړونده ادارې ته وسپارئ. غوښتونکي کولای شي خپل ټول اړوند سندونه له ځان سره يوسي او هلته يې يوه مامور ته وښيي چې کوم څه پکې کم نه وي. په دې ډول به مو وخت نه ضایع کيږي او د ځواب انتطار به مو لنډ شي. په نورمال ډول د (WBS) تر لاسه کول له دوو تر شپږو اونيو وخت نيسي.

په ډېرو فدرالي ايالتونو کې د وي بي اېس ترلاسه کول وړيا دي. په ځينو نورو کې د دې سند ترلاسه کولو قيمت ۴۰ يورو دی. البته په ياد مو وي چې که غوښتنه مو رد شي؛ بايد د اداري کار فيس ورکړئ.

د WBS سند د څومره وخت لپاره معتبر دی

يو WBS سند د يوه کال لپاره معتبر دی. له دې مودې پوره کېدو وروسته کولای شئ د هغه د بيا نوي کېدلو غوښتنه وکړئ.

يادونه: د وي بي اېس سند يوازې په هماغه ايالت کې معتبر دی؛ په کوم کې چې ترلاسه شي. که بل ايالت ته ولاړ شئ؛ د ارزانه کورونو لپاره بايد د هماغه ايالت د کورونو ادارې ته غوښتنه وړاندې کړئ.

د WBS د ترلاسه کولو لپاره له چا مرسته غوښتلای شو؟

که د وي‌ بي اېس په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ ياست؛ کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوې مشورتي ادارې ته ورشئ‌او سلا ورسره وکړئ.

مهم

که وي بي اېس هم ترلاسه نه کړای شئ: کولای شئ د کورنو د پیسو له ادارې څخه د کورونو د پیسو (Wohngeld) په نوم د مرستې غوښتنه وکړئ. دا پیسې هغه چا ته ورکول کيږي چې لږ عايد ولري. هغه کسان چې له سوسيال يا جاب‌سنټر څخه مرسته ترلاسه کوي؛ کولای شي د کورونو د پیسو غوښتنه وکړي. د کورونو د پیسو ترلاسه کولو لپاره فورمه له دې لېنک څخه ترلاسه کولای شئ. د کورونو د پیسو ادارو موندلو اړوند ادارې په ګوګل کې موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: