په جرمني کې د کار لټولو ويزه

Das Bild zeigt einen Mann im Anzug. Er betritt gerade die Lobby eines Gebäudes und zieht einen grauen Rollkoffer hinter sich her. in der Hand hält er einen roten Reisepass.
اوسمهالیز 06.09.2023

کولای شم په جرمني کې د ځان لپاره کار ولټوم؟

په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار ومومي او ژوند وکړي. البته له بهر څخه په جرمني کې د کار لټون اسان نه دی. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۲۰مې مادې له مخې، هغو کسانو ته ويزه ورکول کيږي‌ له درېيمو هېوادونو څخه د جرمني ته د کار د لټولو لپاره راځي. له دې ويزې په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو مناسب کار يا دنده موندلای شئ. په دې څپرکي کې د دې ويزې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

د کار د لټون ويزه د څه لپاره ورکول کيږي؟

که تاسې په جرمني کې د مسلکي کس په توګه د کارځای په لټه کې ياست، کولای شئ دلته د استوګنې د اجازې/ويزې غوښتنه وکړئ. مسلکي کسان هغو کسانو ته ويل کيږي چې د جرمني د مسلکي زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو د فراغت سند ولري او يا يې د بهرنيو زده‌کړو سندونه دلته رسمي شوي وي. تخصصي دندې هغو دندو ته ویل کيږي چې د حرفوي زده‌کړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا لري. د حرفوي او لوړو زده‌کړو په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي. جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د کار لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

د کار لټون د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

-        په جرمني کې د حرفوي‌زده‌کړو د بشپړولو سند او يا هم په جرمني کې د لوړو زده‌کړو بهرنی رسمي شوی سند.

-        د اړوند کار لپاره د اړينې جرمني ژبې د زده‌کړې سند. د ژبې دا سند ستاسې له د کار له ډول سره اړه لري.

-        د کار د لټون په موده کې د ژوند د لګښتونو پوره کولو د توان ثبوت. که خپله کافي پیسې نه لرئ، يو بل کس کولای شي ستاسې يو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د کار په لټون پسې راغلي خلک په جرمني کې د شپږ مياشتو پاته کېدلو اجازه لري. په دې شپږو مياشتو کې د خپلې خوښې  او وړ کار پلټنه وکړئ. د دې مودې پر مهال په اونۍ کې يوازې د لس ساعته ازمايښتي کار اجازه لرئ. کله چې مناسبه دنده ومومئ؛ بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار لپاره (Erwerbstätigkeit) د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې اجازې له ترلاسه کولو وروسته کولای شئ په جرمني کې کار وکړئ.

که کار ونه مومم څه پېښيږي؟

که د ټاکل شوو شپږو مياشتو په موده کې وړ دنده ونه مومئ، بايد جرمني پرېږدئ او خپل هېواد ته ولاړ شئي. د بلې ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل وطن کې  شپږ مياشتې انتظار وکړئ. له دې مودې تېرېدو وروسته، د کار د لټون لپاره د جرمني له سفارت څخه د بلې ويزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ.

مهم

د کار د لټون په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار لټون او غوښتنه) کې لوستلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: