په جرمني کې د زده‌کړو تمويل

اوسمهالیز 03.04.2024

څنګه کولای شم د زده‌کړو لګښتونه ورکړم؟

که غواړئ د جرمني په پوهنتونونو کې زدکړه وکړئ؛ ښايي د تمويل په اړه يې پوښتنې ولرئ. له نېکه مرغه د جرمني ډېری عامه پوهنتونونه د زدکړو لپاره هېڅ يا ډېر لږ لګښت (Studiengebühren) اخلي؛ ځکه د دولت له لوري يې مالي ملاتړ کيږي. له دې سره سره د کتابونو او نورو درسي موادو د اخستلو لپاره پیسو ته اړتيا ده. د هر سمستر په سر کې د سمستر د ونډې (Semesterbeitrag) لګښت ورکول کيږي او دا‌پیسې د کافټريا، د محصلينو ليليې، اداري خدمتونو او نورو ورته فعاليتونو لپاره کارول کيږي. پر دې سربېره د اوسېدلو د ځای کرايه، خوراک څښاک او کتابونه پېرل هم ستاسې پر غاړه دي. ټول پوهنتونونه د محصلينو لپاره ارزانه ليليې لري. د محصلينو لپاره په عامه ترانسپورت، کلتوري غونډو او نورو برخو کې ګڼ تخفيفونه په پام کې نيول کيږي.

 

ستاسې مالي حالت ته کتو د زدکړو لپاره ګڼ مالي امکانات شته. د محصلينو لپاره د کار تر څنګ ډېر محصلين د زدکړو لپاره دولتي قرضې تر لاسه کوي چې بافوګ يې بولي. د دې تر څنګ د جرمنيانو او بهرنيانو ټولو لپاره ګڼ سکالرشيپونه او نور ملاتړي پروګرامونه هم شته.

که تاسې د بافوګ ترلاسه کولو مستحق نه ياست؛ د زدکړو پرمخ بېولو لپاره ځينې نورې آسانتياوې هم شته. له دې ډلې سکالرشيپونه يا تحصيلي برسونه، ځانګړې قرضه، يا فرعي کار (Nebenjob) يادولای شو. له دې ډلې ډېر يې يو له بل سره د يوځای هم اخستلای شو.

زما لپاره د لوړو زده‌کړو کوم فرصتونه شته؟

سکالرشيپونه (Stipendiem)

په جرمني کې ګڼ دولتي او خصوصي بنسټونه، پوهنتونونه، فدرالي حکومت او ښارونه د زده‌کوونکو لپاره سکالرشيپونه وړاندې کوي. په دې کې ځينې يې د کډوالو لپاره ځانګړي دي. ډېر سکالرشيپونه د پوهنتون فيس او د ژوند لګښتونه تر پوښښ لاندې نيسي. په خواشينۍ چې د ټولو وړاندې کېدونکو سکالرشيپونو لپاره يو جامع ډاټابېس نشته خو د جرمني د اکاډميکې تبادلې اداره (DAAD) د بهرنيو زده‌کوونکو لپاره يو غوره ډاټابېس لري. که جرمني مو ښه زده وي؛ د زدکړو د وړ پروګرام موندلو لپاره MyStipendium يا Begabungslotse وېبسایټ وګورئ. ډېر سکالرشيپونه د بنسټونو يا موسسو له لوري وړاندې کيږي. د دې سکالرشيپونو په اړه مالومات د دې بنسټونو يا سازمانونو د اتحاديې پر وېبسایټ موندلای شئ. په پوهنتون کې له شاملېدو وروسته هم د محصلينو له اتحاديې يا شبکې او استادانو څخه د سکالرشيپونو په اړه مالومات تر لاسه کولای شئ.

يادونه: سکالرشيپونه د خپلې مودې له مخې توپير کوي. ځينې يې د زده‌کړو په ټوله موده کې ستاسې مالي لګښت درکوي‌او ځينې نور يې يوازې د څو مياشتو لپاره وي. له همدې کبله غوره ده چې له غوښتنليک لېږلو وړاندې د مالي لګښت او مودې په اړه ځان ډاډه کړئ.

د پوهنتونونو د زدکړو د مشورتي ضمانت صندوق

د پوهنتون د زدکړو د مشورتي ضمانت صندوق يو عامه (Bildungsberatung Garantiefonds Hochschule) يو عامه سازمان دی چې په جرمني کې له ځوانو مهاجرينو او کډوالو سره د زدکړو په برخه کې مرسته کوي. دا اداره له مشورو پرته د جرمني ژبې د زدکړو او ازموينو په شان برخو کې مالي مرسته هم کوي. که تاسې په جرمني کې ژوند کوئ او عمر مو له ۳۰ کالو ټيټ وي؛ کولای شئ له دې صندوق نه د مرستې غوښتنه وکړئ. 

يادونه: هغه قانون چې له مخې يې تاسې اړ وئ چې جرمني ته د راتګ په لومړيو دوو کالونو کې دا مرسته ترلاسه کړئ؛ نور نه پلی کيږي.

د ضمانتي صندوق د مرستې ترلاسه کولو لپاره يو مشورتي دفتر پر (bildungsberatung-gfh.de) وېبسایټ موندلای شئ. په خپله سيمه کې د دې ادارو څانګو ته د پوست له لارې يا په انلاين ډول هم غوښتنه لېږلای شئ. د غوښتنليک پاڼه پر (Bildungsberatung) لېنک ترلاسه کړئ.

د غوره او ممتازو زده کوونکو لپاره سکالرشيپونه

که په ښوونځي يا پوهنتون کې ښې نومرې اخلئ او په رضاکارانه کارو کې برخه اخلئ؛ کولای شئ د اکاډميک وړتيا (Begabtenförderung) له مخې سکالرشيپ تر لاسه کړئ. د بافوګ پر خلاف دا سکالرشيپونه د دوکتورا لپاره هم اخستلای شئ او د تر لاسه شوو پیسو بېرته ورکړې ته اړتيا نشته. په ټوليزه توګه ۱۳ ادارې (Begabtenförderungswerke) چې د زدکړو او څېړنو د فدرالي وزارت له لوري تمويليږي؛ د اکاډميکې وړتيا پر بنسټ سکالرشيپونه وړاندې کوي. دا ادارې د ايډيالوژيکو، سياسي او مذهبي ليدلورو له مخې توپير او د ټاکلو بېلابېل معيارونه لري. د بېلګې په ډول (Avicenna Academic Association) د هغو مسلمانو محصلينو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا د زدکړو زمينه برابروي چې رضاکارانه کار ته ژمن وي. دا بورسونه د زده‌کړو د ټولو سطحو لپاره شته.

ملي سکالرشيپونه (Deutschlandstipendium)

که له وړاندې مو بافوګ تر لاسه کړی وي او ښې نومرې مو اخيستې وي؛ کولای شئ د يوه بل سکالرشيپ (Deutschlandstipendium) غوښتنه هم وکړئ. دا سکالرشيپونه د دولتي او خصوصي مرستو له لارې په مياشت کې ۳۰۰ يورو ورکوي او بېرته يې نه غواړي. که په جرمني کې د کډوال په توګه ژوند کوئ؛ دا سکالرشيپ تر لاسه کولای شئ. د غوراوي د پروسې پر مهال له خپل هېواد نه د سياسي لاملونو له کبله تېښته ستاسې امتياز ګڼل کيږي. ټول جرمني پوهنتونونه دا سکالرشيپ نه لري او د بافوګ په شان د دوکتورا لپاره نه ورکول کيږي. دې سکالرشيپ ته له نوم‌ليکنې وړاندې له يوه اکاډميک سلاکار سره مشوره وکړئ.

د زدکړو قرضه

د زدکړو د قرضې پروګرام (Bildungskreditprogramm) چې د جرمني د فدرالي حکومت له لوري پر مخ وړل کيږي؛ د زده‌کړو پر مهال محصلانو ته مالي مرستې برابروي. په دې مانا چې د دې مرستې يا قرضې ترلاسه کوونکی ښايي د لومړي ټولګي محصل نه وي. د بافوګ پر خلاف دا پروګرام له عايد سره اړه نه لري. ټول هغه محصلان چې عمر يې له ۳۶ کالو کم وي او په جرمني کې د استوګنې اجازه ولري؛ کولای شي د دې قرضې غوښتنه وکړي. د ډولډونګ لرونکو بايد په جرمني کې لږ تر لږه څلور کاله تېر کړي وي چې دا غوښتنه وکړای شي. همدا شان د بافوګ پر خلاف دا قرضه بلاعوضه نه ده. د دې مانا دا ده چې تاسې بايد ټولې درکول شوې پیسې (او سود) بېرته ورکړئ. دا قرضه هم په مياشتني ډول له سل تر ۳۰۰ یورو ورکول کيږي او ټوله اندازه يې له ۷٬۲۰۰ یورو نه اوړي. البته دا قرضه اخستل يوازې هغه وخت معقوله ده چې د بېرته ورکړې توان يې په ځان کې وليدل شي. د پیسو د بېرته ورکړې پیل د لومړي قسط له ترلاسه کولو تر څلور کالو د مخه نه پیليږي. د دې قرضې د ترلاسه کولو لپاره په انلاين ډول هم د (Bundesverwaltungsamt) له لارې غوښتنه کولای شئ.

محصلين څه ډول پیسې سپمولای شي؟
  • ټول پوهنتونونه د محصلينونو ليليې يا شپې‌غالي لري او دا ځايونه د کورونو په پرتله ارزانه دي. البته دې ځايونو ته بايد پر وخت غوښتنه ولېږل شي څو يوه خونه درته وساتل شي. په دې اړه زيات مالومات پر (studierendenwerke.de) وېبسایټ لوستلای شئ.
  • د محصل په توګه کولای شئ تر ۳۰ کلنۍ پورې د محصلينو له دولتي روغتيايي بيمې ګټه واخلئ. په دې ډول تاسې بيمې ته ډېر لږ پیسې ورکوئ. که عمر مو له ۳۰ کالو لوړ شي؛ د محصلينو بيمه يوازې په استثنايي حالتونو کې ترلاسه کولای شئ. په دې اړه د خپلې روغتيايي بيمې له ادارې سره اړيکه ونيسئ. د محصلينو د روغتيايي بيمې په اړه نور مالومات پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ.
  • ډېر پوهنتونونه محصلانو ته د سمستر ټکټ (Semesterticket) په نوم ترانسپورتي ټکټونه ورکوي. د دې ټکټونو بيه ډېر وخت د سمستر په فيس کې شامله وي. د دې ټکټونو په وسيله د خپل ښار يا سيمې په بسونو، ميتروګانو او له تېزو اورګاډو (ICE) پرته په نورو اورګاډو کې وړيا سفر کولای شئ. که لږ پیسې لرئ، ځينې وخت ښايي د دې ټکټونو لګښت بېرته درکړل شي او يا به د سمستر په فيس کې مجرا شي. په دې اړه نور مالومات د محصلانو له عمومي ټولنې (AStA) یا ورته نورو ادارو ترلاسه کولی شئ. په جرمني ژبه دلته هم مالومات لوستلی شئ.
  • په جرمني کې محصلين همدا شان د تياتر، سينما او نورو کلتوري نندارو په شان ځايونو کې ځانګړي تخفيفونه ترلاسه کوي.
  • وګورئ چې د کورونو د پیسو (Wohngeld) يا نورو مالي مرستو مستحق ياست او که نه. ځينې وخت سيمه‌ييزه او يا د محصلينو لپاره ځانګړې مرسته ورکول کيږي.
  • د محصل په توګه د پیسو سپمولو يوه بله لاره ښايي د ماليې د حسابونو تصفيه وي. کولی شئ د تخصصي ادبياتو، کاري موادو، د سفر لګښتونو او يا زده‌کړيزو موادو د لګښتونو په شان لګښتونه د تدارکاتي لګښتونو (Werbungskosten) په نوم د ماليې له پیسو بېرته ترلاسه کړئ. بهرني محصلين د دې تر څنګ د کور لټولو، جرمني ته د رالېږدېدو او بېرته تګ، په کال کې يو ځل خپل هېواد ته د تګ، د جرمني ژبې د زده‌کړې او د سندونو د رسمي کولو لګښتونه هم د ماليې له لارې مجرا کولی شي. په ياد مو وي چې ټول اړوند سندونه او بېلونه وساتئ او له متخصصو کسانو مشوره ترلاسه کړئ.

مهم

د ډېر تحصيلي بورسونو ترلاسه کولو لپاره په سياسي او رضاکارانه فعاليتونو کې ګډون ډېر ګټور دی. د بېلګې په توګه که د يوې رضاکاره ټولنې غړی او يا هم يو رضاکار اوروژونکی ياست، ښايي په اسانۍ يو سکالرشيپ ترلاسه کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: