د جرمني پوهنتونونو ته نوم‌ليکنه

اوسمهالیز 20.04.2023

څنګه کولای شم د جرمني په يوه پوهنتون کې داخله وکړم؟

له دې پرته چې څوک په جرمني کې ژوند کوي او که نه دلته په پوهنتونو کې لوړې زده‌کړې د راتلونکي کاري ژوند لپاره ډېر چانسونه په لاس درکوي. البته د محصل په توګه پیل ډېر آسانه نه دی. تاسې باید ډېر شرطونه پوره کړئ او ډېرو قوانينو ته پام وکړئ. دا چې څه ډول په جرمني کې د تحصيل لپاره ځای ومومو او څه ډول هغه ته غوښتنه وړاندې کړئ او يا په بهر کې پیل شوې لوړې زده‌کړې څه ډول دلته بشپړې کړئ؛ دلته ځوابونه او مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

آيا زه په جرمني کې د لوړو زده‌کړو ترسره کولو اجازه لرم؟

دا چې څوک په جرمني کې د زده‌کړو اجازه لري؛ له ډېرو عواملو سره اړه لري:

-        په جرمني کې د لوړو زده‌کړو پیلولو لپاره د عالي ښوونځي د فراغت سند او پوهنتون ته د داخلې د اجازې (Hochschulzugangsberechtigung) درلودلو اړتيا ده. د داخلې دا اجازه د ښوونځي د فراغت يو سند دی چې په مرسته يې پوهنتون ته لاره موندلای شئ. که له خپل هېواد څخه د ښوونځي د فراغت سند لرئ؛ بايد ځان ډاډه کړئ چې په جرمني کې پوهنتون ته د شاملېدو لپاره اعتبار لري او که نه. د دې کار لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ. پر (Datenbank anabin) او (Zulassungsdatenbank des DAAD) پاڼو کتلای شئ چې ستاسې د زده‌کړو سندونه په کومو برخو کې او څومره معتبر دي. که دا پاڼې مو سند په رسميت ونه پېژني؛ بيا هم ښه ده چې اړوند پوهنتون ته ورشئ او مخامخ پوښتنه وکړئ. که لا هم نه پوهېږئ چې په کوم پوهنتون کې زده‌کړه وکړئ؛ کولای شئ د خپلو سندونو رسمي کولو لپاره د سندونو د رسمي کولو يوې ادارې ته ورشئ. البته په دې ادارو کې د سندونو رسمي کول لګښت لري.

-        که له خپل هېواده د ښوونځي د فراغت سندونه مو پوهنتون ته د تګ لپاره معتبر نه وي؛ کولای شئ د (Studienkolleg) په نوم کالجونو کې پوهنتون ته له تګ وړاندې د يو څه وخت لپاره د تياري زده‌کړه وکړئ. همدا شان کولای شئ د ارزونې ازموينه (Feststellungsprüfung) ورکړئ. په کالجونو کې به نوره مسلکي جرمني هم زده‌ کړئ او د لوړو زده‌کړو لپاره به تيار شئ. البته مخکې له مخکې بايد پرېکړه وکړئ چې وروسته په کومه څانګه يا مسلک کې زده‌کړه کول غواړئ. په دې کالجونو کې زده‌کړه په معمول ډول يو کال دوام کوي او د ارزونې په ازموينه پای ته رسيږي. که ازموينه کې بريالي شئ؛ کولای شئ په جرمني کې په ټاکل شوو څانګو کې لوړې زده‌کړې وکړئ. د تياري په کالجونو کې د شاملېدو لپاره هم د داخلې ازموينه اخيستل کيږي او اړوند کس بايد لږ تر لږه تر B1 کچې پورې جرمني ژبه زده‌ کړې وي. په ځينو کالجونو کې د ارزونې ازموينه کالج ته له تللو پرته هم اخيستل کيږي. په خپل شاوخوا کې د تياري يو کالج پر (studienkollegs.de) وېبسایټ موندلای شئ. دې کالجونو ته ډېر وخت مخامخ او يا هم د (uni-assist.de) له لارې د شاملېدو غوښتنه لېږلای شئ. ستاسې د خوښې کالج به تاسې ته داخلې د نورو شرطونو او پروسې په اړه مالومات درکړي.

يادونه: که په جرمني کې مو حرفوي زده‌کړې يا اوسبیلډونګ بشپړ کړی وي او يو څو کاله مو په خپله څانګه کې کار کړی وي؛ کولای شئ له ځانګړو شرطونو لاندې له نورو سندونو پرته پوهنتون ته ولاړ شئ. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ د بهرنيو زده‌کړو لپاره مرکزي اداره (ZAB) هم نور مالومات درکولای شئ.

-        پوهنتون ته د داخلېدو لپاره په کافي توګه د جرمني ژبې زده‌کړه مهمه ده. په عمومي ډول په پوهنتون کې د زده‌کړو لپاره د جرمني ژبې  C1 يا تر دې لوړ سند ته اړتيا ده. تاسې کولای شئ د ژبې د زده‌کړې د ثبوت په توګه (Telc Deutsch C1 Hochschule) يا (Goethe-Zertifikat C2) سندونه وړاندې کړئ او يا هم (DSH-Prüfung) يا (TestDaF) ازموينې ترسره کړئ. دا چې له تاسې د خوښې پوهنتون کوم ډول سند غواړي؛ کولای شئ د هماغه پوهنتون د نړيوالو اکاډميکو اړيکو له مرکز څخه وپوښتئ. د جرمني ژبې ازموينې د کال په اوږدو کې له اړوند ايالت او ادارې سره اړه لري. د جرمني‌ ژبې کورسونه پر ( DAAD-Datenbank)، (Volkshochschule)، (Website des Goethe-Instituts) يا شخصي ښوونځيو کې موندلای شئ. د جرمني ژبې د زده‌کړې په اړه نور مالومات د ژبو زده‌کړې په نوم زموږ په بل څپرکي کې ولولئ.

که تر اوسه له جرمني بهر ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زده‌کړه وکړئ؛ بايد په جرمني کې د زده‌کړو لپاره د ژوند اجازه يا ويزه ترلاسه کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته مهاجرت) کې موندلای شئ. که جرمني ته د کډوال يا مهاجر په توګه راغلي ياست؛ د اوسېدو د اجازې له په پام کې نيولو پرته کولای شئ په يوه پوهنتون کې د زده‌کړو غوښتنه وکړئ. هغه کسان چې لا يې د پناغوښتنې پروسه روانه وي او يا ډولډونګ ولري؛ هم کولای شي په جرمني کې لوړې زده‌کړې وکړي.

آيا په هره څانګه کې زده‌کړه کولای شم؟ (Numerus Clausus) څه ته وايي؟

په جرمني کې د زده‌کړو څانګې په دوو برخو وېشل شوې دي. يوه برخه يې د آزادې داخلې (zulassungsfreien) او بله برخه يې د محدودې داخلې (zulassungsbeschränkten) اړوند دي. د آزادې داخلې په څانګو کې ډېر ځای شته او د ټولو غوښتونکو لپاره  د داخلې امکانات شته. د محدودې داخلې په څانګو کې ځايونه لږ خو غوښتونکي زيات دي. ځکه نو بايد دې څانګو ته د داخلې لپاره ځانګړې غوښتنه وړاندې شي. د محدودې داخلې په څانګو کې د محلي او ملي پوهنتونونو ترمنځ توپير شته. ځينې څانګې يوازې په يوه سيمه کې د منل کېدونکو محصلينو محدوديت لري خو ځينې نورې بيا په ټول جرمني کې محدوديتونه لري. په ملي کچه د محدوديت لرونکې تحصيلي څانګې په لاندې ډول دي: طب، د غاښونو ډاکټري، فارمسي يا دوا جوړونه او د ژويو ډاکټري. په خپله سيمه کې د محدودې تحصيلي څانګې په اړه مالومات د هماغه سيم د پوهنتون پر وېبسايټ او يا په مخامخ ډول د پوهنتون د محصلينو سکرتريت له مامورينو ترلاسه کولای شئ. اوس مهال په عمومي ډول کابو ۴۰٪ څانګې له محدوديت پرته محصلين مني. په محدودو څانګو کې محصلين د (Numerus Clausus)  سيستم له مخې منل کيږي. نومروس کالکولس له لاتيني ژبې اخستل شوی ټکی دی چې د محدودې شمېرې په مانا دی. په دې سيستم کې د ابيتور نومرې او د انتظار موده مهم رول لري. د دې تر څنګ پوهنتونونه ښايي د مخامخ مرکو يا (TestAS) له مخې غوره محصلين وټاکي. د (TestAS) په اړه نور مالومات لاندې موندلای شئ.

روغتيايي بيمه درلودل اړين دي؟

هو. په جرمني کې له روغتيايي بيمې پرته زدکړه نه شئ کولای. محصلين کولای شي دولتي يا شخصي بيمه خوښه کړي خو په عمومي ډول دولتي روغتيايي بيمه ارزانه ده. که يو ځل شخصي بيمه واخلئ؛ د زدکړو په موده کې يې بېرته په دولتي بيمه نه شئ اړولای. په جرمني کې نړيواله روغتيايي بيمه د ځانګړو شرايطو لاندې منل کيږي.

که دولتي بيمه ولرئ؛ د خپل ګډون سند پوهنتون ته د داخلې پر مهال وړاندې کړئ خو که شخصي بيمه ولرئ؛ لومړی بايد د جرمني د دولتي بيمې يوې ادارې ته د شخصي بيمې د ګډون سند يوسئ او له تاييد وروسته يې پوهنتون ته ولېږئ.

په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې موندلای شئ.

د بهرني محصل په توګه بايد نور څه په پام کې ونيسم؟

ځينې پوهنتونونه له محصلينو د (TestAS) په نوم ازموينې ترسره کولو غوښتنه کوي. دا ازموينه د بهرنيو محصلينو لپاره ده او روښانوي چې محصل په ځانګړې څانګه کې د زده‌کړو لپاره تيار دی او که نه. په دې ازموينه کې د پوهې په اړه نه پوښتل کيږي خو په اړونده څانګه کې ستاسې د ذهني او فکري مهارتونو په اړه پوښتنې کيږي. د نورو شرطونو تر څنګ د دې ازموينې پايلې هم يوه پوهنتون ته د داخلې لپاره مهمې دي. په ځانګړې توګه د محدودې داخلې په څانګو د داخلې لپاره د دې ازموينې ښې پايلې ستاسې سره مرسته کولای شي. دا ازموينه ښايي په جرمني يا انګليسي ژبو واخستل شي. که له خپل هېواده د راتښتېدو يا مهاجرت له کبله د ښوونځي يا پوهنتون د فراغت سندونه ونه لرئ؛ د ټيسټ اس ازموينه ښايي پوهنتون ته د داخلېدو لپاره د اساسي شرط په توګه ومنل شي. د دې ازموينې ساده بېلګې پر (testas.de) وېبسایټ موندلای شئ. پر دې وېبسایټ کولای شئ د (TestAS) ازموينې لپاره نوم‌ليکنه وکړئ. يادونه: د کډوالو لپاره په دې ازموينه کې ګډون وړيا دی. پر (refugees.testas.de) وېبسایټ د دې ازموينې وړيا بېلګې موندلای شئ. پر دې وېبسایټ هم د ازمونيې لپاره ځان ثبتولای شئ.

د ځان لپاره غوره پوهنتون چېرته موندلای شم؟

پر (Hochschulkompass) وېبسایټ کولای شئ د يوه ښه او ځان لپاره د وړ پوهنتون لټون وکړئ. همدا شان پر (ranking.zeit.de) وېبسایټ د شاوخوا ۳۰۰ پوهنتونونو درجه بندي ليدلای شئ. دې پوهنتونونو ته د بېلابېلو معيارونو له مخې د محصلينو او پروفیسرانو له لوري نومرې ورکول شوې دي. ډېر محصلين د زده‌کړو او خپلې خوښې پوهنځيو لپاره نورو ايالتونو ته څي او ډېر نور بيا په هماغه سيمه کې زده‌کړه کول غوره کوي چېرې چې يې د کورنۍ غړي اوسيږي.

يادونه: که جرمني ته د کډوال په توګه راغلي ياست او قبول شوي ياست؛ د قبولۍ په لومړيو درې کالونو کې بل ښار ته د کډه کولو اجازه نه لرئ. البته که څوک په بل ښار کې پوهنتون يا اوسبيلډونګ پیل کړي؛ دا شرط نه پرې پلی کيږي. د دې کار لپاره په خپله سيمه کې د بهرنيانو چارو له اړوند ادارې سره خبرې وکړئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د پناغوښتنې پروسه مو روانه وي او يا ډولډونګ ولرئ؛ بل ښار ته د زده‌کړو يا اوسبیلډونګ ترسره کولو لپاره هم د کډه کولو اجازه نه ورکول کيږي.

چېرته او څه وخت پوهنتون ته نوم‌ليکنه کولای شم؟

په جرمني کې تحصيلي کال په دوو سمسترونو وېشل شوی دی: د ژمي سمستر، چې په سپتمبر يا اکتوبر کې پیل کيږي او د اوړي سمستر چې په مارچ يا اپرېل کې پیل کيږي. که څوک نوی پیل کوي؛ د اصولو له مخې بايد د ژمي له سمستره پیل وکړي. البته په ځينو څانګو کې يوه برخه محصلين د دوبي له سمستره هم پیل کوي. د ژمي د سمستر پیلولو لپاره بايد د هماغه کال د مې مياشتې تر ۳۱ نېټې پورې خپل غوښتنليک وړاندې کړئ. که ابيتور يا لېسه مو په همدې کال ختمه کړې وي؛ د غوښتنليک موده مو د اصولو له مخې د جولای مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې اوږدېدلای شي. که د اوړي د سمستر لپاره نوم‌ليکنه کوئ؛ بيا د هماغه کال د جنورۍ مياشتې تر ۱۵ نېټې خپل غوښتنليک وړاندې کړئ.

د خپل غوښتنليک لپاره بايد د ښوونځي د فراغت د سند يا پوهنتون ته د تګ د اجازه‌ليک يوه تاييد شوې کاپي له ځان سره ولرئ. ځينې پوهنتونونه د دې سند تر څنګ د پرکتيکومونو د سندونو په شان د ځينو نورو سندونو غوښتنه هم کوي. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ.

که د آزادې داخلې يا د محلي محدودې داخلې په څانګو کې زده‌کړه پیلولو غواړئ؛ بايد په مخامخ ډول هماغه پوهنتون ته ورشئ؛ چېرته چې زده‌کړه کول غواړئ. البته ډېر پوهنتونونه د غوښتنليک پروسه د (uni-assist) له لارې مخته وړي. په دې اړه د مالوماتو لپاره د هماغه پوهنتون پر وېبسایټ او يا د محصلينو د سکرتريت په اداره کې مالومات موندلای شئ. يوني اسېست ستاسې سندونه راټولوي؛ ستاسې بهرني تحصيلي سندونه ارزوي او پوهنتون ته مو د غوښتنې په اړه مالومات ورکوي. دا پروسه په عمومي ډول يو څه لګښتونه لري. 

که د ملي محدوديت لرونکو څانګو ته داخله کوئ؛ بايد د (Stiftung für Hochschulzulassung (SfH)) له لارې مخته ولاړ شئ.

يادونه: د پوهنتون له موافقې وروسته بايد هلته ځان ثبت (immatrikulieren) کړئ. که د ثبت لپاره ورنه شئ؛ ښايي ځای مو بل چا ته ورکړل شي. د ثبت لپاره پوست لېږلای شئ او يا په خپله د محصلينو سکرتريت ته تلای شئ. دا چې ستاسې د خوښې په پوهنتون کې بايد څه ډول مخته ولاړ شئ؛ د منلو په ليک کې روښانه کيږي. په دې ليک کې د هغو سندونه يادونه هم کيږي چې بايد د ثبت لپاره يې له ځان سره يې يوسئ. په معمول ډول په دې سندونو کې پوهنتون ته د تګ اجازه‌ليک (Hochschulzugangsberechtigun)، اوسوايس، د روغتيايي بيمې سند او د جرمني ژبې د زده‌کړې سند شامل وي.

زه رد شوم او يا مې مهلت له لاسه ورکړ؛ اوس بايد څه وکړم؟

که ډېره ناوخته کړئ او يا د خپلې خوښې پوهنځي ته لاره پيدا نه کړئ؛ بيا هم کولای شئ د لاټرۍ (Losverfahren) په نوم د يوه چانس له لارې د ځان لپاره ځای ومومئ. د دې پروسې له لارې پوهنتونونه هغو کسانو ته ځای ورکوي چې په لومړۍ مرحله کې يې ځای نه وي موندلی. د دې کار لپاره غوره ده چې د خپلې خوښې د پوهنتون د محصلينو له سکرتريت څخه پوښتنه وکړئ.

آيا کولای شم له بهر څخه خپل راوړل شوي کرېدېتونه رسمي کړم؟

هو. تاسې کولای شئ په بهر کې د خپلو نيمه بشپړو زده‌کړو کرېدېتونه يا د ازموينه سندونه د خپل پوهنتون د نړيوالو اکاډميکو اړيکو په اداره او يا د محصلينو په سکرتريت کې رسمي کړئ. د تحصيل ځينې مرحلې مخامخ په همدې ادارو کې منل کيږي او ځينې نورې بيا د ارزونې لپاره د همدې ادارو له لارې د (Landesprüfungsämter) په نوم ادارې ته لېږل کيږي. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د خپلې خوښې پوهنتون د نړيوالو اړيکو په اکاډميک مرکز او يا د محصلينو په سکرتريت کې له مامورينو پوښتنه وکړئ.

ما پوهنتون ته د شاملېدو لپاره ټول شرطونه نه دي پوره کړي؛ اوس څه وکړم؟

که لا هم ډاډه نه ياست چې په کومه څانګه کې زده‌کړه وکړئ او يا مو د زده‌کړو پیلولو لپاره ټول شرطونه نه وي پوره کړي؛ کولای شئ د مېلمه اورېدونکي يا محصل (Gasthörer) په توګه پوهنتون ته ولاړ شئ. مېلمه محصل د نورمالو محصلينو په ډله کې نه راځي خو کولای شي له دوی سره په لکچرونو او سيمنارونو کې ګډون وکړي. ځينې وخت بايد له ښوونکو پوښتنه وشي چې د دوی په لکچرونو کې د ګډون اجازه لرئ او که نه. دا چې په ازموينو کې د ګډون اجازه لرئ او که نه؛ له يوه پوهنتون تر بله توپير کوي. البته د مېلمه محصل په توګه څوک فارغ نه ګڼل کيږي. دا کار يوازې د پوهنتون له چاپېريال او درسونو سره د بلدتيا په خاطر ګټور دی.

د مېلمه محصل په توګه د شاملېدو لپاره د زده‌کړو د ځانګړي ځای (Studienplatz) غوښتنليک ته اړتيا لرئ. تاسې کولای شئ په آسانۍ او له اضافي ثبوتونو يا سندونو پرته په پوهنتون کې ځان ثبت کړئ. په عمومي‌ ډول له دې محصلينو فيس نه اخستل کيږي. همدا شان که نه پوهېږئ چې په کومه څانګه کې زدکړه وکړئ؛ د مېلمه محصل په توګه ګډون مو له بېلابېلو برخو سره اشنا کولای شي.

مهم

دا چې د ځان لپاره په پوهنتون کې د يوه ځای له شتونه ځان ډاډه کړئ؛ بايد په ډېرو پوهنتونونو کې پر يوه وخت نوم‌ليکنه وکړئ. که له ډېرو ځايونو ځواب ترلاسه کړئ؛ کولای شئ د غوره هغه په اړه خپله پرېکړه وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: