په جرمني کې د لوړېدونکو بيو لپاره مرسته

Person calculating expenses with a calculator
اوسمهالیز 18.10.2023

له دولت څخه د لوړو بيو لپاره کومې مرستې ترلاسه کولای شو؟

ډېر خلک د بيو د لوړېدو له کبله د کورونو د کرايو او ګاز يا برېښنا د بېلونو له ورکولو سره ستونزې لري. د خوړو او نورو اړتيا وړ توکو پېرل هم سخت شوي دي. له همدې کبله دولته بېلابېلې مرستې کوي. په دې څپرکي کې به ولولئ چې د برېښنا، تودوخې، کرايې او ماشومانو لپاره کومې مرستې ورکول کيږي.

يادونه: دلته يوازې د هغو مرستو يادونه کوو چې اوس تصويب شوي دي او درکول کيږي. که دولته وروسته د نورو مرستو ورکول پرېکړه وکړي، همدلته به يې په اړه مالومات درکړو.

 

برېښنا

د برېښنا د بېلونو پیسې نه شم ورکولای، څه وکړم؟

کولای شئ له د برېښنا له اړوند شرکت څخه د ځنډولو (Stundung) غوښتنه وکړئ. په دې ډول کولای شئ خپل پورونه وروسته ورکړئ. که د برېښنا شرکت د مياشتنو ورکول کېدونکو پیسو (Abschlagszahlung) اندازه لوړه کړي، بيا هم د پیسو د وروسته ورکولو يا پورونو د ځنډولو غوښتنه کولای شئ. د يادونې وړ ده چې مياشتنۍ پیسې يوازې د يوه اټکل له مخې اخستل کيږي او د برېښنا د لګښت اصلي اندازه يو کال وروسته مالوميږي. 

يادونه: د پورونو ځنډولو پر مهال بايد وروسته هغه پیسې ورکړئ. که دا کار ونه کړئ، د برېښنا تړون مو لغوه کيږي. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (کرايي کورونه) کې ولولئ.

جاب‌سنټر يا سوسيال‌امت د لوړو بيو له کبله مرسته کوي؟

جاب‌سنټر يا سوسيال‌امت کولای شي ستاسې د برښنا پورونه او يا د څنګ‍يزو لګښتونو لپاره اضافي غوښتل کېدونکې پیسې (Nebenkostenabrechnung) ورکړي. دا کار يوازې يو ځل کيږي او يوازې د هغو کسانو لپاره ورکول کيږي چې د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag)، د کورونو پیسې (Wohngeld) او يا بافوګ نه ترلاسه کوي. د دې لپاره چې يادې شوې ادارې ستاسې پورونه ورکړي، بايد هغوی ته يو غوښتنليک وړاندې کړئ. البته دا غوښتنليک بايد خامخا په هماغه مياشت کې وړاندې کړئ، په کومه کې چې بايد پیسې ورکړئ. غوښتنليک د برېښناليک له لارې هم ورلېږلای شئ. دا چې نور سندونه هم بايد ولېږئ که نه، له يوې ادارې تر بلې توپير کوي.

د غوښتنليک لپاره لاندې متن کارولای شئ:

Sehr geehrte Damen und Herren,

hiermit beantrage ich [Vorname] [Nachname], geboren am [Geburtsdatum] in [Geburtsstadt/Geburtsland], formlos und fristgerecht die Übernahme der Kosten, die mir durch die gestiegenen Energiepreise im Rahmen der Nebenkostenabrechnung für meine Mietwohnung entstanden sind.

Mit freundlichen Grüßen

[Ihre Unterschrift]

د لاندې کسانو لپاره نور قوانين پلي کيږي:

  • تقاعد شوي‌ کسان کولای شي له سوسيال‌امت څخه د ټولنيزې مرستې (Sozialhilfe) غوښتنه وکړي. البته غوښتنه بايد په هماغه مياشت کې وشي، په کومه کې چې بايد بېلونه تحويل کړئ. د اساسي خونديتوب د پیسو په مرسته د کور کرايه، بيمې او د خوړو يا جامو پیسې ورکولای شئ. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (تقاعد شويکسان) کې ولولئ.
  • محصلان کولای شي يو ځل اړمنو کسانو د پیسو (Bürgergeld) غوښتنه وکړي. البته غوښتنه بايد په هماغه مياشت کې وشي، په کومه کې چې بايد بېلونه تحويل کړئ. د دې لپاره چې وخت له لاسه ورنه کړئ، کولای شئ لومړی يو عادي غوښتنليک وړاندې کړئ او بيا وروسته اړوندې فورمې ډکې کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات په بل څپرکي (جابسنټر) کې ولولئ.
  • د جاب‌سنټر د پیسو ترلاسه کوونکي کولای شي له جاب‌سنټر څخه د بې‌سوده پور غوښتنه وکړي. البته دا پیسې بايد ورکړئ. جاب‌سنټر په اوږده موده کې ستاسې له مياشتنيو پیسو د دې پور يوه برخه کموي او دا کار تر هغه دوام کوي، څو پور شوې پیسې بېرته مجرا شي. د دې پور ترلاسه کولو لپاره بايد داسې اړتيا موجوده وي چې له مخې يې بېړنی حالت رامنځته کېدای شي. د بېلګې په توګه په کور کې اړين ترميمات، د ماشومانو لپاره د ژمي جامې او يا هم له اور لګېدنې وروسته بېړنی حالت. جاب‌سنټر د لګول شوو پیسو بېلونه هم يا رسيدونه هم غواړي.
د برېښنا د بيو لوړېدلو له کبله دولتي مرسته ترلاسه کولای شم؟

د جرمني دولت د برېښنا د بيو لوړېدو له کبله بېلابېلې مرستې تصويب کړې دي. دلته د دې مرستو په اړه مالومات درکوو:

د برېښنا د بيو برېک (Die Strompreisbremse)

د برېښنا د بيو برېک قانون د ګاز د بيو پر لوړوالي محدوديت دی چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل مياشتې پورې پلی کيږي. هغه کورونه او واړه شرکتونه چې کلنۍ لګښت يې له ۳۰زره کيلوواټ ساعته (kWh) کم وي، په هر کيلو‌واټ ساعت ۴۰ سنټه ورکوي. البته کمه بيه يوازې د ۸۰ سلنه لګښت کلني لګښت لپاره ده. د زيات لګښت بيه بيا د شرکت له نرخ سره برابره ده. هغه شرکتونه چې کلنۍ لګښت يې له ۳۰زره کيلوواټ ساعته (kWh) زيات وي، په هر کيلو‌واټ ساعت ۱۳ سنټه ورکوي البته کمه بيه يوازې د ۷۰ سلنه لګښت کلني لګښت لپاره ده.

مهم: د برېښنا په بيو کې له برېک سره د ډېرو لوړو بيو مخه نيول کيږي خو بيا هم بيې ښايي د ۲۰۲۱ کال د بيو په پرتله لوړې وي.

د برېښنا د بيو برېک او د بيو کموالی په ۲۰۲۳ کال کې ستاسې د لګښت له مخې اټکل کيږي. د بيو محاسبه به د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې د لګښت پر بنسټ وي.

مهم: د ۷۰ يا ۸۰ سلنې بيو کمښت د ټول کال د لګښت لپاره دی او په مياشتني ډول نه محاسبه کيږي. د هر کور اندازه هم ښايي له بل هغه سره توپير ولري.

تخفيف څه ډول ترلاسه کولای شو؟

دا له دې سره اړه لري چې تاسې د برېښنا پیسې خپله د کور خاوند او يا د برېښنا شرکت ته ورکوئ. دوی دواړه د مخکې اخستونکو پیسو او هم د کلنيو بېلونو د محاسبې پر مهال اړونده بيې کموي.

د برېښنا د بيو برېک د ۲۰۲۳ کال د مارچ له مياشتې پيل کيږي خو د همدې کال د جنورۍ او فبروۍ مياشتو لپاره هم پلی کيږي.

که د برېښنا شرکت بدل کړئ، بايد د زاړه شرکت له لوري وړاندې شوی بېل ورته ولېږئ. په بېل کې بايد تر اوسه شوی لګښت او د تخفيف اندازه په نښه شوې وي.

د انرژۍ د بيو د جبران پیسې (Die Energiepreispauschale)

د انرژۍ د بيو د جبران پیسې د دولت له لوري يو ځل د ۳۰۰ ناخالصو يورو مرسته ده. د ناخالصو مانا دا ده چې له دې پیسو يو څه مقدار بېرته کميږي.

اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲) لاندې کسان د دې پیسو ترلاسه کولو مستحق دي:

  • هغه کاروباريان (Selbstständige) او کارکوونکي چې په جرمني کې ژوند کوي، په ۲۰۲۲ کال کې يې کار کړی وي او له معاشونو يې ماليې ورکړې وي.
  • د ميني‌جاب ترسره کوونکي.
  • هغه محصلان چې جبري پرکتيکوم ترسره کوي. 
  • کار کوونکي محصلان.
  • موسمي کارکوونکي.
  • هغه کسان چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې تقاعد شوي وي او په جرمني کې ژوند کوي.

د يادې شوې مرستې ترلاسه کول لپاره:

  • کارکوونکو د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په مياشت کې له خپل معاش سره دا پیسې ترلاسه کړې. که چا دا پیسې نه وي ترلاسه کړې، او يا يې د همدې کال له سپتمبر مياشتې وروسته کار پيل کړی وي، کولای شي د معاش د ماليې د تصفيه کولو (Einkommenssteuererklärung) پر مهال يې يادونه وکړي.
  • د کاروباريانو لپاره به د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې لپاره د هغوی له مخکې ورکول کېدونکو ‍ماليو (Steuervorauszahlung) څخه ۳۰۰ يورو کمې شي.
  • د ميني‌جاب‌ ترسره کوونکو هم د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په مياشت کې له خپل معاش سره دا پیسې ترلاسه کړې. البته د دې کار لپاره مو بايد کار درکوونکي ته روښانه کړې وي چې همدا مو لومړی دنده ده. که چا دا پیسې نه وي ترلاسه کړې، او يا يې د همدې کال له سپتمبر مياشتې وروسته کار پيل کړی وي، کولای شي د معاش د ماليې د تصفيه کولو (Einkommenssteuererklärung) پر مهال يې يادونه وکړي.
  • محصلان او موسمي کارکوونکي دا پیسې د ۲۰۲۲ کال د ماليې د حسابونو د تصفيې پر مهال ترلاسه کولای شي.
  • تقاعد شوي کسان به دا پیسې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې په اتومات ډول ترلاسه کړي. که څوک دا پیسې ترلاسه نه کړي، کولای شي پر (www.deutsche-rentenversicherung.de) د دې پیسو غوښتنه وکړي. دا کار د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ مياشتې له نهمې بيا د همدې کال د جون مياشتې تر پايه پورې کولای شئ.

مهم: د ماليې اداره د ۲۰۲۲ کال د مالي حسابونو د تصفيې پر مهال په اتومات ډول دا مالوموي چې څوک د دې ۳۰۰ يورو مرستې ترلاسه کولو مستحق وو او که نه. که چا دا پیسې نه وي ترلاسه کړې، کولای شي د معاش د ماليې د تصفيه کولو (Einkommenssteuererklärung) پر مهال يې يادونه وکړي.

 

د محصلينو لپاره يو يو ځل د انرژۍ مرسته

په جرمني کې ټولو محصلينو ته يو ځل د انرژۍ د بيو د لوړوالي له کبله ۲۰۰ يورو ورکول کيږي. په دې پیسو ماليه نشته او د نورو مرسته د کمښت لامل نه کيږي.

د دې مرستې ترلاسه کولو شرط دا دی چې اړوند کس بايد د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې په لومړۍ نېټه، په پوهنتون يا بېغوف‌شوله کې ثبت شوی وي. د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره (BundID-Konto) ته اړتيا لرئ. دا د ثبت يو دولتي سند دی او په اړه يې مالومات پر (Seite vom Bund-ID) وېبسایټ موندلای شئ. د دې سند ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:

  • د پېژندنې د الکترونيکي سند يا استوګنې اجازې د الکترونيکي کارډ په وسيله
  • د ماليې د حساب د تصفيې د فايل (ELSTER-Zertifikat) په وسيله

په دې ډول ستاسې پېژندنه کيږي او کولای شئ د (www.einmalzahlung200.de) له لارې د مرستې غوښتنه وکړئ.

د سوسيال د مرستو ترلاسه کوونکو لپاره يوځل د انرژۍ د بيو مرسته

د جاب‌سنټر پیسو (Bürgergeld)، سوسيال‌امت د ټولنيزې مرستې (Sozialhilfe) د مرستو ترلاسه کوونکي يو ځل ۲۰۰ يورو ترلاسه کوي. البته دوی بايد د ۲۰۲۲ کال په جولای مياشت کې د يادو شوو مرستو ترلاسه کوونکي بلل شوي وي. دا پیسې په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته لېږل کيږي او د ترلاسه کولو ل‍پاره يې غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته. د اصولو له مخې د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر پورې ټولو کسانو ته دا پیسې لېږل شوې دي خو که چا لا هم نه وي ترلاسه کړی، کولای شي له خپل جاب‌سنټر يا سوسيال‌امت سره په دې اړه خبرې وکړي.

د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونکو ته يو ځل د انرژۍ د بيو مرسته

د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونکي هم يو ځل ۲۰۰ يورو ترلاسه کوي. البته دوی بايد د ۲۰۲۲ کال په جولای مياشت کې د يادو شوو پیسو ترلاسه کوونکي بلل شوي وي. دا پیسې په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته لېږل کيږي او د ترلاسه کولو ل‍پاره يې غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته. د اصولو له مخې د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر پورې ټولو کسانو ته دا پیسې لېږل شوې دي خو که چا لا هم نه وي ترلاسه کړی، کولای شي د کار له ادارې (Arbeitsagentur) سره په دې اړه خبرې وکړي.

 

مرکزګرمي

د کور خاوند د انرژۍ د بيو لوړېدو له کبله اضافي پیسې غواړي، د دې کار اجازه شته؟

اوس مهال د ځينو کرايي کورونو کرايې لوړيږي او لامل يې د انرژۍ په بيو کې لوړوالی دی. د کور د کرايې يوه برخه د کور د ګرمېدو پیسې دي. که څه هم کور يوازې په ژمي کې ګرميږي، خو د دې کار لپاره هره مياشت يوه اندازه پیسې ګرځول کيږي. دې پیسو ته مخکې ورکول کېدونکي پیسې (Vorauszahlung) یا ګرځول کېدونکې پیسې (Abschlagszahlung) وايي. ډېر وخت بيا د کال په پای کې د لګښت او پیسو حساب کيږي او که لګښت زيات شوی وي، نورې پیسې هم غوښتل کيږي. البته که چا لږ انرژي لګولې وي، اضافه پیسې بېرته ورته لېږل کيږي.

که د کورونو خاوندان يا شرکتونه هره مياشت او يا د کال په پای کې اضافه پیسې وغواړي، نو بايد وريې کړئ، ځکه ستاسې مخکې ورکول کېدونکې پیسې له اوسنيو بيو سره عياريږي. په دې ډول په راتلونکي کې د نورو ډېرو پیسو د ورکولو مخنيوی کيږي. البته د کورونو خاوندان بايد اړوند ثبوتونه تاسې ته وليږي. دا بېل ښايي د انرژۍ د وړاندې کوونکو شرکتونو ليک او يا هم اوسنی بېل وي. که د کور خاوند اړوند ثبوت ونه لري، د کور کرايه هم نه شي لوړولای. يوازې د انرژۍ د بيو لوړوالی ثبوت نه شي بلل کېدای.

مهم: که د کور خاوند د مخکې ورکول کېدونکو پیسو اندازه تنظيم نه کړي، د اضافي لګښتونو لپاره هره مياشت يو څه پیسې ذخيره کړئ. په دې ډول به د کال په پای کې د لوړاحتمالي بېل لپاره‌ پیسې ولرئ. په دې وروستيو کې د ګاز او تېلو د بيو لوړېدلو له کبله د لوړو بېلونو شونتيا شته. په ۲۰۲۲ کال کې د لوړو بيو پرتله پر (Heizspiegel) کتلای شئ.

د انرژۍ شرکتونه ټاکل شوې پیسې لوړولای شي؟

د انرژۍ شرکتونه د برېښنا ورکوونکي او يا هم د مرکزګرمۍ لپاره د انرژۍ چمتو کوونکي شرکتونه دي. د هایڅونګ انرژي ښايي تېل، ګاز او يا هم له مرکزي ستېشن سره تړلی سيستم (Fernwärme) وي. که دا شرکتونه پیسې لوړې کړي نو ښايي د مخکې اخستل کېدونکو پیسو اندازه لوړه کړي. ډېر وخت بيا د کال په پای کې د لګښت او پیسو حساب کيږي او که لګښت زيات شوی وي، نورې پیسې هم غوښتل کيږي. البته که چا لږ انرژي لګولې وي، اضافه پیسې بېرته ورته لېږل کيږي.

په ياد مو وي چې د پیسو لوړېدلو لپاره درلېږل کيدونکي ليکونه په غور ولولئ او په جزئياتو يې ځان وپوهوئ. که په پوهېدلو کې يې ستونزه لرئ، له مشورتي مرکزونو مرسته وغواړئ. د برېښنا شرکتونه يوازې هغه وخت اضافه پیسې غوښتلای شي چې لاندې حالتونه په پام کې ونيول شي:

  • شرکت بايد تاسې ته د بيو د لوړېدو له عملي کولو وړاندې په دې اړه خبر درکړي. دا کار بايد لږ تر لږه يوه مياشت وړاندې وشي. 
  • شرکت بايد تاسې ته څرګنده کړي چې نوي نرخونه څه دي او ولې لوړيږي. دا خبره بايد د درک وړ او روښانه وي.
  • چمتو کوونکی شرکت باید په تړون او یا د دوی په عمومي شرایطو (Allgemeinen Geschäftsbedingungen) کې د نرخ تعديل مادې (Preisanpassungsklausel) ته ژمن وي. د نرخونو د تعديل په ماده کې ویل شوي وي چې په کوم حالت کې هغه کولی شي نرخونه لوړ کړي.
  • شرکت بايد تاسې ته د ځانګړي لغوه کېدلو د حق (Sonderkündigungsrecht) په اړه خبر درکړي. په دې ډول کولای شئ د تړون د نېټې له پای ته رسېدلو وړاندې هغه لغوه کړئ. 

يادونه: چمتو کوونکی شرکت کولای شي له تاسې وغواړي چې د مخکې ورکول کېدونکو پیسو اندازه په خپله خوښه لوړوئ او که نه. که تاسې موافق وئ، دا اندازه به لوړه شي. که دا کار ونه کړئ، هغوی يوازې د ځانګړو شرطونو په پوره کولو د دې پیسو اندازه لوړولای شي.

 

زه زياتې شوې مخکې ورکول کېدونکې پیسې نه شم برابرولای، څه بايد وکړم؟

د مخکې ورکول کېدونکو پیسو ځنډول (Stundung der Vorauszahlungen)

که چمتو کوونکی شرکت د کور د ګرمېدو لپاره د مخکې ورکول کېدونکو پیسو اندازه لوړه کړي او تاسې دا پیسې ورنه کړای شئ، د کور له کرايه ورکوونکي سره خبرې وکړئ او له دوی وغواړئ چې دا پیسې وروسته ورکړئ. په جرمني کې دې کار ته ځنډول (die Zahlungen zu stunden) وايي. 

که د ګرمېدو پیسې (Heizkosten) خپله ورکوئ، له چمتو کوونکي شرکت څخه د پیسو د وروسته ورکول يا ځنډول غوښتنه وکړئ. دا کار بايد سملاسي وکړئ. 

مهم: له ځنډولو سره سره بيا هم اړ ياست چې وروسته ټولې پیسې ورکړئ.

د جاب‌سنتر يا سوسيال‌‌امت له لوري يو ځل د پیسو ورکول

که د کور د ګرمېدو پیسې نه شئ ورکولای، جاب‌سنتر يا سوسيال‌امت کولای شئ يو ځل ستاسې د پیسو بېل پرې کړي. 

مهم: که پام مو شي چې نور د کور د ګرمېدو پیسې نه شئ ورکولای، سملاسي ګام واخلئ. که نه پوهېږئ چې څه وکړئ، له يوې مشورتي ادارې او يا هم د مصرفوونکو له مرکز سره خبرې وکړئ.

 

دولت د ګرمېدو د لګښتونو د لوړېدو له کبله مرسته کوي؟

فدرالي حکومت له خلکو سره ډېرې مرستې په پام کې لري. دا مرستې د خلاصون د بستې (Entlastungspakets) په نوم د مرستو د پلان برخه دي. په دې بسته کې اوس مهال درې بېلابېلې برخې په پام کې نيول شوې دي. دلته د دې مرستو او تدبيرونو  په اړه لنډ مالومات درکوو: 

د ګاز د بيو برېک (Die Gaspreisbremse)

د ګاز د بيو برېک قانون د ګاز د بيو پر لوړوالي محدوديت دی چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل مياشتې پورې پلی کيږي. هغه کورونه او واړه شرکتونه چې کلنۍ لګښت يې له يونيم ميليون کيلوواټ ساعته (kWh) کم وي، په هر کيلو‌واټ ساعت ۱۲ سنټه ورکوي. دا محدوديت د هغه چا لپاره دی چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر سملاسي مرسته يې ترلاسه کړې وي. البته کمه بيه يوازې د ۸۰ سلنه لګښت کلني لګښت لپاره ده. د زيات لګښت بيه بيا د شرکت له نرخ سره برابره ده. هغه شرکتونه چې کلنۍ لګښت يې له يونيم ميليون کيلوواټ ساعته (kWh) زيات وي، په هر کيلو‌واټ ساعت ۹ سنټه ورکوي البته کمه بيه يوازې د ۷۰ سلنه لګښت کلني لګښت لپاره ده.

مهم: د ګاز په بيوکې له برېک سره د ډېرو لوړو بيو مخه نيول کيږي خو بيا هم بيې ښايي د ۲۰۲۱ کال د بيو په پرتله لوړې وي.

د ګاز د بيو برېک او د بيو کموالی په ۲۰۲۳ کال کې ستاسې د لګښت له مخې اټکل کيږي. د بيو محاسبه به د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې د لګښت پر بنسټ وي.

مهم: د ۷۰ يا ۸۰ سلنې بيو کمښت د ټول کال د لګښت لپاره دی او په مياشتني ډول نه محاسبه کيږي. د هر کور اندازه هم ښايي له بل هغه سره توپير ولري.

تخفيف څه ډول ترلاسه کولای شو؟

دا له دې سره اړه لري چې تاسې د تودوخې پیسې خپله د کور خاوند او يا د ګاز شرکت ته ورکوئ. دوی دواړه د مخکې اخستونکو پیسو او هم د کلنيو بېلونو د محاسبې پر مهال اړونده بيې کموي.

د ګاز د بيو برېک د ۲۰۲۳ کال د مارچ له مياشتې پيل کيږي خو د همدې کال د جنورۍ او فبروۍ مياشتو لپاره هم پلی کيږي.

که د ګاز شرکت بدل کړئ، بايد د زاړه شرکت له لوري وړاندې شوی بېل ورته ولېږئ. په بېل کې بايد تر اوسه شوی لګښت او د تخفيف اندازه په نښه شوې وي.

 

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې لپاره د ګاز او تودوخې مرسته

که کور مو د ګاز يا لرې واټن تودوخې (Fernwärme) په وسيله ګرميږي، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې لپاره به دولت د دې لګښتونو يوه برخه پر غاړه واخلي. دا مرسته د مخکې ورکول کېدونکو پیسو لپاره ورکول کيږي. البته د دې لګښتونو يوازې يوه برخه ورکول کيږي. 

د کورونو کرايه کوونکي د هرې مياشتې لپاره مخکې پیسې ورکوي او بيا د هر کال لپاره د تودوخې د لګښتونو بېل ترلاسه کوي. د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې مخکې ورکول کېدونکې پیسې به له دې بېل څخه وايستل شي او دولت به يې ورکړي.

که څوک خپله د انرژۍ شرکتونو ته پیسې ورکوي، د دسمبر مياشتې مخکې ورکول کېدونکې پیسې نه ترې غوښتل کيږي. که څوک يې ورکړي، د لګښت په کلني بېل کې به بېرته ورته مجرا شي. 

د ګاز د مشتريانو لپاره د دې مرستې اندازه په ۲۰۲۲ کال کې د ګاز د بيو او کلني لګښت له مخې محاسبه کيږي. د لرې واټن تودوخې مشتريانو لپاره د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر مياشتې مخکې ورکول کېدونکې پیسې او د همدې پیسو شل سلنه اضافه ورکول کيږي. 

يادونه: د ګاز يا لرې واټن تودوخې دواړو لپاره د دسمبر مياشتې اصلي لګښت پیسې نه ورکول کيږي. ځکه نو که څوک له اندازې ډېر لګښت ولري، بايد اضافه پیسې خپله ورکړي.

له دې پرته:

  • هغه کرايه کوونکي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ مياشتې راهيسې يې د مخکې ورکول کېدونکو پیسو اندازه لوړه شوې وي، د دسمبر مياشتې لپاره هماغه پخوانۍ بيه پرې کوي.
  • هغه کسان چې په تېرو ۹ مياشتو کې بل کور ته کډه شوي وي، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې لپاره د مخکې ورکول کېدونکو پیسو يوازې ۷۵ سلنه ورکوي.

مهم: په دې دواړو حالتونو کې خپل کرايه ورکوونکي ته خبر ورکړئ چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې لپاره لږ پیسې ورکوي.

 

پر ګازو د پلور کمه ماليه (Weniger Umsatzsteuer auf Gas)

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتې تر پايه د ګاز او يا هم تودوخې د مرکزي سيستم له چمتو کوونکو شرکتونو، د دې خدمتونو وړاندې کولو لپاره د پلور لږ ماليه اخستل کيږي. په دې موده کې به ماليه د ۱۹ سلنه پر ځای ۷ سلنه وي. په دې ډول هڅه کيږي چې د عامو مشتريانو لپاره بيې يو څه راټيټي شي. د يادونې وړده چې د ماليو له کمېدو سره سره بيا هم ښايي قيمونه لوړ پاته شي او ډېر توپير ونه کړي. 

د کورونو د پیسو ترلاسه کوونکو لپاره د کور د ګرمېدو مرسته (Heizkostenzuschuss für Wohngeldempfänger*innen)

د کورونو د پیسو (Wohngeld) ترلاسه کوونکي کولای شي د ګرمېدو مرسته (Heizkostenzuschuss) هم ترلاسه کړي. په دې توګه له دولت څخه د کور د ګرمېدو لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ. اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲) د کور د ګرمېدو لپاره دوه ډوله مرستې شته چې هره يوه يې يوازې يو ځل ورکول کيږي. دا مرستې په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته راځئ او غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته. 

 

د کورونو پیسو ترلاسه کوونکو ته د ګرمېدو برخه (Heizkostenkomponente für Wohngeldempfänger*innen)

د وونګېلډ ترلاسه کوونکي د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې د تودوخې د لګښتونه برخه ترلاسه کوي. دا پیسې له وونګېلډ سره ورکول کيږي او اضافي غوښتنليک ته اړتيا نشته. دا برخه د تودوخې له مرستې سره توپير لري.

د کور د ګرمېدو لومړۍ مرسته (Heizkostenzuschuss I)

که چا د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر بيا د ۲۰۲۲ کال تر مارچ مياشتې پورې لږ تر لږه يوه مياشت د کورونو پیسې يا وونګېلډ ترلاسه کړې وي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي.

د دې مرستې اندازه د کورنۍ د غړو له اندازې سره تړلې ده:

  • د يوه کس لپاره: ۲۷۰ يورو.
  • د دوو کسانو لپاره: ۳۵۰ يورو.
  • له دوو کسانو د زياتو، د هر اضافي کس لپاره: ۷۰ يورو.

دا پیسې د هر ايالت اوسېدونکو ته په بېلابېلو وختونو کې ورکول کيږي:

  • راين‌لندفالڅ: جون ۲۰۲۲
  • برېمن، مکلېنبرګ پورفومرن، نوردراين وستفالن او نيدرزاکسن: جولای ۲۰۲۲
  • برلين، شلسويګ هولشتاين او هېسن: اګست ۲۰۲۲
  • هامبورګ، زارلند او زاکسن: سپتمبر ۲۰۲۲
  • بادن ورتمبرګ: اکتبر ۲۰۲۲
  • بايرن، زاکسن انهالت او تورينګن: راتلونکې مياشتو کې.

 

د کور د ګرمېدو دوهمه مرسته (Heizkostenzuschuss II)

که چا د ۲۰۲۲ کال له سپتمبر تر دسمبر مياشت پورې لږ تر لږه يوه مياشت د کورونو پیسې يا وونګېلډ ترلاسه کړې وي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي.

د دې مرستې اندازه د کورنۍ د غړو له اندازې سره تړلې ده:

  • د يوه کس لپاره: ۴۱۵ يورو.
  • د دوو کسانو لپاره: ۵۴۰ يورو.
  • له دوو کسانو د زياتو، د هر اضافي کس لپاره: ۱۰۰ يورو.

دا چې کله دا مرسته ترلاسه کوئ، ستاسې له ايالت سره اړه لري. په ځينو کې دا مرسته ورکول شوې ده او په ځينو نورو کې اوس ورکول کيږي.

 

د محصلانو لپاره د کور د ګرمېدو مرسته (Heizkostenzuschuss für Studierende)

له محصلانو سره هم د کور د ګرمېدو لپاره پورته يادې شوې دواړې مرستې کيږي. البته يوازې هغه څوک دا مرسته ترلاسه کوي چې بافوګ ورکول کيږي او له مور او‌ پلار څخه بېل ژوند کوي. دا مرستې په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته راځي او د ترلاسه کولو لپاره يې غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته. 

د کور د ګرمېدو لومړۍ مرسته (Heizkostenzuschuss I)

که چا د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر بيا د ۲۰۲۲ کال تر مارچ مياشتې پورې بافوګ ترلاسه کړی وي او له مور او پلار څخه بېل ژوند کوي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي. د دې مرستې اندازه ۲۳۰ يورو ده او د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې له پای څخه د محصلانو اکونټ ته لېږل کيږي. 

 

د کور د ګرمېدو دوهمه مرسته (Heizkostenzuschuss II)

که چا د ۲۰۲۲ کال له سپتمبر تر دسمبر مياشت پورې  بافوګ ترلاسه کړی وي او له مور او پلار څخه بېل ژوند کوي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي. د دې مرستې اندازه ۳۴۵ يورو ده او د ۲۰۲۲ کال په پای او يا هم د ۲۰۲۳ کال په‌ پيل کې د مستحقو د محصلانو اکونټ ته لېږل کيږي. 

 

د اوسبيلډونګ ترسره کوونکو لپاره د کور د ګرمېدو مرسته (Heizkostenzuschuss für Auszubildende)

د اوسبيلډونګ له ترسره کوونکو سره هم د کور د ګرمېدو لپاره پورته يادې شوې دواړې مرستې کيږي. البته يوازې هغه څوک دا مرسته ترلاسه کوي چې له لوړېدونکي بافوګ (ufstiegs-BAföG) سره د ژوند د لګښتونو مرسته (Unterhaltszuschuss) او د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) او يا د اوسبيلډونګ پیسې (Ausbildungsgeld) ورکول کيږي. دا مرستې په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته راځي او د ترلاسه کولو لپاره يې غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته. 

د کور د ګرمېدو لومړۍ مرسته (Heizkostenzuschuss I)

که چا د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر بيا د ۲۰۲۲ کال تر مارچ مياشتې پورې له لوړېدونکي بافوګ (ufstiegs-BAföG) سره د ژوند د لګښتونو مرسته (Unterhaltszuschuss) او د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) او يا د اوسبيلډونګ پیسې (Ausbildungsgeld) ترلاسه کړي وي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي. د دې مرستې اندازه ۲۳۰ يورو ده او د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې له پای څخه د محصلانو اکونټ ته لېږل کيږي. 

 

د کور د ګرمېدو دوهمه مرسته (Heizkostenzuschuss II)

که چا د ۲۰۲۲ کال له سپتمبر تر دسمبر مياشت پورې  له له لوړېدونکي بافوګ (ufstiegs-BAföG) سره د ژوند د لګښتونو مرسته (Unterhaltszuschuss) او د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) او يا د اوسبيلډونګ پیسې (Ausbildungsgeld) ترلاسه کړي وي، کولای شي دا مرسته هم ترلاسه کړي. د دې مرستې اندازه ۳۴۵ يورو ده او د ۲۰۲۲ کال په پای او يا هم د ۲۰۲۳ کال په‌ پيل کې د مستحقو د محصلانو اکونټ ته لېږل کيږي. 

 

د ګازي بخارۍ کنټرول

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې بايد د کورونو خاوندان ګازي بخارۍ کنټرول کړي. د دې کار لپاره دوه کاله وخت لرئ او کنټرول بايد د مسلکي او ماهر کس له لوري ترسره شي. په کنټرول کې کتل کيږي چې بخارۍ څنګه کار کوي. د بېلګې په توګه ماهر کس کولای شي د ګازي بخاريو پخواني تنظيمات وګوري. د دې کتنې لګښتونه د کور د خاوندانو پر غاړه دي. که د کتنې پر مهال ستونزې وموندل شي، د کورونو خاوندان يې په حلولو مکلف نه دي. اوس مهال (۲۰۲۲ اکتوبر) لا مالومه نه ده چې لګښتونه به د کور په کرايه کوونکو اچول کيږي او که نه.

 

کرايه

د کور کرايه نه شم ورکولای، څه وکړم؟

که د بيو د لوړېدو له کبله د کور کرايه نه شئ ورکولای، هر څومره ژر د کور له خاوند يا اړوند شرکت سره خبرې وکړئ. دوی ته روښانه کړئ چې غواړئ ستونزه څه ده. ښايي له دوی سره د کرايې د ځنډېدلو او يا هم په مياشتني ډول د کرايې د يوې برخې يا په قسطونو کې د کرايې په ورکولو توافق ته ورسېږئ. په دې ډول به اوس يوازې د کرايې يوه برخه ورکوئ او نورې به هغه وخت ورکړئ، کله چې ډېرې پيسې ترلاسه کړئ. 

مهم: که د کرايې ورکولو توان نه لرئ، خامخا د کور له خاوند سره خبرې وکړئ. که څوک دوې پرله‌پیسې مياشتې د کور کرايه ورنه کړي، ښايي د کور د کرايې تړون يې لغوه شي. 

که د کور د کرايې يا نورو اړونده موضوعاتو په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ په خپله سيمه کې د کرايه‌کوونکو له ټولنو سره اړيکه ونيسئ. د مشورې لپاره ښايي اړ شئ چې په ټولنه کې غړيتوب واخلئ او د دې کار لپاره پیسې ورکړئ. د کرايې د ټولنو پتې پر (www.mieterbund.de e.V.) موندلای شئ. له دې پرته د کرايه کوونکو د خونديتوب له ټولنې (Mieterschutzbund) سره هم اړيکه نيولای شئ. د مشورې په اړه مالومات پر (www.mieterschutzbund.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ټولنو ډېری کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. له دې پرته له نورو مشورتي ادارو سره هم اړيکه نيولای شئ.

د کور د کرايې لپاره دولتي مرسته ترلاسه کولای شو؟

 

که د کور د کرايې په ورکولو کې ستونزه لرئ، کولای شئ له دولت څخه مرسته ترلاسه کړئ. اوس مهال لاندې مرستې ترلاسه کولای شئ:

د کورونو پیسې (Wohngeld)

د کورونو پیسې يا وونګلېد د کور د کرايې لپاره مرسته ده. دا مرسته هغه چا ته ورکول کيږي چې عايد يې کم وي او د کور کرايه نه شي ورکولای. له همدې کبله وونګېلډ هغه چا ته نه ورکول کيږي چې د کورونو ټوله کرايه يې دولت ورکوي. ځکه نو د وونګلېډ په ترلاسه کوونکو کې د جا‌سنټر مرسته، بافوګ او سوسيال مرسته (Sozialhilfe) ترلاسه کوونکي او يا هم د عايد د کمېدو ظرفيت (Erwerbsminderung) ترلاسه کوونکي نه شامليږي.

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د (Wohngeld Plus) په نوم قانون سره ډېر کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي. د دې تر څنګ د وونګېلډ اندازه کابو دوه برابره شوې ده. د بېلګې په توګه اوس يو کس په اوسط ډول د ۱۸۰ یورو پر ځای ۳۷۰ یورو ترلاسه کوي. دا ځکه چې د وونګېلډ لپاره د محدود عايد اندازه لوړه شوې ده. د وونګېلډ په پیسو کې د انرژۍ برخه هم شامله ده. البته د دې برخې يا مرستې ترلاسه کولو لپاره اضافي غوښتنليک ته اړتيا نشته.

د ځينو کورونو لپاره د چاپېريال برخه (Klimakomponente) هم په پام کې نيول کيږي. په دې ډول هغو کسانو ته مرسته ورکول کيږي، کوم چې کورونه يې د چاپېريالي تدابيرو له کبله بيا رغول شوي يا ترميم شوي وي. په داسې حالت کې له وونګېلډ سره په هر متر مربع ۴۰ سنټه نور ورکول کيږي.

اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲) کې لاندې کسان وونګېلډ ترلاسه کولای شي:

  • هغه کسان چې لږ عايد لري او د کور کرايه خپله ورکوي.
  • متقاعد شوي کسان.
  • هغه محصلان چې بافوګ ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي.
  • هغه اوسبيلډونګ ترسره کووني چې د حرفوي زده‌کړو مرسته (Berufsausbildungsbeihilfe) ترلاسه کوي او له خپل مور او پلار سره ژوند نه کوي. 
  • د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوونمي.
  • د لنډمهالې بېکارۍ پیسو (Kurzarbeitergeld) ترلاسه کوونکي. 

د وونګېلډ اندازه د هرې کورنۍ د غړو له شمېر، د معاش له اندازې او د کور له کرايې سره اړه لري. د کورونو او ودانولو فدرالي وزارت له لوري چمتو شوي ماشين (Wohngeldrechner) په مرسته د دې پیسو اټکلي اندازه مالومولای شئ. که ډاډه نه ياست چې دا پیسې ترلاسه کولای شئ او که نه، بيا هم غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو رد هم  شي، تاوان نه کوئ.

د وونګېلد غوښتنه په خپله سيمه کې د دې کار لپاره له ټاکل شوې ادارې (Wohngeldstelle) کولای شئ. دوی ته بايد يو غوښتنليک ډک او وړاندې کړئ. د دې ادارو پتې پر انټرنېټ موندلای شئ. د لټون په کړکۍ کې (Wohngeldstelle) او د خپلې سيمې نوم وليکئ. د هر ايالت لپاره اړوند غوښتنليک يا فورمه پر (wohngeld.org) وېبسایټ موندلای شئ. ښه به وي چې غوښتنه هر څومره ژر وړاندې کړئ، ځکه د پیسو راتلل څو اونۍ وخت نيسي. 

يادونه: که څوک د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې مرسته (Asylbewerberleistungen) اخلي، يوازې په استثنايي حالتونو کې وونګېلډ ترلاسه کولای شي.

 

د ماشومانو لپاره مرسته

د لوړو بيو له کبله ماشومانو او کورنيو لپاره کومې مرستې شته؟

که څوک ماشومان ولري، د پالنې لپاره يې بېلابېلې مرستې ترلاسه کولای شي. دلته د ځينو مرستو يادونه کوو.

د ماشومانو پیسې (Kindergeld)

د ماشومانو لپاره تل پمپر، د لوبو وسيلې، د ښوونځي درسي توکي، د سپورت پیسې او وروسته بيا د اوسبيلډونګ يا لوړو زده‌کړو پر مهال لګښتونه د مور او پلار پر غاړه وي. د ماشومانو لويول دې ته ورته ډېر لګښتونه لري. له همدې کبله له دې کورنيو سره مالي مرسته کيږي چې کينډرګېلډ (Kindergeld) يې بولي. دا پیسې له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي څو ماشومانو ته يو څه ښه ژوند برابر کړي او ښې راتلونکې ته يې فرصت برابر کړي. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (کينډرګېلډ) کې ولولئ.

 

د ماشومانو ډالۍ (Kinderbonus)

د بيو د لوړوالي له کبله کورنيو ته د هر ماشوم پر سر یو ځل سل يورو ورکول کيږي. شرط دا دی چې اړوند ماشوم بايد لږ تر لږ يو ځل په ۲۰۲۲ کال کې کينډرګېلډ ترلاسه کړې وي. د دې ډالۍ ترلاسه کولو لپاره د غوښتنليک لېږلو اړتيا نشته او په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته راځي. د ۲۰۲۲ کال د جولای له مياشتې د دې پیسو ورکول پيل شوې دي او د همدې کال تر پايه به ټولو مستحقو کسانو ته ورکړل شي. که څوک دا پیسې ترلاسه نه کړي، بايد له کورني بانک (Familienkasse) سره اړيکه ونيسي. دا اداره د کينډرګېلد ورکولو مسؤوليت هم لري.

د دې ډالۍ ترلاسه کولو د جاب‌سنټر، سوسيال، وونګېلد، کينډرګېلد او د ژوند د لګښتونو د مرستې په پیسو اغېز نه کوي او نه کميږي. 

 

د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag)

هغه ميندې او پلرونه چې عايد يې د کورنۍ د غړو لپاره کفايت نه کوي، د ماشومانو مرسته يا کينډرڅوشلګ ورکول کيږي. د دې پیسو لوړه اندازه د هر ماشوم پر سر ۲۵۰ يورو ده. دا چې تاسې څومره پیسې ترلاسه کولای شئ، ستاسې له عايد، د کورنۍ د غړيو شمېر او ځينو نورو لاملونو سره اړه لري. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (کينډرګېلډ) کې ولولئ.

 

د ماشومانو سملاسي مرسته (Kindersofortzuschlag)

د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې راهيسې د هر ماشوم پر سر د کيڼډرڅوشلګ پر پیسو شل يورو زياتې ورکول کيږي. لاندې کسان د ماشومانو لپاره دا اضافي پیسې ترلاسه کولای شي:

  • د (SGB II) او يا (SGB XII) له مخې د جا‌سنټر يا سوسيال مرسته ترلاسه کوونکي.
  • د سوسيال مرسته ترلاسه کوونکي.
  • د ماشومانو د مرستې يا کينډرڅوشلګ پیسې ترلاسه کوونکي.
  • د خونديتوب د فدرالي قانون له مخې د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره اضافه پیسې يا (die Ergänzende Leistung zum Lebensunterhalt nach dem Bundesversorgungsgesetz.)

دا پیسې هم په اتومات ډول ستاسې اکونټ ته راځي او د ترلاسه کولو لپاره يې غوښتنليک وړاندې کولو ته اړتيا نشته.

 

د زده‌کونکو، محصلانو يا اوسبيلډونګ ترسره کوونکو لپاره کومې مرستې شته؟

د زده‌کړو او ګډون بسته

د زده‌کړو او ګډون د بستې له مخې يوه اندازه پیسې ترلاسه کولای او په لاندې فعاليتونو کې لګولای شئ:

  • د ښوونځي او خالي وخت د فعاليتونو لپاره
  • په ښوونځي يا هورت کې د خوړو لپاره
  • له ښوونځي وروسته د درسي مرستې يا په سپورتي او موزيک ټولنو کې د ګډون لپاره

د دې مرستې لپاره بايد خپله غوښتنليک ولېږئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د زده‌کړو او ګډون مرسته) کې ولولئ.

بافوګ

که خپله يا مو مور او پلار لږ عايد لري او جرمني ته د زده‌کړو په ويزه نه ياست راغلي، کولای شئ تر ځانګړو شرايطو لاندې د دولتي مرسته يا (Förderung nach dem Bundesausbildungsförderungsgesetz) ترلاسه کړئ. د بافوګ په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (بافوګ) کې ولولئ.ر

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

مشورتي مرکزونه

مشورتي ادارې د هنډبوک جرمني د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې، پر پلټونکي ماشين موندلای شئ.

د مرستې لپاره په خپله سيمه کې د کډوالو مشورتي ادارو او يا د ځوانانو مهاجرو لپاره د خدمتونو ادارو ته ورشئ او يا اړيکه ورسره ونيسئ. د ځوانو مهاجرو د خدمتونو اداره له ۲۷ کالونو د ټيت عمر لرونکو کسانو لپاره ده. د دې ادارو کارکوونکي په بېلابېلو ژبو خبرو کوي او مرسته يې وړيا ده. دوی د غوښتنليکونو او فورمو په ډکولو کې مرسته کولای او مشوره درکولای شي.

که په خپل شاوخوا کې مشورتي اداره نه شئ موندلای، زموږ له بل مشورتي پلټفورم ټوګېدر اېن جرمني سره اړيکه ونيسئ. موږ د دې پلټفورم له لارې په ګڼو ژبو وړيا مالومات درکوو او د مشورتي ادارو په موندلو کې مرسته درسره کوو.

د برېښنا يا تودوخې د بېلونو او لګښتو په اړه د پوښتنو لپاره د مصرفوونکو له مرکزو سره هم اړيکه نيولای شئ. د دې مرکز نږدې څانګه پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ ومومئ. 

که د کور د کرايې يا نورو اړونده موضوعاتو په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ په خپله سيمه کې د کرايه‌کوونکو له ټولنو سره اړيکه ونيسئ. د مشورې لپاره ښايي اړ شئ چې په ټولنه کې غړيتوب واخلئ او د دې کار لپاره پیسې ورکړئ. د کرايې د ټولنو پتې پر (www.mieterbund.de e.V.) موندلای شئ. له دې پرته د کرايه کوونکو د خونديتوب له ټولنې (Mieterschutzbund) سره هم اړيکه نيولای شئ. د مشورې په اړه مالومات پر (www.mieterschutzbund.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ټولنو ډېری کارکوونکي په جرمني ژبه خبرې کوي. له دې پرته له نورو مشورتي ادارو سره هم اړيکه نيولای شئ.

مهم

که خپل معاش مو د ځان او کورنۍ د لګښتونو لپاره نه بس کيږي، کولای شئ له جاب‌سنتر څخه يو څه مرسته ترلاسه کړئ. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (جاب‌سنټر) کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: