د کار موندلو لپاره مرسته له کومه ځايه ترلاسه کولای شو؟

Two women sitting at a desk.
اوسمهالیز 27.02.2024

د جاب‌سنټر، اربایت‌اګنتور او نورو دولتي ادارو له لوري د کار موندلو لپاره د مرستې وړانديزونه

په يوه نوي هېواد کې د کار او يا زده‌کړو پيلول ښايي اسانه نه وي. له همدې کبله په جرمني کې د جاب‌سنټر او کار ادارو له لوري له نويو راغلو کسانو سره مرسته کيږي. هلته د کار موندلو او يا غوښتنليک لېږلو لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ. يا هم ښايي يو کوپون ترلاسه کړئ چې په مرسته يې په روزنيزو دورو کې ګډون کولای شئ. په دې ډول کولای شئ د کار بازار ته لاره ومومئ.

په دې څپرکي کې د کار موندلو لپاره د شته فرصتونو او وړانديزونو په اړه مالومات درکوو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د ښې دندې او يا کار موندلو لپاره څوک زما مرسته کوي؟

که نه پوهېږئ چې په کومه دنده ترسره کړئ، کولای شئ مشوره ترلاسه کړئ او يا هم ځينې ازموينې ترسره کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (څه ډول کولای شم غوره دنده مومم؟) کې ولولئ.

که پوهېږئ چې کومه دنده ترسره کړئ، کولای شئ د اړوند کار د پلټلو او ترلاسه کولو لپاره مشوره ترلاسه کړئ. د مشورې ترلاسه کولو لپاره د بېلګې په توګه د خپلې سيمې د کار يا اربايت اګنتور ادارې ته ورتلای شئ. هلته د مشورې لپاره ترمين واخلئ او مشوره ترلاسه کړئ. د خپلې سيمې د کار اداره پر (web.arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

د غوښتنليک ليکلو لپاره څوک زما مرسته کوي؟

که غواړئ يوه دنده واخلئ، د ترلاسه کولو لپاره يې ځانګړي غوښتنليک، سي‌وي او نور اړونده سندونه په کار دي. که په دې برخه کې مرستې ته اړتيا لرئ، کولای شئ يو لنډمهالی کورس ترسره کړئ. هلته زده کوئ چې څه ډول يوه ښه غوښتنليک ليکولای شئ او د مرکې پر مهال څه ته بايد پام وکړئ. د بېلګې په توګه هلته زده کوئ چې څه ډول سختو پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ.

د غوښتنليک ليکلو لپاره هم د بېلګې په توګه د خپلې سيمې د کار يا اربايت اګنتور او يا هم د جاب‌سنټر ادارې ته ورتلای شئ. د خپلې سيمې د کار اداره پر (web.arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د بېکارۍ لومړی (Arbeitslosengeld I) يا د جاب‌سنټر يا اړمنو کسانو پیسې  (Bürgergeld) ترلاسه کوئ او يا هم څه موده وروسته بېکاره کېږئ، کولای شئ د فعالېدو او ځای پر ځای کېدو (Aktivierungs- und Vermittlungsgutschein) په نوم کوپون ترلاسه کړئ. دا کوپون د غوښتنليک د ليکلو د زده‌کړې په شان د  روزنيزو دورو لپاره کارولای شئ.

د جرمني ژبې د زده‌کړې ل‍پاره مرسته ترلاسه کولای شم؟

په ډېری دندو کې د جرمني ژبې زده‌کړه مهمه ګڼل کيږي. د دندو لپاره جرمني ژبه د همدې برخې په کورسونو کې زده کولای شئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دندې لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه) کې ولولئ.

که څوک رواني يا جسمي ناروغي ولري، مرسته ترلاسه کولای شي؟

که څوک د رواني يا جسمي ناروغۍ له کبله کار ونه کړای شي، کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د مسلکي بيا رغونې دوره (berufliche Rehabilitierungsmaßnahme) يا په لنډو ټکو (Reha) ترسره کړي. په دې اړه نور مالومات په جرمني ژبه د کار ادارې پر وېبسایټ لوستلای شئ. يادونه: د رېها ترسره کولو لپاره د استوګنې معتبرې اجازې ته اړتيا لرئ.

د معلولو کسانو د حقونو په اړه د مالوماتو لپاره زموږ بل مالوماتي څپرکی (معلول کسان) ولولئ. همدا شان کولای شئ د ګډون لپاره د خپلواک مشورتي دفتر () له کارکوونکو هم مرسته وغواړئ. د دې ادارې يوه نږدې څانګه پر (teilhabeberatung.de) وېبسایټ ومومئ.

د فراغت سندونو د رسمي کولو لپاره له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

که د ښوونځي يا پوهنتون د فراغت بهرني سندونه ولرئ، کولای شئ په جرمني کې يې معادل يا رسمي کړئ. د رسمي کولو په پروسه کې ستاسې د فراغت سندونه په جرمني کې له انډولو سندونو سره ارزول کيږي او که ومنل شي، د رسمي کېدو يو پرېکړه‌ليک ترلاسه کولای شئ. په دې ډول د جرمني د کار په بازار کې ډېر چانسونه لرئ.

په جرمني ټول بهرنيان د خپلو بهرنيو سندونو د رسمي کولو حق لري. په دې برخه کې د استوګنې اجازه يا اصلي هېواد هېڅ رول نه لري.

د سندونو د رسمي کولو په اړه ټول مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د سندونو رسمي کول) کې ولولئ.

د اضافي زده‌کړو لپاره هم مرسته ترلاسه کولای شو؟

که لوړې زده‌کړې مو کړې وي او يا هم د کار له ډېرې تجربې سره بيا هم دنده نه شئ موندلای، کولای شئ اضافي زده‌کړې يا روزنيزې دورې ترسره کړئ. له روزنيزو دورو سره د کار موندنې چانس لوړيږي. د دې کار لپاره له خپل اړوند جاب‌سنتر او يا هم د کار له ادارې سره خبرې کولای شئ. هلته کولای شئ د فعالېدو او ځای پر ځای کېدو (Aktivierungs- und Vermittlungsgutschein) په نوم کوپون ترلاسه کړئ. دا کوپون د غوښتنليک د ليکلو د زده‌کړې په شان د  روزنيزو دورو لپاره کارولای شئ. په دې اړه نور مالومات د کار ادارې پر وېبسایټ ولولئ.

د مېرمنو لپاره خانګړي وړانديزونه شته؟

د (Stark im Beruf) په نوم بنسټ له ميندو سره د کار موندلو لپاره مرسته کوي. شرط دا دی چې خپله يا مو والدين له بهر څخه جرمني ته کډوال شوي وي. د دې ادارې يوه څانګه پر (starkimberuf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د کډوالو لپاره ځانګړي وړانديزونه کوم دي؟

د کډوالو، پنا غوښتونکو او ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره هم ځانګړي وړانديزونه شته. د بېلګې په ډول:

  • د ځوانو کډوالو لپاره لرليد (Perspektiven für junge Flüchtlinge): د ډولډونګ لرونکو او له ۲۵ کالونو ټيت عمر لرونکو منل شوو کډوالو لپاره دا پروګرام ۴ تر ۶ مياشتو دوام کوي. په دې پروګرام کې د وړ اوسبيلډونګ موندلو، جرمني ژبې د زده‌کړې او له ادارو سره د تعامل لپاره مرسته ترلاسه کوئ. هلته د بېلګې په توګه زده کوئ چې څه ډول يو اوسبيلډونګ ومومئ او چېرته يې غوښتنه وکړئ. له خپل جاب‌سنټر يا اربايت‌اګنتور څخه د دې ادارو د پتو په اړه پوښتنه کولای شئ. په دې اړه نور مالومات په جرمني ژبه د کار ادارې پر وېبسایټ ولولئ.
  • په لاسي صعنت کې کاري لوری موندنه (Berufsorientierung im Handwerk): په دې پروګرام کې د لاسي صنعت له درې مسلکونو سره اشنا کېږئ او جرمني ژبه مو ښه کولای شئ. دا پروګرام له ۱۳ تر ۲۶ اونيو دوام کوي او موخه يې دا ده چې يو وړ اوسبيلډونګ ومومئ. له خپل جاب‌سنتر يا اربايت‌اګنتور څخه وپوښتئ چې په دې پروګرام کې د ګډون مستحق ياست او که نه. د دې ادارو مامورين پوهيږي چې د دې پروګرام کومه څانګه په نږدې سيمه کې شته او که نه. د زده‌کړو او څېړنې وزارت اړوند په ښوونيزو بروشورنو کې په دې اړه نور مالومات موندلای شئ. د لاسي صنعت په اړه نور مالومات د (پر اوسبيلډونګ تمرکز) پروژې پر پاڼه ولولئ.
د مرستې وړانديزونه د چا لپاره دي؟

دا چې څوک مرسته ترلاسه کولای شئ او په کومه پروژه يا پروګرام کې برخه اخستلای شئ، له هماغه پروژې سره اړه لري. البته د ګډون لپاره لږ تر لږه د کار اجازې ته اړتيا لرئ. ښه به وي چې د دې او نورو شرطونو په اړه خپله د هماغه پروګرام، جاب‌سنټر او يا هم کار ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ. د دې تر څنګ له مشورتي ادارو څخه هم مرسته ترلاسه کولای شئ.

د مرستې وړانديزونه وړيا دي؟

ډېر مهال د کورسونو او پروژو لپاره پیسې نه اخستل کيږي. البته د کرايې او درسي موادو پیسې بايد خپله ورکړئ. په ياد مو وي چې د کورس د پيل پر مهال د اړونده لګښتونو پوښتنه وکړئ.

مرسته او مشوره چېرته ترلاسه کولای شو؟

که د مرستې د وړانديزونو په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ د کډوالو لپاره له مشورتي دفترونو سره خبرې وکړئ. د مشورتي دفترونو کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي او مشوره يې وړيا ده. په خپل شاوخوا کې د ځوانو مهاجرو د خدمتونو ادارې پر (jugendmigrationsdienste.de) او د کډوالو لپاره مشورتي دفترونه پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د دې تر څنګ د خپلې سيمې د جاب‌سنټر يا کار له ادارې هم مرسته ترلاسه کولای شئ. دا ادارې پر (web.arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

مهم

له جرمنيانو پرته نور کسان په جرمني کې د کار لپاره د کار اجازې يا (Arbeitsgenehmigung) ته اړتيا لري. په دې اړه نور مالومات د کډوالو لپاره د کار اجازې پر پاڼه ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: