په جرمني کې واکسين

اوسمهالیز 23.02.2024

زما او زما د بچيانو لپاره کوم واکسينونه ضروري دي؟

په جرمني کې واکسين کول جبري نه دي. خپل ځان او ماشومانو ته واکسين ورکول ستاسې په خوښه پورې اړه لري. ښه دا ده چې په دې اړه له خپل ډاکټر څخه مرسته وغواړئ او يا د جرمني د واکسين سيستم له ځانګړو وړانديزونو ګټه واخلئ.

هغه هېواد ته په کتو چې تاسې پکې لوی شوي ياست؛ ښايي مخکې له مخکې د ځينو ځانګړو ناروغيو پر وړاندې واکسين شوي ياست. له دې سره سره چې په جرمني کې دا ناروغۍ وجود ونه لري خو جرمني ډاکټران ښايي د نورو ناروغيو پر وړاندې د واکسين کولو سپارښتنه وکړي. ځکه نو لويان هم ښايي بيا ځلې واکسين شي. که په دې اړه ډاډه نه ياست؛ له خپل ډاکټر نه د لويانو د واکسين په اړه وپوښتئ. د ماشومانو د واکسينو په اړه نور مالومات په بل څپرکي (د ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره واکسين) کې ولولئ.

د واکسينو په اړه بايد په کومو شیانو وپوهېږم؟

د کومو واکسينو سپارښتنه کيږي؟

د واکسينو کميسيون په جرمني کې د اوسېدونکو خلکو لپاره لاندې واکسينو سپارښتنه کوي: Tetanus, Diphterie, Keuchhusten (Pertussis), Hib (Haemophilus Influenza Typ b), Kinderlähmung (Poliomyelitis), Hepatitis B, Pneumokokken, Rotaviren, Meningokokken C, Masern, Mumps, Röteln (MMR), Windpocken (Varizellen)  او HPV (Humane Papillomviren).

پاملرنه: د کمپونو د اوسېدونکو لپاره د شري واکسين جبري دي او بايد ولګول شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کډوالو لپاره کمپونه) کې لوستلای شئ.


د لويانو او امېدواره ښځو لپاره د انفلونزا ضد واکسينو لګولو سپارښتنه هم کيږي.

که څوک له داسې چا سره چې په (Mpox) ويروس ککړ وي، نږدي پوستي تماس ولري، د واکسينو کميسيون د دې وايروس پر وړاندې د واکسينو سپارښتنه ورته کوي. که دا مرض عام شوی وي، هغه چا ته هم د دې واکسينو سپارښتنه کيږي چې ډېر جنسي شريکان لري. په دې ډول دوی خپل ځان خوندي کولای شي.

 

ټول هغه کسان چې د باندې د (FSME-Risikogebieten) ناروغۍ تر ګواښ لاندې سيمو کې ډېر وخت تېروي؛ د واکسينو کميسيون په جدي ډول ورته د دې ناروغۍ ضد واکسينو تر سره کولو سپارښتنه کوي. دا يوه ساري ناروغي ده چې د مغز، meninges او نخاع د التهاب سبب کيږي. دا ناروغي ډېر وخت د ګنګانو (کنو) په وسيله خپريږي.

د کورونا پر مهال د کورونا واکسينو سپارښتنه هم کېده خو اوس د دې واکسينو لګولو اړتيا نه محسوسيږي.

 

که بهر ته سفر کوئ؛ ښايي د ځينو نورو واکسينو سپارښتنه هم وشي. په دې اړه نور مالومات پر (tropeninstitut.de) وېبسایټ لوستلای شئ.

واکسين بايد څو ځله ترسره شي؟

ستاسې ډاکټر د ناروغيو د مخنيوي لپاره د واکسينو بېلابېلې مرحلې څاري. ځينې وخت اړتيا ده چې په ځانګړې موده کې څو ځله واکسين شئ. د شپږو تر ۲۳ اونيو د عمر ماشومانو لپاره په څلورو مرحلو (له G1 تر G4) کې بنسټيز واکسين لګول کيږي. له دې دورې وروسته په دوه کلنۍ او ۱۷ کلنۍ کې د دې واکسينو د اغېز د تقويې لپاره بيا واکسين ترسره کيږي. له دې سره ښايي وروسته بيا هم د اغېز د تقويې واکسين تر سره شي. تاسې کولای شئ د واکسيناسيون د کميسيون مهالوېش په شلو بېلابېلو ژبو پر (rki.de) تر لاسه کړئ.

د واکسينو ريکارډ (Impfpass) څه ته وايي؟

په جرمني کې له لومړي ځل واکسين وروسته يوه زېړرنګه کتابچه تر لاسه کوئ چې د واکسينو د سند يا (Impfpass, ImpfausweisياImpfbuch) په نوم ياديږي. تاسې ته ټولې لګول شوې ستنې به په دې کتابچه کې وليکل شي څو له مخې يې د واکسينو مهالوېش وڅارل شي. د روغتيايي ازموينو پر مهال بايد دا کتابچه له ځان سره ولرئ.

د ماشومانو د واکسين د کتابچې او مهالوېش څارلو او پر وخت هغوی ته د واکسين لګولو مسؤوليت د مور او پلار پر غاړه دی. په دې اړه اضافه مالومات د ماشومانو د روغتيايي ازموينو په کتابچه (Kinderuntersuchungsheft) کې خوندي کيږي. پر وخت د ناروغيو د پېژندنې او مخنيوي لپاره تر شپږکلنۍ پورې له  U1 نه تر U9 پورې د ټولو روغتيايي ازموينو پایلې په بېلو کتابچو کې ثبتيږي. دا کتابچې د ماشومانو د د زېږېدو پر مهال په اړوند روغتون کې او يا لږ وروسته د هېباما له لوري ورکول کيږي. که دا کتابچه ورکه شي او يا يې تر اوسه نه لرئ، کولای شئ د خپل ماشوم له اړوند ډاکټر څخه بله وغواړئ.

د واکسينو لګښتونه څوک ورکوي؟

د روغتيايي بيمې ټولې ادارې د واکسيناسيون کميسيون له لوري د وړانديز شوو  واکسينونو لګښتونه (د واکسيناسيون د رسمي لارښود له مخې) ورکوي. ځينې شرکتونه د هغو واکسينو لګښت هم ورکوي چې ښايي په بهر کې د رخصتۍ پر مهال د اخستل شوو ناروغيو د مخنيوي لپاره کيږي. که په دنده کې له د کومې ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ ياست، ګمارونکې اداره مو بايد (د کارګرو د روغتيا او خونديتوب قانون د ۳مې مادې له مخې) د ځانګړو اړينو واکسينو لګښتونه ورکړي. د بېلګې په توګه که څوک بهر ته د زده‌کړو يا کار لپاره ځي او هلته کوم ځانګړی واکسين ورته مهم وي، د لګښت ترلاسه کولو مستحق بلل کيږي. د شخصي سفرونو پر مهال د واکسين لګښت د بيمې له شرکت سره تړلی دی چې ورکوي يې او که نه. په دې اړه نور مالومات د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلی شئ.

په عمومي ځايونو کې د ناروغيدو مخنيوی څنګه کېدای شي؟

په وړکتونونو، لومړنيو ښوونځيو، د رخصتۍ په کمپونو او يا د کډوالو د منلو په لومړنيو مرکزونو کې ډېر کسان په محدوده فضا کې راټوليږي. له ساري ناروغيو نه د ماشومانو او کارکوونکو د ساتنې لپاره ځانګړي مقررات پلي کيږي. که ماشوم مو کومه ساري ناروغي واخلي؛ سملاسي د هغه د ښوونځي مدير يا ستاسې د اوسېدو د کمپ ادراه خبره کړئ. ځينې ناروغۍ ډېرې ساري دي او په دې ناروغيو مبتلا کسان له نورو سره له ليدلو کتلو منع کيږي. دا ډول ماشومان بايد تر بيارغېدنې، وړکتون يا ښوونځي ته له تګه راوګرځول شي. په دې اړه نور مالومات پر (rki.de) موندلای شئ.

نور مالومات چېرته موندلای شم؟

د جرمني د دايمي واکسينو کميسيون (STIKO) چې له بېلابېلو طبي متخصصينو جوړ دی او له رابرټ کوخ انستيتيوت سره تړاو لري؛ په منظم ډول په شلو ژبو د واکسينو مهالوېشونه او مالوماتي پاڼې خپروي. دا انستيتيوت د سرشمېرنو، زدکړو او څېړنو له لارې هڅه کوي چې په جرمني کې د ساري ناروغيو د خپرېدو مخنيوی وکړي. د دې انستيتيوت ځانګړې دندې د انتاني ناروغيو د مخنيوي په قانون کې په نښه شوې دي.

په جرمني کې د معمول ناروغيو په اړه په بېلابېلو ژبو د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره دلته کلېک وکړئ. د دې تر څنګ د رابرټ کوخ انستيتيوت په بېلابېلو ژبو زيات مالومات وړاندې کوي. که په جرمني ژبه پوهېږئ؛ د روغتيايي زدکړو د فدرالي ادارې مالوماتي وېبسایټ وګورئ.

مهم

د واکسينو تر څنګ سمه وقايه هم د ناروغنيو د ساري ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي. که غواړئ ځان او خپل شاوخوا خلک له ناروغيو وژغورئ؛ لاسونو مينځلو، ټوخي، په کور، تشناب او پخلنځي کې چلند، د خوړو سمبالولو او له کورنيو حيواناتو سره اړيکو ته پاملرنه وکړئ. پر (infektionsschutz.de) وېبسایټ د ناروغيو د مخنيوي په اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: