شرکتي کار يا خدمتي دنده

Women with yellow helmet working at a machine
اوسمهالیز 05.03.2024

د شرکتي کارکوونکي په توګه کوم حقونه لرم؟

شرکتي کار د لنډمهالي ګمارنې (Zeitarbeit / Leiharbeit) يا د خدمتي ماموريت  په نامه هم يادولای شو. دا ډول کارکوونکي له يوه شرکت سره قرارداد لري او دا شرکت بيا دوی نورو کمپنيو او ادارو ته د کار يا د لنډمهالي ماموريت لپاره ليږي. دا کار ښايي هغه مهال وشي چې نور شرکتونه په بېړني ډول د کار لپاره يوه مامور ته اړتيا ولري او د خدمتي کارکوونکو له شرکت څخه يو مامور پور کړي. دا کار کوونکي په نوي شرکت کې کار کوي خو د شرکت د اصلي مامورينو له ډلې نه شمېرل کيږي او معاش به يې د پور ورکوونکي شرکت له خوا ورکړل شي. د لنډمهالې ګمارنې شرکت په بشپړ ډول ستاسې د کارونو مسؤول دی او تاسې بايد د رخصتۍ په شان شيانو غوښتنه له دوی څخه وکړئ. دا شرکت به ستاسې د ټولنيزې بيمې لګښتونه هم ورکړي.

يادونه: لنډمهالی ګمارنه يا شرکتي کار د لنډ وخت لپاره د کار په مانا نه ده. په دې ډول کار کې تاسې د اصولو له مخې د لنډمهالي کار د يوه شرکت له لوري د بشپړ وخت لپاره ګمارل کېږئ او يوازې کارځايونه يا دفترونه مو وخت پر وخت بدليږي رابدليږي. په معمول ډول له ګمارونکي شرکت سره ستاسې د کار قراداد دايمي دی.

لنډمهالی ګمارنه ډېر وخت د فلزي صنايعو او الکتريکي برخو او د خونديتوب، لوجستيک، ترانسپورت، اداري او دفتري چارو کې ترسره کيږي. البته ښايي دا کارکوونکي په عمومي ډول په ټولو څانګو کې کار وکړي. ځينې وخت د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو له لوري ان نامسلکي کارګر هم غوښتل کيږي او دنده ورکول کيږي.

په څه بايد پوه شم؟

لنډمهالې ګمارنه څه ګټې او څه زيانونه لري؟

   په معمول ډول د لنډمهالې ګمارنې له شرکتونو سره د دندې د تړون لاسليکول آسان دي. له دې لارې تاسې ته آسانيږي چې د جرمني د کار له مارکېټ سره آشنا شئ. په بېلابېلو شرکتونو کې د کار کولو له لارې کولای شئ ډېره تجربه ترلاسه کړئ او د کار لپاره مسلکي اړيکې جوړې کړئ. ځينې وخت لنډمهالي‌کارکوونکي له کار وروسته په هماغه شرکت کې د منظم او دايمي کارکوونکي په توګه ګمارل کيږي. دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې د لنډمهالې ګمارنې له شرکت سره د دې کسانو اوسنی قرارداد ختم شي او يا هلته استعفا ورکړي.

لنډمهالې ګمارنه ځينې زيانونه هم لري. هغه شرکت چې تاسې د لنډ مهالي خدمت لپاره ورلېږل کېږئ؛ ستاسې د کار لپاره د لنډمهالي شرکت ادارې ته پیسې ورکوي. د لنډمهالې ګمارنې دا شرکت د خپلې ګټې لپاره پیسې ګرځوي او تاسې ته له هغو لږ پیسې درکوي چې ښايي تاسې يې د اړوند شرکت د عادي مامور په توګه ترلاسه کړئ. د دې تر څنګ تاسې بايد وخت پر وخت خپل کارځای بدل کړئ او تل په يوه نوي دفتر او کارځای کې کار ترسره کړئ. ځينې وخت له کوره لرې بايد اوږده سفرونه هم وکړئ او اوږده کاري وختونه په پام کې ولرئ.

د شرکتي مامور په توګه کوم حقونه لرم؟

د لنډمهالې ګمارنې اړوند حقونه په د لنډمهالې ګمارنې په قانون (Arbeitnehmerüberlassungsgesetz (AÜG)) کې درج شوي دي. د دې تر څنګ د لنډمهالې ګمارنې ډېر شرکتونه له ډله‌ييزو صنعتي تړونونو سره تړلي دي. ډله‌ييز صنعتي تړونونه (Branchentarifverträge) هغه تړونونه دي چې د شرکتونو او اتحاديو تر منځ په ځانګړې صنعتي څانګه کې د کار د شرطونو په اړه رامنځته شوي وي.

  • ·      تاسې حق لرئ چې يو ليکلی کاري سند ترلاسه کړئ؛ په کوم کې چې ټول مهم واقعيتونه ليکل شوي وي. په دې واقعيتونو کې د بېلګې په ډول د کار پیل، کاري موده، د دندې لنډه روښانتيا، د معاش کچه يا اندازه، په اونۍ کې د کاري ساعتونو شمېر، د منفک کولو لپاره د خبرتيا موده (Kündigungsfrist) او داسې نور شامل دي. د دې سند ترلاسه کول مهم دي او له کارورکوونکي سره د ستونزو رامنځته کېدلو پر مهال په کارېدای شي.
  • تاسې د هغه شرکت د منظمو کارکوونو په شان د کار د برابرو شرطونو درلودلو حق لرئ؛ په کوم کې چې لنډمهالې دنده ترسره کوئ. دا په دې مانا چې له تاسې سره بايد د دايمي کارکوونکو په پرتله توپيري چلند ونه شي.
  • تاسې حق نه لرئ چې د يوه شرکت لپاره په پرله‌پسې ډول له ۱۸ مياشتو ډېر کار وکړئ. که د کار موده مو له ۱۸ مياشتو اوږده شي؛ په اتومات ډول ستاسې او د هغه شرکت تر منځ کاري اړيکې جوړيږي او تاسې د هماغه شرکت مامور ګڼل کېږئ. که دا کار نه غواړئ؛ کولای شئ د لنډمهالې ګمارنې له ادارې سره په پخواني قراداد پاته شئ. د دې کار لپاره بايد د کار فدرالي ادارې (Bundesagentur für Arbeit) ته ورشئ او خپله غوښتنه په ليکلي ډول ورته وړاندې کړئ.
  • تاسې بايد ټولې هغه دندې ونه منئ چې د خدمتي کارکوونکو اداره يې درسپاري. د يوه اصل په توګه ستاسې د قراداد له مخې تاسې يوازې د هغو کارونو لپاره ګمارل شوي ياست چې ستاسې په قراداد کې ذکر شوي دي. د بېلګې په توګه که تاسې د فلزکار په توګه ګمارل شوي ياست؛ د ګارډ دنده بايد ونه ومنئ.
  • د خدمتي کارکوونکو يا لنډمهالې ګمارنې شرکت اړ دی چې د د ندې په پیل کې تاسې د شرکتي کارکوونکو په اړه هغه مالوماتي خبرپاڼه درکړي چې د کار د فدرالي ادارې له لوري چمتو شوې ده. په دې پاڼه کې د خدمتي مامور په توګه ستاسې حقونه په نښه شوي دي. تاسې حق لرئ چې په خپله ژبه د دې خبرپاڼې غوښتنه وکړي.
ما ته څه ډول معاش راکول کيږي؟
  • تاسې ته بايد لږ تر لږه د جرمني د تر ټولو کم ټاکل شوي معاش په اندازه معاش درکړل شي. تر ټولو کم معاش د ساعت په کچه ټاکل کيږي او ايالتونو کې يو له بل سره توپير لري. په جرمني کې دا اندازه په هر ساعت کې ۱۳٬۵۰ یورو ده.
  • که په يوه شرکت کې له نهو مياشتو زيات کار وکړئ؛ په معمول ډول د هماغه شرکت له عادي کارکوونکو سره يو شان معاش بايد ترلاسه کړئ. په ځينو څانګو کې ښايي داسې ډله‌ييز تړونونه موجود وي چې څرګندوي ستاسې معاش بايد له ۱۵ مياشتې کار وروسته له نورو کارکوونکو سره يو شان شي.
  • که د يو څه وخت لپاره کوم شرکت ته د کار لپاره ونه لېږل شئ؛ بيا هم بايد معاش ترلاسه کړئ.
  • په معمول ډول د اضافي ساعتونو کار لپاره پیسې نه ورکول کيږي. د دې پر ځای بيا وروسته اضافي رخصتي درکول کېدای شي. د بېلګې په ډول که کومه ورځ يا ورځې له ۸ ساعتو ډېر کار وکړئ؛ کولای شئ بله ورځ وختي له کاره ولاړ شئ او يا بيخي پر کور پاته شئ. د اضافي وخت دا بدلون د لنډمهالې ګمارنې د شرکت له لوري تنظيميږي.
  • د يوه اصل له مخې د لنډمهالې ګمارنې شرکت بايد تر بل شرکته د تګ لپاره ستاسې کرايه درکړي. البته د سفر وخت د کار د وخت په توګه نه حسابيږي. په کاري قرارداد کې بايد ليکل شوي وي چې تاسې د لنډمهالې دندې له شرکت څخه په څومره واټن کې د کار لپاره لېږل کېدای شئ.
څنګه کولای شم د خدمتي کارکوونکو يو شرکت ومومم؟

د لنډمهالې ګمارنې شرکتونه تل د نويو کارکوونکو په لټه کې وي. دوی د دې کار لپاره د دندې موندلو پاڼې او وېبسایټونه هم کاروي. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (د ندې موندل) کې موندلای شئ. پر دې د پاسه کولای شئ په www.info-zeitarbeit.de او www.zeitarbeit-job-netzwerk.de وېبسایټونو کې هم د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو او دندو لټونو وکړئ.

چېرته شکايت کولای شم؟

که په کوم ځانګړي کارځای کې ستونزه لرئ؛ کولای شئ د هغه شرکت د کارکوونکو له شورا سره اړيکه ونيسئ؛ له کوم سره چې دنده ترسره کوئ. د کارکوونکو شورا د کارورکوونو پر وړاندې د کارکوونکو له حقونو دفاع او ساتنه کوي. د بېلګې په ډول دوی د قوانينو او ډله‌ييزو تړونونو له پلي کولو ځان ډاډه کوي. که د معاش يا قراداد اړوند بل شي په اړه ستونزه راولاړه شي؛ د لنډمهالې ګمارنې د شرکت د کارکوونکو شوار يې د حلولو مسؤوليت لري. که ګمارونکې اداره د کارکوونکو شورا ونه لري؛ کولای شئ خپلې ستونزې د کارځای د کارکوونکو له شورا سره شريکې کړئ.

د کارکوونکو د شورا د کار وختونه ښايي د دمې په خونه يا اعلانونو په دړه ومومئ.

تاسې همدا شان کولای شئ د مناسب ادغام له ادارې سره اړيکه ونيسئ. د دوی کارکوونکي په څو ژبو خبرې کوي او وړيا مرسته درسره کوي. د دې ادارو يوه څانګه پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که د لنډمهالې ګمارنې په شرکت يا کارځای کې د وطن، مليت، جنسي لېوالتيا، جنس يا عمر له مخې له تبعيض سره مخ شئ؛ کولای شئ د تبعيض ضد له فدرالي ادراې (Anti-Diskriminierungsstelle des Bundes) سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي هره دوشنبه د ماسپښين له ۱ تر ۳ بجو او هره چهارشنبه او جمعه د سهار له ۹ تر ۱۲ ستاسې اړيکو ته ځواب درکوي. له دوی سره د (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېرې او (beratung@ads.bund.de) برېښناليک له لارې اړيکه نيولای شئ.

يادونه: تاسې کولای شئ له پورته ټولو يادو شوو ادارو څخه د خپل هويت له څرګندولو پرته، په ناپېژانده ډول مشوره ترلاسه کړئ. که ونه غواړئ؛ رئيس به مو د دې شکايت په اړه خبر نه کړل شي.

مهم

د لنډمهالې ګمارنې په شرکتونو کې تل د تور پسه (schwarze Schafe) په نوم ځينې شرکتونه شته چې قوانينو ته درناوی نه کوي. غوره شرکتونه هغه دي چې د يوې د لنډمهالې ګمارنې د فدرالي اتحاديي (Bundesarbeitgeberverband der Personaldienstleister (BAP))) او يا د جرمني د لنډمهالې ګمارنې د شرکتونو اتحاديې (Interessenverband deutscher Zeitarbeitsunternehmen (iGZ)) په شان بنسټونو غړيتوب ولري. د خپل کاري قراداد له لاسليکولو وړاندې په مخامخ ډول د اړوند شرکت له مسؤولينو په دې اړه وپوښتئ او يا د دوی پر وېبسایټ وګورئ چې د کومې اتحاديې غړيتوب لري او که نه. په دې اړه زيات مالومات پر (prosoft.net.) وېبسایټ لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: