د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه

Das Bild zeigt eine Frau, die sich zu einer Maschine hinunterbeugt. Im Hintergrund sieht man einen Computer und Rohre.
اوسمهالیز 10.04.2024

څه ډول کولای شم د جرمني د کار ويزه ترلاسه کړم؟

جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته راتګ او کار کولای غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer qualifizierten Beschäftigung) وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو وګړي بايد د دې اجازې له ترلاسه کولو وړاندې د جرمني ويزه ترلاسه کړي او بيا جرمني ته له رارسېدو وروسته اړونده اجازه واخلي او کار پيل کړي. دلته د دې ويزې او استوګنې د اجازې په اړه بشپړ مالومات درکوو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د کار ويزه چا ته ورکول کيږي؟

که غواړئ په جرمني کې د يوه مسلکي کس په توګه کار وکړئ او په جرمني کې له کوم شرکت څخه د کار وړانديز يا تړون (قرارداد) ولرئ، کولای شئ د استوګنې د اجازې غوښتنه هم وکړئ. مسلکي کسان هغو کسانو ته ويل کيږي چې د جرمني د مسلکي زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو د فراغت معادل او يا دلته رسمي شوی سند ولري. تخصصي دندې هغو دندو ته ویل کيږي چې د حرفوي زده‌‌کړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا لري.

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.

که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د کار لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

د اصولو له مخې د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې اضافي سندونه هم ولرئ:

 

-       د مسلکي او حرفوي يا لوړو زده‌کړو د فراغت داسې سند ولرئ چې په جرمني کې په رسمي توګه ومنل شي.

-       په جرمني کې د کار قرارداد لرئ او يا يې يو روښانه او ډاډمن وړنديز لرئ.

-       که عمر مو له ۴۵ کالو زيات وي، بايد ثابته کړئ چې په زړوالي‌کې کافي تقاعد لرئ او يا مو معاش د هېواد د فدرالي‌ وزارت له لوري له ټاکل شوي حداقل معاش څخه زيات او يا په هماغه اندازه دی. اوس مهال (۲۰۲۳ کال) د دې معاش ناخالصه کلنۍ اندازه ۴۸٫۱۸۰ يورو  ده.

د اصولو له مخې بايد د جرمني د کار ادارې يا (Bundesagentur für Arbeit) تاييد هم ولرئ. دا کار به د هغه سفارت له لارې وشي، کوم چې تاسې د ويزې غوښتنه ترې کوئ. ځکه نو تاسې ته اړتيا نشته چې خپله دا کار وکړئ.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

 

د اصولو له مخې د کار لپاره د استوګنې اجازه د ۴ کالونو لپاره ورکول کيږي. که د کار د قرارداد موده مو لنډه وي، د استوګنې اجازه هم د همدې مودې له مخې تنظيميږي.

که کار له لاسه ورکړم څه پېښيږي؟

که چېرته کار له لاسه ورکړئ؛ د استوګنې اجازه مو هم باطليږي. البته په داسې وختونو کې بايد هر څومره ژر بله دنده ومومئ او بيا د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ.

Was sind der Zweck- und Spurwechsel?

Der Begriff "Zweckwechsel" bedeutet im aufenthaltsrechtlichen Kontext eine gesetzliche Regelung für die Änderung des Aufenthaltszwecks. Diese Regelung ermöglicht es Menschen, den Aufenthaltsstatus zu wechseln, also in der Regel von einer Aufenthaltsart in eine andere. Zum Beispiel könnte ein "Zweckwechsel" bedeuten, dass eine Person, die ursprünglich als Student*in mit einem Studentenvisum nach Deutschland eingereist ist, die Möglichkeit hat, den Aufenthaltsstatus zu ändern, um in Deutschland zu arbeiten und einen Aufenthaltstitel als Arbeitnehmer*in zu erhalten.

Mit den Neuregelungen des Fachkräfteeinwanderungsgesetzes wird nun erstmals die Chance eines "Spurwechsels" aus dem Asylverfahren in einen Aufenthaltstitel für Fachkräfte (nach §§ 18a, 18b oder § 19c Abs. 2 AufenthG) eingeführt. Diese Möglichkeit betrifft jedoch nur Menschen, die vor dem 29. März 2023 als Schutzsuchende*r nach Deutschland eingereist sind und einen Asylantrag gestellt haben, sowie deren Ehepartner*innen und minderjährigen Kinder (nach § 10 Abs. 3 Satz 4 AufenthG). Damit können zukünftig Menschen, die diese Kriterien erfüllen, ihren Asylantrag zurücknehmen und stattdessen einen Aufenthaltstitel als Fachkraft beantragen.

Aber Vorsicht! Sie sollten zunächst die Erfolgsaussichten ihres Asylverfahrens überprüfen. Dies kann für Sie wesentliche Vorteile haben, z. B. wäre der Aufenthalt nicht an eine Arbeitsstelle gebunden – der Aufenthalt als Fachkraft jedoch schon. Auch müssen Sie klären, ob Sie überhaupt als Fachkraft im engeren Sinn arbeiten können, denn überwiegend werden ausländische Abschlüsse nicht ohne Weiteres in Deutschland anerkannt. Wie die Anerkennung von Abschlüssen funktioniert, erfahren Sie auf unserer Themenseite „Anerkennung von ausländischen Abschlüssen“.

مهم

د کار په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار تړون) او (د کارکوونکو حقونه) کې موندلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: