په خپله خوښه بېرته ستنېدل

اوسمهالیز 17.04.2023

له جرمني نه په خپله خوښه له ستنېدونکو سره کومې مرستې کيږي؟

هغه مهاجر چې غواړي په خپله خوښه جرمني پرېږدي او خپل وطن يا بل درېيم هېواد ته د اوسېدونکي په توګه ولاړ شي؛ د مالي او لوجستيکي مرستو مستحق دي. ځينې پروګرامونه له دې کسانو سره مرسته کوي چې په خپل وطن يا بل هېواد کې چې دوی ته د استوګنې اجازه ورکوي؛ بيا ژوند پیل کړي.

په جرمني کې د مرستندويو پروګرامونو له ډلې اصلي يو يې د (REAG/GARP) پروګرام دی چې د مهاجرت د نړيوال سازمان (International Organization for Migration (IOM)) له لوري پر مخ وړل کيږي. په دې مرستندوی چوکاټ کې به تاسې د سفر د لګښتونو تر څنګ د بيا پیل لپاره هم مالي مرسته ترلاسه کړئ. د دې پیسو په مرسته کولای شئ په خپل يا بل دريم هېواد کې نوی پیل ولرئ. د ترلاسه کېدونکي مبلغ کچه د هر کس له هېواد سره اړه لري. 

خبرداری: اوس مهال د کورونا بحران له کبله، د (REAG/GARP) پروګرام له لارې له ټولو ايالتونو څخه په خپله خوښه ستنېدل ناشوني دي. البته تاسې کولای شئ د اړونده مشورتي مرکزونو له لارې يو غوښتنليک وړاندې کړئ. په خپله خوښه د بېرته ستنېدو په اړه نور مالومات له (iomdeausreise@iom.int) برېښناليک څخه هم ترلاسه کولای شئ.

دا مرستې څه ډول ترلاسه کيږي؟

آيا زه کولای شم د بېرته ستنېدو لپاره مالي ملاتړ تر لاسه کړم؟

په عمومي هغه کسان د (REAG/GARP) مرستې ترلاسه کوي چې له جرمني نه د وتلو لپاره په خپله د سفر لګښتونه ورنه کړای شي. د دې تر څنګ لاندې کسان کولای شي د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي:

  • د پناغوښتنې پروسه يې روانه دي؛ د ډولډونګ يا زغمل شوې استوګنې اجازه ولري او يا هم د جرمني پرېښوولو ته اړ شوي‌ وي؛ که چېرې د خپلې پنا غوښتنه لغوه کړي او يا له قانوني ګامونو تېر شي؛
  • د جينوا کنوانسيون له مخې د مهاجر په توګه پېژندل شوی وي او په جرمني کې د اوسېدو اجازه ولري؛
  • په جرمني کې د سياسي ـ بشري دلايلو يا نړيوالو قوانيونو له مخې د اوسېدو اجازه ولري؛
  • د جبري بدلمنۍ يا انساني قاچاق قرباني وي (د اروپايي ټولنې استوګن هم په دې کته‌ګورۍ کې راځي).

په ياد مو وي چې له جرمني په خپله خوښه د ستنېدلو لپاره د پاسپورت په شان د سفر قانوني اسنادو او پر پوله د اوښتلو سند (Grenzübertrittsbescheinigung) ته اړتيا ده. دا سند د جرمني د بهرنيانو چارو ادارې (Ausläderbehörde)  له لوري ورکول کيږي. دا سند بايد په سرحد کې مامورينو ته ښکاره کړئ څو د وتلو اجازه درکړل شي. که داسې درېيم هېواد ته تګ غواړئ چې تاسې مني نو بايد داسې مهاجرتي ويزه ولرئ چې هلته د دايمي يا اوږدمهاله اوسېدو اجازه درکړي. دا ويزه بايد د تګ له ورځې وروسته لږ تر لږه د يوه کال لپاره معتبره وي.

څوک د مرستې مستحق نه دي؟

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو اتباع د REAG/GARP پروګرامونو مرسته نه شي تر لاسه کولای خو هغه کسان چې د انساني قاچاق او فحشا قرباني وي؛ مستثنا دي. هغه کسان چې له درېيم اروپايي هېواد څخه د وېزې له اړتيا پرته جرمني ته راځي؛ د بيا پیل د مرستو مستحق نه دي خو د سفر لګښتونه ترلاسه کولای شي. دا قانون د بېلګې په ډول د لويديځ بالکان هېوادونو څخه د راغلو کسانو په اړه د تطبيق وړ دی.

چېرته خپله غوښتنه ثبت کړم؟

ځانګړي مشورتي مرکزونه يوازيني ځايونه دي چې تاسې په خپله خوښه د ستنېدلو غوښتنه پکې ثبتولای شئ. د دوی خپلواکې او ناتړلې مشورتي ناستې کولای شي ستاسې سره د بېرته ستنېدو يا‌پاته کېدو په پرېکړه کې مرسته وکړي. د دې دفترونو کارکوونکي تاسې ته د ټولو شته ملاتړو پروګرامونو په اړه مالومات درکوي او ستاسې غوښتنه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ادارې ته ليږي. تاسې کولای شئ په دا مشورتي مرکزونه د ټولنيزو چارو په اداره (Sozialamt)، رضاکارو دفترونو او د بهرنيانو چارو اداره يا (Ausläderbehörde) کې ومومئ. د دې تر څنګ د بېرته ستنېدنې د مشورو مرکزي دفتر (zentralen Rückkehrberatungsstelle) او UNHCR په ادارو کې هم د بيا تګ غوښتنې لپاره عريضه کولای شئ. پر (returningfromgermany.de) وېبسایټ کولای شئ په خپل شاوخوا کې د بيا تګ لپاره يو مشورتي مرکز ومومئ.

د REAG/GARP پروګرام کوم لګښتونه ورکوي؟

که تاسې د بېرته ستنېدو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه لرئ؛ د REAG/GARP پروګرام به مو مالي ملاتړ وکړي او د سفر په تنظيمولو کې به درسره مرسته وکړي. مالي مرسته د هر چا له هېواد او ځينو نوور معيارونو سره اړه لري. ځينې کسان ښايي لاندې مرستې ترلاسه کړي:

  • د الوتکې يا ټرېن ټکت او يا د موټر کرايه او د سفر لګښت،
  • د سفر اضافي مرسته،
  • د بيا پیل لپاره مالي مرسته.
کوم لګښتونه بايد خپله ورکړم؟

که د پاسپورټ په شان د سفر سندونه مو نوي کېدلو ته اړتيا لري؛ لګښتونه يې بايد خپله ورکړئ. همدا شان د ټرېنونو تمځای يا هوايي ډګر ته د تګ لګښتونه هم ستاسې پر غاړه دي. که له خپل وطن پرته بل هېواد ته تګ (Weiterwanderung) غواړئ؛ د هغه هېواد د ويزې لګښت بايد خپله ورکړئ.

د بيا پیل مرسته (Starthilfe) څه ته وايي؟

د REAG/GARP پروګرام د بيا پیل مرستې په نامه د بېرته ستنېدونکو مالي ملاتړ کوي. که تاسې له دې پروګرام نه د مرستې غوښتنه وکړئ؛ دوی به تاسې ته په خپل وطن کې د تازه پیل لپاره يو څه نغدې پیسې درکړي او (Starthilfe) ورته وايي. د دې پیسو اندازه ستاسې له اړوند هېواد سره تړلې ده.

تاسې کولای شئ د REAG/GARP پروګرام اړوند نور مالومات د (returningfromgermany.de) پر وېبسایټ ومومئ.

کومو هېوادونو ته د بېرته ستنېدو ملاتړ نه کيږي؟

د ناوړه امنتي حالت له کبله، د IOM له لارې سوريې، ليبيا او يمن ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو لپاره  د REAG/GARP  ملاتړ نشته. اوس افغانستان، مولدووا او اوکراين ته هم په خپله خوښه د ستنېدو ملاتړ نه کيږي. البته په بل هېواد کې د استوګنې ل‍پاره ملاتړ تر لاسه کولای شي. که له دې هېوادونو راغلي ياست او د بل هېواد ويزه يا د استوګنې اجازه لرئ، دا پروګرام مو هلته د بېرته تګ لپاره مرسته کوي.

يادونه: ځينې ايالتونه يمن، لېبيا او سوريې ته د لېږلو بېل پروګرامونه لري. په دې اړه لا ډېر مالومات د مهاجرو له شورا ترلاسه کولای شئ. سوماليا، اريتريا او مصر ته هم په خپله خوښه تګ شونی دی خو هر کېس بېل کتل کيږي. دا پروسه ښايي ډېر وخت وغواړي. همدا شان بېلاروس ارمنستان او روسيې ته هم په خپله خوښه ستنېدل ستونزمن دي او د بېرته تګ پروسه ډېر وخت غواړي.

کولای شم بيا بېرته جرمني ته راشم؟

که څوک په خپله خوښه له جرمني ولاړ شي؛ دلته د استوګنې اجازه او يا د استوګنې لنډمهالی سند يې خپل اعتبار له لاسه ورکوي. دا کسان بيا وروسته کولای شي د جرمني د ويزې غوښتنه وکړي او جرمني ته يې د اصولو له مخې په بيا راتګ ځانګړی بنديز نشته. البته په ياد مو وي چې که ډيپورټ شئ؛ د څو راتلونکو کالونو لپاره د بېرته راتګ اجازه نه لرئ.

يادونه: که له جرمني څخه په خپله خوښه د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) په مرسته ووزئ او بېرته راشئ؛ دوهم ځل مرسته نه شئ ترلاسه کولای. که د تل لپاره جرمني ته راشئ؛ درکول شوې مرسته بايد بېرته تحويل کړئ.

که خپله د سفر لګښتونه ورکړای شم؛ مرسته ترلاسه کولای شم؟

که له جرمني نه د وتلو لګښتونه خپله ورکولای شئ؛ د REAG/GARP پروګرامونو مرستې نه شئ ترلاسه کولای. البته کولای شئ د ځانګړو مهاجرو د ملاتړ پروګرام (SMAP) له لارې يو څه مرسته او د دوو کسانو لپاره د الوتکې تخفيف لرونکي ټکټونه تر لاسه کړئ. د کډوالو تر څنګ کارګر، زده‌کوونکي او نور کسان هم کولای شي د (SMAP) له مرستو ګټه واخلي. د الوتکې لګښتونه ښايي د يوه کس، سوسيال، خيريه بنسټونو يا رضاکار ټولنو له لوري ورکړل شي. د ځانګړو شرايطو له مخې هغه دريم هېواد ته چې ستاسې اوسېدل مني؛ د تللو لګښتونه د ټولنيزو خدمتونو اداره (Sozialamt) پر غاړه اخلي.

له تګ وروسته به د مرستو ترلاسه کول دوام ولري؟

هر هېواد ته په کتو، د هر کس لپاره په اړوند هېواد کې د بيا پیل او ادغام لپاره بېلابېل پروګرامونه شته. په خپله خوښه له ستنېدونکو کسانو سره ښايي د خپل هېواد د کار په بازار کې کې د ادغام او روزنې په  برخو کې مرسته وشي او د اوږدمهاله مېشتېدنې او ځای پر ځای کېدنې لپاره مالي‌مرسته ورسره وشي. دا پروګرامونه په ځينو هېوادونو کې شته چې لست يې دلته موندلای شئ.

د جرمني فدرالي حکومت همدا شان د عراق او افغانستان په شان هېوادونو کې د آی او اېم له فعاليتونو سره مرسته کوي. آی او اېم په ۲۶ هېوادونو کې د بيا مېشتېدنې پروژې پلې کوي په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره په خپل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز ته ورشئ.

نور مالومات چېرته موندلای شم؟

خپل هېواد د ورګرځېدو په اړه نور مالومات پر (returningfromgermany.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې تر څنګ د آی او اېم سازمان له مشاورانو څخه هم مشوره اخستلای شئ. د دې کار لپاره يو مجازي مشاورتي پروګرام (Virtual Counselling) شته چې له لارې يې کولای شئ له اړوند مامور سره مخامخ اړيکه ونيسئ. پر يوټيوب هم هغه مالومات موندلای شئ چې د يادې شوې ادارې له مامورينو سره د اړيکو نيولو او مشورې ترلاسه کولو په اړه مالومات ورکوي.

مهم

په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو لپاره د مهاجرت د نړيوال سازمان د اړيکې شمېرې (۰۰۴۹۹۱۱۹۴۳۰)  ته له دوشنبې ته پر جمعې هره ورځ د سهار له نهو بيا له غرمې وروسته تر دريو بجو پورې زنګ وهلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبه خبرې کوي. په دې اړه نور مالومات پر (returningfromgermany.de) هم موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: