څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟

اوسمهالیز 05.03.2024

څوک له ما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟

د اوسبیلډونګ لپاره د يوه ځای موندل په معمول ډول يو څه ستونزمن دي. پلټونکي بايد ډېر وخت د دې کار لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې په شان ځينې معيارونه پوره کړي. همدا شان ښايي په اړونده څانګه کې د پرکيتکوم د ترسره کولو پوښتنه هم وشي. دا کسان د غوښتنليک وړاندې کولو او انټرويو پر مهال ښايي له نورو کسانو سره په سيالۍ کې راشي. که څوک دا کارونه ونه شي کړای؛ ښايي په آسانۍ د اوسبیلډونګ مارکېټ ته لار پيدا نه کړي.

دا چې ډېری کډوالو ته د اوسبیلډونګ موندل سخت دي؛ په جرمني کې ډېرې مرستندويې ادارې او بنسټونه شته چې په دې برخه کې مرسته کوي. په دې دفترونو کې ډېر يې د تيارۍ د کورسونو په ګډون د مخامخ مشورې، روزنې او لارښوونې په شان بېلابېل وړانديزونه لري.

په څه بايد وپوهېږم؟

د اوسبیلډونګ لپاره تیاری (Ausbildungsvorbereitung)

د تياري په ډېرو کورسونو کې د جرمني ژبې د مهارتونو د پياوړي کولو درسونه درکول کيږي. د اصولو له مخې ستاسې بايد مخکې له مخکې د (A2/B1) په کچه جرمني ژبه زده وي. په دې کورسونو کې د ورځنيو خبرو اترو لپاره د ژبې تر څنګ د کار لپاره هم مسلکي جرمني ژبه زده کولای شئ. همدا شان د کار د بازار او د اوسبیلډونګ د سيستم په اړه هم مالومات درکول کيږي.

 

مسلکي تياری يا لوری موندل (Berufsorientierung)

د مسلکي تياري پر مهال، په جرمني کې د بېلابېلو دندو په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ. په دې چوکاټ کې کولای شئ په ځينو ورکشاپونو کې ګډون وکړئ؛ په مسلکي کورسونو کې برخه واخلئ؛ له يوه بل اوسبیلډونګ ترسره کوونکي سره څو شپې ملګري شئ او يا په ځينو عملي کارځايونو يا پرکتيکومونو کې ګډون وکړئ. په دې ډول د آرايشګرۍ يا نجارۍ په شان بېلابېلو مسلکونو په اړه مخامخ تجربه او مالومات ترلاسه کوئ او پوهېږئ چې کومه څانګه ستاسې لپاره غوره ده.

 

د اوسبیلډونګ لپاره روزنه او لارښوونه (Ausbildungscoaching oder Mentoring)

د اوسبیلډونګ لپاره د روزنې او لارښوونې سلسله د اوسبیلډونګ لپاره د ځای موندلو په پړاو ختميږي. په دې پړاو کې اړونده اداره ستاسې سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:

·      د غوښتنليک د سندونو برابرول

·      د اوسبیلډونګ لپاره د يوه شرکت يا ښوونځي موندل

·      د مرکې لپاره تياری

د دې ادارو کارکوونکي همدا شان ستاسې سره د اوسلنډربېهورده يا کار ادارو په شان په ټولو اړونده ادارو کې مرسته کوي. د دې تر څنګ د کاري اوسبیلډونګ لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو لپاره او يا مالي مرستې غوښتلو لپاره هم درسره کوي. که د اوسبیلډونګ له پیلولو وروسته هم له کومې ستونزې سره مخ کېږئ؛ کولای شئ د دې ادارو له کارکوونکو مرسته وغواړئ.

چېرته دا ډول مرسته ترلاسه کولای شم؟

د جرمني په ډېرو ښارونو کې بېلابېل بنسټونه او ادارې شته چې له کډوالو سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي. د بېلګې په ډول په برلين کې (Arrivo) او په دېرشو نورو ښارونو کې (Joblinge) دفترونه له دې ډلې دي. البته په نورو ښارونو کې هم ډېر واړه او غټ بنسټونه شته چې د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي. د ځوانو کډوالو د خدمتونو اداره کولای شي له تاسې سره په نږدې سيمه کې د دې ډول بنسټونو په موندلو کې مرسته وکړي. دا اداره همدا شان د اوسبیلډونګ موندلو لپاره تاسې ته نورې مشورې هم درکولای شي. په خپل شاوخوا کې د ځوانو مهاجرو د خدمتونو د دفتر موندلو لپاره (jugendmigrationsdienste.de.) ته ورشئ.

مهم

د يوه اوسبيلډونګ له بشپړولو سره تاسې په يوه مسلکي کارکوونکي (qualifizierte Fachkraft) بدلېږئ. په جرمني کې مسلکي کارکوونکو ته ډېره اړتيا ده او د غير مسلکي کارکوونکو په پرتله د يو شان کار لپاره ډېر معاش ورکول کيږي. د دې تر څنګ د اوسبيلډونګ په مرسته د استوګنې اوږدمهاله اجازه هم ترلاسه کولای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: