د خونديتوب د حالت يا قبولۍ له لاسه ورکول

Das Bild zeigt eine Straße, auf der sich ein paar Menschen mit dem Rücken zur Kamera bewegen. Im Fokus sieht man eine junge Fraue. Sie trägt eine Tasche und zieh einen lila Rollkoffer hinter sich her.
اوسمهالیز 27.03.2023

د قبولۍ د بېرته له لاسه ورکولو شونتيا شته؟

د خونديتوب د بېرته اخستلو په پروسه  (Widerrufsverfahren) کې د هغو کسانو حالت يو ځل بيا ارزول کيږي چې د پناغوښتونکي يا کډوالو په توګه قبول شوی وي او يا هم فرعي خونديتوب او يا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه ولري. د دې مانا دا ده چې د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي اداره (BAMF) ګوري چې يو کس لا هم خونديتوب ته اړتيا لري او که نه. ځکه نو دا پروسه په هغو کسانو پلې کيږي چې د پنا غوښتنې له پروسې وروسته يې مثبت ځواب ترلاسه کړی وي.

يوازې په محدودو قضيو کې د يو چا خونديتوب بېرته اخستل کيږي. له دې سره سره دا مهمه ده چې د خونديتوب د بېرته اخستلو پروسې ته ځانونه له وړاندې ښه تيا کړئ او مخکې له مخکې له يوې مشورتي ادارې يا وکيل سره په دې اړه خبرې وکړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د خونديتوب د بېرته اخستلو پروسه څه ته وايي؟

د خونديتوب د بېرته اخستلو په پروسه  (Widerrufsverfahren) کې کتل کيږي چې هغه کسان چې د پناغوښتونکي يا کډوالو په توګه قبول شوی وي او يا هم فرعي خونديتوب او يا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه ولري، اوس هم ساتنې ته اړتيا لري او که نه. د دې پروسې د پرمخ بېولو مسؤوليت د مهاجرت او کډوالو له فدرالي ادارې (BAMF) سره دی. که د دې پروسې پر مهال هغه شرطونه پوره نه شي چې له مخې يې د پناغوښتنې په وخت کې د خونديتوب او قبولۍ اخستلو لپاره اړين وو (د بېلګې په توګه ستاسې او يا مو د اصلي وطن حالت په بشپړ او دوامدار ډول بدل شوی وي)، ښايي ورکول شوې قبولي بېرته واخستل شي.

مهم: د پناغوښتنې قانون د لغوه کولو (Widerruf)، بېرته اخستلو (Rücknahme) او باطلېدلو (Erlöschen) تر منځ توپيرونو ته اشاره کوي. د بېرته اخستلو پروسه هغه وخت پیل کيږي چې له يو چا څخه ورکول شوی خونديتوب بېرته بايد واخستل شي. دا کار ښايي په هغه حالت کې وشي يو چا د پناغوښتنې پروسې پر مهال ناسم مالومات ورکړي وي او يا يې مهم واقعيتونه پټ کړي او اوس بمف په دې اړه خبر شي. د بمف د اصول له مخې يو چا ته ورکول شی خونديتوب يوازې هغه وخت باطلېږي چې يو څوک د جرمني تابعيت ترلاسه کړي او يا خپله له ورکول شوي خونديتوب څخه تېر شي. په دې څپرکي يوازې د لغوه کېدلو په اړه مالومات درکوو.

د لغوه کېدلو پروسه څه وخت پيل کيږي؟

د اصولو له مخې د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) کولای شي هر وخت د لغوه کولو پروسه (Widerrufsverfahren) پيل کړي. دلته بيا د قانوني بيا کتنې (gesetzlichen Regelüberprüfung) او د پېښې اړوند  بيا کتنې (anlassbezogenen Überprüfung) تر منځ توپيرونه شته. د منل شوو کډوالو (Flüchtlingen) او پناغوښتونکو (Asylberechtigten) د خونديتوب حالت بايد له قبولۍ  ۳ تر ۵ کاله وروسته بيا وارزول شي. دې ته قانوني بيا کتنه وايي. له بل لوري د منل شوو کډوالو، پناغوښتونکو، د فرعي خونديتوب لرونکو (Menschen mit subsidiären Schutz) او يا هم پر ډيپورټ د بنديز لرونکو (Menschen mit Abschiebungsverbot) کسانو د خونديتوب حالت هر وخت ارزول کېدای شي. البته د دې کار لپاره بايد يو ځانګړی دليل موجود وي. د بېلګې په توګه که څوک خپل اصلي هېواد ته سفر وکړي، ښايي قضيې ته يې بيا کتنه وشي. دې کتنې ته د پېښې اړوند بيا کتنه وايي.

مهم: که څوک د استوګنې دايمي اجازه هم ولري، ښايي د لغوه کولو تر پروسې لاندې راشي.

د پېښې اړوند بيا کتنې (anlassbezogene Überprüfung) دليلونه څه دي؟

د پېښې اړوند بيا کتنه ښايي له دوو دليلونو يو ولري:

1-  په هېواد کې مو حالت په دوامداره توګه بدل شوی دی. دا بدلون ښايي د نظام او يا هم قوانينو بدلون وي.

2-  ستاسې شخصي حالت بدل شوی دی او يا مو چلند بيا کتنې ته اړتيا لري. په دې توګه، په لاندې حالتونو کې د استوګنې اجازې د لغوه کېدلو پروسه پيل کېدای شي:

-        که څوک خپل هېواد ته سفر وکړي.

-        ستاسې حالت بدل شي، د بېلګې په توګه يو ماشوم قانوني عمر ته ورسيږي او يا هم څوک له ناروغۍ ښه شي او يا دين بدل کړي. البته په دې حالتونو کې بايد ستاسې عمر، روغتيا يا نوی دين ستاسې د پناغوښتنې په قضيه کې د مثبت ځواب لپاره برخليک ټاکونکی وي.

-        کله چې د خپلې کورنۍ د راغلو غړو لپاره د کورنۍ پنا غوښتنه وکړئ.

-        کله چې د استوګنې د دايمي اجازې او يا د جرمني د تابعيت غوښتنه وکړئ.

-        کله چې څوک د يوه جرم له کبله د لږ تر لږه يوه کال لپاره بندي شي او يا هم د نويو ځوانانو لپاره په (Jugendstrafe) سزا محکوم شوی وي.

-        که د پناغوښتنې پروسه مو په ليکلي دول ترسره شوي وي او تاسې له بمف سره مخامخ انټرويو نه وي کړې.

د منل شوو کډوالو او پناغوښتونکو لپاره دوه نور داسې دليلونه هم شته چې له کبله يې د خونديتوب حالت د لغوه کېدلو پروسه پيل کېدلای شي.

-        که چېرته څوک له د خپل اصلي هېواد د نوي پاسپورت غوښتنه وکړي او يا زوړ پاسپورت نوی کړي.

-        که څوک د خپل هېواد له اړونده ادارو سره اړيکه ونيسي.

خپل هېواد يا د خپل هېواد سفارت ته تګ تل د قبولۍ د لغوه کېدو لامل کيږي؟

که څوک منل شوی کډوال او يا يا قبول شوی پناغوښتونکی وي او د خپل هېواد له سفارت سره اړيکه ونيسي او يا خپل هېواد ته سفر وکړي او چارواکي پرې خبر شي، دا کار يې د خونديتوب د حالت د ارزولو دليل کيږي. د دې کار دليل دا دی چې تاسې په دې ډول په ډاګه کوئ چې په خپل هېواد کې تر ګواښ لاندې نه ياست. خپل هېواد ته د سفر له کبله د فرعي خونديتوب لرونکو او يا پر ډيپورټ د بنديز لرونکو کسانو حالت هم بيا ارزول کيږي.

البته د لغوه کولو د پروسې پر مهال بايد بمف ستاسې د تګ او سفر ټول شرايط په غور وګوري. دوی به وپلټي چې هلته مو په قانوني يا ناقانونه توګه سفر کړی دی او د سفر کولو موخه مو څه وه.

د خونديتوب حالت يا قبولۍ د لغوه کېدلو پروسه څه ډول پر مخ ځي؟

د يوه اصل په توګه، په لومړي ليک کې بمف له تاسې څخه د همکارۍ غوښتنه کوي. د بېلګې په توګه له تاسې غوښتل کيږي چې د بېلګې په توګه د پاسپورت يا ډاکټر د ليک په شان سندونه وړاندې کړئ، د ګوتو نښې ورکړئ، پوښتنو ته په ليکلې بڼه ځوابونه ورکړئ او يا انټرويو ته ورشئ. که د بمف غوښتنې منطقي (zumutbar) او اړينې (erforderlich) وي، بايد ويې ومنئ. که فکر کوئ چې د بمف غوښتنې منطقي او يا اړينې نه دي، کولای شئ له دوی څخه وغواړئ چې په ليکلي ډول د دې غوښتنو په اړه روښانتيا ورکړي.

که د بمف غوښتنې اړينې او منطقي وي او تاسې بيا هم همکاري وهه کړئ، ښايي بمف مو نغدي جريمه (Zwangsgeld) کړي او وروسته به له تاسې پرته ستاسې د خونديتوب د حالت د لغوه کولو په اړه پرېکړه وکړي. د دې مانا دا ده چې د حالت په اړه ستاسې نظريه په پام کې نه نيول کيږي. که د کوم لامل له کبله اوس مهال همکاري نه شئ کولای، بايد بمف ته په ليکلي ډول اړوند ثبوت (د بېلګې په توګه د ډاکټر تاييدليک) وړاندې کړئ.

داسې هم پېښېدای شي چې بمف د لغوه کېدلو پروسه له وړاندې پیل کړې وي او ستاسې همکارۍ ته هېڅ اړتيا نه وي پېښه شوې. په داسې حال کې به له بمف څخه يو ليک ترلاسه کړئ چې تاسې ته پکې خبر درکول شوی وي او له تاسې غوښتل شوي‌ وي چې په اړه يې نظر ورکړئ. د دې کار لپاره بيا يوه مياشت وخت لري. که ځواب ورنه کړئ، بمف به له تاسې او ستاسې له نظر پرته خپله پرېکړه وکړي.

مهم: که د پاسپورت په شان اصلي سندونه بمف ته لېږئ، بايد له وړاندې يې کاپي کړئ او که شونې وي رسمي کاپي (beglaubigte Kopie) يې واخلئ. دا ډول سندونه تل د رسېدلو له تاييد سره د سپارښتيز پوسټ (Einschreiben mit Rückschein) له لارې ولېږئ. دا ډول پوسټونه يو څه زيات لګښت لري خو پر لاره د سندونو د ورکېدو مخنيوی کيږي او ډاډمن دي.

د خونديتوب حالت د لغوه کېدلو پروسې له پيل وروسته څه کولای شم؟

که بمف ستاسې د خونديتوب حالت يا قبولۍ د لغوه کولو پروسه (Widerrufsverfahren) پيل کړي، بايد سملاسي حقوقي مشوره ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره مشورتي مرکزونو يا د وکيلانو حقوقي دفترونو (Anwaltskanzlei) ته ورتلای شئ. دوی به بيا له تاسې سره اړينه مرسته وکړي. د دې تر څنګ په خپله بمف ته ليک ولېږئ او په قضيه د ډېر غور (Akteneinsicht beantragen) وکړئ او يادونه وکړئ چې د په قضيه له غور او ژور ليد وروسته ځواب ورکوئ. پر قضيه غور په دې مانا دی چې په بمف کې ستاسې اړوندو دوسيو ته لاسرسی درکړل شي. په دې ډول کولای شئ وګورئ چې بمف ستاسې په اړه څه ثبت کړي دي. له دې پرته بايد د خپلې پناغوښتنې په اړه تازه او پخواني ثبوتونه راټول کړی. د بېلګې په توګه داسې ثبوتونه چې وښيي ستاسې د کورنۍ غړي هم په وطن کې تر څار لاندې دي او يا داسې ناروغي لرئ چې يوازې په جرمني کې يې درملنه شونې ده.

څه ډول کولای شم د لغوه کېدلو پروسې پر مهال مرکې ته ځان تيار کړم؟

له انټرويو وړاندې خامخا د پناغوښتنې د انټرويو پروتوکول، هلته ليکل شوې پوښتنې او خپل ځوابونه په غور ولولئ. همدا شان د خپل خونديتوب د حالت يا قبولۍ په اړه د بمف پرېکړه ولولئ او که د بمف د پرېکړې پر وړاندې مو اعتراض کړی وي، د محکمې پرېکړه ولولئ. د لغوه کېدو د پروسې په اړه د پوښتنو کوم معياري فورم نشته خو ډېر وخت هماغه پوښتنې کيږي چې د پناغوښتنې اړوند انټرويو کې شوې وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکی (د پناغوښتنې پروسه) کې هم لوستلای شئ.

کولای شم د لغوه کېدلو پروسې پر مهال د خپلې استوګنې اجازې وخت وغځوم؟

د بهرنيانو چارو ځينې ادارې (Ausländerbehörden) د لغوه کېدلو د پروسې پر مهال هم د استوګنې اجازې وخت د مثنا (Fiktionsbescheinigung) په وسيله غځوي. په عين حال کې له حقوقي نظره د لغوه کېدلو‌ پروسه د استوګنې اجازې د غځېدلو خنډ نه ده. که د بهرنيانو چارو اداره ستاسې د استوګنې اجازې وخت نه غځوي، بايد د وکالت اړوند دفترونو څخه مرسته وغواړئ.

کولای شم د لغوه کېدلو پروسې پر مهال د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړم؟

دا چې د لغوه کېدلو پروسې پر مهال د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه کولای شئ او که نه، ستاسې له حالت سره اړه لري:

منل شوي کډوال او قبول شوي پناغوښتونکي نه شي کولای د لغوه کېدلو پروسې (Widerrufsverfahren) پر مهال د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړي. البته دا خبره يوازې هغه وخت صدق کوي چې بمف له وړاندې اوسلنډربېهورده ته خبر ورکړی وي او يادونه يې کړې وي چې د لغوه کېدلو شرطونه پوره کيږي.

که څوک فرعي‌ خونديتوب او يا پر ډيپورټ بنديز ولري او غواړي د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړي، دا کار د لغوه کېدلو د پروسې پر مهال هم کولای شي، ځکه دا کسان د استوګې نورماله دايمي اجازه ("normale" Niederlassungserlaubnis) ترلاسه کوي. منل شوي کډوال هم کولای شي د د استوګنې د نورمالې دايمي اجازې غوښتنه وکړي خو په داسې حالت کې يې د ترلاسه کولو شرطونه ساده نه دي او د ۶۰ مياشتو کار په شان د شرط پوره کولو غوښتنه هم کيږي.

کولای شم د لغوه کېدلو پروسې پر مهال د جرمني تابعيت غوښتنه وکړم؟

د منل شوو کډوالو او قبولو شوو پناغوښتونکو لپاره، د لغوه کېدلو پروسې پر مهال د امتيازي تابعيت ترلاسه کولو ناشوني دي. د نورمال تابعيت ترلاسه کول (له لنډمهالي انتظار پرته) بيا د لغوه کېدلو پروسې پر مهال هم شوني دي. د تابعيت ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

که زما د خونديتوب حالت لغوه شي، څه وکړم؟

که د چا د خونديتوب حالت لغوه شي، په اړه يې ليکلې پرېکړه ترلاسه کوي. تاسې کولای شئ په خپله سيمه کې اداري محکمې ته د دې پرېکړې پر وړاندې عريضه وکړئ. د دې کار لپاره يوازې دوې اونۍ وخت لرئ. تر هغه مهاله چې محکمه پرېکړه کوي، ستاسې د خونديتوب حالت يا قبولي معتبره پاته کيږي. په ياد مو وي چې په داسې وخت کې خامخا له يوه وکيل څخه مشوره ترلاسه کړئ. په خپل شاوخوا کې وکيلان او مشورتي مرکزونه زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht  يا  Rechtsberatung) وليکئ او پلټنه وکړئ. ځينې وخت د قضايي پروسې لګښتونه هم د دولت له لوري ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات په همدې نوم زموږ په بل مالوماتي څپرکي کې ولولئ.

که څوک په يادو شوو دوو اونيو کې اعتراض ونه کړي، ورکول شوې قبولي يا خونديتوب له لاسه ورکوي.

که ستاسې د خونديتوب حالت لغوه شي، په دې اړه اړونده اوسلنډربېهورده ته خبر ورکول کيږي. وروسته بيا دا اداره پرېکړه کوي چې ستاسې د استوګنې له اجازې سره څه وکړي. په معمول ډول تاسې د استوګنې اجازه او شين يا خړ پاسپورت له لاسه ورکوئ. البته اوسلنډربېهورده به وګوري چې که تاسې د نورو دلايلو له مخې ډولډونګ يا د بشري دلايلو، د ادغام او يا ځوانانو لپاره د استوګنې اجازې يا اوسبيلډونګزډولډونګ په شان کوم بل ډول اجازه ترلاسه کولای شئ او که نه. په خپله هم بايد په خپلو ټاکنو غور وکړئ.  يو مشورتي مرکز ښايي په دې اړه له تاسې سره مرسته وکړي. د ډولډونګ لرونکو لپاره د قبولۍ ترلاسه کول او يا د پنا غوښتنې ردېدل په نوم زموږ په نورو څپرکيو کې په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.

مهم: که ستاسې د خونديتوب حالت لغوه شي او ستاسې د کورنۍ هغه غړي چې د کورنۍ پناغوښتنې له مخې يې پنا ترلاسه کړې وي، هم خپله خونديتوب يا قبولي له لاسه ورکوي. البته بيا هم کتل کيږي چې دوی د کوم بل دليل له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شي او که نه.

 

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که ستاسې لپاره د لغوه کېدلو پروسه پيل شوې وي، سملاسي مشوره ترلاسه کړئ. په خپل شاوخوا کې وکيلان او مشورتي مرکزونه زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht  يا  Rechtsberatung) وليکئ او پلټنه وکړئ.

مهم

بمف به ستاسې اړوند له اوسلنډربېهورده، جاب‌سنټر يا سوسيال امت څخه ستاسې په اړه د هغو مالوماتو غوښتنه وکړي چې ښايي د استوګنې اجازې د لغوه کېدلو لامل شي. د بېلګې په توګه که جاب‌سنټر خبر شي چې چا خپل وطن ته سفر کړی دی، دوی به په دې اړه بمف خبر کړي او هغوی بيا ښايي ستاسې د استوګنې اجازه يا خونديتوب لغوه کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: