د کار پر مهال د ناروغۍ ثبتول

څه ته بايد پام وکړم؟
که ناروغ ياست او نه شئ کولای کارځای ته ولاړ شئ؛ حق لرئ چې کور پاته شئ. د کار ورکوونکې اداره يا چارواکي حق لري چې ستاسې د ناروغۍ لپاره د ډاکټر د ورکول شوي سند غوښتنه وکړي. په عامه اصطلاح دې سند ته (Krankschreibung) او په رسمي ژبه کې ورته (Arbeitsunfähigkeitsbescheinigung) وايي.
مهم: د کورونا پانډمي له کبله کولای شئ د ټليفوني اړيکې په وسيله له ډاکټر سره اړيکه ونيسئ او د ناروغۍ تاييدليک (krankschreibeung) ترلاسه کړئ. البته دا کار يوازې د زکام، د شا درد، نيمسېري، سټرېس او دې ته ورته د نورو د ځانګړو ناروغيو لپاره کيږي. په داسې حالتونو کې د ناروغۍ تاييدليک د ۷ ورځو لپاره معتبر دی او که بيا هم ناروغ وئ، د ۷ نورو ورځو لپاره غځول کيږي. دا قانون د ۲۰۲۳ کال د مارچ مياشتې تر پايه معتبر دی.
په څه بايد وپوهېږم؟
خپل رييس ته بايد د ناروغۍ په لومړۍ ورځ خبر ورکړئ او ورته ووايئ چې ناروغ ياست او کار ته نه شئ راتللای. البته اړتيا نشته چې ووايئ کومه ناروغي لرئ. که اټکل کولای شئ چې څو ورځې به ناروغ ياست؛ په دې اړه هم بايد خبر ورکړئ. د ناروغۍ په اړه خبر د ټليفوني اړيکې، مسېج يا برېښناليک له لارې ورکولای شئ.
د کار خاوند کولای شي د ناروغۍ له اولې ورځې د ډاکتر تاييدليک وغواړي. له هغې اولې ورځې چې کار ته ولاړ نه شئ؛ بايد له ډاکټره دا سند ترلاسه کړئ. په ځينو ادارو کې د يوې يا دوو ورځو ناروغۍ رخصت لپاره د ډاکټر سند نه غوښتل کيږي او که ناروغي او ورسره رخصت درې ورځې يا له دې زيات شي؛ بايد د کار خاوند ته د ډاکټر تاييدليک وښودل شي. دا چې ستاسې په اداره کې کوم ډول قوانين پلي کيږي؛ مخامخ له خپل رييس څخه پوښتلای شئ.
يادونه: د ناروغۍ د رخصت لپاره د ډاکټر تاييدليک بايد ټولې هغه ورځې په بر کې ونيسي په کومو کې چې تاسې کار ته نه ياست تللي.
که د ناروغۍ له کبله ډاکټر ته ځئ؛ ورته ووايئ چې د رخصت لپاره يو تاييدليک (Krankschreibung) درکړي. ډاکټر ستاسې له تشخيص وروسته پرېکړه کوي چې د څو ورځو لپاره رخصت درته وليکي. د رخصتۍ تاييدليک درې برخې لري:
- لومړۍ پاڼه د روغتيايي بيمې د ادارې لپاره دی.اړوند ډاکټران دا پاڼه خپله د بيمې ادارې ته ليږي.
- دوهمه پاڼه يې د کار ورکوونکي شرکت يا ادارې لپاره ده. په دې پاڼه کې د ناروغۍ د رخصت موده ليکل کيږي خو د ناروغۍ په اړه څه نه وايي. د کار ورکوونکې اداره يا ستاسې رييس/ريیسه ستاسې د ناروغۍ په اړه نه پوهيږي او په اړه يې د پوښتلو حق نه لري. دا پاڼه بايد د خپل کار ادارې ته وروړئ او يا يې ورولېږئ. په راتلونکي کې به دا پاڼه هم په اتومات ډول د ډاکټر له خوا ولېږل شي خو اوس يې بايد خپله ولېږئ.
- درېيمه پاڼه ستاسې لپاره ده.
که د کار خاوند مو باور ونه کړي چې تاسې په رښتيا ناروغ ياست او يا د کار توان نه لرئ؛ کولای شي ستاسې د روغتيايي بيمې شرکت ته خبر ورکړي. دا شرکت به بيا د روغتيايي بيمو د طبي ازموينې اداره (Medizinischen Dienst der Krankenkasse) خبره کړي څو پلټنه وکړي.
دا خبره ستاسې د ناروغۍ له وخت سره تړلې ده.
- که د ناروغۍ د رخصت موده مو له ۶ اونيو کمه وي؛ د اصولو له مخې بشپړ معاش درکول کيږي.
- که د رخصت موده مو له شپږ اونيو ډېره شي او د کار خاوند مو معاش بند کړي؛ د روغتيايي بيمې له لوري د ناروغۍ د پیسو (Krankengeld) په نامه د معاش بديل درکول کيږي. البته دا پیسې له اصلي معاش څخه يو څه کمې وي.
دا خبره ستاسې د ناروغۍ له حالت سره اړه لري. که ډاکټر په کور کې د استراحت تجويز کړی وي؛ بايد کور پاته شئ. که په کور کې د پاته کېدو اړتيا نه وي؛ کولای شئ بهر ولاړ شئ او يا چېرته سفر وکړئ.
د بچيانو د ناروغۍ پر مهال د کور پاته کېدلو لپاره اصول سم څرګند نه دي او په اړه يې دوه ډوله مقررات پلي کيږي:
د دې مقرارتو له ډلې يو يې (SGB V) داسې وايي:
په کال کې لس ورځې حق لرئ چې د خپلو ماشومانو د ناروغۍ له کبله کور پاته شئ او د هغوی پالنه وکړئ. دا لس ورځې د هر ماشوم پر سر او د مور او پلار دواړو لپاره دي. هغه ميندې يا پلرونه چې په يوازې ځان د ماشوم پالنه کوي؛ کولای شي شل ورځې کور پاته شي. که د ماشومانو شمېر له دوو زيات وي؛ له ميندو او پلرونو هر يو يې تر ۲۵ ورځو کور پاته شي. البته دا قانون يوازې هغه وخت پلی کيږي چې:
- د ماشوم عمر له ۱۲ کالو ټيټ وي او يا د معلوليت له کبله ځانګړې مرستې ته اړتيا ولري.
- له ډاکټره داسې سند ترلاسه کړئ چې وښيي د ماشوم پالنه مو اړينه ده.
- په کور کې مو بل داسې څوک نه وي چې د ماشوم پالنه وکړي.
يادونه: د کورنا بحران له کبله ميندو او پلرونو ته په کور کې د ماشومانو د پالنې لپاره، د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې ۵ ورځې اضافي رخصت ورکول کيږي. يوازې مور يا يوازې پالونکي پلار ته دا رخصت لس ورځې دی.
په دې اړه مدني قانون (BGB) هم شته خو ځانګړي شرطونه او لارښوونې نه لري. په دې اړه يو بل قانون (BGB) هم شته خو ځانګړي شرطونه او لارښوونې نه لري. که غواړئ له ۱۲ کالونو د لوړ ماشوم لپاره پر کور پاته شئ، بايد د مدني قانون پر ۶۱۶ ماده تکيه وکړئ.
Während der Corona-Pandemie war es möglich, sich telefonisch beim Arbeitgeber krank zu melden. Ab dem 01.04.2023 geht das nicht mehr.
Sie müssen Ihrem Arbeitgeber eine schriftliche Krankmeldung vorlegen. Ihr Arbeitgeber kann auch ein ärztliches Attest verlangen.
مهم
د ناروغۍ پر مهال مو خامخا د کار خاوند يا ادارې ته د نه راتګ په اړه خبر ورکړئ او د ډاکټر له لوري د رخصتۍ درکول شوې پاڼې په يوه اونۍ کې د ننه د روغتيايي بيمې ادارې او کارځای ته ولېږئ.