کم‌عمره بې‌سرپرسته پناغوښتونکي

اوسمهالیز 16.08.2023

آيا کم‌عمره کسان هم د پنا غوښتنه کولای شي؟

هر څوک چې عمر يې له ۱۸ کلو ټيټ وي او يوازې جرمني ته راشي، د کم‌عمره کډوال (UMF) په توګه ثبتيږي. د یوازې راتګ دليل ښايي جرمني ته پر لاره د والدينو له لاسه ورکول يا له وطنه یوازې راتګ وي. په داسې حالت کې دلته ستاسې د پنا غوښتلو پروسه له بالغو کسانو يا هغو ماشومانو سره چې له خپلو ميندو او پلرونو يا نورو لويو سرپرستانو سره جرمني ته راغلي دي، په بشپړ ډول توپير کوي.

په څه بايد ځانونه پوه کړئ؟

زما له رارسېدو وروسته څه پېښېږي؟

بې‌سرپرسته ماشومان جرمني ته له رارسېدو وروسته د ځوانانو سيمه‌ييزې ادارې ته سپارل کيږي. د ځوانانو اداره دوی يوه کمپ ته وړي او سرپرستي يې پر غاړه اخلي. په لومړی سر کې دوی د روښانتيا په نوم له پروسې تېريږي. که څوک له ځان سره تذکره يا د پېژندنې نور سندونه ونه لري؛ عمر به يې د عمر د اندازه کولو د درجه‌بندۍ له مخې وټاکل شي. دا کار ښايي د طبي ازموينو په وسیله وشي. که ارزوونکو ته ستاسې عمر ۱۸ کاله يا زيات ښکاره شي نو له هغه ځايه به مو د لويانو لومړني کمپ ته وليږي. له بل پلوه که سندونه وښيي چې عمر مو کم دی؛ لومړی به وکتل شي چې په جرمني يا اروپا کې خپلوان لرئ او که نه او غواړئ له هغوی سره واوسئ يا نه. که داسې نه وي نو تاسې به د ځوانانو چارو اړونده ادارې ته وسپارل شئ. دا اداره ښايي په هغه ښار کې وي چې تاسې ورته راغلي ياست او يا ښايي د جرمني په کوم بل ښار کې وي. د دې ادارې مامورين به ستاسې لپاره د سرپنا غم وخوري. دا سرپنا ښايي له يوې پالندويې کورنۍ سره وي او يا هم ښايي د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې کوم مرکز وي. دا مامورين به همدا شان ستاسې د ښوونځي؛ اوسبیلډونګ او ژوند د حالت په شان اړتياوو په اړه هم اړين ګامونه واخلي او ستاسې لپاره به د يوه سرپرست پلټنه وکړي. سرپرست ستاسې قانوني استازی او پالونکی دی. د سرپرست درلودلو ته ځکه اړتيا ده چې تاسې په جرمني کې د کم‌عمره کس په توګه د ډېرو چارو ترسره کولو واک نه لرئ. سرپرست ښايي د ځوانانو چارو ادارې کوم کارکوونکی او يا هم کوم رضاکار کس وي. دا کس به تر هغه وخته ستاسې سرپرستي وکړي څو ستاسې د هېواد له قانون سره سم قانوني سن ته ورسېږئ.

يادونه: که د عمر په اړه مو غلطي شوي وي او ناسم اټکل شوی وي؛ له خپل سرپرست يا په کمپ کې له ټولنيز کارکوونکي سره اړيکه ونيسئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. ستاسې اصلي عمر مهم دی او که زيات اټکل شي نو ښايي روزنه او پالنه مو ونه شي.ٔ
. په خپل شاوخوا کې مشورتي‌ مرکزونه د ځوانو کډوالو د خدمتونو او د کم‌عمره بې‌سرپرسته کسانو د ټولنې پر وېبسایټونو موندلای شئ. همدا شان زموږ د سيمه‌ييز لټون د ماشين په مرسته هم د خپل ښار مشورتي مرکزونه موندلای شئ.

 

آيا زه د پنا غوښتنه کولای شم؟

تاسې د کم‌عمره کس په توګه په خپله د پنا غوښتنه نه شئ کولای خو ستاسې سرپرست کولای شي ستاسې لپاره په ليکل شوې بڼه د پناغوښتنه وکړي. د پناغوښتنه په نږدې سيمه کې د بمف په يوه اداره کې کېدای شي. دا چې تاسې څه وخت او څنګه د پنا غوښتنه کولای شئ؛ يو وکيل يا د مشورتي مرکزونو مامورين درته ویلای شي. هغه کسان چې د پنا غوښتنه نه شي کولای؛ د اصولو له مخې ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې سند ترلاسه کوي او له ډيپورټه ژغورل کيږي ځکه په وطن کې يې څوک نشته چې ورولېږل شي. . په خپل شاوخوا کې مشورتي‌ مرکزونه د ځوانو کډوالو د خدمتونو او د کم‌عمره بې‌سرپرسته کسانو د ټولنې پر وېبسایټونو موندلای شئ. همدا شان زموږ د سيمه‌ييز لټون د ماشين په مرسته هم د خپل ښار مشورتي مرکزونه موندلای شئ.

ښايي له جرمني وايستل شم؟

که عمر مو له ۱۸ کلو ټيټ وي او یوازې جرمني ته راغلي وئ؛ د اصولو له مخې نه ايستل کېږئ. یوازې هغه وخت دا کار ممکن دی چې که ستاسې له والدينو يو يا بل داسې څوک چې د والدينو حقوقي صلاحيت ولري او يا کوم وړ پالندوی بنسټ په رسمي ډول ستاسې د پالنې ضمانت وکړي. دا کار د استوګنې د قانون د ۵۸مه مادې له مخې کيږي. د دوبلين د قانون له مخې د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته بېرته د کډوالو لېږل په کم‌عمره کسانو د پلي کېدو وړ نه دي. که په بل هېواد کې مو د ګوتو نښې هم اخستل شوي وي؛ بېرته نه وراستول کېږئ.

کولای شم په جرمني کې ښوونځي ته ولاړ شم؟

په جرمني کې ټول ماشومان له شپږ يا اووه کلنۍ وروسته ښوونځي ته په تلو مکلف دي. د کډوالو ماشومانو يا کم‌عمره بې‌سرپرسته کسان هم بايد جرمني ته له رارسېدو وروسته په يوه ټاکلې موده کې ښوونځي ته ولاړ شي. د ښوونځيو ډولونه او نورې ځانګړنې په هر ایالت کې له بل سره توپير لري. په جرمني ټول اوسېدونکي ماشومان لږ تر لږه نهه کاله ښوونځي ته ځي. د ښوونځيو په اړه نور مالومات د ښوونځيو په څپرکي کې لوستلای شئ.

څنګه کولای شم خپله کورنۍ ومومم؟

که د خپل مور او پلار يا د کورنۍ د نورو غړو په لټه کې ياست؛ کولای شئ له لاندې مرستندويو ادارو سره اړيکه ونيسئ:

·       د جرمني سره صليب د لټون خدمتونه په جرمني او ټوله نړۍ کې د کورنيو غړي پيدا او سره يو ځای کوي.

·       په انلاين توګه پر (REFUNITE) وېبسايټ هم کولای شئ خپل ورک شوي خپلوان وپلټئ. د ثبت لپاره يوازې ستاسې د ټليفون شمېرې ته اړتيا ده.

·       د (Trace the Face) وېبسايت په مرسته کولای شئ یوازې له یوه انځور سره پلټنه پیل کړئ. که د کورنۍ کوم غړی وپېژنئ؛ دوی يې په مخامخ توګه له تاسې سره په اړيکه کولای شي.

کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

په جرمني کې په برياليتوب د پناغوښتنې د‌ پروسې له پای ته رسېدو وروسته د خپل مور، پلار او ځينې وخت د وړو خويندو او وروڼو د راوستلو حق لرئ.

يادونه: د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره غوښتنه په خپله نه شئ وړاندې کولای. دا کار بايد د خپل سرپرست په مرسته ترسره کړئ.

 

د دې کار لپاره بايد ستاسې مور او پلار د جرمني په سفارت کې د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدلو د ويزې غوښتنه وکړي. همدا شان تاسې بايد د خپلې سیمې په اوسلن‍ډربېهورده په اداره کې څرګنده کړئ چې غواړئ خپل مور او پلار جرمني ته راولئ. دې خبرتيا ته (fristwahrende Anzeige) وايي او بايد له له خپل سرپرست سره یوځای يې وړاندې کړئ.

 

که چا په جرمني کې پنا يا د جينوا کنوانسيون د مقرراتو له مخې د مهاجرت د خونديتوب حق ترلاسه کړی وي او په جرمني کې د اوسېدو قانوني اجازه ولري،کولای شي خپل مور او پلار جرمني ته راوغواړي. د يادونې وړ ده چې له قبولۍ وروسته د درې مياشتو په د ننه موده کې بايد د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنه وکړئ. دا موده ډېره مهمه ده او که تېره شي، بايد ځينې نور شرطونه هم پوره کړئ. په دې اړه زيات مالومات د کورنۍ د غړو راوستل په څپرکي کې لوستلای شئ.

يادونه: دا مهمه ده چې مور او پلار راوستلو لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال مو عمر له اتلس کالونو ټيټ وي. که وروسته هم عمر زيات شي، پروا نه لري او ستونزه نه جوړوي.

د فرعي خونديتوب (Menschen mit subsidiärem Schutz) لرونکي يوازې هغه وخت کولای شي خپل مور او پلار جرمني ته راولي چې د دې پروسې پر مهال يې عمر له اتلس کالونو لوړ نه شي. که د مور او پلار له راوستلو مخکې په جرمني کې د اړوند کس عمر له اتلس کالونو لوړ شي، ښايي پروسه يې ودريږي او بيا يوازې د بشردوستانه دلايلو له مخې پرېکړه کيږي.

مهم: که په راتلونکو ۶ تر ۱۲ مياشتو موده کې مو عمر له اتلس کالونو لوړيږي، مور او پلار مو بايد هر څومره ژر د جرمني په سفارت کې د ويزې ترلاسه کولو لپاره وخت ونيسي. د IOM ادارې پر وېبسایټ د دې پروسې په اړه نور مالومات هم موندلای شئ. په دې اړه نور مالومات پر (familienlebenfueralle.net) او (www.integrationsbeauftragte.de) وېبسایټونو لوستلای شئ.

پر ډيپورټ  د بنديز سند (Abschiebeverbot) درلودونکي نه شي کولای د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راولي.

کله چې ۱۸ کلن شم څه پیښيږي؟

که اتلس کلنۍ ته له رسېدو وړاندې مو د پنا غوښتنه نه وي کړې او د کم‌عمره بې‌سرپرسته کس په توګه ډولډونګ لرئ؛ له اتلس کېدو وروسته له ډيپورټه د خونديتوب حق له لاسه ورکوئ. د دې مانا دا ده چې له ۱۸ کلنۍ وروسته مو له جرمني نه ايستل کېدل شوني دي. په داسې حالاتو کې تر ټولو غوره لار له اتلس کلنۍ وړاندې له قانوني وکيل يا مشورتي مرکزونو څخه مرسته اخستل دي. په خپل شاوخوا کې مشورتي‌ مرکزونه د ځوانو کډوالو د خدمتونو او د کم‌عمره بې‌سرپرسته کسانو د ټولنې پر وېبسایټونو موندلای شئ. همدا شان زموږ د سيمه‌ييز لټون د ماشين په مرسته هم د خپل ښار مشورتي مرکزونه موندلای شئ.

له اتلس کلنۍ وروسته سرپرست يا د ځوانانو د هوساينې اداره ستاسې مسؤوليت نه لري؛ ځکه تاسې خپله کولای شئ قانوني تصميمونه ونيسئ. همدا شان بايد د کم‌عمره ماشومانو کمپ پرېږدئ او ښايي د زدکړو او روغتيا په برخه کې له لږ يا هېڅ مرسته تر لاسه کړئ.

په ځانګړو حالاتو کې تاسې کولای شئ د دې وخت د دوام غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو ومنل شي؛ تر ۲۱کلنۍ پورې د ځوانانو د هوساينې ادارې ملاتړ تر لاسه کولای شئ. دا کار یوازې په هغه وخت کېدای شي چې تاسې ثابته کړئ چې په رښتيا ملاتړ ته اړتيا لرئ. د دې ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره بايد له اتلس کلن‍ۍ وړاندې له خپل سرپرست سره په ګډه غوښتنه وړاندې کړئ.

 

مهم

که تاسې یوازې وئ؛ عمر مو له اتلس کالو ټيټ وي او لا هم سرپرست ونه لرئ؛ نه شئ کولای په خپله د پنا غوښتنه وکړئ. په داسې حالاتو کې د بمف (BAMF) اداره تاسې ته تر اتلس کلنۍ پورې د ډولډونګ (Duldung) په نوم د پاته کېدو اجازه درکوي څو له هغه وروسته په خپله د پناه غوښتنه وکړئ. له اتلس کلن کېدو وړاندې غوره ده چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړئ او له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره د استوګنې د اجازې په اړه مشوره وکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: